نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پرديمكراسى مين شاعران دديمكراسى سپاهيانووډبول
عبدالله صابر
23.05.2009
السلام عليکم
http://www.shahamat.org/todi-4-22-5-2009.html
زماپه فکر خو که وهونکو او وهل خوړونکودواړولورو له لږ زره برابرعقل څخه هم
کار اخيستئ وئ نو نه به وهل وو اونه به وهل خوړل ،هغه په دي ډول ، لومړئ خو
که وهونکولږسوچ اوفکرکړئ وئ چي اصلا داشرف غني لپاره کمپاين کولو کرزي
ته تاوان اواشرف غني ته ګټه نه رسيږي نووهلوته به اړتيا نه وه ،اوهمداډول که
وهل خوړونکوداسوچ کړئ وئ چي ددوی کمپاين اشرف غني ته ګټه اوکرزي ته
تاوان نه رسوي نواوس به يی نه وهل خوړل اونه به يی امساوې ماتيدي ،داځکه
چي ولسمشرخومعلوم دی اوټاکل شوئ نوبياکمپاين اووهل ډبولوته څه اړتيا
ده ، ايادکرزي پلويان اوس هم دومره خام فکرلري چي ددوی مقابل لورئ به
په کمپاين سره دخلکورايوله لارې ماتي ورکړي اوهمدا ډول داشرف غني پلويانو
خام فکري اوله عقل نه تيښته درواخله ، دکرزي پلويانوله خوا دشاعرانو ډبول خو
هغه وخت پرځای ووچي داشرف غني پلويانوپه واشينګټن کښ داشرف غني په
ګټه کمپاين کړئ وئ اود امريکايانورايه يی داشرف غني لپاره ګټلي وئ ، نوچي
ولسمشر معلوم اوټاکل شوئ وي نوبياوهل ډبول اوشورجوړول له عقل نه ديښتې
پرته بله معنی نه لري او بس ٠
والسلام
رښتینی
23.05.2009
.
صابر صیب سلامونه اونیکی هیلی می ومنه !
ستاسو خبر په ځای او معقوله ده خو اخر زموږ سترګو ته خو باید یو
څه خاوری او ایری هم را وشیندل شی شی افغانستان که امریکایی
کالونی یا ولایت ده وی به خو له متحده ایالاتو نه ډیر لیری پروت او
دوی هم دډیموکراسی دورود او صدور ډنډوری وهی نو خیر یو څه
انتخاباتی کش او کړپ په کار ده اوپه انتخاباتی هڅو کی د ډنډو
اوسوټیوتبادله یا یوه بل ته حواله کول حتما راځی ښاغلی شاعران
او دډیموکراسی نغمه سرا بلبلان یی باید وزغمی او باید داسوی
دردونه په خپلو نغمو کی هم انعکاس کړی
او دبینوا ویب دورځنی شعربرخه باید نن سبا په پام کی ولرو !!
په مینه
ډاکټر څپاند
24.05.2009
[color=white:5ebc39e479]وی قارغه دزرکې چم کاوه،خپل ئی هير کړ ![/color:5ebc39e479]
[color=yellow:5ebc39e479]دنارنج ګل هغه ګل دی چه نه يواځئ ښايست ئی بلکه دهغه ښکلی او زړه
بوړنونکی بوی،هغه هم دسپرلي په موسم کی هوا داسی معطره کړی چه د هر
وګړی له خولی ،هر کلام موزون شي،شعر شي او تاريخونه جوړوی٠
دانارګل،دمڼی ګل،دشفتالوګل او داسی نور ګلان خو ښايست لري مګر عطر
پکی نشته٠
داګلان وهغه اروپائی نژاده،ښاپيری ډوله نجونو ته ورته دي چه له ورايه خو
دهر ځوان زړه يوسي،مګر نه مينه لري اونه خوند٠[/color:5ebc39e479]
اختر
24.05.2009
بخښنه غواړم ثابت صاحبه !
دلته يې اوس په رشتيا هم هر څوک په خپل سر ډنګوي خو يو څه چي معلوم دی هغه ګډ اشغالګر دښمن دی . پر هغوی او د هغوی پر کاذبي ډيموکراسۍ او پر مافيايي بانډ باندي چي هر څوک ګذار کوي، نو دا يو مثبت کار او يو ګام و مخ ته دی !
تاسو چي دانارو او مڼو ګلانو ته چي د ښکلا نه يې انکار نه کوی خو دا چي واياست بوی نلري نو هغه ته مود نارنج د ګل نه کم ارزښت ورکړی او هغه موبيا د اروپايي پيغلو سره پرتله کړی دی . زه دا بې منطقه ورته والی ګڼم !
دومره ناځوانه کېږه مه ،
ساده کېږه هم مه ،
د انار او مڼو ښايسته ګلان که ستاسو په وينا رنګ لري خو بوی نه لري نو تاسو و هغه ته کم ارزښت ورکوی خو که د دې ښکلو ګلانو و ښکلو حاصلاتو ته هم لږ شاني پاملرنه وکړی نو هغه ته به ګوته په غاښ کي ونيسۍ . داسي خو ويل کيږي چي مېوه يې د جنت نه را وتلېده . انار د جنت مېوه بولي . تاسو پخپله د انار و رنګ،په هغه کي دښکلو دانو جوړښت ، شفابخشه خوند او د هغه و اعجازي تأثيرته هم پاملرنه وکړی . همداسي د مڼو رنګ، خوند، عالي کيفيت او اعجازي بوی ته چي د زړونو ميوه يې بولي هغه ته هم توجه وکړی .
داسي هر څه ته په بده سترګه بايد و نه کتل سي ، په ښکلا کي که رنګ مدنظر نيول کيږي، نو په هغه کي جوهر او کيفيت هم بايدهېرنشي او يوازي د بوی په تمه پر هر څه سترګي پټي نکړای شي ! زما په اند ښکلا او ښايست يوازي په بوی کي نه منعکس کيږي، بلکه خپله ښکلا او ښايست د خدای تعالی او طبعيت يو خونده وره هستي اود خلقت لوی اعجاز دی. دغه هستي زموږ روح او روان را سپړي او تن مو ور باندي غوړيږي د هغه نه بايد قدر وکړو د خدای تعالی نعمت يې وګڼو .
تاسو که طبيعي ښکلا او ښايست د انسانانو د کردار يا خوی او خصلت سره پرتله کوی نو دا دوه بېل بېل اړخونه دي .
رنګ او خوند د طبيعت، د ښکلا اوښايست دهستۍ هغه شهکار ونه دي چي د انسان و هستۍ ته هم خوند ورکوي او هم رنګ . خواجتماعی کرکټر او خويونه بيا دسياسي او اقتصادي حاکمو سيسټمو او تاريخي مسير نه رنګ اخلي چي په هره قاره او سيمه کي توپير لري او و همدې ښکلاوو ته جلاجلا رنګ ورکوي ! . خو په هر حالت کي د طبيعي ښکلا او ښايست خلقت نسي نفي کېدای او هر يو يې خپل کيفيت لري کله چي بيا دانارګل او مڼې دګل ښايست د نارنج د ګل سره پرتله کيږي ! .
داټول د طبيعت ستر نعمتونه دي چي موږ ته را رسېدلي دي خو موږ يې په قدر نه پوهيږو او رانه برباديږي !
په در ناوي
ډاکټر څپاند
24.05.2009
محترم اختر صيب بختور اوسئ،
زه پوی نه شوم چه تاسو ځما ليکنی ته دقت کړی او که نه !
تاسو ليکلي:
[color=white:1663c5210f]دلته يې اوس په رشتيا هم هر څوک په خپل سر ډنګوي[/color:1663c5210f]
پدی خبره کی خو هيڅ شک اوشبه نشته،که داسی نه وي بيا افغان په څه شوو؟
دافغانيت پياوړی نښه پخپل سر ډنګول دي٠
[color=yellow:1663c5210f]خو يو څه چي معلوم دی هغه ګډ اشغالګر دښمن دی[/color:1663c5210f] .
پدی خبره در سره سل په سلو کی موافق يم٠
[color=white:1663c5210f]اوبياموداسی مهرباني کړی[/color:1663c5210f][color=red:1663c5210f]
. . . . . دا بې منطقه ورته والی دی !
دومره ناځوانه کېږه مه ،
ساده کېږه هم مه
[color=green]اخترصيب،په پورتنۍ ليکنه دی خوا بدی کړم![/color:1663c5210f]
راوړی ئی دي:
دګل دذات پوښتنه وکړه ----------غنچه د هغه ګل ټړه چه ذات لري
ګلاب له اصله شهزاده دی--------رابيل،چامبيل ئی نوکران ولاړ دی
خبره دګلانو ده نه دحاصل،
پلاستيکي يامصنوعي ګلان خورا ښايسته دی،خو دبوی دنه لرلوله امله،
هيڅکله هم دطبيعي ګل ځای نشي نيولی٠
خبره هسی په ګلانو او دهغو په اوصافو پيل شوه،مګر ددی ګلونو تر مړاوی
کيدو،دمخه مالي راپيادکړه چه څه کري؟
څه چه وايی هغه وايه --معشوقه می ښه راستايه
کرزي خپل امتحان ورکړ،نه ئی ملت او نه خاوری ته خدمت وکړی شو٠
خدای خبر ،چه داشرف غني صيب سره به څوک راځي؟
دده په اند، ددی وطن او خلکو دوستان اودښمنان څوک دي؟
دعبدالله ،حبيب منګل،کوشاني ،تڼي . .. . ډلئ معلومی دی،هغوی ګوندونه لری،
ګوندونه ئی برنامي لری٠مګر اشرف غني صيب زموږ نه په پټو سترګړ درايو
غوښتونکی دی،ديوه ګل عطر خو دی فضاته ازاد کړی !!
عبدالله صابر
24.05.2009
السلام عليکم
يره حامد صاحب په ګوتودبرکت شه ،ماخوفکرکاوه چي ښايی داکارله ناپوهئ شوئ
وي اوددواړه لورودي ته پام نه وي چي ټاکنې په واشنګټن کښ شوي دي اويواځي
نتيجه يی نه ده اعلان شوي ، خوستادليکنې وروسته وپوهيدم چي داوهل اوډبول
يوه ډرامه اوفلم وو په فلم کښ طبعاوهل اوډبول راځي ياپه بل ډول دا وهل اوډبول
جعلي وواوستاخبره دخلکوپه سترګوکښ خاورې اوايرې شيندلولپاره همدا ډول
يوې ډرامې ته اړتيا وه ،محمديارصاحب ته هم خدای ورکړه اوس به که خيروي د
ښه غوړشهرت اومال خاوند شي ،هغه ديوسړي خبره چي وږئ وو او ويل يی کاشکي
داسي څوک وی چي په يوپوخ کړي چرګ يی په دامخ باندي ويشتلئ وئ زماپه فکر دغه شاعران هم اوس په همغه پوخ کړي چرګ وويشتل شول ٠
والسلام
اختر
24.05.2009
ګوره ثابت صاحبه کوږ روان شوې !
دلته خبره د ښايست او دښکلا وه او هغه هم طبيعي ښکلا نه د پلاسټيکي !
د بوی خبره تاسو ورسره را ګډه کړه هغه هم د طبيعي بوی نه مصنوعي، او ما بيا د بوی پر ځای د بهشتي ښايست او د هغه و جنتي ښکلي حاصل ته هم ارزښت ورکړ چي هغه هم په خپل ذات کي د ښکلا او ښايست حيرانوونکی خلقت دی . دا ټول طبيعي مثالونه دي نه پلاسټيکي !
د نارنج دګل، د انار دګل او نورو ګلانو خبره چي دلته تاسو ياده کړې ده دا خپله معنی لري . جلال اباديان وړونه د نارنج د ګل يادونه چي په شعري غونډو کي يې لمانځي د هغه د بوی په خاطر نه ده بلکه د طبيعت د ښکلا همدغه يوازنۍ موهبت دی چي زموږ وړونه يې قدر او درناوی کوي . البته ښايي د ددې رنګ د ښکلا نه علاوه به د هغه وبوی ته هم قدر ورکوي !
همدار رنګه په کندهار کي چي بيا د انارګل يادونه په شعري او ادبي غونډو کي لمانځل کيږي دا د کندهار د انارو دګل د طبيعت د حيرت انګيزه ظرافت او ښايست د قدر دانۍ په خاطر او د کندهاري انارو د نړۍ وال باکيفته ارزښت په خاطر هم دی . هيڅوک دا د طبيعت د ښکلا او ښايست سمبول په دې خاطر نه بې ارزښته کوي چي ګني بوی نلري او يا په داسي بې منطقه اصطلاح چي ګني د اروپايې نجونو په څېر مينه نلري ! همدا رنګه په پکتيا، ميدان، مزار شريف، هرات او د وطن په نور سيمو کي د رنګارنګه عنعنعوي ګلانو د لمانځلو ادبي او شعري غونډي .
نن چي زموږ د وطن په هره سيمه او په سوځېدلي ماحول کي، چي طبيعي باثمره ګلان دي او يا د طبيعت تزئيني ګلان دي او په زموږ په دې ګډو باغو او بڼو کي زموږ دولسونو د قدر او ستايني وړ ګرځي هغه بايد د رنګ او بوی په خاطر سره بېل او تحقیر نکړو ، د هر بڼ ګل، د هر بڼ د ګل بوی او ښايست، د هر بڼ د ګل د ښايست او ثمر قدر بايد وکړو او اغزيان، چنجيان مضره حشرات چي ځای پکې نيسي نو هغه ور ځيني ليري وساتو . د يوه مضر چنجي په خاطر د طبيعت د موهبت بې عزتي بي ناشکري ده .
داشرف غني په اړه که خبره را واخلو نو هغه خو د هغه پلورل سوي ګوندونو نه ماسېوا چي ډيرو يې خپله د وطنپلورني تجربه ورکړېده ، نو هغه خو د وطن د همدې اشغال په حالت کي د ملت د جوړوني په خاطر يوه لس کلنه افغاني برنامه لري . د جلالي ټپوس غوندي خو نه وو چي خليلزاد تر غوږو را و نيوه او په ډبۍ کي يې و غونډي ته را کش کړ او خپل ياسين ورباندي تېز او په ځړېدلي غوږو يې بيرته شاته کړ . دلته د بدو، بدترو او ناسولټو ترمينځ د يوه انتخاب دی .
کرزۍ ناسولټه را ووت چي مخ دې پرته شي ، انتخاب د بد اوبدترو تر مينځ دی ، پرېږده چي ستاسو په وينا ددې ټولو بدترو د جملې نه خلک و همدغه « بد» اشرف غني ته په همدغه ساختګي ټاکنو کي رايه ورکړي په اوسني وخت کي خو بل داسي بل « ګل» نسته چي هم دي ښايست ولري او همدي بوی ، او هم دي پلاسټيکي نه وي !
په درناوی
عبدالله صابر
24.05.2009
السلام عليکم
ټول افغان لومړي مخ څخه
جلالي د هولبروک سره له خبرو وروسته وویل چې نور کانديد نه دی. سعيدي
حمزه مومند
24.05.2009 10:23
ے پخواني ديپلومات او سياسي شنونکي احمد سعيدي د ګلوبل پوسټ خبريالې جين مکنزي ته ويلي دي چې نوموړی د علي احمد جلالي سره ناست و چې افغانستان او پاکستان د امريکا د ځانګړي استازي ریچارډ هولبروک تيلي فون ورته راغی. د هولبروک سره دخبرو کولو څخه سمدستي د تيلي فون د بندولو وروسته جلالي وویل چې ((زه به [نور] کانديد نه یم.))
سعيدي دا هم ويلي دي چې کرزای به ولسشمر کړای شي. خو که په رښتیا رایې وشمېرل شي نو هيڅوک به رایه ورنکړي. سعيدي وایي چې واشنګټن پرېکړه کړې ده. د کرزي بديل نشته دی. د سعيدي په باور د ټولټاکنو نتيجه په واشنګټن کې فيصله کېږي.
د سعيدي په باور به په راتکونکې کې خليلزاد تر ټولو مهم رول او زیات ځواک لري. نوموړی وایي چې په پيل کې د امريکا استازی هولبروک فکر کاوه چې خليلزاد د ولسمشر مرستیال کړي، خو کرزي چې قسيم فهيم مرستيال غوره کړ نو د هولبروک دا پرواګرام سر ونه نيوه. اوس به خليلزاد ته یو ستر اجراییه پوست جوړوي.
د یادونې وړه ده چې د کرزي ویاند همايون حميدزاده د دې خبرې پخلی کړی دی چې په واشنګټن کې د اوباما ادارې کرزي د یو ستر اجراییه پوست د جوړونې یادونه کړې ده. د سعيدي په باور کرزی خوښ وي او که نه د دې پوست جوړول به مني. د سعيدي په باور خليلزاد تر کرزي پياوړی او ځواکمن دی او کرزای به خوښ نه وي چې خليلزاد ورسره په یو ستر اجرایوي پوست کار وکړي خو که دا کار ونه مني نو بیا ولسمشر کېدای نشي.
ډاکټر څپاند
24.05.2009
اخترصيب پرمايلي،
[color=white:b9e6690789]ګوره ثابت صاحبه کوږ روان شوې ! [/color:b9e6690789]
-------
[color=yellow:b9e6690789]بې منطقه[/color:b9e6690789]
-----------
زه به څه درته وليکلي سم؟،دچا کلام ته دبی منطقی افاده،دښکنځلي مانا لري٠
کيدی سي ستاسو د مشام يا بویولو حس وده، نه وی کړی!
په سياست کي،
کرزی، دکرغيړنې ISI اوCIAاجڼټان راټول او دولت ئی پری جوړ کړ٠داسی نشي چه اشرف غني صيب،دISI نوکران په موږ باداران کړی؟،اوپخواني
کفنکش ته دعاوی وکړو!
موږ څه پوهږو چه اشرف غني صيب تر کرزی ،بهتره دی٠دی دې خپل ياران او
احتمالي وزیران-واليان ،خلکو ته ور وپيژني څو خلک پری قضاوت وکړی٠
اختر
24.05.2009
بيا هم ثابته صيب ته !
زه نور نه غواړم په دې بحث کي ستاسو سره ځان در ګډ او د اصلي موضوع نه دغه بحث و بلي خوا ته کش کړم !
خو ،
که تاسو د هري نوي پديدې سره داسي د شک په سترګه وګورې او د احتمالاتو په ګرداو کي ځان سرګردانه او د هر حرکت مخه د لوېدو د ويري په خاطر و نيسې نو بهتره داده چي چوپه خوله پاتې او هغه د کابليانو په اصطلاح قرار بشين و سيلته کو ! حالت اختيار کړی، او که بله کومه طرحه لرې يا بل کوم کانديد د دغه اوسنيو نه پرته موجود وي، چي هم په لومړي سر کي پښتانه او افغانان ور باندي راټول شي او زموږ وضعه ددغه اوسني ذلت څخه چي کرزي ور ټېل وهلېده را وباسي او هم د نړۍ والي ټولني، د امريکا او د ګاونډيانو ته د قبول وړوي، را ميدان ته کړی چي بحث ورباندي وشي، کنه نو دغسي هوايي خبري، خيالي وهمونه او د شر اندازۍ دغه د ويب پاڼو ذهني تهمتونه هيڅ درد نه دوا کوي .
او که څوک ښه ورته ځير سي نو ستا په دغه شانو وهمو چي که غنی هم د آی ایس ای ګوډاګی را ووت او يا داسي او هاسي شو نو بيا به څه کوو ؟
دا خبره مطلقه يو غیر واقعبینانه تفکر دی!
بیا که داسي وشوه نو بيا به هغه وخت ګورو چي څه به کيږي ، يعني هماغه ساعت او مصلحت ! اوس خو داسي يو حالت دی چي هيڅ يو افغان نشي کړای بېله ريسکه ددې ګوډ اومات حالت نه ځان را وباسي او دغه کښتۍ پر مخ رهي کړي .
عمومي غوښتنه داده چي دغه اوسنۍ په ټپه ولاړ حالت بايد بدلون و مومي . دم در حاله خو همدا اشرف غني دوه تنه مرستیالان معرفي کړي دي چي د همدې کرزي د جنایت کاره مرستیالانو یعني محقق او فهيم په پرتله زر ځله شرف لري . لري يې کنه؟
او تر نورو کانديدانو يې د وابستګی بار هم سپک دی٠
دی کنه ؟
نور به راتلونکي ته په دې هيله او باور پرېږدو چي افغان ملت هيڅکله نه مري !
په درناوی
ډاکټر څپاند
24.05.2009
بياهم د اشرف غني صيب په هکله،
ښاغلی اشرف غني دپوهی څښتن دي او پدی کی هيڅ دشک ځای نشته٠
مګر کله چه دی دکرزی په ناوړه اداره کی په کاربوخت وو،افغانانو دده نه کوم
ديادولو وړ کارنامه نده ليدلي٠
کله چه دی دپوهنتون ريس وو،پوهاند مجاوراحمد زيار دبهر نه کابل ته تللی وو،
نوموړی داشرف غني دسوړ او غير مسولانه برخورد نه،دهيواد او دپښتو ژبی
ديوه نوميالي پروفيسور په مقابل کی،شکايت اوحکايت کړی (دزيار ليکنه په
سمسور سايټ کی)٠
ديوی اداری او يوه هيواد رهبري ،يواځي په پوهه نه بلکه په مهارت او تجربي
پوری اړين دي٠سمه ده چه هيڅ انسان کامل ندی،مګر که اشرف غني صاحب
خپل کاري ټيم افغانانوته اعلان او ور وپيژني نو هله به موږ وکړاي شو چه
مناسب قضاوت وکړو٠
دکرزي تر فاصدي اونکامي او د غني صيب تر نامعلومي ډلې،اوس چه
د کانديدانو ليست ته نظر وکړی دا به جوته شي چه ښاغلي هريو
رمضان بشردوست او ډاکټر حبيب منګل د ښه ټيم لرونکي دي٠
ستاسو قضاوت به داوي چه بشردوست هزاره او منګل کمونست دی،مګر ياد
ساته چه تاسودامنلي چه تر کرزی هر سړی بهتر دی!که څنګه؟
اختر
25.05.2009
کاري ټيم تر اوسه هيڅ يوه کانديد هم نه دی اعلان کړی . زه ستاسو سره موافق نه يم چي رمضان بشردوست او ډاکټر حبيب منګل دي د ښه ټيم لرونکي وي . رمضان بشردوست به ښه وطندوسته شخصيت وي خو دهغه کاري ټيم هم چا ته ندی معلوم . د افغانستان په اوسني پېچلي حالت کي يې د بري چانس کم دی . تر اوسه لا زموږ ټولنه و داسي پختګۍ ته نه ده رسېدلې چي د لږه کيو قومي او مذهبي استازی دي د ګڼ ملتي لانجمن هيواد مشر سي. که د هند غوند هيواد و پختګۍ ته بل هيواد ور رسي خو ښه خبره ده خو زموږ هيواد و هغه حالت ته رسېدل ډېر وخت غواړي .
حبيب منګل او د هغه بدنامه او کودتاچي ګوند خپله کارنامه يوځل ازمويلې ده. پر هغه باندي اصلاً څوک څه چي خپل ټوټه ټوټه ګوند نه را غونډيږي . د بلي خوا نړۍ والي ټولني ته هم د منلو وړ نه دی . زموږ د هيواد لانجه يوازي کورنۍ لانجه نه ده کومه چي د منګل کارملي خائينانو و دغه اوسني پړاو ته را رسولې ده، ددې لانجې نړۍ وال بعد اوس د ورځي موضوع ده. حبيب منګل او د هغه بدنامه ګوندي ټيم ته په هيڅ ډول نړۍ واله ټولنه زړه نه ښه کوي . اصلاً دوی خپله تجربه ورکړېده دعام ولس برداشت خو داسي دی چي د هغوی عادي سلام عليک هم لا په چم او شيطنت سره دی . . ددې خلکو برنامه به چربه غوړه وي ، خو د همدې برنامې پر تطبيق باندي يې په هيواد کي دادېرش کاله هغه غوبل وکړ چي لويه فاجعه يې وزېږول او انسانيت ورباندي شرميږي . دوی ته بهتره داده چي ځان غلی وساتي او خپل ټوټه ټوټه ګوند سره را غونډ کړي
ما د بدلون او تغير په اميد دامنلې چي تر کرزي به هر څوک بهتره وي خو په بهترو کي هم چين په کار دی ! زه هغه څوک بهتره بولم چي په اوسني وخت کي جنجالي نه وي او بده ګذشته ونلري . متأسفانه د منګل کارملي ګذشته او اوس هم د هغه پر پل روان منګل و هيچا ته د منلو وړ ندی او هيڅکله يې څوک بهتر نه بولي .
بشردوست هم متأسفانه د اکثريت رايه نشي ګټلای او ټول ولس نه پر راټوليږي ، دا يو مسلم واقعيت دی، خو هغه په بهترو کي راځي دهغه ملی احساس د قدر وړ دی ، لاسونه يې په خيانت او جنايت نه دي ککړ . که اشرف غني بری ومومي نوموړی د هغه د کاري ټيم ښه غړی کېدای شي .
شپون
25.05.2009
[quote:4f8a03b961]زماپه فکر خو که وهونکو او وهل خوړونکودواړولورو له لږ زره برابرعقل څخه هم
کار اخيستئ وئ نو نه به وهل وو اونه به وهل خوړل ،[/quote:4f8a03b961]
او دا درته کوم عقل مند ويلي چې شاعران او ليکوال ځکه سپک کړای شوو
چې دچامدح يي کوله؟
او دا څه چې شوي دې ته ديموکراسي نه بلکه تهيو کريسي وايي چې زموږ
ډېر دوستان ورته دسادګۍ له امله اوس هم ډېر خوشبين دي
pattang
25.05.2009
اشرف غني يو عصبي سړی دی په سياست نه پو هيږي٠
که پوهه مسلکي سړی وي ولي بيا مسلکي کار په غاړه نه اخلي٠
سياست دپشو بازي ندی٠
[quote:8c8e022bb5="Subat Sabit"]بياهم د اشرف غني صيب په هکله،
ښاغلی اشرف غني دپوهی څښتن دي او پدی کی هيڅ دشک ځای نشته٠
مګر کله چه دی دکرزی په ناوړه اداره کی په کاربوخت وو،افغانانو دده نه کوم
ديادولو وړ کارنامه نده ليدلي٠
کله چه دی دپوهنتون ريس وو،پوهاند مجاوراحمد زيار دبهر نه کابل ته تللی وو،
نوموړی داشرف غني دسوړ او غير مسولانه برخورد نه،دهيواد او دپښتو ژبی
ديوه نوميالي پروفيسور په مقابل کی،شکايت اوحکايت کړی (دزيار ليکنه په
سمسور سايټ کی)٠
ديوی اداری او يوه هيواد رهبري ،يواځي په پوهه نه بلکه په مهارت او تجربي
پوری اړين دي٠سمه ده چه هيڅ انسان کامل ندی،مګر که اشرف غني صاحب
خپل کاري ټيم افغانانوته اعلان او ور وپيژني نو هله به موږ وکړاي شو چه
مناسب قضاوت وکړو٠
دکرزي تر فاصدي اونکامي او د غني صيب تر نامعلومي ډلې،اوس چه
د کانديدانو ليست ته نظر وکړی دا به جوته شي چه ښاغلي هريو
رمضان بشردوست او ډاکټر حبيب منګل د ښه ټيم لرونکي دي٠
ستاسو قضاوت به داوي چه بشردوست هزاره او منګل کمونست دی،مګر ياد
ساته چه تاسودامنلي چه تر کرزی هر سړی بهتر دی!که څنګه؟[/quote:8c8e022bb5]
هیښ
26.05.2009
سلامونه
اول خو زه په دې ښه نه پوهیږم چې داد انارګل،نارنج ګل ،مڼې ګل او............ګل مشاعرې دلاسپوڅې دولت له لوري دایریږي او که دخپلواکو وولسي شاعرانو ،ادیبانو او لیکوالانو دسازمانونو او اتحادیو له لوري؟
دمشاعرو دوداواصل زما په نظرداسې ؤچې خپل دین ،وطن او ملي کلتورته وفاداره ازاد،خپلواک او متعهد شاعران به په یوه ادبي محفل کې سره راغونډیډل او په یوه ازاده فضا کې به ئې دیوه مشخص سازمان ،ارګان او ادارې دنفوذ او مداخلې پرته دخپلو افکارو او خیالونو اظهار په علمي ،ادبی،سیاسي ،اقتصادي او اجتماعی برخه کې دشعر او نظم په شکل اظهارول او دخلکو او مسؤلینو غوږونه ته به ئې رسول .مشاعره دټولنې دناخوالو او بې عدالتیو سره دمبارزې یو حرکت ؤاو په دوسیله به دستمګرانو او ظالمانو دناکردو او جفاوو دافشاکولو او رسوا کولو دپاره داختناق او فشار په ماحول کې یو تلاش ؤ.
که د وولسي اوازادو اتحادیو ،سازمانونو او ټولنو له لوري دمشاعرې تابیا نیول کیږي ،نو دیو چا په پلوئ او یا ضدیت دپاڼو ویشل دبیان دازادئ سره( لکه چې دکابل مزدوره اداره ئې هره ورځ دافغانانو او نړیوالو په مخ دیوې مهمې لاسته راوړنې په توګه نیغه نیغه کوي)هیڅ تناقض نه لري او چیرته چې دبیان دازادئ اصل وجودلري دوهلو او ټکولو رواج ته ځائ نشته او له منځه تللئ دئ.نو دلته داواضح کیږي چې مشاعره دهغې داصولو سره په تطابق کې نه ده سمبال شوې ،یعنی دازادئ او خپلواکئ دشرط نه محرومه وه.
همدا ډول که په مشاعروکې داوسنئ مزدورې ادارې نفوذوي او ددوئ تر لارښوونه او تنظیم لاندې سر ته رسیږي ،نو خبره واضح ده او نورې تبصرې او شننې ته ضرورت نه لیدل کیږي ،ځکه چې په داسې مشاعرو، پروګرامونو ،جلسو،غونډو کې به یوازې هغه کسان او عناصر شرکت کوي چې دترتیب کوونکي ارګان د سیاسي ،کلتوری ،اقتصادی او اجتماعي کړنلارو سره مخالفت او تضاد ونه لري او په خپل شرکت سره به دهغوئ کړنې اوکارونه په مستقیم اویاغیر مستقیم ډول تائیدوی اوکاذب قدرت ته به ئې قوت ورکوي .نو که په داسې مشاعروکې کوم یو وولسي او دازاد وجدان لرونکئ شاعر لاره غلطه کړي وي او شعوري او یاغیر شعوري توګه ئې په کې ګډون کړئ وي او دخپلې سادګئ یا بېخبرئ او یا خوشبینئ له کبله ئې خپله ژبه ددوئ د توقع خلاف خوځولې وی ،نو داخو واضح ده چې دقدرت دخاوندانو په مزاج دنیوکې او انتقاد او یا ددوئ دمرضئ خلاف حرکت او بیان ښه نه لګیږي ، دتحمل او هضمیت حوصله ئې نه لري ،او دخپل شیطاني قدرتي شاءن په مقابل کې ئې دسپکاوی او ګستاخئ عمل بولي ،نو دداسې اشخاصو وهل او ټکول او بې عزته کول دقدرت دخاوندانو له لوری کومه دتعجب خبره نه ده او دومره جاروجنجال او شورماشور نه ارزي .دایوه نورماله او عادی مساله ده .لاسپوڅې او مزدوره اداره دهمدې وحشیګرئ او بې بندو بارئ له پاره تپل شوې ده او دانساني عمل توقع به ددې ادارې نه ځان او نور غولول وي.
که داښاغلي چې وهل شوی اوټپي شوی دي ،تر اوسه په دې نه پوهیږی او یا ځانونه نه پوهوي چې دافغانستان په ادارو کې څوک ؟ ، دچا دلوري؟ او دڅه دپاره نصب شوي دي ؟او بیا هم ورسره کښته پورته کیږي ،دداسې عواقبو انتظار دهمیشه وباسي.دوئ باید یا خپله ژبه داسي وښوروي چې داشغالګرانو دمزدورانو دذوق او سلیقي سره برابره وي او یا خپله لاره او صف ځنې بیل کړي .په هرحال ددې جانیانو داډول اعمال ددوئ په ضد انساني او افغاني موقف او خیانت باندې یو بل ښکاره سند او ثبوت دئ او وحشیانه څیره ئې هغه چاته چې دحقیقت په لیدو کې ئې کمزورې لرله ډیره ښه برملاشوه او دانتیجه تر ې اخستل کیږي چې دافغانستان دخلکو قاتلان او ملی خائینان دمار په شان زخمي شوي دي او دومره وارخطاشوي دي چې دخپلو بچیانو چیچل او خوړلو ته ئې اقدام وکړ.
لاکن
زه دموږ افغانانو دې احساس ته حیران یم چې ددې شاعر د ډبولوپه موضوع باندې ئې څومره ژر او پراخه عکس العمل وښود .په داخل کې اکثروکلتوري ټولنواو سازمانونو دخوست نه نیولې تر سپینې ادې اوبورې ادې پورې او په بهر کې دلندن نه نیولې تر هالند،بلجیم او امریکا او استرالیا پورې ئې شور ماشور جوړکړ او خپله کرکه ئې وښودله او دډبول شویو سره همدردي او همبستګي ئې اعلان کړه ،خودافغان وولس په ورځني قتل عام باندې ئې ملاوې ماتي دي چې داعتراض دپاره میدان ته راووزي او خپل نفرت او انزجار ددې وحشیانه بمباریو او عام وژنې په مقابل کې وښئي.
ایا داتیازرو بې ګناه افغانانود وژنې جنایت ،دافغاني کلتور محو کول اونابودول اودافغانانو په عزت او ناموس تیرئ
دیو ه شاعر او لیکوال تر وهلو ډیر بې اهمیته دئ ،چې داشغال نه تر اوسه نه په داخل کې او نه په خارج کې اوسیدونکو افغانانو هیڅ غوږ پرې ونه ګراوه ؟
دهر غیر انساني عمل غندل او محکومول ښه کاردئ ،خو دخپل وولس او خلکو په تراژیدي او لوئ غم کې ځانونه نه شریکول او دروان وحشت نه ددوئ دخلاصون غږ نه پورته کول لویه بې غیرتي او ملي خیانت دئ چې دمقاومت دجبهې نه بهر دنورو سازمانونو او ټولنو په لمنو دتور داغ په شان پروت دئ او داډول اعتراضونه ئې نه شي پټولئ.
مننه
pattang
26.05.2009
ويښه ستا خبرې منم خو دې دغه بل کار يانې ملي پاڅون داشغالګرو او مذدوران ،
، دوښمنانو او خاص دپښتنو ددوښمنانو پر ضد به ډېره زر مبارزه نوره هم قوي
شي او اولس به يې څنګ ته ودرېږي٠
[quote:569087c199="هیښ"]سلامونه

مننه[/quote:569087c199]