وطن پال او نور ګټور شعرونه
دسميع الله تړون پيغام صليبي ګوډاګيانوته
      عبدالله صابر
      22.05.2009
    
السلام عليکم
[color=blue:2e48c29b5f]پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي - -- لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زمابچوړي سوال ته مه کېنوه -- - زما دمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلکو روسته وژني - -- دچادمرګ اجازه مه ورکوه [/color:2e48c29b5f]
[color=red:2e48c29b5f]زما ځنګلې په باروتو سېزې -- - زما په غردې زړه خوږېږي که نه
مال مې دې لاړشي په بلا يي وله -- - زما په سر دې زړه خوږېږي که نه
ماشومان وږي له کورونوتښتي - -- په مازيګردې زړه خوږيږي که نه [/color:2e48c29b5f]
[color=green:2e48c29b5f]دپارلمان وکيله ساه دې وځه --- ته دکرزي لالا سلام څه کوې
ته له تودې بړستنې نه راوځې --- بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې
دادبمونوشوردې نه ويښوي        - --     په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې [/color:2e48c29b5f][color=darkred:2e48c29b5f]
مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ   - --  اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي 
پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال --- په سوله نه راځي په جنګ راځي
زمونږ په دين او وطن لوبې کوي    -- -    ځکه مو وينې په غورځنګ راځي [/color:2e48c29b5f][color=white:2e48c29b5f]
ددې کيسې درنه پوښتنه کوم      ---      دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ 
دملالۍ مزار جنډه نه لري - -- د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ
نور انسانان يي په بوټانو ولي    -- -    دستر غازي مډال دې چاته ورکړ [/color:2e48c29b5f]
  [color=red:2e48c29b5f]
[color=blue]ديموکراسۍ له ژونده وويستلو  --  -     خپلو بچو پسې پېرې کوو 
څومره دې ووژلو بس دی کنه - -- همېشه غم دهديرې کوو
داور لمبه دې درنه وګرځېږي     - --   مونږ افغانان درته ښېرې کوو [/color:2e48c29b5f]
[color=red:2e48c29b5f]لالا لالانه دې پوښتنه وکړه      ---     افغانستان سره دې څه کارو 
که صليبي جګړه دې نه کوله --- دمسلمان سره دې څه کارو
که اسامه په توره بوره کې و     ---     وزيريستان سره دې څه کارو  [/color:2e48c29b5f]
[color=green:2e48c29b5f]داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی   ---        تاسره قدر دامان نشته 
ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي - -- تاکې غېرت تاکې ايمان نشته
زرده رسوا به شې ذليله به شې     -   --   په سر دې سيوری دقران نشته [/color:2e48c29b5f]
[color=white:2e48c29b5f]ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو      --  -    زه هم پوهېږم چې غلام يمه 
يوه جوړه جامې خوراکه راته -- - لغړ راوتی له بګرام يمه
پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه --- زه دې اولس يم زه دې قام يمه [/color:2e48c29b5f]
لږدبړستنې نه بهر راوځه ---- چې داپه کومه ډرامه جنګ دی [/color]
صليب ککرې غواړي وينې غواړي -- - بيا په امت مسلمه جنګ دی
بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته   -  --    دابامه نوی  تا زه  جنګ دی [/color]
  [color=red:2e48c29b5f]
ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه        ---      زه وايم غږ زما ازاد ښه دی 
زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه - -- ته واېې دغسې برباد ښه دی
بس ته پردوته ستړيمشي کوه --- مونږ سره فکر دجهاد ښه دی[/color:2e48c29b5f]
      و.افغان
      27.05.2009
    
.
.
http://www.youtube.com/watch?v=iNhRhYPDlNQ
.
.
په درنښت
      شفق
      30.05.2009
    
ډيموكراسۍ ورباندى لوبى وكړى------------ له پښتون قام ئى هغه جوش يوړو
چى به بيدار وه د غيرت په وخت كى --------- ترينه ډالرو هغه هوش يوړو
قبر دى وشلوه رادرومه پسى ----------------  امان الله ميډال د بوش يوړو