د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

له چرسيانويې زده کړئ

وصيل پېروز
21.05.2009

له چرسيانويې زده کړئ!
يوځل څوچرسيانوبانډارتودکړی ووچي خبره يې ورو وروبيارغونې ته راورسوله يوه چرسي وويل راځئ! چي ددې کوټې مخ ته ګلان وکرو.
هغه بل وويل : څنګه به يې ساتودا خوډېروهڅوته اړتيالري .
لومړي وويل : ولي؟.
دويم وويل : ځکه دفلاني اوفلاني زامن ډېرشيطان هلکان دي که موږدلته خوارۍ وکاږو دګلانولپاره پټی جوړکړواوبياګلان راشنه شي دښکلاوخت ته ورسيږي مګردفلاني او فلاني زامن راشي ويې شکوي نوټولي خوارۍ به موپه سيندلاهوشي .
لومړي وويل : ددې چاره خوزمازده ده درځه! چي راتکيه يې کړواوس لادعبرت درس ور کړوهماغه ووچي ټول چرسيان په اتفاق سره راولاړشول کوڅې ته ووتل اودهلکانوپه ډبولويې شروع وکړه کله چي يې پلرونه ورته راغلل اودوهلولامل يې ترې وپوښت نودوئ ورته وويل : موږاراده درلوده دخپلې کوټې مخ ته ګلان وکروخوپردې ووېرېدوچي هسي نه داستاسوزامن تاوان ورته ورسوي نومودهغوئ دمخنيوي په خاطراوس لاوډبول تر څو تأدیب شي اوزموږهڅوته تاوان ونه رسوي .
ګورئ! که تاسوهم ديوځای دزرغونولواراده لرئ نوهمداسي چلونه کوئ ان شاء الله هيڅ خوارۍ به موضائع نه شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more