نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
آیا د پاکستانی پوځ خلاف جهاد روا دی؟
W.Wardak
15.05.2009
نن سبا چي سوات کی طالبانو خلاف کوم عملیات روان دی، یو لړ ګونګ سوالونه پیدا کوی، که چیری دا طالبان د خلکو د سوکاله کولو لپاره را پاڅیدلی وی، نو دوی ولی د ټولو ضروری کارونو مخکی ښونځی الوځوی؟
آیا د پښتو بچیان باید یواځی د پنجابی په بټیو کی خښتی تویی کړی، یا په اسلام آباد کی چوکیدار شی؟
آیا د پنجاب هیرا منډوی باید ړنک شی، کهد پښتنو هلکانو یا جینکو کالج یا ښونځی؟
د پاکستان طالبانو کولای شوی، داسی یو تعلیمی نظام جوړکړی لکه جهاد وقت کی چی مجاهدینو جوړ کړئ وو، چي له ساینسی علومو سره سړئ که پوره ملا نه کیدو، نیم ملا خو تر جوړیدو، او په اکثره تنظیمی کمپو کی د هلکانو او جینکو ښونځی وو.
بل دا چی افغانی طالبان بیخی چوپ دی، ولی له پاکستانی طالبانو سره مرسته نه کوی، خو کوم ډالر چي افغانی ملی اردو ته راځی، همغه امریکا پاکستانی پوځ ته هم ورکوی، بیا ولی یو مرتد دی بل نه دی!
بل طرف ته خلک داسی هم وایی، چي اصلا پاکستانی طالبان او پوځ یو په بل هیڅ کار نه لری، هسی زاړه کورنه بمبارد کوی، تر څو له امریکایانو ډالر وشکوی، خو امریکایان خو هم شنه خره نه دی، نو داسی ښکاری چي ټوله لوبه یوه لوبه ده، هسی پښتانه د طالب، ملی اردو، یا شریعت غوښتونکو یا عام اولس په نامه وژل کیږی، څو ورځی مخکی ظالمو امریکایانو په فراه ولایت کی تر سلو زیات خلک شهیدان کړل، بل طرف ته طالبانو خوست کی د یو څو حکومتی چارواکو تر څنګ ډیر نور هیوادوال شهیدان شول، اوس طالب پښتون، د شاروالئ مامورین یا کوم کسان چي د کار لپاره را غلی وو، هفه پښتانه، د فراه شهیدان پښتانه، یواځی واسکټونه او بمونه پاکستانی او امریکایی دی.
و.افغان
16.05.2009
محترم وردګ صاحب:
دپاکستان عقل لا تر اوسه سر ته نه دی راغلې.
پاکستان اوس هم ميم زر ما ټوله زما غواړي.
پاکستان په لږه ګټه قناعت نه کوي، پرته له شکه چې بهرنۍ وجود، او ايرانۍ حضور په
سيمه کې دپاکستان لپاره خطر دی، او دغه خطر له منځه وړل دپاکستان لپاره ګټه ده،
خو پاکستان په دغې ګټې قناعت نه کوي، بلکه له دی نور څه زيات هم غواړي.
او دا کومه لوبه به يي چې نن په پښتنو سيمو کې روانه کړيده زما دخبرو تأييد کوي،
دپاکستان لپاره داسې خلک پکار دي لکه دټانګې اس، چې دامر سره فورا يواځې خپله
مخه وينې او مخ په وړاندې درومي، خو هغه خلک چې څلورو اړخونو ته دکتلو توان
لري، هغه له تيغه تيروي، او ژوندۍ يي نه پريږدي، که دغه ځيرکو خلکو پاکستان موقع
مساعده کړي، او يواځې او يواځي دښکيلاګرو په وړاندې خپل ګامونه اوچت کړي،
نو له يوې خوا به په لنډه موده کې ښکيلاګر مات شي، او له بلې خوا به ديوې ملي
سراسرې سولې ته لار برابره شي، خو دغه کار پاکستان نه غواړي.
پاکستان دی په دی پوه شي، چې په دا کوم رنګ لوبه کوي، ډير خطرناک به ورته تمام شي، دي، ځکه لکه څنګه چې
امکان شته، ټوله لوبه وګټي، نو دا امکان هم شته، چې ځان هم په کې بايلودي.
ددی مظلومانو آهونه، او ځورونه به يو ځل دپاکستان دتباهۍ سبب کيږي.
الله جل جلاله ظالم ته مهلت ورکوي، خو هيڅکله يي له ګرفته نشي وتلاي، دکوزي
پښتونخوا دغريبو، او بيګناه خلقو وژنه، له کورونو ويستنه، او خرڅونه به ان شاء الله
بالآخره دپنجاب په ماتيدو تمامه شي.
په درنښت