نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان په لابراتوار بدل شوی
Sahak
14.05.2009
ګرانو ملګرو یو ځل بیا زما نیکی هیلی او سلامونه ومنۍ
زړه می درد کړی خو حیران یم چی څه رنګه یی دردونه بیان کړم خو په هرحال خدای دی وکړی چی ستړی نشی او حوصله مند اوسی
داچی هر بهرنی خپله اصلحه په موږ باندی آزمایی ،خپله کثیفه پالسی په موږ باندی عملی کوی ،په خپل منځ کی مو جنګوی دا به تر څو پوری دوام لری او ورته کورو به . په پښتنو باندی قیامت جوړ دی او زموږ مسلمان تاجک وروڼه زموږ مړي شمرې او غلی ناست دي . آیا دا وطن یوازی د پښتنو دی ؟ بیاچی ګوری د نیم هیواد سړکونه یی په خپلو نومو نومولی دی . د فراه حادثه ،د خوست حادثه ،دجلال آباد حادثه او داسی نوری ..... هیچا نه یوه داسی غونده وکړه یا پاڅون (مظاهره)وکړه
خلص به وایم چی دا وطن به څه خت وطن کیږی چی نور له دی ځای نه د لابراتوار په توګه استفاده ونشی .آخر په څه کوو او څه باید وکړو تر څو له د مصیبت نه خلاص شو
کامیابی او روغتیا م په نسیب شه
رښتینی
14.05.2009
مرسته
چي موږ واړه مرګي حاله وو له لوږي
دي دنيا هغه وخت هيڅ سخا ونه کړه
چي موږواړه وو بي برخي له لباسه
دي دنيا زموږ پر حال ژړا ونه کړه
چي موږواړه مبتلاوو په رنځونو
دي دنيا مو دهيڅ رنځ دوا ونه کړه
خوچي کله تر خپل منځ موږ سره وران شوو
او روان مو يوله بله سره جنګ شو
هر ګريوان مو تر لمني پوري چاک شو
هر لستوڼي مو په وينوباندي رنګ شو
دغه وخت ددي دنيا هر يو وګړي
زموږ ورور شو زموږ خپل شو زموږ څنګ شو
را له را يي وړه وسله له هره اړخه
راته ويي ويل کوم شۍ مو په کار دي
که به موږ ته دخنجر ضرورت پيښ شو
دوي به وويل توپک تر تاسي جار دي
که به موږ ورڅخه غوښته تشه توره
دوي به وويل د توپ ښه دروند ګزار دي
بيا دجنګ په ژبغړاندو سرو لمبو کي
شپيلۍ وسوي دشپنو سندري وسوي
دوړکوټو او سورخولو ماشومانو
تتي ژبي او وړي خبري وسوي
مرمريني مناري ايري ايري شوي
په سره اورکي دجمات کوتري وسوي
هديري دوطن پلني شوي اوږدي شوي
رنګ په وينو ورله ډير شهيدان راغلل
وهرکلي ته په څير دسرو مرغانو
سره زخمونه په لټون دانسان راغلل
چي زموږ دپرهرونو علاج وکړي
په دي نييت ستر جراحان دجهان راغلل
خويوه لا هم مرهم راوړي نه و
بس نښتر يي چلاوه په دواړو لاسو
راته ويي ويل دا چي ګزک اخلي
پري کوو هريو زخمي اندام له تاسو
هسي نه وي چي نور مخ ورسره خوړين شي
که خوږمن دچا ليمه وي هغه باسو
بياچي موږ زياتره ګوډ شوو يا ړانده شوو
موږ ويل په دي دنيا به څوک باور کړي
که له لوږي مري ډوډۍ به پيدا نه کړي
خوکه جنګ کوي وسله په خلاص مټ درکړي
څوک دي نه اوري خبره که ژوند غواړي
که مرګ غواړي درته وا دلحد ورکړي