د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اوبا ما، زرداري او ملي خاین کرزي صیب نوې لوبه

Ghairat
13.05.2009

دا ولولئ اونظر پرې ورکړئ
http://www.tolafghan.com/posts/13364


و.افغان
13.05.2009

غيرت صاحب:

له دا دومره اوږدو متکررو تجربو وروسته هم ډیر خلک ډیر خام ذهن لري،
ځينې خلک به ديته خوشاله وي، چې امريکا به پاکستان کمزورې کړي، او پاکستان
به له منځه لاړ شي، او پښتونستان به مو لاس ته راشي، دا له حماقت څخه ډک يو فکر
دی، دپښتونستان قضيه يواځې په اسلامي او ملي اصولو ولاړ يو مستحکم افغاني
حکومت حل کولاي شي، او بس.

دامريکا، کرزي، او زردارې داسې مثال دی، لکه يو سړې چې دوه پاپيان لري، او سره
جنګوي يي.

اوباما مشر امير صاحب دی، او کرزي او زرداري صاحب دواړه يي وفادار مرستيالان
(وبخښئ ..... ) دي، لوبه هغسی څرخيږي، څنګه يي چې مشر امير صاحب غواړي،
خو ددی دوه مرستيالانو تر منځ دومره توپير دی، چې لومړنۍ مرستيال يواځې ځان
پيژني، او دويم مرستيال يي دخپلې خودخواهۍ تر څنګ دخپلې قبيلې ګټې هم مد
نظر نيسي.

په درنښت.


عبدالله صابر
14.05.2009

السلام عليکم
ښاغلئ غيرت اووهاج صاحب
دپاکستان قبائلې سيموته نيمه خپلواکه سيمې هم ويل کيږي ددي سيمې خلکوته
دپاکستان او افغانستان دواړودولتونوله خواامتيازات ورکول کيدل ياورکول
ي ،دافغانستان دولتونوهم قبائلوته امتيازات اوتنخواګانې ورکولي اوپاکستان
به هم قبائلوپوره لاس وهه ، دپاکستان حکومت له خواقبائلوته له نوروامتيازاتو
علاوه يو امتيازداهم دی چي تراوسه پوري بريښنايابرق وړيادی اوبل ورڅخه نه
اخستل کيږي خوکله چي امريکايانوپه افغانستان يرغل وکړپاکستان په ډيرمهارت
اوځيرکتيا سره له قبائلودافغانستان لاس قطع کړ، پاکستان قبائلوته فوځ ننويستو
اوويل کيدل چي پرويزمشرف لومړنئ جمهورريس ووچي قبائلي سيمې يی ترفوځي
کنترول لاندي راواستي بل پلوپه قبائلودامريکايی الوتکوبمبارئ اودکرزي ادارې
له خوا يی ملاتړقبائل له افغانستان سره په دوښمنئ واړه ول چي دي کارڅخه د
پاکستان حکومت ډيره ګټه پورته کړه ،که څه هم ښايی امريکايی حملې دپاکستان
له خاورې کيږي خوپاکستان پري منکردی اوداسي ښودل غواړي چي ګني داحملې د
افغانستان له خاورې کيږي ترڅوله يوې خوا دقبائلوله ناراضيت اوقهرڅخه هم ځان
وساتي اوپړه يی دکرزي په ادارې ورواچوي اوبل خوايی له افغانستان سره په بدئ
واړه وي، څه موده وړاند دپاکستان دفاع وزيرمختاراحمدخان وويل چي دوی د
لوړې ارتفاع له امله دامريکايی الوتکوويشتلوصلاحيت نه لري خودده خبره بيا د
هوايی قواوومشرتنويراحمد رد کړه او ويل چي پاکستاني فوځ دامريکايی
الوتکوويشتلوپوره صلاحيت لري خودحکومت له خوا دويشتلوامرنه ورکول کيږي
دوی غواړي په داډول بي وسئ ښودلوسره پاکستاني ولس په تيره بياقبائل وغولوي
په قبائلودامريکايانوحملوڅخه پاکستان دوه ګټې لاسته راوړي له يوې خوايی د
امريکايانواوکرزي ادارې په خلاف دقبائلو له ناراضيت اوغبرګون څخه ګټه پورته
کوي اوله بلي خواداحملې چي په غالب ګمان دپاکستان له خاورې اودحکومت په
خبرتيااوڅارلاندي ترسره کيږي له امريکايانوامتيازات ترلاسه کوي ، ديوامريکا
يی جنرال څخه پوښتنه کيږي چي پاکستان دامريکايی الوتکوپه حملوخفه دی نو
موړي په ځواب کښ وايی دجاسوسي الوتکې خودپاکستان له خاورې اوچتيږي نو
بيا٠٠٠؟؟ خوپاکستان داخبره ځکه پټه ساتي چي له يوې خواقبائل دحکومت په
ضد راپاريږي اوبل پلودکرکې اونفرت مخ دافغانستان پرځای پاکستان ته اوړي
دپاکستان جغرافيايی اوسترا تيژک موقعبيت ددي سبب شوئ چي امريکايان د
پاکستان ډيروګټوته مثبت ځواب وايی اود افغانستان ګټوته هيڅ اهميت ورنه کړي
داځکه سره ددي چي يوايټمي پاکستان امريکاته دمنلونه دی خوبياهم امريکا
پاکستان ته بيخي ډيره اړتيالري اوهڅه کو ي پاکستان په پيسوکرايه اوديو دوست
هيواد په توګه وساتي هغه له دي امله روسيه چي اوس دپخواني شوروي اتحاد خو
بونه ويني اودامريکاسره بياسيالئ ته ځان تياره وي پاکستان ته ددوستئ لاس
غځولوپه لټه کښ ده ، چي داکارامريکايان انديښمن کوي اوپه هيڅ صورت به دوی
پاکستان له لاسه نه ورکوي ،څه موده وړاندي جنرال حميدګل هم ګواښنه کړي وه
چي که امريکايان په پاکستان حملې زياتي کړي نودوی به روسيې سره اړيکي
وپالي اوروسيه به هم له خدايه همدا غواړي ،دشهامت ويبپاڼې يوې مقالې په حواله
روسيې چين څخه غوښتي چي په پاکستان ، RD93 هغه ۵۰۰ سوو ماشينونو پلورل بيا پيل كړي چې پاكستان يې په خپلو F16 جنګي الوتكو كې كارول غواړي ٠
له دي څخه داسي بريښي چي دپاکستان په سردروسيې اوامريکاترمنځ سيالي
روانه ده چي همدي سيالئ له امله به زمونږهيوادبياهم دپاکستاني ګټوقرباني کيږي

والسلام


ډاکټر څپاند
14.05.2009

[color=white:f43154ef7d]ياره عبدالله صابره ورور خدای دی خیر او برکت درکړی٠ [/color:f43154ef7d]
 ځما سر اوس ،ستا دډيری ښايسته ليکنی روسته،لږ شانتې ددی سيمي په 
سياسي او نظامي حالاحوال خلاص شو٠
موږ ته به ويل کيده چه دجهادلپاره، دپاکستان او امريکې مرستې خاص داسلام
اوخدای په خاطر دي،او موږ به منل٠دوهاج صيب خبره،نږدی ووچه حميدګل
زموږ ددفاع وزیر شي٠
اوس دادي څرګنديږي چه پاکستان ،ددي لپاره چه په پښتنو او بلوچو،حکمراني
وکړی شي،نو اول بايدپه کابل کی دخپلي خوښی حکومت جوړ کړي٠

کله چه دنړي حال احوال ته وکتل شي،او دانګليس او امريکي زيرکي او مالي
امکانات په نظر کی ونيسو نو ،که خدای می غاړه بنده نکړی،زما په عقيده
دکمونيزم،تروريزم،افرطي اسلاميزم او حتي دنادرخان نه تر ننه پوري دهر پاچا
يا جمهورریس مقرری او برطرفي ،دانګليس او امريکي له خوا سرته رسيدلی ده٠
موږ خواران هسی يوبل ته بريتونه تاوو او له دښمنۍ نه مړيږو.
 دطالب،دموکرات،مجاهد،خلقي،پرچمي،کمونست،پښتون،تاجک٠ ٠ ٠ ٠ ٠ ٠
په نومونو سره ويشل شوي يو او په سيخ يا ناسيخ ډول پيرنګي ته خدمت کوو٠

شاباش په موږ هې !


Ghairat
15.05.2009

درنو لیکونکواولوستونکو ته سلامونه!

[quote:1898ec4e8a]اوباما مشر امير صاحب دی، او کرزي او زرداري صاحب دواړه يي وفادار مرستيالان (وبخښئ ..... ) دي، لوبه هغسی څرخيږي، څنګه يي چې
مشر امير صاحب غواړي، خو ددی دوه مرستيالانو تر منځ دومره توپير دی، چې لومړنۍ مرستيال يواځې ځان پيژني،
او دويم مرستيال يي دخپلې خودخواهۍ تر څنګ دخپلې قبيلې ګټې هم مد
نظر نيسي. [/quote:1898ec4e8a]
وهاج صیب بیخي ټیک خبره مو کړې ، خو دیره به دقیقه شي که د اول مرستیال پر ځاب دویم او ددویم پر ځای اول وټاکئ،
ځکه د امریکا له پاره کرزی په درجه کې د زرداري سیوري ته هم نشي رسیدای ۰
صابر صیب په زړه يورې تبٌصره وړاندې کړې
خو د کرزي خیانت یې یوڅه د پاکستان په ځیرکتیا کې پټ کړی ، ولې داسې نه ده چې کرزی ویده و ، نه پوهیده اووغولیده بلکې
ملي خیانت ورته عیب نه ښکاري اود شخصي ګټې له پاره یو خیانت د بل پسې کوي!
داچې حمید ګل په طالب حکومت کې ددفاع وزیر نشو، داهم په ډاګه ده چې د دفاع وزیر یا د طالبانو دپوځي چارومشر یې تر لاس لاندې و،
نو تر دې به بل لوی ملي خیانت څه ته وویل شي ۰د بهرني لاس واکمني او د هغه ګوډاګیتوب دملي خیانت څرګند معیارونه دي اوله مخې
یې لومړی کمونستانو ، بیا طالبانو او اوس د کرزي او امثالهم حکومت دګوډاګیتوب ، ملي خیانت اوجنایت ژوندۍ نمونې دي ۰

ګوډاګیان د هرشي نوم اخیستی شي خود ملي آزادۍ نوم نشي اخیستلای :
هغوی د سوسیالیزم چغې ووهلی، هغوی د اسلام چغې ووهلې
او لا وهي یې او هغوی د غربي دموکراسۍ چغې ووهلې او لا وهي یې، خو دملي آزادۍ غږ یوهم نشي پورته کولی! ځکه چې دملي
آزادۍ په غږ پورته کولو سره د بادار شوروي، بادار ّISI او بادارې امریکا د غضب اوګوزار لاندې راځي اوددوی هویت اوموجودیت له منځه وړای شي!
مونږچې نن څومره له افغاني کمونستانوخلق او پرچم څخه دا غواړو چې ځانونه د شوروي اوکمونیزم له ایدبالوژیکي اونور ښکیلاک
څخه خلاص کړئ، همدغومره به طالبانو او اوسني حکومت څخه غواړوچې یو ځا نونه د ISI له پنجو او بل ځانونه د له پنجوڅخه خلاص کړئ
اوکه نه د ټول افغان ولس اوغیور ملت له کرکې اوغضب سره مخامخ شئ او بالاخره به دخپلوبادارانو سره
په افغانستان کې د تاریخ اونابودۍ کندې ته وغورځیږئ ۰ [color=red:1898ec4e8a]آمین ثٍم امین[/color:1898ec4e8a]


pattang
15.05.2009

انډيوالانوه دياګنوزه کوۍ خو دوايې نلرۍ ، بايد دوايې هم پيدا کړۍ !
او که نه مريض به مړ شي٠

[quote:6efc5d9a0f="Ghairat"]درنو لیکونکواولوستونکو ته سلامونه!

[quote:6efc5d9a0f]اوباما مشر امير صاحب دی، او کرزي او زرداري صاحب دواړه يي وفادار مرستيالان (وبخښئ ..... ) دي، لوبه هغسی څرخيږي، څنګه يي چې
مشر امير صاحب غواړي، خو ددی دوه مرستيالانو تر منځ دومره توپير دی، چې لومړنۍ مرستيال يواځې ځان پيژني،
او دويم مرستيال يي دخپلې خودخواهۍ تر څنګ دخپلې قبيلې ګټې هم مد
نظر نيسي. [/quote:6efc5d9a0f]
وهاج صیب بیخي ټیک خبره مو کړې ، خو دیره به دقیقه شي که د اول مرستیال پر ځاب دویم او ددویم پر ځای اول وټاکئ،
ځکه د امریکا له پاره کرزی په درجه کې د زرداري سیوري ته هم نشي رسیدای ۰
صابر صیب په زړه يورې تبٌصره وړاندې کړې
خو د کرزي خیانت یې یوڅه د پاکستان په ځیرکتیا کې پټ کړی ، ولې داسې نه ده چې کرزی ویده و ، نه پوهیده اووغولیده بلکې
ملي خیانت ورته عیب نه ښکاري اود شخصي ګټې له پاره یو خیانت د بل پسې کوي!
داچې حمید ګل په طالب حکومت کې ددفاع وزیر نشو، داهم په ډاګه ده چې د دفاع وزیر یا د طالبانو دپوځي چارومشر یې تر لاس لاندې و،
نو تر دې به بل لوی ملي خیانت څه ته وویل شي ۰د بهرني لاس واکمني او د هغه ګوډاګیتوب دملي خیانت څرګند معیارونه دي اوله مخې
یې لومړی کمونستانو ، بیا طالبانو او اوس د کرزي او امثالهم حکومت دګوډاګیتوب ، ملي خیانت اوجنایت ژوندۍ نمونې دي ۰

ګوډاګیان د هرشي نوم اخیستی شي خود ملي آزادۍ نوم نشي اخیستلای :
هغوی د سوسیالیزم چغې ووهلی، هغوی د اسلام چغې ووهلې
او لا وهي یې او هغوی د غربي دموکراسۍ چغې ووهلې او لا وهي یې، خو دملي آزادۍ غږ یوهم نشي پورته کولی! ځکه چې دملي
آزادۍ په غږ پورته کولو سره د بادار شوروي، بادار ّISI او بادارې امریکا د غضب اوګوزار لاندې راځي اوددوی هویت اوموجودیت له منځه وړای شي!
مونږچې نن څومره له افغاني کمونستانوخلق او پرچم څخه دا غواړو چې ځانونه د شوروي اوکمونیزم له ایدبالوژیکي اونور ښکیلاک
څخه خلاص کړئ، همدغومره به طالبانو او اوسني حکومت څخه غواړوچې یو ځا نونه د ISI له پنجو او بل ځانونه د له پنجوڅخه خلاص کړئ
اوکه نه د ټول افغان ولس اوغیور ملت له کرکې اوغضب سره مخامخ شئ او بالاخره به دخپلوبادارانو سره
په افغانستان کې د تاریخ اونابودۍ کندې ته وغورځیږئ ۰ [color=red:6efc5d9a0f]آمین ثٍم امین[/color:6efc5d9a0f][/quote:6efc5d9a0f]


عبدالله صابر
16.05.2009

السلام عليکم
ښاغلئ غيرت صاحب
کرزئ خوسرنه ترپښوټول خائن دی اوترټول لوی خيانت يی دادی چي بی واکه او
لاسپوڅئ جمهور ريس دی ،دده بي واکئ پايله داده چي پاکستان دافغانستان په
سرله امريکا سره معاملې کولائ شي بي له دي چي کرزي ته کومه اړتيا پيداشي
دپاکستان ځيرکتيابياپه دي کښ ده چي دامريکايی يرغل وروسته که کوم دقبائلو
مشران تګ راتګ وکړي اودافغانستان دولت څخه څه ترلاسه کړي نوجاسوس بلل
کيږي اوسزا يی حلالول دي ،يوبل مثال چي دکرزې ادارې نااهلی ښيی اوپاکستا
ن ورڅخه ګټه پورته کوي هغه  په دي ادارې دايران اوشيعه ګان اغيزدی چي سني
قبائل له يوې مخي ورڅخه نفرت اوکرکه کوي ،دغه دشيعه ګانواغيزددي سبب شوی
دکرزي ادارې له خواټول سني قبائل طالبان وبلل شي اوپه مقابل کښ يی شيعه ګانو
ته امتيازات اومرستې ورکړل شي ،زه تاسوته دکرمي ايجنسئ مثال درکړم په دي
سيمه کښ تقريباپنځه لاکه شيعه ګان اوسيږي ،خوااوشاترڅلويښت کالونودلته
دشيعه ګانواوسنيان ترمنځ جنګونه کيږي ،ددي سيمي سني اوسيدونکي کمزوري
اودوه کاله وړاندي شيعه ګانودپاړاچنارڅخه څه نه څه پنځه سوه سني کورنئ په
زور وويستي اودهغوکورونه مارکيټونه دوکانونه يی چوراوتالان کړل ، شيعه ګانو
په دي هم بسنه ونه کړه دخوست پولې ته نژدي يی دسنيانوتردوه زروډيرکورونه چور
او وسوځول ،دسنيانوخلاف ددي ټولوعملونوترشا دکرزې ادارې لاس وواودشيعه
ګانوسره يی دپيسو ،وسلونه نيولي ترهرڅه داړتياوړ مرستې کولي داځکه چي
شيعه ګانوهغوته ټول سنيان طالبان معرفي کړي ول ،دکرمي ايجنسئ سنيانودخپلې
بي وسئ له امله دنورو ايجنسيوقبائلوڅخه مرسته وغوښته اوهغوی دشيعه ګانو
بي انتهاظلمونوله امله هم ددوی مرستې ته راودانګل ،دوی دومره وکړل شول چي
دسنيانونوروسيمې له شيعه ګانو وساتي اوشيعه ګان ترخپلوسيموپوري محاصره
اولارې ورباندي قطع کړي ،اوس هم په شيعه ګانولارې بندي دي دوی د ګرديزکابل
اوطورخم په لاره پيښورته راځي خوسنيان ورباندي ترهغه لارې بندي کړي ترڅو
شيعه ګان دسنيانونيول شوي ځمکې کورونه پريږدي اودهغوتاوان ورکړي خود
کرزې ادارې له خوادشيعه ګانوهرډول کلک ملاتړدي سبب شوئ چي شيعه ګان د
سنيانوهيڅ غوښتنې منلوته تيارنه دي چي دي کارته بياهم دپاکستان حکومت چک
چکې وهي اود اوه ايجنسيوټول قبائلوته ښيی چي افغانستان شيعه ګانوسره مرسته
کوي ستاسواصلي دوښمن خوافغانستان دی کنه نوشيعه ګانوبه اوس ټول تاوانونه
درکړي وئ ،چي دا دکرزي نااهلئ له امله دسني قبائلويوه بله دوښمني غاړې ته
اچول اوله افغانستان سره يی نفرت اوکرکه نوره هم تازه کيږي ،نوښاغلئ غيرت
صاحب پاکستان په کرزې داسي لوبې کوي چي په يوماشوم به يی هم څوک ونه کړي
ديوشميرشيعه ګانولپاره ټول سني قبائل طالبان بلل اوهغوی له ځانه ليري کول
په خپله ددي ثبوت دی چي دکرزې په ادارې ټول واک دايران اوکريم خليلي دی اوتر
ټولوډيره ګټه يی بياهم دپاکستان حکومت ته رسي ٠

والسلام


Lotfollah
16.05.2009

قدرمنو دوستانو سلام علیکم
د پاکستان د بشری حقونو یوه فعاله میرمن عاصمه جهانګیر وایی چې د ادعاګانو بر عکس په دا تېرو شپېتو کلونو کې قبایلي سیمې هېڅکله هم آزادې نه وې. د پاکستان اردو او اسخباراتو تل دغې سیمې او په هغې کې مېشت خلک په بشپړه توګه کنترولول. پام وکړﺉ دا لاندې مصاحبې ته :

Riz Khan - The battle for the soul of Pakistan - 12 May 09 - Part 1
http://www.youtube.com/watch?v=QBbv83upsFo&feature=channel
Riz Khan - The battle for the soul of Pakistan - 12 May 09 - Part 2
http://www.youtube.com/watch?v=QBbv83upsFo&feature=channel

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more