نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
تروريستي يا ترهګري دامريکايانو په قانون کې يعنی څه ؟
و.افغان
10.05.2009
درنو وروڼو سلامونه او نیکې هيلی !
راځئ محترمو وروڼو چې په يوه سياسي سکالو وغږيږو، چې دنن سبا (دعربانو خبره حديث الساعة) دسياسي مجلسونو او غونډو دخبرو محور يي بللی شو.
ترورستي يا ترهګري، یعنې څه ؟
آیا ترهګري تر اوسه متفق علیه تعریف لري؟
هغه ترهګري چې پر ضد يي امريکا جګړه روانه کړيده، او دنړۍ نور هیوادونه يي
هم له ځان سره په دی جګړه کې ښکيل يا شريک کړيدي،
خپله امريکايان ددغی ترهګرۍ څه ډول تعریف کوي، چې دوي يي
دا اته کاله راپديخوا
په ضد جنګيږي، او په سوونه ملیارده ډالر په دی جګړه خرچه کوي، خپل فوځونه
هم ددی پاک مقدس (دهغوي په نیز) هدف نه قربانوي، او ورسره زرګونه او لکونه
بیګناه خلک وژني، او په کورنیو يي ویرونه او ماتمونه ورګډوي؟؟؟
راځۍ وروڼو چې يواځې او يواځې ددی سياسي اصطلاح په شننه تبصرې او تحلیلونه
وړاندې کړو، او موضوع بلی خوا ته بونه ځو.
پوښتنه: په نړيوال سياسي نظام کې ترهګري څه تعریف لري؟
آيا امريکا دترهګرۍ لپاره کوم ځانګړي تعریف لري، او که يي لري، نو څه دی؟
دامريکايي تعریف په وړاندې بین المللي او دملګرو ملتونو غبرګونونه؟
په درنښت
عادل عادل
10.05.2009
سلامونه
ګرانه او محترمه وروره وهاج صیب
د غربي ګټو او لاسوهنو سره په مغایرت کې هر ډول صلح امیز، سیاسي، فرهنګي، دیني او وسلوال حرکت او حتی فکر کولو ته ترهګري ویل کیژي.
د ترهګرئ تعریف خو زما په نظر وحشي اشغالګرو او همدارنګه د اسلامي امت ویښو او باایمانه اشخاصو ته ډیر واضح دئ.
یوازې د هغو خلکو سر نه پرې خلاصیژي چې یا خو د دوی تر قانون لاندې په ړنګ کورني نظام کې د محکومیت او حیوانیت ژوند کوي او یا هم د نورو ولسونو په منځ کې هغه خلک دي چې د دوی د کاذبې بشردوستئ او ماديت خوبونه ویني.
او تر ټولونه د بدې درجې خلک بیا پسې هغه دي چې د خپلو هوس رانیو او نفساني خواهشاتو لپاره ددغه سوچه واقعیت نه په پوره بې شرمئ سترګې پټوي او د مصلحت له مخې یې د ذلت او خوارئ د ټیټې درجې ژوند خوښ کړئ چې ددغې کتګورئ لاندې د افغاني لاسپوڅو عام او خاص راځي.