د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان ملت گوند خاوره وويسته

larghonay laraway
09.05.2009

اوس اوس مې په ټول افغان كې يو نوى خبر ولوست چې د افغان سوشل ډيموكراټ ګوند مشر انور الحق احدي او علي احمد جلالي ځانونه كانديد نه كړل
د علي احمد جلالي په اړه خو ځكه څه نه وايم چې هغه لا پخوا د معاملې لپاره نېغكى نېغكى كيدو. ځكه په وارو وارو يې وويل چې ځينې لوړ پوړي چارواكي په قاچاق وړلو كې لاس لري خو هيڅكله يې هم ونه ويل چې هغه څوك دي. او د دې يوازينى لامل همدا ؤ چې بايد معامله ورسره وشي كنه نو خوله به وسپړي او د معاملې همدا ځاى دى چې په راتلونكې كې به په امنيتي چارو كې دنده ولري.
ښاغلي احدي ته به راشو. په پېښور كې به د اى ايس اى ځينو ملايانو د نشنليانو د مشر پسې يو ډول چټيات شعرونه ليكل چې: ( ته د پښتو په لمن داغ يې څه پښتون خو نه يې ) كه څه هم دا خبر د پېښور د نشنليانو په اړه چټيات وو خو د احدي او د ده د ګوند په اړه سل په سلو كې صدق كوي او تش د پښتو په لمن يو چټل داغ دى او بس. تاسو به وايئ څنګه؟
په افغانستان كې كه څوك ملي فكر ولري يا كوم ملي نظر وركړي نو اكثره خلك او په ځانګړې توګه پاړسوانان به خامخا د افغان ملت ټاپه پرې ولګوي حتى ځينې پښتانه به هم ورته افغان ملت ووايي دا ځكه چې دې بدبختانو داسې يو نوم نيولى چې خلك بايد همداسې فكر وكړي. خو كه دوى ته راشې نو پښتانه خو څه چې په افغانيت كې يې هم شك دى.
تاسو ښه فكر وكړئ چې د يو سياسي ګوند جوړولو هدف څه دى. چې نه په انتخاباتو كې ګډون لري، نه په نورو سياسي چارو كې او نه پر حكومت كوم نقد او نيوكه كوي.
احدي د خپل ګوند اخبار د همدې لپاره بند كړ چې دوى د حكومت ملاتړي دي . په تېرو ټولټاكنو كې يې هم په ډاګه وليكل چې افغان ملت كانديد نه لري او دا ځل هم ښويې ښويې كيدو چې دا دى پرون يې خاوره وويسته.
زه نه وايم چې سياسي ګوند دې ايتلاف نه كوي. سياسي ګوندونه ايتلاف كوي خو په دې شرط چې خپل ګوند او خپلې تګلارې ته ګټه ولري نه داچې شخصي معاملې وكړي او نوم د ګوند بد كړي.
د افغان ملت ګوند خو په يوه څوكۍ هم معامله كوي تاسو وګورئ انورالحق احمدي په خپل ګوند شرميدو او ځان يې ازاد كانديد كړى ؤ په داسې حال كې چې معاون يې (پوپل) په خلاص مټ كرزي ته كمپاين كوي. اكثرو ولسوالانو ته يې څه خاورې ايرې وركړي چې د كرزي لپاره كار وكړي.
زه خو وايم كه غواړي چې نور د سپين زړو پښتنو ازار وانه خلي او نه ځان وشرموي، نه قام نو ښه به دا وي چې افغان ملت ګوند منحل اعلان كړي او يا يې هغه د ځينو مشهورو رسنيو غوندې دغه تش نوم او امتياز په چا خرڅ كړي چې سمه ګټه ترې واخلي. ځكه چې دوى په دې دومره اوږده سابقه د بشردوست په اندازه محبوبيت هم نه شي لرلى نو بيا د ګوند اړتيا څه شى ده.
افسوس په هغو خلكو چې د ده تر شا ولاړ دي او خلكو ته يې بلنې وركولې چې جناب احدي ته رايه وركړي.
[color=blue:0099e15ae5]په پاى كې درته يوه ټوكه كوم :
وايي يو پښتون له كوم لرې كلي نه كابل ته راغلى ؤ كله چې بېرته كلي ته تللى نو خلكو ته يې كيسه كوله ويل يې : ياره په كابل كې داسې ځوانان وو چې چې چې تا ورته كتلي واى سم به پرې مين شوى وې، تا چې د دوى عصري دريشي، نكټايي، بوټان، ښويې پويې ږيره او بريت، ياره نو ياره داسې عصري وو چې چې چې توبه خو چې خبرې به يې شروع كړې نو ټسس پاړسي به يې شروع كړه [/color:0099e15ae5]


ډاکټر څپاند
09.05.2009

دافغان ملت تش په نامه ګوند هيڅکله هم ديوه سياسي نوښتګر تشکل پشان
ميدان ته نوه دانګلي٠ددری ښايسته شعارونو يعني اسلام،ملت پالنه او ولسواکۍ تر شاه ئی مخونه
پټ کړي ول٠ددموکراسۍ په لسيزه کی ځينو اجتماعي شخصيتونو ودی ګوند ته
ظاهري نوم ورکړ لکه غلام محمد پاپا او شايد دپردې تر شاه صديق فرهنګ٠
ددواد خان په دوره کی ددوی مرکزيت هم پاکستان ته کډه وکړه او که دوی غوښتل يانه،دISI سره ئی تړاو پيداکړ٠
ددی ګوند دمرګ سلګۍ هله ښکاره شوی چه په تيره دوره کی ئې دکرزی ملاتړ
وکړ،اوخپل امريکائی نوکره غړی ئی رهبر کړ او دوزارت چوکۍ ئی ومنله٠


pattang
09.05.2009

افرين زما دزړه خبره دې کړې ده٠

[quote:41fee1e22c="Subat Sabit"]دافغان ملت تش په نامه ګوند هيڅکله هم ديوه سياسي نوښتګر تشکل پشان
ميدان ته نوه دانګلي٠ددری ښايسته شعارونو يعني اسلام،ملت پالنه او ولسواکۍ تر شاه ئی مخونه
پټ کړي ول٠ددموکراسۍ په لسيزه کی ځينو اجتماعي شخصيتونو ودی ګوند ته
ظاهري نوم ورکړ لکه غلام محمد پاپا او شايد دپردې تر شاه صديق فرهنګ٠
ددواد خان په دوره کی ددوی مرکزيت هم پاکستان ته کډه وکړه او که دوی غوښتل يانه،دISI سره ئی تړاو پيداکړ٠
ددی ګوند دمرګ سلګۍ هله ښکاره شوی چه په تيره دوره کی ئې دکرزی ملاتړ
وکړ،اوخپل امريکائی نوکره غړی ئی رهبر کړ او دوزارت چوکۍ ئی ومنله٠[/quote:41fee1e22c]


افغان ملت کې داسې کسان هم شته. . . .

Abid
08.06.2009

لارويه وروره سلامونه، له دې نه به تير شو چې څو کاله وړاندې زما او ستا په نه خبره يو لږه انټرنيټي خوابدي راپيدا شوې وه. دا پورته ليکنه چې پر افغان ملت دې کړې ده، ډېره په زړه پورې ده. باور وکړه چې داسې نکتو ته دې پام اړولی دی چی فکر کيږي چې تاسې هم د افغان ملت له ټولو پټو رازونو څخه هم خبر ياست. ما غوښتل چې دومره درته ووايم چې د افغان ملت په عالي شورا کې داسې کسان هم شته چې د ړندې رهبرۍ پروا نه ساتي په بله مانا د دې په تمه نه دي چې کرزي به يې بيا وګټي او احدي لالا به ورته چې د رشوت په کوم پياوړي مدرک کې کار پيدا کړي. د شورا دې غړو نن علني اعلاميه خپره کړه چې د ډاکټر صاحب اشرف غني ملاتړ به کوي. د افغان ملت دا شعار و چې کار دې اهلو کارو ته وسپارل شي، خو په تيرو اوو کلونو کې داسې غير مسلکي کسان په بانک او مالي وزارت په کار وګمارل چې د چا خبره سل کاله بې مالګې ډوډۍ هم وخوري، په وسپارل شويو چارو به پوه نه شي، خدای دې خير کړي چې نورو څومره غير مسلکي کسانو سره به يې د چوکيو وعدې کړې وي. دا اوس چې په مراقبت سيار کې کوم افغان ملتيان راټول دي، ټولو د رشوتو پيسو په دې ګرانۍ کې کورونه واخيستل، په شخصي موټرو کې ګرځيږي، هره شپه يې په سرمايه تر يو لک افغانيو زياتوالی راځي او . . .
لاروی صاحب کله راته ټيلفون وکړه چې د زړه حواله سره وکړو.
په مينه او درنښت


ډاکټر څپاند
09.06.2009

دی لندنۍتبصری نه،چه په اغلب ګمان دافغات ملت ګوند ديوه غړی ليکنه ده،
اسی بريښي چه داګوند به په نږدی راتلنکو ورځو کی ټوټې ټوټې شي٠

[quote:0ad956ba8e]د انډيوال صیب په ځواب کې چې وايی د شمس د ډلې افغان ملتيان د کرزی مامورين دي بیخي بې بنیاده خبره ده - افغان ملت مترقي ګوند په خپل اصلی مسير روان دی او په چا خرڅ شوی نه دی - دا رشتیا ده چی یو څو غړي چې د پوره عزم خاوندان نه وو د وظيفې په لالچ د احدي سره ملګري شول خو اصلي افغان ملتیان د انجینیر اجمل شمس تر مشرﺉ لاندې خپل فعالیتونو ته دوام ورکوي او ډیر ژر به د ولسمشريزو ټاکنو په اړه خپل موقف څرګند کړي -
تاسې خبر ياست چې ښاغلی قدرت الله حداد فرهاد دچا په کور کی چې افغان ملت ګوند جوړ شوی د انجینیر اجمل شمس تر مشرﺉ لاندې افغان ملت ګوند سره ولاړ دی - [/quote:0ad956ba8e]


عادل عادل
09.06.2009

سلامونه

هر هغه څوک یا ډله چې په هر نامه او د هر مصلحت په بنا یې د لاسپوڅئ په اخور کې په اګاهانه یا ناببره ډول خوړلي دي، د ملت غداران یادیژي، د هیڅ تمه ترې نه ده پکار، او ان شاء الله چې ښه ورځ او سرلوړي به هم و نه ویني ځکه چې د مظلوم ولس د زړونو اه ورپسې ده.

روان اشغال زمونږ تش په نامه شخصیتونه او ددوی د وطن دوستئ عمق او ظرفیتونه داسې چڼ کړل چې زمونږ د ولس موچي او شپون ته هم روښانه دي.

پکار خو دا وه چې دغه د ډالر زامنو د مطلقې لاسپوڅئ په ځای د سیاسي مبارزې لاره خپله کړې وای او د اشغال پر ضد یې د ولس تر څنګ ددوی په قول د عدم تشدد په بنا د احتجاج نه ډکې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې کړې وای.


larghonay laraway
15.06.2009

عابد صيب لمنې لمنې سلامونه!
وروره زه د افغان ملت ګوند يو مينه وال يم ځكه يې هرې نكتې ته پام كوم. او دا ليكنه مې هم د تعمير په نيت كړې ده، نه د افغان ملت سره د كومې كينې يا دښمنۍ په نيت. او بله دا چې زما خو هيڅ په ياد هم نه وه چې ستاسو سره مې څه زړه بدوالى راغلى ؤ او نه داسې فكر كوم. ځكه چې زما او ستا په ادبي موضوعاتو بحث ؤ نه په شخصي خبرو او بحث كې زه له هيچا هم زړه نه بدووم او په نيټ كې په مستعار نامه هم د همدې لپاره بحثونه كوم چې خپل نظر په ډاګه څرګندولى شم. زه له تا هيڅ نه يم خپه او نه به خپه شم. ستا لنډې كيسې، شعرونه او شخصي كركټر ته د غرونو هومره درناوى لرم اودومره لوړ راته ښكاري لكه د بازونو لوړ پرواز ونه.
پښتانه ليكوال اوشاعران لا دومره ډېر نه دي چې له چا سره دښمني وكړو، څوك له پامه بد كړو او څوك له ځانه ليرې كړو. زه چې هر ځل تا ووينم باور وكړه ډېر خوشالېږم او ستا هره كيسه، ليكنه او شعر اورم. حتى د كاروان صيب په اړه دې انځوريزه ليكنه كړې وه هغه مې هم ولوسته او ښه خوږه دې ليكلې وه.
خو د ټليفون به درته دروغجن شم ځكه چې مستعار يعنې پټ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more