نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کرزي صاحب دتير په څیر دفراه دبيګناه قربانيانو په اړه دڅيړنې امر کړې دی ؟؟؟ !!!!!
و.افغان
06.05.2009
سره مياشت : فراه کې وژل شوي ولسي وګړي دي
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/05/090506_hh_karzai_farah_bombard.shtml
د سرې مياشتې نړيوالې ټولنې ويلي چې فراه کې د امريکايي ځواکونو بمبارۍ ولسي وګړي وژلي دي .
سره مياشت وايي فراه کې ځايي اوسېدونکو ورته ويلي چې د تېرې سې شنبې په ورځ د امريکايي ځواکونو په بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولسي وګړي وژل شوي دي .
سرچينه زياتوي ځايي چارواکو ورته ويلي چې په دې بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په شمول تر شلو ډېر ولسي خلک وژل شوي او دوی يې مړي په خپلو سترګو ليدلي دي .
کرزی: د فراه پېښه دې سملاسي وڅېړل شي
د افغانستان د ولسمشرۍ له دفتره په يوه ويناپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر حامد کرزي فراه کې د ايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه د سملاسي څېړنې امر کړی .
خبرپاڼه زياتوي چې ولسمشر د يوه څېړونکي پلاوي د جوړېدو امر کړی، چې د فراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې د ولسي وګړو د وژل کېدو په اړه جدي څېړنه وکړي .
په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې ولسمشر کرزي، چې اوسمهال په واشنګټن کې له خپلو پاکستاني او امريکايي سيالانو سره په خبرو بوخت دی، د ولسي وګړي پر وژل کېدو سخته خواشيني ښوولې ده .
فراه ولايت ته د ايتلافي ځواکونو او افغان چارواکو په ګډه يوه څېړونکې ډله هم استول شوې ده .
همدارنګه ولسمشر کرزي د کورنيو چارو وزارت او فراه ولايت چارواکو ته امر کړی، چې د پېښې د رامنځ ته کېدا د څرنګوالي او مرګ ژوبلې په اړه سملاسي څېړنه پيل کړي او ډېر ژر ولسمشر پرې خبر کړي .
د فراه بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د ايتلافي ځواکونو په بمبارۍ کې ولسي وګړي وژل شوي .
تېره ورځ ( سه شنبه، د مې پنځمه، د غويي 15 مه) د فراه ولايت چارواکو ويلي وه، چې افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله والو طالبانو پرضد عمليات کړي او لسګونه طالبان يې وژلي دي .
خو تېره ورځ د فراه بالابلوک ولسوالۍ د ګرانه سيمې اوسېدونکو، چې په کې بمبارۍ شوې وه، رسنيو ته ويلي وه، چې په دغو بمباريو کې ولسي وګړي وژل شوي دي .
افغان ولسمشر حامد کرزي په بيا بيا له بهرنيو ځواکونو څخه په عملياتو کې د احتياط غوښتنه کړې ده، خو کله ناکله په دې ډول عملياتو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
يو شمېر نړيوالې مرستندويه ټولنې بيا د افغانستان په جګړه کې پر دواړو ښکېلو غاړو نيوکه کوي، چې د جګړې پرمهال د عامو خلکو ژوند ته پام نه کوي .
خو په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونو وايي چې وسله وال طالبان له ولسي خلکو نه د ډال کار اخلي او د هغوی د اوسېدو له ځايونو څخه پر دوی بريدونه کوي، چې ډېر ځله دا د ولسي وګړو د مرګ ژوبله لامل ګرځي .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نور راپورونه وايي، چې دفراه په يادې شوي ولسوالۍ کې له سلو زياتو بيګناه
خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې ډیرې يي ښځې، سپين ګيري، او ماشومان دي،
او که څه په کې دمقاومت جنګيالي هم وي، نو هغوي هم بيګناه دي، يواځينۍ ګناه
يي داده، چې دخپل ولس له خاورې، عزت، پت او ناموس څخه ددفاع لپاره جنګيږي.
دکرزي صاحب له حال سره دا متل ښه اړخ لګوي چې وايي:
چې زه نه شرمیږم، ما به څوک وشرموينه.
کرزی صاحب: په کومو سترګو ددوهم ځل لپاره ځان کانديدوې؟؟؟
، تا په
تيره دوره کې څه وکړل، چې بيا درنه طمعه وشي، تو خو يواځې او يواځې دښکيلاګرو
په لاس کې لکه نانځکه داسې وکارول شوې.
که چيرته په الله جل جلاله او په ورځې دقيامت ايمان لرې، ددي ماشوم په رنګ
دزرګونو ماشومانو ځواب به څنګه خپل رب ته ورکوي، چې ستا دحکمرانۍ لاندې
پرې بمونه وريږي، او ګلالۍ ماشومتوب يي له خاورو سره خاورې کيږي.
که دمسئوليت اسلامي او وجداني احساس نلرئ، نو دعاطفې احساس خو به ضرور
لرې، چې انسان يي، نو آيا کله دی خپل ځوي ميرويس هم له ځان سره داسې انځور
کړې دی، چې ستا په مخامخ يي امريکايي بي 52 الوتکی تنکې ماشومتوب
ورلوخړه کړي؟؟؟؟ !!
[img:63cf691bed]http://images.alarabiya.net/large_46296_72148.jpg[/img:63cf691bed]
ألا لعنة الله علی الظالمين وعلی من عاونهم أو شايعهم أو تولاهم.
آمين يا رب العالمين.
په درنښت.
[/img]
میوند ننګیال
07.05.2009
محترم اودروند وهاج صيب سلامونه !
داسي يوخبر دي چي زړه ژړونكي دي خو دحكومتي مسؤلينو يي پري څه .
ددوي بچي خو يا په اروپا امريكا كي اوسيږي او يا پخپلو عياشو باندي په كابل او دبي كي مصروف دي .
كرزي پدي خبرو ښه پوهيږي چي څه كيږي او دچا سره كيږي يو كس چي خپل وجدان ايمان يي دپيسو او نوم په بدل كي خرڅ كړي وي هغي سره د هيچا احساس نوي صرف دځان سوچ لري ببرك كارمل او تره كي او حفظ الله امين هم دومره نول لكه دا بي ايمانه خو دهغوي نه هم بد تر او مردار دي شرم او حيا هم دخداي نعمت دي خو چي چا كي وي نه شرم لري او نه حيا دومهبي شرمه انسان دي چي بيا يي هم ځان كانديد كړي.
رب دي پري راولي او زه ايمان لرم چي خداي به يي پري راولي خو كيداي شي مونږنه يو .
عبدالله صابر
07.05.2009
السلام عليکم
دفراه مظلوم بي ګناه شهيدانوبوږنوکي پيښه دټول مسلمان اوافغان ولس لپاره يوه
غمجنه ويرلړلئ پيښه ده ،که فرضا زمونږاوتاسوخپل ماشومان اوښځې په داډول
بي رحمانه بمبارئ ووژل شوي وئ نوڅه احساس به موکوئ ، دي تنکيوتنکيوماشو
مانو اوپتمنوخويندو به څومره کريغې اوچيغې کړي وي اوڅومره به دکڼوونکوغږو
نوويره ولي وي خوافسوس چي ځيني رسنئ په تيره بيابی بی سي او افغان اسلامي
اژانس دکرزي له خودتحقيقاتوامرپه نشره ولو شرميږي هم نه ،باوروکړئ زه خوچي
دکرزي له خوادتحقيقاتوامرخبرلولم نودشرم احساس کوم ،داډول بي غيرته سړئ
خوزمونږ په تاريخ کښ نه دی تيرشوئ ،همداد کرزي داره ده چي داشغالګران غوږو
نه اوسترګې دي اوزمونږدګرانوهيوادوالووژونکوکوربانه دي ٠
راځئ په دي اړه داسلامي امارت پيغام هم ولولو
دفراه ولایت دمظلوموشهیدانو د دسته جمعي شهادت په هکله
دافغانستان داسلامي امارت اعلامیه
وَلا تَحْسَبَنَّ اللّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ اِنَّمَا يُؤَخِّرُهُمْ لِيَوْمٍ تَشْخَصُ فيهِ الْاَبْصَارُ.
مسلمان مجاهد ملته !
تاسوخبرشوئ چې دسولې اوترقې دروغجنومدعیانویوځلې بیا دفراه په ولایت دبالابلوک ولسوالۍ د"ګنج آباد"او"ګراني" په اړوندوکليو کې زمونږیوشمیر بیدفاع مظلوم هیواد وال چې زیاتره یې ښځې ،ماشومان اوسپینږیرې بوداګان ول دسولې اوازادۍ په پلمه دخپلوځانوپه معصومو وینو ولمبول.
انا لله وانا الیه راجعون.
که څه هم دالومړی ځل ندی چې صلیبي ځناوران دافغانستان دمظلوم ملت په وړاندې په داسې وحشیانه عمل لاس پوري کوي،اونه به دغه دانسانیت ضد عمل په افغانستان کې دهغوئ دبشریت ضد جنایتونو وروستی شرموونکی جنایت وي.
هغوئ په سلګونوځله دافغانستان په بیلابیلوسیموکې دزرګونوبیدفاع انسانانوپه دسته جمعي شهیدانولو، دهغوئ په زخمي کولو اودهغوئ دکورونو اوجونګړوپه ورانولو خپله دوحشت اوبربریت تنده ماته کړې .
وحشي یرغلګران چې هرځل په داشانې بشریت ضد کړو وړولاس پوري کړي اودخپلووحشیانه بمباریوپه ترڅ کې بیګناه ښځې ،ماشومان اوسپینږیري په شهادت ورسوي ، نودځان دبرائت لپاره هلته ټول وژل شوي ملکي وګړي په اصطلاح دځان مخالفین اویاهم دخپلو بي ننګه جاسوسانولخوا غلط استخباراتي معلومات ورکول اعلان کړي.
خوکه حقیقت ته نظر وکړای شي دیرغلګرومتجاوزینو دغه جنایتکارانه اعمال ټول دیوه سنجول شوي عمدي پلان له مخې په دې خاطرترسره کیږې تر څو دهغوئ په وسیله دافغانستان مجاهد ملت د دوئ په مقابل کې له برحق مقاومت څخه لاس په سرشي.
خویرغلګر اوسفاک صلیبیا ن په خپل دغه زعم اوګمان کې سخت تیر وتلي دي، ځکه دهغوئ له خوا دهرمظلوم افغان وینه تویول په حقیقت کې دکافرو متجاوزینوپه مقابل کې دیوه نو ي نه ماتیدونکی انتقامي مورچل دپرانستلولامل ګرځي.
دافغانستان اسلامي امارت په داسې حال کې چې دخپلو دغومظلومومسلمانووروڼوپه شهادت ځان غم جن اودهغوئ له ویرجنوکورنیوسره په دغه مصیبت کې ځان شریک بولي ددغې ویرجنې پیښې په اړه لاندې ټکي اعلانوي:
۱ـ دافغانستان مسلمان اومجاهد ملت دي دیرغلګرانو دټولوداشاني مظالمو دمخنیوي لپاره دهغوئ په مقابل کې دفاع اومقامت مرچلونه بیاوړي کړي ، ځکه یواځې جهاد اومقاومت دی چې دمتجاوزینودتأدیب اودهغوئ له شره دمظلومو ولسونودنجات اوژغورنې لامل ګرځي.
۲ـ دافغانستان اسلامي امارت په نړیوال اسلامي کانفرانس دجنګي جرمونوپه نړیوالې محکمې او د بشري حقونوپه مدافعو ټولنو باندې غږکوي چې نوردي د دغو تاریخي جنایت کارانو په بشریت ضدجرمونو اوجنایتونوباندې سترګې نه پټوي ، بلکې باید دهغوئ په مقابل کې دعملي اقدام په کولو اودهغوئ دتعقیب اومحاکمې میزته په راکاږلوسره خپل اخلاقي اوانساني مسؤلیت سرته ورسوي.
۳ـ اسلامي امارت په خپل نوبت سره داوباماپه مشرۍ دسپینې ماڼې یرغلګرې ادارې ، دناټوسازمان اوپه افغانستان کې دټولومیشتو بهرنیو یرغلګروځواکونومتبوعوهیوادونواو ولسونوته ددې خبرداری ورکوی چې د دوئ لخوا په مظلوموافغانانو دداشاني مظالمواوفجائعوترسره کول په ټولې نړۍ کې دیوه متقابل انتقامي غبرګون تریخ پیغام له ځانه سره درلودلای شي ، داسې غبرګون چې په نتیجه کې به یې بیا په هغه آرام ګاونډ کې هم څوک دارامۍ امنیت اوبیغمۍ احساس نه شي کولای.
۴ـ اسلامي امارت له فرصت نه په استفادې سره یوځلې بیا دکابل دبیواکه ادارې په مشراودهغوئ په بي غیرته چارواکوغږکوي چې دخپل مسلمان ملت په وژلو کې دې له وحشي یرغلګروسره دخپلې بزدلانه مرستې اوملاتړ له ترخو عواقبو ځا ن ښه خبر کړي ، هغوئ دي په علم یقین سره داخبره زړه ته واچوي چې یوه ورځ به حتما ددغو وحشیانه جنایاتوپه سر دخپل مجاهد ولس په محاکمه کې دجواب ورکولو اومجازاتومیزته راکاږل کیږي ،هغوئ دي داجنبیانودپالونکوپه ناوړه انجام کې خپل راتلونکی ښه وسنجوي اوله هغه څخه دژغورنې په نیت دي اوس لا غور وکړي .
وسیعلم الذین ظلموا أي منقلب ینقلبون .
دافغانستان اسلامي امارت
د۱۴۳۰ هـق کال دجمادی الأولی ۱۲
http://www.shahamat.org/paigham-7-5-2009.html
هیښ
07.05.2009
درنو وطنوالو سلامونه او احترامونه وړاندې کوم .
دفراه دبالابولوک شهیدان دې الله(ج)وبښي او ددوئ دشهادت په برکت دخدائ پاک ددې جنایت کارانو او دهغوئ دافغاني مزدورانو کورونه په یوه غیبي بلا همداسې وران کړي .
تاسو دې ملي خائین او پست فطرت خرزي ته لا دصاحب خطاب کوئ .خدائ پاک دهغه مور بوره کړي چې داسې وطنفروشه ،خائين او دوولس قاتل تر ې زيږيږي .
خرزئ او ورسره نور ملي خائینان او جانیان دافغانستان دپاره او دانسانیت دپاره هغه دون همتان دي چې دبشر تاریخ پرې شرمیږي .دابې غیرته او دده نور بې ننګه ملګري ئې دوجدان او ضمیر نه خالي دي او په غاړوکې ئې دسپیو په شان امریکائې کړئ پرتې دي او یوازې دخپلو بادارانو امر باید اجرا کړي حتی دخپل ناموس(که ئې لري) دساتلو واک نه لري نو دداسې پلورل شویو عناصرو نه دانسانیت او افغانیت توقع باید ونه شي .دې بې ناموسانو او ددین او وطن سوداګروته باید واضح وویل شي چې څومره مو وس او قدرت رسیږي خپل جنایت او خیانت ته دوام ورکړئ ،قتل عام وکړي ،بمونه واچوئ ،بېګناه افغانان ووژنئ او شهیدان ئې کړئ او په دوحشیانه اعمالو خپله شیطاني څیره دنړئ ټولو وولسونو ته وښئئ،خو د افغان وولس دخپلواکئ غوښتنې ایمان هیڅکله نه شئ ضعیفولائ او له منځه ئې نه شئ وړلائ .
افغانان تربلواکه ژوند په مرګ خوښ دي او دائې کلک باوردئ چې خپلواکي حق او دخدائ پاک لوئ نعمت دئ او الله تعالی دحق ملګرئ دئ. خدائ پاک دحق دبریالیتوب په باطل باندې وعده ورکړې ده او حق به کامیابیږي .په اخرت خو فکر نه کو م چې دا جنایتکاران عقیده ولري ،ځکه دا ډول جنایتونه دیوه معتقد په اخرت او سوال وځواب باندې اشخاصونه صورت نه نیسي ، خو په ددنیا به دملت دمحکمې په وړاندې ستاسو دخیانت او جنایت حساب که ژوندي وئ او که مړه حتماُدرسره کیږی اوپه خپله جزا به رسیږئ.ملت به دتاسو نه دخپلو تنکیو ماشومانو او بې وزله ښځو او سپینږیرودمظلومانه شهادت انتقام درڅخه اخلي .
دا اول او اخري وارنه دئ چې زموږ مظلوم او معصوم وطنوال دامریکائې وحشیانو له لوري په ظالمانه بمباریو کې شهیدان او په وینو کې لمبیږي .ترڅو چې دادانسانیت د دښمنانو ناولئ وجود زموږ په وطن کې وي دا قتل عام به روان وي .دانسان په جامه کې ددې درنده ګانو نه درحم او عاطفې هیله دعقل په تله نه تلل کیږي او یوازې ځان غولول دي .غربیان او دهغوئ افغاني مزدوران ددین او خپلواکئ دښمنان دي او ددښمن نه به ګیله ساده خلک کوي .
ددې دپاره چې دې بربریت ته دپائ ټکئ کیښودل شي یوازینئ لاره ئې دمقاومت دجبهې نه ددوئ په بر حقه مبارزه کې هراړخیزه حمایت او مرسته ده .
دافغانانو دپاره دوه انتخابه دی :
یابه دامریکائیانو او نورو غربیانو غلامي قبلوي او دخپلې خپلواکئ او ازادئ نه به تیریږي
یا به دمقاومت په څنګ کې دریږي اوترهغه به جنګیږي تر څو چې ئې خپله خپلواکي نه ده حاصله کړې.
مننه