نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مبارکې
شپون
05.05.2009
سلام عليکم
ددې سائټ ښاغلو چلوونکو اومينه والو دانوې شړۍ مو مبارکه شه
خدای پاک مو بريالي او سوکهاله لره چې يوار مو بيا دغه په زړه پوري
پاڼه له نوي رنګ او خوند سره دتږيو مينه والو لپاره چمتو کړه
اوس نو دا په موږ ګډونوالو پوري اړه لري چې ددې ارزښتمنو پاڼو په ځای
استعمال وکړو او داسي څه پکي وليکو چې په اخرت او دنيا دواړو کي راته
په درد وخوري.هيله ده چې دبلاګونو برخه هم زرتر زره فعال شي
چې دا بلاګران دلته کډې رانه وړي که نه دغه ځاي نه به هم انډوخر جوړشي
(ټوکه ده او بيخې نوې ده خولو نه ده وهلې...بښنه دي وي)
و.افغان
06.05.2009
شپون صاحب:
سلام علیکم
زه هم دټول افغان دوزينې پاڼې ویبماسټر کاموال شیرزاد صاحب ته ، دپاڼې درنو
لیکوالانو، او مينه والو
ته دزړه له کومې مبارکې وايم.
د پرمختګ دلا نورو پړاوونو د وهلو په لور.
او بل شپون صاحب، دبلاګونو په څښتنانو به مو فوروم ولې تنګيږي؟ !
هر کله دی راشي،
اوريدلې دی نه دي:
چې ځاي تنګ نه وي، نو زړه نه تنګيږي :) :)
په درنښت
خیریوسی
07.05.2009
ښاغلئ شپون صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
شپون صاحب رمه دی همیشه په ګیډه مړه چې شپیلکۍ په مزه مزه راته ږغوې
زه هم وټولو ته مبارکي وایم خاصتا دټول افغان ومینوالوته ولی چې دهغوی
ستونزه به نوره هل سوی وی دبدو سترګو دی په امان وی اوس خو ما شاء الله بس دموس دکلیک خبره ده
په درناوی