د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د امريکا او ايران تر منځ پټ تړون

Sahak
03.05.2009

یو ځل بیا ټولو دوستانو ته ښه راغلاست وایم
لکه څنګه مو چی په اخبارونوکی اوریدلی دی . د امريکا او ايران تر منځ پټ تړون شوی دی چه موخه یی افغانستان ته د جنګی افزارو راوړل دی . خوستاسو له نظره به د دی عمل تاثیر د افغان دولت او ایران باندی به څه وی ،ا و بل دا چی پخپله ایران ته کومی سیاسی ګټه لری که نه؟
په درناوی


Ghairat
03.05.2009

دابه د اوباما څرګند بری او د ایران له پاره ډیر ګټور وي :
دایران اندېښنه د امریکا له مستقیم ګواښ څخه ورکیږي او په راتلیزه کې یې دوښمنی ورسره په دوستۍ اوښتلی شي ، په دې صورت کې ایران خپلو سوداګریزو، سیاسي ،مذهبي اوکلتوري اغیز ته په سیمه او نړۍ کې ډیره پراختیا وربښلی شي ! د امریکا د یوه دوست پاکستان سربیره به د هغه ددویم
دوست ایران په وړاندې هم د افغانستان د ګوډاګي دولت تکیه او پیېلتوب د امریکا دمتحده ایالاتو پورې نور هم زیات شي او له امریکا سره به د پاکستان او سعودي عرب د دوستۍ بڼه یوڅه پېچلې شي ۰


larghonay laraway
07.05.2009

د امريكې اصلي هدف همدا دى چې ايران يو زبر ځواك كړي، سعودي پرې وډبوي او د اسلام علم له سعوديانو واخلي او ايرانيانو ته يې وركړي.
شيعه مذهب اصلا له مزخرفاتو ډك او پر دودونو ولاړ يو مذهب دى چې هيڅكله هم د امريكې لپاره ګواښ نه دى. خو تر څنګ يې عربان د دودونو او مزخرفاتو خلاف دي او بله دا چې ايران ته تر اسلام هم ايرانيتوب مهم دى نو له همدې كبله هم غواړي چې د امريكې ملګرى شي او خپل كلتور پر سيمه حاكم كړي.
احمدي نژاد خو ځكه سخى سخى كېږي او منجېږي چې د اباما غوندې موږى لري.


ډاکټر څپاند
07.05.2009

سره ددی چه دايران دننه دعامووګړو دژوند سطحه دنورو فقيرو هيوادو نه چندان
توپير نلري،دتعليم او تربيي کچه دشاهي نظام په تناسب راټيټه شوی،دايران
تحصيل کړی قشر،لاهم غربي هيوادو ته دتيښتې په حال کی دی،غير دموکراتيک اعمال د اسلام تر نامه لاندي سرته رسي،واقعي ازاداو دموکراتيک انتخابات
هيڅکله سرته ندي رسيدلي،او په لسګونو نورې دا ډول ناخوالې دوام لری،مګر
بيا هم ليدل کيږي چه غربيان ،دی ته حاضر شوی (اقلا په لظي ډول)چه دايران
دولت ته امتيازات ورکړي٠روس او چين خو ئی لا پخوا دوستان ول٠
ددی معمی دحل يوه برخه د ښاغلي لاروي صيب په ليکنه کی توضيح شوی ده٠

خو که دايرا ن تاريخ ته ځغلنده نظر وکړو،دوی اکثرا د ښو چانسونو لرونکي ول٠
لری به نه ځو،دپښتنو ټول شاهکارونه،فتوحات،جنګونه،مقاومتونه ،اکثرا
په لويه اريانا کی داوسني ايران اوافغانستان دموجوديت په وجه،دايراني
مشرانو په ګټه تمام شوی دی٠يو دليل ئی دا چه متاسفان پښتنو خپله ژبه
ترکه کړی وه او په پاړسي يا عربي ګړيدل٠
داريانا دتجزی روسته ټولی ابادی ځمکی (او اوس دادی معلومه شوه چه دتيلو
او ګازونو زيرمي) فارس ته ور په برخه شوی(چی روسته ئی نوم په ايران بدل شو).
له خوار افغانستان نه ډيورنډ نيم وجود پريک کړ او د روس دکمونستي انقلاب
په پايله ازبکان،ترکمنان او تاجکان افغانستان ته را مهاجر او ميشته شوه٠

دايران روستنې شاه،محمدرضا شاه،سره ددی چه د امريکايانو ډير نږدي دوست
او دهغو په واسطه دوباره قدرت ته ورسول شو،دټولوضد دموکراتيک اوغير ملي،اسلامي عقايدو سره سره،پدی وتوانيد چه دخپل هيواد اوسيدونکو ته يو ملي هويت
ورکړی٠نن چه د هر ايراني نه پوښتنه وکړی په افتخار وائی چه ايرانئ دی،
دجشن،اختر اوخوښی ملي ورځی ئی معلومي دی٠دهر  شمسي يا لمريز کال په سر کی ايرانيان،دنړۍ په هر ګوډ کی هغه لمانځي٠
د٣٠ کالو اخوندي حکومت،ونشو کولای چه دايران نه يوه وچه مذهبي جامعه
جوړه کړي٠مذهبيون مجبور شول چه  په اکثرو غير فرضي مواردو کی،عقبنشيني
وکړي٠ګيره،لباس،حجاب،دښځو حقوق او نور هغه موارد دي چه افراطي ملايان
دملت ارادی ته تسليم شول٠
کله چه يو حکومت دخپل ملت ملاتړ له ځانه سره ولري،هغه په ډاډه زړه په
نړيوال ډګر کی دخپل وطن او ملت په ګټه چاڼه او جګړی کولای شي٠

خو که ايران او امريکا د افغانستان په هکله کومی موافقی ته ورسيږی،په قوي
ګمان د پاکستان لاس او مصلحت به ورسره شامل وي،ځکه غربيان به خپل
وفادار نوکر په سادګی خپه نکړی٠

پاته شوه د تسنن او تشيع خبره،دا به ملاصيبان په مساجدو کي سره پری بحثونه
کوی،او هيله ده چه پارلمان ته نفوذ ونکړی٠
پښتو ژبي ته چاکله هم ستر خدمت ندی کړی،کيدی شي کوم اهل تشيع
پښتون را پيدا شي (ټوکه)٠
دهيواد دازادۍ سوال:که طالبان بريالی شول نو د1996 په شان به بيا يو څوکسه
بيسواده،کمسواده ګيرور،دISI دمخابرو سره زموږ هيوادپه تجربوي ډول 
دداسي يوه حکومت په واسطه اداره کوی کوم چه د ISI په خوښه وي٠
او که غربيان کامياب شي نو دهغو نظامي قطعات به دتل لپاره پدی پاکه خاوره
کی پاته شي،داچه څوک به پر موږ حکومت کوی،دغربيانو نه علاوه دافغانانو
په هوښيارتيا پوری هم تړاو لري٠که افغانان دومره ساده لوحي وکړي چه داشغال
په حالت کی بيا هم کرزي ته رايه ورکړي،نو پدی کار څوک ملامتوۍ؟

په ډيره درناوی،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more