نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه كومه لار ونيسي؟
larghonay laraway
02.05.2009
پښتانه كومه لار ونيسي؟
د تاريخ په اوږدو كې چې په دې هيواد كومه بلا راغلې نو پښتانه تر ټولو په كې ډېر دل شوې دي او هيڅكله يې هم دا استعداد نه دى درلودلى چې حالات په خپله ګټه وڅرخوي. په هره ملي او سيمه ايزه جګړه كې دوى ډېر زيانونه ليدلي، ډېرې قربانۍ او تلفات يې وركړي خو د بري په وخت كې څنډې ته پاتې شوي او يو څو ليوانو يې په هډوكو كې خولې توسولې دي.
تېره شپه د افغانستان هزاره قوم سره جرګه شول او دا يې په ډاګه كړه چې په هيڅ دوره كې دوى دومره پرمختګ نه دى كړى لكه د اوسني حكومت (كرزي) په دوره كې. نو له همدې لامله ټولوپرېكړه وكړه چې په راتلونكو ټاكنو كې به كرزي ته رايه وركوي.
دا چاره له يوې خوا هزاره گانو ته يو كريډيټ شو چې د لومړي ځل لپاره له قومي كړۍ راووځي او د يو پښتون ننګه كوي خو له بلې خوا بايد همداسې وكړي او كه هرڅوك د دوى پر ځاى واى نو همداسې به يې كړي واى!
ځكه چې په اوسني حكومت كې هزاره گان د پګړۍ ګل دي. په هر كار كې د دوى منل كېږي. په زرګونو ځوانان يې له نامشروع لارو پوهنتونونو ته ورننويستل كېږي، په هره دولتي او غير دولتي اداره كې په مصلحتي توګه ګومارل كېږي. زه يې بېلګې ځكه نه راوړم چې تر لمر روښانه دي او د تكرار اړتيا نشته.
رابه شو پښتنو ته. چې د اوسني حكومت په وخت كې جګړې د دوى سيمو ته په لوى لاس وروړل كېږي، له حكومت نه څنډې ته شړل كېږي، ځوانانو ته يې پوهنتون ته ورتلل د پول صراط نه هم سخت دي. له يو څو دبړه مارانو پرته نور هيڅ د دې هيواد وګړي نه بلل كېږي نو تاسو ووايئ چې په داسې حالاتو كې پښتانه څه وكړي. ايا بيا هم همغه پتمنې او بې وزلې مېرمنې چې دتاريخ په اوږدو كې يې نارينه ډاكټر ته د درملنې لپاره هم په ډېره ګرانه بيولې ، بيا يې راوباسي او د ولسمشرۍ لپاره كانديد ښاغلي حامد كرزي عكس ورپه ګوته كړي چې رايه وركړي؟
راځئ چې په سړه سينه او له احساساتو پرته پرې وغږېږو!
Ghairat
02.05.2009
لاروی صیب سکالو دې ډیره ښه ده، خو خپله دې هېڅ اندګور یا وړاندیز ورسره نه دی وړاندې کړی ۰
هزارګان خو بیا هم ښه دی د خپل کلېکتیف کلیت په نامه سیاسي سوداګانې کولی شي، په عمل کې ښايي بیا داسې نه وي
چې رايي په رښتیا هم یو پښتون ته ورکړي، په داسې حال کې چې د بشر دوست غوندې خپل کاندید هم لري ۰
ولې پښتانه خو دغسې یو کلیت هم نه لري ، ټول ځانګړي افراد دي چې سره جمع کیږي هم نه پاتې خو لا یو کلیت چې په ګډه
یو هوډ وکړي اوتصمیم ونیسي ۰پښتون هر یوخپل خپل ځان ویني او له ډېرې ځانغوښتنې څخه په خپل منځو کې
ګډه وجه نشی لیدای اوتر اوسه پورې کله هم له جنګ جګړی پرته پّه بل شي سره نه دي راټول شوي ،هغه هم په ناڅاپي اوآني ډول
چې هیڅ اندکتنه او طرحه ورته نه لري! له همدې کبله دوی تل د بل د اند او پردیو طرحو پسې ځغلي او استعمالیږي، نو ځکه هم
لکه دقربانۍ دمال د قربانۍ له ډګره پرته کوم وزن او ارزښت نشي موندلی ۰
په همدې ډول هغه اتلان هم دي چې نن د پردیو
په سیوري کې جمهوري ریاست ته کاندید شوي او د ځان له پاره د خپل قام خرڅول غواړي ۰
که ټول یوه یو امریکايي ته رایه ورکړو نو بدل خو یې ترې غوښتلای شو،چې زما په رایه بریالی شوې اوس انریکا محبوهره ده
چې دغه او دغه کارونه راته وکړي، خو که د امریکا یو ګوډاګی لکه کرزي، جلالي ، غني او احدي ته رایه ورکړو نو هره رایه مو
مو مفته او بیځایه لاړه ، پر کنګل ولیکل شوه ، ځکه امریکا څه مجبوریت لري چې دخپل یوګوډاګي خبره هم واوري ؟
نو دوه لارې دي : یا یو مستقیم امریکايي ته رایې ورکول چې ولس ته مسول کیدای ، له نېکټايي نیول کیدای اود وایسرای په څیر
یې د مقر په بالاحصار يرغل ور وړل کیدای او رانسکوریدای شي۰ددې کار له پآره به د خلیلزاد مغضوب علیه سره بیعت کول بد نه وي!
دویمه لار د بشپړنجات لاره ده چې :
[color=red:f3f2dfa8ac]پښتانه خپل مستقل کاندید وړاندې کړي، د ملي وحدت،ملي خپلواکۍ اوملي ولسواکۍ کاندید![/color:f3f2dfa8ac]
[color=blue:f3f2dfa8ac]نتیجه : [/color:f3f2dfa8ac]
[color=white:f3f2dfa8ac]له دې مړتت ګوډاګیو کاندیدانوڅخه خلیلزاد بد نه دی، خو له دغه امریکا یی څخه بیا دخپل مستقل ځیږ او غیور
پښتون لار ښود کاندیدول ښه اواړین دي،کوم چې افغان ولس د ملي وحدت په زور دملي خپلواکۍ د لاسته راوړلو او ملي
اسلامي ولسواکۍ د عیارولو له پآره د عدم تشدد د کواندې سیاسي لارې تر پایه پورې رهبري کړای شي! دا باید د یو سیاسي ملي غورځنګ پیلامه وي
[/color:f3f2dfa8ac]
[color=blue:f3f2dfa8ac]یو دریګونی ترکیب :
دغفار خان بابا د عدم تشدد په سوچه سیاسي لار، دمیرویس خان په مدبرانه ګامونو سره د خوشال با با دغه وینا پلي کول غواړي :[/color:f3f2dfa8ac]
[color=red:f3f2dfa8ac]ننګیالي چې یوځل مخ کړي په کوم لوري
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ بیا یې نه ګوري کوهی وي که ګړنګ [/color:f3f2dfa8ac]
Nadar
02.05.2009
غيرت صيب تر مذب دي جارشم چي خپله مغزنه او معنی داره ليکنه دي په دغه د خوشال په شعر پای ته رسولې ده :
ننګیالي چې یوځل مخ کړي په کوم لوري
بیا یې نه ګوري کوهی وي که ګړنګ
اوس تاسو غيرت صاحب او يا نور با غيوره پښتانه ما او ټولو ته داسي بې پرې پښتون را وښياست چي بس موږ ټوله د يوه سره په هغه پسې د ملا امام په حيث په راستي او پښتونولي سره اقتدا وکړو .!
ګوره غيرت صيب بيا به نه وايي چي دا کمونيسټ دی او يا کمونيسټ وو، خلقي وو، پرچمي وو، اخواني وو اويا ګولبديني وو، جميعتي وو ، خلاصه دا چي ها وو يا داوو !
زموږ پښتنو بېخ چي ختلی دی بس همدغه حماقت را وباسلی دی ، څنګه همداسي ده که نده ؟ پښتانه که څه هم د خپلي ګټي د پاره ډېر هوښيار دي خو خوا دي مه بدېږه دا زما شخصي نظر دی ، په ملي مسئلو کي بيا په رشتيا ډېر کودن او غول هم دي ، ددې مثالونه موږ په کمونيسټي، اسلامي او دغه د نن ورځي په امريکايي ډيموکراسي کي ډېر ځله ليدلای شو !
پښتون پخپله خپل پښتون په همدې يا هغه نامه ځپي . حال داچي تاسو راشی وګوری همدا هزاره ګانو ته ، هغوی خپل هزاره ګان د سلطان علی کشتمنده پوري د ځان په حزب وحدت پوري تړي دا نه پسې وايي چي دغه خائن خو د شورويانو ګوډاګی يا پرچمی وو، دا نه وايي چي تاسو څرنګه هغه خپل ګڼۍ، خو هغوی د زمان نبذ درک کړی او د هغه پر اساس خپل ګام پورته کوي او هر څوک يې پر ځان باندي را ټول کړي دي .
خو تاسو راشۍ زموږ دا وګوری ، داود خان پر ظاهر خان را و پاڅيد، حفيظ الله امين پره تره کي را و پاڅېد ، شهنواز تڼی پر ډاکټر نجيب الله را وپاڅېد، دغه پښتني اسلامي ګوندونه بيا پر حکمتيار را وپاڅېدله ، حکمتيار بيا پر طالبانو را و پاڅېد، کرزی بيا د طالبان په را پرځولو د امريکا په قوت پر ټولو پښتنو ځواکو باندي را مخته شو او اوس هم د پښتون د ځپلو سناريوګاني پر مخ ځي ،
غيرت صيب ددې پای به څه وي ؟
اصلي خبره خو اوس بايد دا نه وي چي کومه لاره و نيسو بلکه اصلي خبره بايد دا وي چي پښتانه بايدپه چا پسې رهي سي ؟!
زما په ګومان دغه اساسي پوښتنه ده ، زموږ ملي ګټي او بقا په همدې اساسي پوښتني پوري تړلی دی !
په درناوي
pattang
02.05.2009
وروڼو!
له نورو تبصرو يې تېرېږم خلک ژر خپه او مروريږي خو لاندي :
پښتانه بايد په هغوي او په هغه چا پسې لاړ شي چې په رواجي جګو سترګو يې
ازاد کړي او خپله غبرګونې ازادي تر لاسه کول په اېماني ډول غواړي :
پښتانه اوس دوه د ښمنان لري، داخلي د ښمنان يې غيرې پښتني ډلې با افراد دي
چې هر ډول پښتني ضد اعمال کوي خارجي د ښمنان يې صليبي لښکرې دي
چې په خپل زور او د بې بنياده پروپاګندې په مرسته خپل عنعنوي او خپل
ګوډاګی رژيم هلته په پښو دروي ٠
http://www.youtube.com/watch?v=dQ6S_RONZlA
داولسواکي او دېموکراسي لومړی شرط ازادي ده يو هېواد چې ازاد نوي نو
اولسواکي څه مانا لري ?? که خليل زاد وي او که کرزی او x,y ټول يې CIA
ته کار کوي او دپردويو غلامي به کوي ٠ نه څوک خليل زاد له نېکتايې نيولی شی
او نه يې کرزی له نېکتايې ونيو ٠ په دغه غوبل کې دپښتون اولس دازادۍ روحيه
ماتوي٠
دازادي غوښتنه دوه لارې لري ، که له هرې لارې ازادي ته ورسيږو بايد
ديموکراسي مودخپلو عنعناتو او ټولنيزو ضرورياتو په جامو پټه وي .٠
زه ګمان کوم دا مو ضوعات ډېر وار ياد شوي دي خو د عمل په ميدان کې بيا
دډېرو ځوانانوپياګې وزي ، نران او باتوران هغوی دي چې ازادي په خپلو
وينوغواړي او ستر مقاومت کوي٠
دپښتون په اولس پورې نا حقه تور لګېدلی او په ناحقه يې ټول حقوق تر پښو
لاندې کېږي نوپرته له مقاومته بله لاره نلري ٠
په دا پورته ليکنو کې يواځې خوښال تائيدوم :
[color=white:16de2f236d]ننګیالي چې یوځل مخ کړي په کوم لوري
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ بیا یې نه ګوري کوهی وي که ګړنګ[/color:16de2f236d]
Ghairat
02.05.2009
بده داده چې په هیوادکې د سیاسي مبارزې أزا دي شته، خو څوک ترې کار نه اخلي،حال داچې هره وسله واله مبارزه هم بالاخره د بري په صورت کې په سیاسي حل انجامیږي ،نو دا غټه تیروتنه یا ستره نیمګړتیا ده چې د وسله والې تر څنګ سیاسي مبارزه نه وي او خاموشه اوسي !
د سیاسي مبارزې نۀ شتون وسلواله لار څوځله اوږدوي او د داسې درنو تلفاتو سبب ګرځي چې له ماتې سره یې د مخامخ کیدو ګواښ هم دومره قوي وي چې له ځانمرګۍ څخه کمه نه ښکاري !
سربیره په دې له سیاسي پخلي پرته د قدرت د لاسته راوړلو هڅې له بری سره سره هیواد له نویو ناورینونوسره مخ کوي لکه پښتنو چې څوڅو ځله د کمونستانو ،مجاهدینواو طالبانو له لاسه په سر سر وخوړه او دداخلي او بهرني دوښمنانو له خوا استعمال شول۰
pattang
03.05.2009
انډيواله خبره دې کتابي او اصولي ده خو په شرائطو پورې تړلې !
په افغانستان کې دداسې مبارزي شرائط ندي برابر چې چې داولس دازادۍ په
ګټه وي٠ هم کرزی هم احدي او هم دانوريې نارې وهې چې افغانستان د بين الملي
تروريزم مر کز دی او دا عينې خبرې خو امريکايان تل کوي او له خدايه يې غواړي ٠
دلته دوې جنايې اوغلې قوې دې چې يو له بله ګټې سره اخلي :
امريکاسياسي هدف مخ ته وړي ، کرزی ، NA او نور يې جيبونه ډکوي ٠
دا سې څوک نشته چې داولس د ازادۍ غم وخوري که وې هم امريکايان يې نه
پرېږدي ٠ هوکه په خارج کې افغانان را پورته شي او خبره راغوڼډه کړي او دغه
جنايت رسواکړي ...... يو امکان لري٠
Ghairat
04.05.2009
د افغانستان د خپلواکۍ او ولسواکۍ غبرګونی غږ پورته کول او پلویان یې په یوه جبهه کې سره راټولول او د فاروق اعظم غوندی یو کس یې مشر ټاکل نه غیر قانوني کار دی اونه سخت ! نور فعالیت یز بیا پخپله تنظمیږي، څوک یې بیا مخه نشي نیولای ، صرف په قا نوني توګه میدان ته راوتل اونیکه اراده غواړي او بس!
هیښ
06.05.2009
سلامونه
پښتانه باید دوه هدفه تعقیب کړئ:
لومړئ هدف ئې دخپل وطن خپلواکې ده او په خپلو مقدراتو تسلط پیدا کول دي .تر څو چې دوطن واک ئې دپردیو په لاس کې وي ،دیوه ابرومندانه او مطمئن ژوند کول ورته ګران کاردئ ،له دې کبله که په هر شکل وي باید تجاوزګران او اشغالګران باید دخپلې خاورې نه وباسی او ددې هدف دلاسته راوستلو دپاره سیاسی،کلتوري او مسلحانه مبارزې ته دوام ورکړي .ټول سیاسی او اډیولوژیکي اختلافات شاته وغورځوي او دیوه واحد او مشترک سنګر نه په دښمن شریک او کاري ګوذارونه وکړي ،ترڅو تجاوزګران او اشغالګرا ن دافغانستان پریښودلو ته مجبورشي.دهغو قوتونو او تحریکونو سره همکاري او همبستګي عملاً وښیي چې دافغانستان دخپلواکئ دپاره مبارزه کوي ،او دهغو اشخاصو او عناصرو په مخ د ورتوف کړي چې دپښتون په نامه داشغالګرانو ،تجاوزګرانو او نورو وطنفروشانو او ملي خائینانو سره په یوه کتارکې دپښتنو په مقابل کې ولاړدي،دپښتنو ددستور په اساس مړئ اوژوندئ ورسره بند کړي او واضح ورته ووائې چې هر غول خورئ او هره بې ناموسي کوئ دپښتون تر نامه لاندې ئې مه خورئ او مه کوئ .داد انتخاباتو په ډرامه کې درایو په ځائ مرداري او چټلي باید ورواچوي،ترڅو دادانسانیت او افغانیت دښمنان دافغان وولس په برخلیک بیا لوبې ونه کړي او وولس ته په سپکه سترګه ونه ګوري .همزمان باید دپرونیو تیروتنو او ترخو حقایقونه دا زده کړي چې خاني په یارانو کیږي او یوازې خپله منل او وولس ته شاکول او اهمیت نه ورکول هم دځا ن او هم دوولس بربادي ده .
دوهم هد ف دعلم او پوهې په لاس راوړل دي.پښتانه باید نور دعصر اوزمان دژوند کولو اسلوب او روشونه زده کړي او دجهالت ،ناپوهئ او بې خبرئ داوږده خوب نه رابیدار شي.هغه میړانې ،غیرتونه،همتونه او کارنامې ئې چې په تاریخ کې کړي دي ،په نني عصرکې ئې باید دعلم ،تخنیک او نوي تکنالوژئ په برخه کې خپل همت او غيرت وښیي.نن ورځ هغه وولسونه غیرتي او میړني دي چې دعلم او پوهې په سلاح مسلح شوي دي .دخپلو ماغزو او مټو په زور ئې خپل ملي اقتصاددخودکفائئ کچې ته رسولئ دئ اودخپلو مشکلاتو دحل کولو له پاره ئې پردیو ته لاس نه دئ اوږد کړئ .
ددې زمانې جنګ دتورې او ډال زور ازمائي نه ده ،بلکه دعلم ،تخنیک او اقتصاد جګړه ده او هغه څوک ددې جنګ دمیدان نه دفاتح په شکل راوزي چې دعلم اوپوهې وسله او مهمات ولري .
دپښتو ن قام ستر،خطرناک ،مضر او غیر مرئي دښمن جهالت دئ ،که د دغه دښمن په له منځه وړلو کې بریالئ شوبیا نو په هیڅ میدان کې بایلوونکئ نه دئ او تر څو چې دا دجهالت دښمن مات نه کړي ،په ټولو ډګرونو کې د بریالیتوبونو دثمر نه ګټه نه شي پورته کولائ او دپښتو متل چې(تورې به لالا وهي او مړئ به عبدالله وهې)،قربانئ به پښتانه ورکوي او میلې به نور کوي.
مننه
pattang
06.05.2009
انډيواله بيا دې خبرې کتابي دي خو هغه دلوی ملا صيب ملا محمد عمر اخند
خبره ده چې وېل به يې : "په پښتنو څه توره ټکه له اسمانه رالوېدلې ده" نوداولې نه
راغوڼډيږي ? خبرې خو داسې کوې لکه طوطيان ولاکه زما پلار پسې ورسيږي!
ولې ددوی ددرک او ارادې حواس مريضي لري ? ستا خبره درسته ده دې ازادي
دمبارزې مخه څوک نشي نيولی ، که دلته نوي هلته اوک هلته نوي بيا بل ځای ٠
ايا دغه د بې پروايې او سپېګانې مرض روحي ، کلتوري اوکه کوم بل علت او وېروس لري?٠
[quote:7f86b750b7="Ghairat"]د افغانستان د خپلواکۍ او ولسواکۍ غبرګونی غږ پورته کول او پلویان یې په یوه جبهه کې سره راټولول او د فاروق اعظم غوندی یو کس یې مشر ټاکل نه غیر قانوني کار دی اونه سخت ! نور فعالیت یز بیا پخپله تنظمیږي، څوک یې بیا مخه نشي نیولای ، صرف په قا نوني توګه میدان ته راوتل اونیکه اراده غواړي او بس![/quote:7f86b750b7]
larghonay laraway
07.05.2009
سلامونه!
د فورم ملګرو په زړه پورې نظرونه وړاندې كړي او د درناوي وړ دي خو كه موضوع ډېره خوره نه شي او له عموميت نه يو څه راغونډه شي يوازې په راتلونكو ټولټاكنو وغږېږو چې پښتانه څه وكړي؟
ايا په دې لنډه ګنډه موده كې ملي مشر موندلى شي؟
ايا له ټانكو انكار وكړي؟
يا جګړه وكړي. چې زور يې نه رسېږي او ځانونه نور هم خراب كړي؟
pattang
07.05.2009
ته نو څه فکر کوي که چېرې د x پر ځای افغانان y وټاکي حالات به بدل شي ?
نه که خړاو که تور سپی وي د اشغالګرو مذدوري به کوي٠
په اشغال کې له اشغالګرو سره ګډ کار ملت ازادي ته نه بلکې نور يې هم غلا مي
ته بيايې او دغه غلامي نوره هم قوي کوي٠
صليبي اشغالګر په نا حقه بين الملي ترور په طالبانو پورې تړي او دغه تور
او فاسده پيداشوې تيوري اوس هر يو کانديدات په ترانو سره لولې چې دخپلو
بادارانو زړه خو شاله اوخپل جيبونه ډک کړي٠ زه به هغه کانديد ته نرو وايم او خپله
رايه به ورته ورکړم کوم چې دصليبيانو دغه د ترور پروپاګنده وغندي او غربيانو
ته وايې چې افغانستان پرېږدي٠
معقول کار دادی چې افغانان دا بيناموسان ونه ټاکي او پر هغه چا پسې ودريږي
چې هغه غربي تيوري خوشي غلطه بانه بولي او دخپلواکي غږ يې پورته کړی وي ٠
لانت په اشغالګرو او ګوډاګي رژيم٠
[quote:d7ff56534c="larghonay laraway"]سلامونه!
د فورم ملګرو په زړه پورې نظرونه وړاندې كړي او د درناوي وړ دي خو كه موضوع ډېره خوره نه شي او له عموميت نه يو څه راغونډه شي يوازې په راتلونكو ټولټاكنو وغږېږو چې پښتانه څه وكړي؟
ايا په دې لنډه ګنډه موده كې ملي مشر موندلى شي؟
ايا له ټانكو انكار وكړي؟
يا جګړه وكړي. چې زور يې نه رسېږي او ځانونه نور هم خراب كړي؟[/quote:d7ff56534c]
Lotfollah
07.05.2009
ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:00fe3e32ef]پښتانه كومه لار ونيسي؟[/quote:00fe3e32ef]
عزیزانو خوا بدي کېږئ مه او دا واقعیت ومنئ چې پښتنوپه ټولیزه توګه خپله لار لا پخوا ټاکلې ده او هغه د جګړې لار ده .! پښتنو ته دا مهمه نده چې کمزوري دي او که نه . دا غیرتی قام پرته له جګړې بله لار نه پېژني. آو کله که بخت له دوی سره یاری وکړي او جګړه وګټي بیا دا بې وزلي په حکومت کولو نه پوهېږي او سملاسې بلې جګړې ته تیاری نیسې. هغه یو نیم پښتانه چې د سولیزو لارو چارو په لټه کې دي شمېر یې ډېر کم او بې تاثیره دی.
په درنښت
Qabayel
08.05.2009
لطف الله وروه هغه د چا خبره وه چې دلته يې کړې وه :
جنګي سړی د سولې وخت کې
چې دښمن نه وي په ځان پقار وينه
نو کوم واقعيت چې تاسي وړاندې کړی دی دغه پورتني لنډۍ سره هم سر خوري . او يا به يې الهام ترې اخستی وي . خو دا چې پښتانه کوم لار ونيسي او يا په ټولټاکنو کې چاته رايه ورکړي بايد ووايمه چې :
پښتانه په يو ګوند کې راټولول يا د پښتنو د پاره يو ملي شخصيت ټاکل يا موندل به په افغانستان کې فدرالي تمايلات ډير کړي او دا به د راتلونکي په ګټه نه وي . پښتانه بايد د افغانستان په سطح فکر وکړي او هغه چا ته رايه ورکړي چې مقصد يې اقتصادي ، اجتماعي او سياسي پرمختګ وي . او په دې لاره کې چې هر څوګ که پښتون وي او که غير ء پښتون خو د افغانستان غړی وي ، بايد يو له بله سره ائتلاف وکړي .
که پښتانه دي او که دا نور ، نو په دواړو کې بيادګرايان او دمکراتان شته. سياسي جګړه بايد د مخالفو سياسي ديدګاوو يا کتنليدونو په منځ کې وي ، نه دا چې د اقوامو په منځ کې . ښه دا ده چې دمکراتان د بنيادګرايانو سره په مخالفت کې وي ، خو په افغانستان کې نن دمکرات تاجکان د بنيادګرا تاجکانو سره ائتلاف کوي خو د پښتنو دمکراتانو سره يې نه کوي او له بده مرغه چې اوس پښتانه هم په همدې ناروغۍ اخته شوي ، او په شعوري او يا غير شعوري ډول فدراليت او فدرالي تمايلات تقويه کوي . د تاجګ د مليت مشر او د پښتون د مليت مشر ، او يا د بلوچ د مليت مشر ، څه معنا ؟؟
ښه به دا وي چې سړی د افغانستان د ملت د پاره يو مشر پيدا کړي ، او د هغه وظيفه دې هم دا وي چې داسې يو قانون جوړ کړي چې د دمکراتانو ، بيادګرايانو او د مختلفو اقوامو د منلو وړ وي . او که خبره دا ده چې يواځې دې همدا عربي وهابي او يا ايراني شيعيي اسلام وي ، طالبانو تر څنګ همدا غاليان او چراغکشان وي ، بيا نو تر ټولو مناسبه لاره به دا وي چې د سيميزو هيوادو د ګټو په پام کې نيولو سره په دې سيمه کې د عربي ښکېلاک په چای يهود سره اتحاد ته ترجېع ورکړو .
beett
08.05.2009
قبائل ليكي:
[code:1:ab9e7b7128]ښه به دا وي چې سړی د افغانستان د ملت د پاره يو مشر پيدا کړي ، او د هغه وظيفه دې هم دا وي چې داسې يو قانون جوړ کړي چې د دمکراتانو ، بيادګرايانو او د مختلفو اقوامو د منلو وړ وي . او که خبره دا ده چې يواځې دې همدا عربي وهابي او يا ايراني شيعيي اسلام وي ، طالبانو تر څنګ همدا غاليان او چراغکشان وي ، بيا نو تر ټولو مناسبه لاره به دا وي چې د سيميزو هيوادو د ګټو په پام کې نيولو سره په دې سيمه کې د عربي ښکېلاک په چای يهود سره اتحاد ته ترجېع ورکړ[/code:1:ab9e7b7128]
داوروستي مناسب ! مولكه سي اصلي مطلب ده ؟
pattang
08.05.2009
کوشانه مردار خوره خوشې اپلتي مه ليکه بيا را پيداشوي ٠ لکه چې ځان دسوځي !
دغې لاندېنۍ لودګي ته دځواب نه ليکم ، لرې ګرزه !
[quote:d7cbe7e111="Qabayel"]لطف الله وروه هغه د چا خبره وه چې دلته يې کړې وه :
جنګي سړی د سولې وخت کې
چې دښمن نه وي په ځان پقار وينه
نو کوم واقعيت چې تاسي وړاندې کړی دی دغه پورتني لنډۍ سره هم سر خوري . او يا به يې الهام ترې اخستی وي . خو دا چې پښتانه کوم لار ونيسي او يا په ټولټاکنو کې چاته رايه ورکړي بايد ووايمه چې :
پښتانه په يو ګوند کې راټولول يا د پښتنو د پاره يو ملي شخصيت ټاکل يا موندل به په افغانستان کې فدرالي تمايلات ډير کړي او دا به د راتلونکي په ګټه نه وي . پښتانه بايد د افغانستان په سطح فکر وکړي او هغه چا ته رايه ورکړي چې مقصد يې اقتصادي ، اجتماعي او سياسي پرمختګ وي . او په دې لاره کې چې هر څوګ که پښتون وي او که غير ء پښتون خو د افغانستان غړی وي ، بايد يو له بله سره ائتلاف وکړي .
که پښتانه دي او که دا نور ، نو په دواړو کې بيادګرايان او دمکراتان شته. سياسي جګړه بايد د مخالفو سياسي ديدګاوو يا کتنليدونو په منځ کې وي ، نه دا چې د اقوامو په منځ کې . ښه دا ده چې دمکراتان د بنيادګرايانو سره په مخالفت کې وي ، خو په افغانستان کې نن دمکرات تاجکان د بنيادګرا تاجکانو سره ائتلاف کوي خو د پښتنو دمکراتانو سره يې نه کوي او له بده مرغه چې اوس پښتانه هم په همدې ناروغۍ اخته شوي ، او په شعوري او يا غير شعوري ډول فدراليت او فدرالي تمايلات تقويه کوي . د تاجګ د مليت مشر او د پښتون د مليت مشر ، او يا د بلوچ د مليت مشر ، څه معنا ؟؟
ښه به دا وي چې سړی د افغانستان د ملت د پاره يو مشر پيدا کړي ، او د هغه وظيفه دې هم دا وي چې داسې يو قانون جوړ کړي چې د دمکراتانو ، بيادګرايانو او د مختلفو اقوامو د منلو وړ وي . او که خبره دا ده چې يواځې دې همدا عربي وهابي او يا ايراني شيعيي اسلام وي ، طالبانو تر څنګ همدا غاليان او چراغکشان وي ، بيا نو تر ټولو مناسبه لاره به دا وي چې د سيميزو هيوادو د ګټو په پام کې نيولو سره په دې سيمه کې د عربي ښکېلاک په چای يهود سره اتحاد ته ترجېع ورکړو .[/quote:d7cbe7e111]
Ghairat
09.05.2009
یره څهمودهمخکې د سولې یوه جرګه جږړه شوېوه، څه د باسه ۲۰۰ ټولنو ، سازمانونو او ګوندونو او په زرګونو افرادو په کې ګډون درلود، خو څه شوه هغه جرګه ؟ دغه فاروق اعظم اودده په څیر نور ډیر د اند خاوندان، د شورا وکیلان، سیاستوال او کلتورپال شخصیتونه په کې وو، ولې یو هم په دې فکر رانغی چې زمونږمبارزه باید یوه اوږده مبارزه وي، دا نطفه چې مورامنځته کړې ده باید په خوځښت ،ملي خوځښت او د ملي خپلواکۍ په خوځشت واوړي او د یوه سوله ییزی سیاسي مأي خوځښت په توګه باید له ځان اوملت ،وطن اوملي آزادۍ څخه دفاع وکړي او د روان وسله وال مقاومت سره يوه ګډه ژبه هم پیدا کړي۰
هېڅ ابتکار اوخوځښت د ملي خپلواکۍ له اعاده کولو پرته کومه ګټه نه لري، نو ملي آزادي او خپلواکي باید هغه هدف وي چې طالبان یې هم منلوته اړویستل شي!
دملي آزادۍ له پاره یې باید د سوله ییزې مبارزې یوملي پلتفورم جوړ کړی وای چې دهیواد ټول وسله وال او غیر وسله وال مقاومت استازو په کې په ګډه سره برخه اخیستلـَی شوَی !
له ملي خپلواکۍ پرته بل هر هدف مردود دی، خو د ملي خپلواکۍ په منلو او هدف ټاکلو سره د هرې سیاسي او اجتماعي مبارزې بر حقیت تأمینیږي د افغان د هر دوښمن سترګو ته شګې لویږي اود هر دوست پرې زړه ښه کیږي!
که دغسې یوغورڅنګ مو له نومړي جرګې څخه رامنځته کړی وای نو د ولسمشرۍ د ټولټاکنوله پآره به مو یومستقل اود ملي خپلواکۍ غوښتونکي شخصیت د خپلې خوښی سره سم په آزادانه ډول وړاندې کړی وای ! که په انتخاباتوکې بری په لاس هم نه وای راغلی، ملي غورځنګ ب همو پرې ډیر پیاوړی شوی وای اود ملي ځبلواکۍ د ګټلو د مبارزې په یوه پرمخ تللي پړاد کې به مخ په وړاندې روان وو !
نه به پاکستان ، ایران ، روسیه اونه هم پاکستان اوعربو د خپلو استخباراتي چټلڅیرو پواسطه زمونږ پر هیواد لوبې کولا ی شوای!