ادبي ټوکې ټکالې
جمهوري رياست ته ۶۰ تنه کانديدان، دا وياړ دی که شرم ؟
مختار
01.05.2009
د انتخاباتو کميسون ويلي دي چي د يوې اوونۍ په اوږدو کي تر اوسه پوري ۶۰ تنه ددې کميسون و دفتر ته راغلي او د افغانستان و جمهوري رياست ته يې د کانديدو فورمې تر لاسه کړي دي . د انتخاباتو کوميټې ويلي دي چي دغه لړی به د مي تر اتمي پوري دوام ولري او ښايي دغه شمېره لا نوره هم جګه شي .
اوس اصلي خبره په دې انتخاباتو کي داده چي آيا و جمهوري رياست ته ددغه ګڼ شمېرو کانديدانو نومېدل، دا و افغانانوته ،مسلمانانواو روشنفکرانو ته د وياړ خبره ده او که د لوی تاريخي شرم ؟
روان
01.05.2009
امريکايانو هغه څو سوه ميليونه ډالر چي د انتخاباتو لپاره جلا کړي دي هغه غواړي د خليل زاد په وسيله مصرف او د کانديدانو په رانيولو کي کار ترېنه و اخلي .
دلته اوس ځکه د يوڅو تنو نه بغير هر ټګ،هر درغل، او هر وطنپلوره ځان را مخته کړی اوغواړي په دې د وطن د سودا په بزنس کي يو څه ډالر مالر لاسته راوړي .
معلومه خبره ده چي هغوی به آخر د خليلزاد په ګټه تيريږي او خلکو ته به وايي چي : والله همی آدم هر چی باشه، مثل احسان بيات واری آدم بسیار سخي بود!!
دمېړنيو ځوانانو ټولنه: نغمه دې ځان کانديد کړي
همدرد
03.05.2009
[size=24:024ebd9215][color=blue:024ebd9215] نغمه دې ځان کانديد کړي[/color:024ebd9215][/size:024ebd9215]
په افغانستان کې دولسمشرۍ د ټاکنو له رارسېدلو سره هره ورځ وينو چې يو شمېر کسان ځانونه نوموي او په دې تمه يې منډي ترړې پيل کړې دي،چي په راتلونکي کې دهېواد ولسمسشر شي.
په زړه پورې خبره داده چې يو شمېر داسې کسان هم را دبره شوي دي چي نه وړتيا لري او نه سپېڅلتيا.
په ځانګړي ډول که دپخوانۍ شمالي ټلوالې کانديد ډاکټر عبدالله او يو شمېر نور کسان ووينو نو دا به جوته شي چې دلته اوس هم دديموکراسۍ پر ځاى زورواکي حاکمه ده ځکه نو دغه کسان له خپل تور شاليد سره سره اوس هم دې ته زړه ښه کوي چي ځانونه ونوموي .
يو شمېر کسان نور بيا له لوېديځ ځخه هېواد ته راځي او غواړي چي له دېرش کاله يا څه کم او زياتې مسافري او له خپلوخلکو څخه له لريتوب وروسته ځانونه ونوموي .
جنګي جنايتکاران هم کم نه دي چې غواړي بيا دخلکو په اوږو ورسپاره شي .
هغه کسان هم شته چې دکرزي دواک پر مهال يې دوزارتونو ناکامې تجربې درلودې او اوس له شرمه پرته څانونه ولسمشرى ته رسوي .
دا هغه کسان چې دخپل وزارت پر مهال يې هېواد ته هېڅ هم ونه کړل او بيا هم ترې هيله کول احمقانه برېښي .
دخليلزاد په څېر يو شمېر پردي پالي هم شته چې اوس يې ځانونه نومولي خو يو هم ددوى شاليد ته په کتلوسره ددې وړ نه دي چې دهېواد ولسمشران شي.
هېواد اوس يوه خواخوږي، سپېڅلي، هوښيار؛ وطن او ملت پال انسان ته اړتيا لري هغه که نر وي اوکه ښځه خو چې دچارو واګې په لاس کې واخلي او هېواد له دغه بحراني حالت څخه راوباسي.
په اوسنيو کانديدانو کې که موږ دافغانستان حالت ته وګورو نو يو هم ددې جوګه کېداى نه شي چې دهېواد همدغه ګډوډي له منځه يوسي او قانون حاکم کړي ځکه همدغه کسان دي چې دخپل واک پر مهال يې په وار وار قانون مات کړى او هېوادوال يې ځورولي دي .
که ولسمشر کرزى ته وګورو نو په تېرو اووه کالونو واکمني کې يې لکه چې ښايي هماغه ډول هېڅ هم ونه کړل .
ځينې کانديدان بيا ثبات نه لري ذوالحاله دي ماښام يوډول وي سهار بل ډول. همدارنګه انوري، فهيم، ضيامسعود، عبدالله، محقق، بشردوست، ياسيني او نور دافغانستان له حالت سره پرتله کړو نو يو هم ددې وړ نه دي چې ولسمشران يا د ولسمشر مرستيالان شي.
[color=white:024ebd9215]دهېواد وران ويجاړ حالت ته په کتلوسره موږ يانې ( دمېړنيوځوانانوټولنه) دهېواد له وتلې او نامتو سندرغاړې مېرمن ښاپېرۍ نغمې څخه هيله کوو چې ډېر ژر دسياست ډګر ته راودانګي او دهېواد په دې غم لړلي حالت رحم وکړي او ځان ولسمشرۍ ته ونوموي.[/color:024ebd9215]
ځکه :
١-په جګړو او وراني کې يې لاس نه دى لرلى .
٢-دملت په وينو يې لاسونه نه دي سره .
٣-دملت په وينو او حق يې ودانۍ او پيسې لاسته نه دي راوړې.
٤-له کوم سياسي بدنام ګوند او ډلې سره اړيکې نه لري .
٥-دټاکنو لپاره دکاندېدو قانوني سن يې پوره کړي دى .
٦-زده کړې يې دقانون له مخې دکانديدو له شرايطو سره سمې دي .
٧-ټول افغانان يې په ښه نوم پېژني او يوه نامتو څېره ده .
٨-نورتابعيتونه نه لري او اصيله افغانه ده .
٩-دهېواد او هېوادوالو په درد يې تل ځان خبر کړى دى او دجګړو پر مهال يې دکډوالو له چاپېرياله دخپلو هنري فعاليتونو په مټ ګټلې پيسې په هېواد کې دننه کونډو اويتيمانو ته رالېږلې دي .
١٠-دکوم بهرني هېواد له لوري نه تمولېږي او نه يې هم استازيتوب کوي .
١١-دچا لخوا په جوړ شوي تور او سپين لست کې نه ده راغلې .
١٢-چې وس يې رسېږي افغانانو ته خدمت کوي .
[color=red:024ebd9215]نو ددې ټکو په پام کې نيولوسره موږ له ټولو افغانانو څخه غواړو چې مېرمن ښاپېرۍ نغمې ته رايه ورکړي اودهېواد په بيا ودانولو کې خپله تاريخي ونډه هېره نه کړي .[/color:024ebd9215]
او له مېرمن نغمې څخه هم هيله کوو چې ژر تر ژره ځان کانديد کړي او خپل کمپاين پيل کړي .
که چېرته ځان ونوموي نو له هېواد او هېواد والو سره دخپلې لېونۍ مينې زباد به وکړي .
ومن الله توفيق
دمېړنيو ځوانانو ټولنه
تاسو پكي څه واياست؟؟؟؟
Ghairat
03.05.2009
دنغمې خو زه هم پلوی کوم، ځکه د ښځو د حقوقو په اډانه کې یې له هنرې لار سربیره عملي مبارزه هم کړی ،خو تاسې دومره ستر ه کارنامه
د هغې د لاسته راوړنو په خپل لیست کې له پامه غورځولې ده :
افغاني میرمنې د خپلومړونو له پنجو څخه آزادي اوخپلواکی نشي تر لاسه کولی
، خودغې قهرمانې سندر غاړې نه یواځې له خپل میړه
څخه آزادي تر لاسه کړه ، بلکې هغه یې رخصت کړ او کورټ یې له کوره وشړلو، نوکه چیرې دغه فاتح شخصیت ستاسو په مرسته د انتخاباتو
ډګر هم فتخه کړي ، څه فکرکوئ چې د هیواد دقهرمانې ولسمشرې په توګه به د هیواد ډیرې میرمنې د مړونو له قیدو بند څخه ونه ژغوري ؟
خپلې کارنامې به هیرې کړي اونورو میرمنوته به یې خیر ونه رسیږي ؟؟؟
حتما به په دې برخه کې د شځو غورځنګ رامنځته او رهبري کړي او د بري
تر وروستیو هسکو څوکو به یې ورسوي!
د هیواد د ښځو رایې خو ټولی د نغمې جانې دي او په سړوکې یې هم پلویان تر نوروکاندیدانو ډیر دي ،خوکرزی یې باید و نه غولوي
چې دګل اغا شیرزي پشان ورته له کاندیدلو څخه تیره شي!
خو یوه نرۍ شانته پوښتنه بیا هم همدرد صیب ته پاتې کیږي چې :
[color=red:fc717fc011]
آیا هغه منګل غریب به بیا کوم کنسرت ته ور پریږدي او که کوربندیز به پرې ولګوي ؟[/color:fc717fc011]
و.افغان
03.05.2009
درنو وروڼو !
سلام علیکم
غیرت صاحب: دنغمه ګلې دکانديداتورۍ خبره خو تاسو په ټوکه واخيسته .
خو که جدي واخيستل شي، نو زما په اند ډیره پر ځاي خبره به وي ، ځکه چې په ټولو
يادو شوو شرطونو پوره خیږي ، نو مناسبه به نه وي ؟؟ !!
دلته به دحقوق بشر او حقوق زن والا هم سمه پته ولګیږي ، چې نغمی پسې ودریږي،
او که نه ؟!
دافغانستان په تاريخ کې هر څه ممکن دي.
نو دا که دا کار په کې وشي، نو ولې ؟ !
په درنښت
.
کريم
03.05.2009
بل تازه خبر که څه هم شايد ټوکه به وي، دادی چي ويل کيږيي حاجي سيف الدين چي په حاجي سيفومشهور دی خورا ښه شوقي د بچه بازانو خوښ سندر غاړی دی ، وايي چي يو وخت هغه د کمونيسټانو په وخت کي د بچه بازانو د اتحاديې مشر هم وو، هغه هم اوس پرېکړه کړېده چي د انتخاباتو د کميسيون دفتر ته لاړشي څو د جمهوري رياست و څوکۍ ته ځان کانديد کړي . نوموړي شوقي بچه بازه وايي چي د ډيموکراسۍ په دې دوران کي موږ غوندي شوقيان هم بايد برخه ولرو .
حاجي سيفودغه راتلونکی احتمالي جمهور رئيس ، د غدار احمد شاه مسعود ورور شاغلی احمد ضياء مسعود او شاغلی انوري د خپلو باصلاحيته مرستيالانو په توګه معرفی کړي دي تر څو دخپل وطن و بچه بازانو او خلکو ته شه خدمت وکړای شي .
Ghairat
03.05.2009
کریم خانه دا یوه خبره خو دې ډیره دقیقه ده، چیرې چې بچه بازان دي پر ځان ډیر مینان دي او دکاندیدیلو ډیر شوق اوجرئت لري، خود حیرانتیا خبره داده چې
بیا ولی بیرته د کرزي صیب په ګټه له خپلې کاندیداتورۍ څخه تیریږي، د چا خبره کرزی صیب ددې په بدل کې دوی ته دڅشي پټه تمه ورکوي؟
:lol: :lol: :lol: :
خو دا پوښتنه باید له ګل اغا شیرځي څخه وشي :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
شفق
05.05.2009
ګل اغا شیرځي د كرزي د ځوي ميرويس په ليدو او په ښكلولو څخه ورسته د خپل کاندیداتوبه ورتير سو
همدرد
09.05.2009
شفق ليكلي:
[quote:b8dc06faf1]
ګل اغا شیرځي د كرزي د ځوي ميرويس په ليدو او په ښكلولو څخه ورسته د خپل کاندیداتوبه ورتير سو[/quote:b8dc06faf1]
يره شفقه! درباندي تمامه ده، په دي خبره دي ډير وخندولم :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
ګل آغا شيرزۍ هم آخر كندهارۍ دي كنه. :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: