نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اشغالګره قوه دالقاعدې په پلمه عام اولس بمباروي٠
pattang
01.05.2009
وروڼو سلام عليکم !
دالمان او نورو غربي مېديا، هغه کوم جنايات چې صليبي
اشغالګر يې په افغانستان کې کوي هيڅ نه ليکي او هر وخت دالقاعدې دې له
منځه وړلو او دافغانستان دبيا ابادۍ خبرې کوي٠
ماته پوخ کره مالومات رارسېدلی دی چې دلوګر په ولايت کې هره شپه
د بې ګناه خلکو کورونه د شپې ددو بجو په خواکې تلاشي کوي ، خلک بې عزته
کوي ، داولادو او ښځوپه مخ کې يې پلارونه وهي ، لاس يې تر څټه تړي ،په
توره خلته کښې يې سر ننه باسي بګرام ته يې په څرخندۍ الوتکه کې بيايې٠
دغه صليبي لشکردحملې په وخت کې لاندېنی دسيپلين غواړې٠:
- له ځايه به څوک نه ښوري که وښورېده وژل کېږي٠
- يوله بل سره به خبرې نکوۍ
- ژاړۍ به نه کو مو وژړل وژنو مو
په دغه ډول صليبي اشغالګر په اولس کې دچنګيزيانوپه ډول ډار رامنځ ته کوې تر
څو چې دملت د اسقامت ، مقاومت روحيه ا و معنويات وځبي٠
په ځينووګړو باندې له پا سه د څرخندۍ نه داسې جالونه اچوي لکه په وحشي
حيواناتويې چې سړی په افريقا کې اچوي٠
داسې کلی نشته چې په هغه کې کم تر کمه درې او څلور بې ګناه ښځې ، هلکان او
لويان اشغالګرو نه يې وژلي ٠
پرون شپه يې څرخ عام بمباري کړی او په لسګونو انسانان يې وژلي دي٠
له وحشي اشغالګرو سره دملي اردو يواځې يوتر جمان وي چې هغه يې تر جماني
کوي٠
په لوګر کې نارينه د شپې په کورونو کې نه پاته کيږي ځکه چې هغوی له سپکاوي
وهلوډبولو او بې عزته کولو څخه ډارېږي٠
اشغالګر دومره وحشت کوي، مخ کې لدي نه چې قاضي ديو چا جرم سبوت کړي
په و هلو يې ځان ور تک شين کړي اوډول ډول د منځنويو پېړويو اينکوازيڅون
پرې عملي کوي٠
که طالب ISI وي نو دوی ولې بې قانونه ، افغان اولس بياخاص پښتانه له منځه
وړي نو پر ځای د دې دا سزا ولې ISI ته نه ورکوي٠?
مرګ په اشغالګرو او ګوډاګي رژيم ژوندی دې وي د اولس مقاومت٠