نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پنجابي دافغانستان سره يو ځاي دپاکستان يادول دخپل ځان او پاکستان سپکاوۍ ګني!!
دژوند حقدار
01.05.2009
دپاکستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي هولبروک وروستيو څرګندونو پنجابي
ډیر په قهر کړي دي،
هولبروک په خپلو وروستيو څرګندونو کې دافغانستان او پاکستان ستونځه يوه
وبلله
ددواړو دولتونو دستونځو سره يي ديو رنګ پاليسۍ په پلې کولو ټينګار وکړ.
دپنجابو ټولې ميدياګانې نن سبا لګيا دي ، چې مونږ يو دولت يو ، يو زور او يو
ځواک يو، مونږ خوار غریب نه یو، خوار غریب خو بیچاره افغانستان دی ، چې هر
څه يي تباه شوي دي ، مونږ هيچا ته دا حق نه ورکوو چې ځمونږ ځواکمند او پر مختللې پاکستان دخوار، بيچاره، او تباه شوي افغانستان
سره پرتله کړي ، دارنګه سپکاوي مونږ نشو زغملې.
له دنيا ټلويژن، او جيو ټلويژن څخه
شپون
01.05.2009
دا چودهريان چې چا له دومره غروره ډک کړي وو اوس هم هاغه
لګيا دي او په داسي بې رحمي له دوئ نه دا غرور باسي چي دوئ
ورته لتي وهي ...
غم مه کوه ډېر زر به چودهري صاحبان خپل اصل حالت ته ورسيږي
او بيا به ورته دافغانستان حيثيت او خپل دواړه معلوم شي
دژوند حقدار
02.05.2009
شپون صیب !
دسر راښکاره کولو څخه مو ډیره مننه !
خداي مهربان دي، چی داسې ورځ په دې چوهدریانو راشي، چې په رڼا ورځ
ستوري ويني.
نن مې ددنيا ټي وي، يو پروګرام چې حسب حال نوميږي، کتلو، دغه پروګرام په مسخرانه
انداز کې سياسي مسائل تحليلوي، نو هغه میزبان په کې ويل چې:
داسرائيلو سره ځمونږ څه دښمني ده، پرویز خو ډیر هوښيار سړې وو، چې غوښتل
يي اسرائيلو ته لاس ورکړي، زه دپرویز ډیر درناوې کوم، چې په هر څه پوه
سړې دی.
داسرائيلو سره ولې مونږ دښمني کوو، چې اسرائيليان اوس لګيا دي، ځمونږ
په ضد دهند سره مرستې کوي.
ځکه:
اسرائيل که جګړه کوي، نو سعودي سره به يي کوي، ایران سره به يي کوي، مصر
سره به يي کوي، فلسطينيانو سره به يي کوي.
ځمونږ داسرائيلو سره څه دی مړه؟
چې دښمنيانې مو ورسره پیل کړي دي.
لوستونکو ! څه اند لرئ؟
Ghairat
06.05.2009
پاکستان چې څه هم کوی یا یې وايي نو په پلان ،اګاهانه او سنجیده ډول یې کوي او په تجربه ازماییلی یې کوي، داسې ژر پرې د غسې یا هغسې حکم کول ګران دي لکه :
[quote:e82e1766a5]دا چودهريان چې چا له دومره غروره ډک کړي وو [color=red:e82e1766a5]
اوس هم هاغه لګيا دي او په داسي بې رحمي له دوئ نه دا غرور باسي چي دوئ
ورته لتي وهي ...
غم مه کوه ډېر ژر به چودهري صاحبان خپل اصل حالت ته ورسيږي [/color:e82e1766a5]
او بيا به ورته دافغانستان حيثيت او خپل دواړه معلوم شي[/quote:e82e1766a5]
په تیره بیا ددغه سرو کرښو له متن سره توافق مشکل دی ، سره له دې چې د یونظر په توګه ورته ډیر درناوی لرم ۰
پاکستان به ولې داسې سیاست مني چې د افغانستان پشان دوی هم په نړیوال تیروریزم تورن شي او یو شان د لویدیځوالود پوځي ځواکونوتر بریداو یرغل لاندې راشی؟
په یوه سترګه دواړوته کتل خودا معنی هم لري چې دواړه دې یوډول اوپه یوۀ اوعین ترورستي علت سره اشغال هم وي ، آزاد پاکستان دې له منځه لاړ شي او دافغانستان د ګوډاګي دولت په څیر دې صرف دیو ګوډاګی رول ولوبوي اوبس!
پاکستان غلام دی خو د خپلې ګټې غلام دی ،نه د امریکا اوانګلستان ، که یې ګټه ، قوت اواینده په کې خوندی کیږي نو تر هر چا د مخه د امریکا اوانګلستان غلامي کوي، خو له ګټې پرته یې بیا لکۍ ور تړي او لکه څنګه چې ګواښيږي هم، د چین اونوروهیوادونو سره بیا زیات نږدې کیږي!
[color=yellow:e82e1766a5]ټيټ یې مه بو له غورځنګ ور باندې مکړه
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰د فساد ، زور اوچلونولوی ګړنګ دی[/color:e82e1766a5]