د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

مسلمانانو ته د ډاكټر ذاكر نائيك ځانګړى پيغام!

عبدالله صابر
30.04.2009

السلام عليکم
له لراوبر ويبپاڼې څخه

ګرانو دوستانو!

هيڅكله مسجد (Masjid) ته (Mosque) مه واياست او مه يې ليكئ، ځكه (Mosque) له (Mosquitoes) سره مساوي دئ.

هيڅكله مكه (Makkah) په (Mecca) مه ليكئ، ځكه (Mecca) شرابخانې ته وايي.

هيڅكله محمد (Muhammad) په (Moh`d) مه ليكئ، ځكه (Moh`d) يو ډول سپى دئ چي غټه خوله يې ده.

هيله ده دغه مهم پيغام ټولو مسلمانانو ته ورسوئ، نه لېږل يې كومه ستونزه نه درته جوړوي، خو دا زموږ ستاسو ټولو مسئوليت دئ، چي څه زدكړو، زموږ نور وروڼه او خوندي هم په خبر كړو.

A Special Message from Dr Zakir Naik.
Dear All,

Don't say 'Mosque' Say always ' Masjid' Because: Islamic organization has found that mosque = mosquitoes

Don't write ' Mecca ' Write always correctly ' Makkah' Because: Mecca = house of wines

Don't write ' Moh'd'. Write always completely as ' Muhammad' Because: Moh'd = the dog with big mouth.

Forward it to as many Muslims as you can for Sawab.
Nothing bad will happen if you don't forward this but these points are important and it is our duty to educate / make aware our Brothers & Sisters.

يادونه: پښتو ژباړه د لر او بر ويبپاڼي د ادارې له خوا ورسره يو ځاى سوې ده.

Dr Zakir Naik

http://larawbar.net/article.php?id=10446&date=2009-04-30



ع کريم حليمي
30.04.2009

مکرم عبدالله صابر صاحب سلام عليک 
مکه معظمه يو ښار دي ، دا ښار په دې معظم دی چه کعبه شريفه هلته ده 
مکه که په    Makkah وليکل سي او که په Mecca وليکل سي ، هيڅ نوعه
خساره نسته په کښي ،په هر غياث الغات کښي چه وګورو دواړو ته ئې ليکلي
وي ، چه د رسول الله د زېږېدو ښار ، نه پوهېږم چه ډاکتر صاحب له کومي 
حاشيې څخه دا راايستلي دي ؟؟؟ 
Moh'd' په انګرېي ژبه کښي خاصه پروا نه لري ، ولي چه انګرېزان په 
په خپله ژبه کښي  مخفف لري ، که پوره وليکل هم ښه کار دي   
 او د کتابونو په حاشيه کښي اکثره ملايان يو څه ليکي ، بعضي ئې د باور 
وړ وي ، او په بعضو کښي ئې خپلي ملايي ته امبار ورګړی وي
بل مطلب په کښي نوي ، او يا خپل منطق په تېره کړي 
د ډاکتر دغه خبري کټه نه لري ، او تاوان ئې 0,0001 دی ، داچه تاوان ئې 
دومره لږ دي ، نو په بحث ئې نه ازوم ارزښت نه لري 
دغه بيان ئې بې ارزښته ښکاري  
په درنښت 
 


شفق
05.05.2009

دزرو قدر زرګر پيژنی


و.افغان
06.05.2009

دبحث درنو ګډونوالو هر يو ښاغلې صابر صاحب، معزز مولانا حليمي صاحب ، ګران ورور
شفق صاحب ته سلامونه او نیکې هيلي
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.

زما په اند دالله جل جلاله نومونه، دګران پيِغمبر صلی الله علیه وسلم نومونه، داسلامي
شعائرو مقدس نومونه بايد په ښه نه، بلکه په ښه تر او ښه ترين
کيفيت وليکل شي، او دا زمونږ
داسلافو علماوو او محدثينو تګلاره ده.

علامة محدث الزمان الفقيه الامام عبد الرحيم بن الحسين العراقي رحمه الله (کوم
چې په 806هـ کې وفات دی) په خپلې ألفية (دمصطلح په اړه دزرو شعرونو ټولګه)
کې دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دسلام او درود باره کې داسې فر مايي:

واجتنب الرمز لها والحذفا
منها صلاة وسلاما تکفی.

ژباړه: اۍ طالب العلمه ! دپيغمبر صلی الله علیه وسلم ددرود او سلام
له اختصار يا حذف (ړنګول) څخه ځان ساته، دثواب خاوند به شې.

په درنښت.


میوند ننګیال
07.05.2009

سلامونه !

وروڼوكور مو ودان .

وهاج صيب الله دي داسلام لپاره درنه كار واخلي امين .


عبدالله صابر
07.05.2009

السلا م عليکم
حليمي صاحب
مخفف نومونه ډيرې معنی ګانې درلودلئ شي ، ځکه خوبايد داسلام مقدساتوته
مخفف ونه کاره ول شي ،لکه څنګه چي ډاکټرصاحب هم ورته اشاره کړي اوښاغلي
وهاج صاحب لا روښانه کړي نوپه داسي حالاتوکښ بيامونږ ولي دپوره اوصحي
نوم په ليکلواو ويلوکښ دستړيا احساس وکړو؟
لکه يوسړي چي ويل زمامخفف نوم (م ) ده ځکه ميم مؤمن ،ميم مجاهد ،ميم مکه
ميم مدينه اونور،چاورته وويل چي غوږشه ميم منافق ،ميم مرتد ،ميم مردار اونور٠

ډيرخلک دالله نو م سره جل جلاله د (ج ) او حضرت محمد نوم سره صلی الله عليه
وسلم په ( ص ) ليکي چي بياپه لوستلوکښ هيڅوک هم الله جل جلاله ياحضرت
محمد صلی الله عليه وسلم نه وايی بلکي الله اوحضرت محمد يا الله جيم اوحضرت
محمد صوات وايی ،نوڅومره به ښهو ي که لږتکليف وکړواوداسلام مقدساتونومو
نه پوره وليکوچي ثواب به هم وي اومعنی به يی صحي وي ٠ په همدي لحاظ ستاسو
ليکنې ګټه 0,0001 ده اوتاوان يی ډير ځکه نوبي ارزښته ده ،



ع کريم حليمي
08.05.2009

محترمو او مکرمو وړونو ، استاد قاري صاحب ،عبدالله صابر صاحب او 
ميوند ننګيال صاحب !
عبدالله صابر صاحب !
د محمد صلی الله عليه وسلم نوم هيځ کله نسي مخفف کېدلی ،  که "حمد "
ئې وليکې ځانته مکمله معنی لري ، او که 'مد' ئې وليکې دا هم ځانته معنی لري امکان ئې نسته چه په رسم الخط العربي ئې مخفف وليکې !!!!
پاته سوه د انګرېزۍ ژبي مخفف که ئې وليکو چه MOHD RAFI
بې ادبي نه پکښي وينم ، که ډاکتر صاحب د خپلو خبرو سره حواله ليکلې وای 
نو بيا ما ځان ته حق نه ور کاوه د تبصرې

او د دې شعار خبره منم او حق ئې ويلي چه درود مه لنډوئ ، يعني ثوابونه 
مو لنډيږي او کميږي ، دا سمه او پر عقل برابره خبره ده
دمکرم استاد قاري صاحب  جملي بېله حوالې د منلو وړ وې او دي  

MOHD :د ډاکتر ژباړه ((يو ډول سپى دئ چي غټه خوله يې ده. ))
راوړئ سند!!!! ، که تاسو سند راوړلئ ، زه به خپله خبره داسي اخلم 
لکه ټاکرداس هندو ، او که سند نسته نو د ډاکتر  بې اساسه ،بې بنياده 
پيغامونه درواخلۍ 
هو ! زه هم وايم چه تر مخفف ئې پوره ليکل ښه دي ، که په انګريزي ئې 
مخفف وليکې ، د ګناه خبره نه پکښي وينم 

په درنښت 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more