د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

امـريکـا افغانستـان کـي خپـل وايـسرا ټـاکي !

روان
29.04.2009

په ويسا پاڼه کي دغه لاندي خبر خپور شوی دی

http://www.weesa.net/?p=2226

اميد تميم
ويل کيږي چي سبا (پنجشنبه د اپريل دېرشمه) افغاني الاصله امريکايي زلمي خليل زاد کابل ته رسيږي ترڅو نوموړی د جمهوري رياست د پاره د لسهاوو کانديدانو په کتارکي خپل نوم هم ثبت کړي او په دې توګه ځانته « قانوني » يوه د اوړو پزه کښيږدي .

لا د پخوا څخه داسي برېښېده چي په امريکا کي د اوباما اداره د سخت دريزه جمهوري خواهانو تر فشار لاندي غواړي چي زلمی خليل زاد چي د امريکا د نيومحافظه کارانو د ډلي فعال غړی او د امريکا تر ټولو بدنامه او د پخواني جمهور جورج بوش په ماجراجويه اداره کي دهغه د ټيم يو لوړتبه غړی وو، نوموړی به د افغانستان د جمهور رئيس په نامه په افغانستان کي د امريکا راتلونکی وايسرا و ټاکي .

نن سبا زيات سياسي کارپوهان په دې خبره سلا دي چي کابل ته د ملګرو ملتو په سازمان کي د امريکا د پخوانی سفير خليلزاد راتګ به هغه سياسي زد وبندونه چي دافغانستان دانتخاباتو لپاره هم د حکومت په دننه او هم د حکومت په دباندي کړيو کي تر لاس لاندي دي هغه به ګډوډ کړي او په عوض کي به خليلزاد خپل د پردې ترشا امريکايي ټيم چي څه موده مخکي يې په ډوبی کي را غونډ کړي او په هغه کي نوموړي خپله محرمانه امريکايي اجنډا ورته توضيح کړېوه ، را بر سيره کړي .

داسي معلوميږي چي په دې انتخاباتو کي به د خليلزاد حضور په واقعيت کي د امريکا د هغه سناريو عملي کېدل وي چي امريکا لا د پخوا څخه زموږ د هيواد او سيمي د کړکېچ د لا بحراني کېدودپاره تر لاس لاندي نيولی وو . خو دلته چي د انتخاباتو په نامه کومه دغه لويه هنګامه او لوبه را روانه ده اوهغه دوه نيم سوه ميلونه ډالر چي پر هغه باندي زموږ د ملت په نامه او هغه هم د انتخاباتو د پاره لګيږي نو دا په رشتيا د امريکا د هغه ريشخند ډيموکراسۍ يوه مضحکه ډرامه ده چي د نړۍ والو و نندارې ته را ايستل کيږي .


ډاکټر څپاند
01.05.2009

محترم روان صيب،
ډير په زړه پوری بحث مو روان کړی٠
پدی کی هيڅوک شک نشي کولی چه دافغانستان راتلونکی "جمهور ريس"
به دامريکی په خوښه تعين او مقرر شي٠
انتخابات او دعوامو منډی رامنډی هسی نمايشي جنبه لري٠
يواځنۍ احتمالي مفديت ئی دادی چه افغانان به ددموکراسۍ دشکل سره اشنا
شي٠مګر ورسره سم دم تاوان ئی دا چه ،خلک له همدا اوسه دموکراسي ،دچال
او فريب يوه وسيله ګڼي٠

امريکايان دخپلو نورو زياتو مقاصدو تر څنګ،افغانستان ته ځکه راغله چه 
اسلامي افراطی قوتونه دډيورنډ دکرښۍ په داړه غاړو کی وځپي او دهغو پر 
ځای دکابل دګوډاګي اداري او داسلام اوجهاد دپردی(ماسک) لاندی عناصر
لکه کرزی،مجددی،سياف،رباني او داسي نور جنايت کاران قدرت ته ورسوي٠
دا ډول اشخاص له يوی خوا د امريکی او انګليس امتحان کړی شوی غلامان او
دبلی خوا دترقۍ او تمدن دښمنان دي٠
مګر دی غلامانو په تيرو اوو کلونو کی دامريکی اهداف په ښه وجه تر سره
نکړای شوه٠نودادی داسی بريښي چه امريکا غواړي چه دپخونيو جهادی نوکرانو
په عوض،ځينی کار پوه و هوښياره نوکر را مخ ته کړی،څو وکولای شي چه
د ISI تر کنترول لاندی طالبانو سره هم مناسبات ښه کړی٠داځکه چه په اوسنيو
شرايطو کی امريکا او انګليس دپخواپشان يو ګوډاګي اسلامي جنبش ته هم
ضرورت لري٠او تجاربو وښوده چه ISI دا جنبش ډير ښه پيژندلی او تربيه کړی دی٠

په درناوي،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more