نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
امريکا اور واخلي ، چي هغه مړشي نور واخلي
عبدالله صابر
28.04.2009
السلام عليکم
امريکايانوته اوس ددوی ډيرپه زړه پوري خوراک ( دخنزيرغوښې ) هم اور شوي
داصلاح انلاين په حواله ((څه موده مخکی دټول افغان په سایت کی الجزیرې په حواله عنایت الله کاکړیو خبر خپور کړی وو چی په هغه کی پرامریکی دخسکو یرغل یاد شوی وو چی ددغه هیواد خلک یی له ستر ګواښ سره مخامخ کړی دی خبر په دی پته موندلی شی. http://www.tolafghan.com/home/detail/1315
))
دخسکوله يرغل څخه خولا خلاص نه دي چي اوس دخنزيرغوښې هم ورته زهرشوي
ترڅوچي هغه اورمړکوي دخنزيرغوښواوربه پري بليږي اوچي دامړکړي الله تعالی
به بل اور ورواچوي الله تعالی دنوره نړئ له دي ناولوامريکايانوخلاصه کړي ،
راځئ چي نورتفصيل يی لاندي ولولو٠
[color=blue:4126fce3c9]امریکې بله بلا نازله شوه
خپروونکى: حبيبي
سه شنبه, 28 April 2009 07:50
ساینس ددغه حیوان دغوښی زیانونه له پخوانه جوت کړی خو اوس یی دادی بل زیان خلکوته څرګندیږی هغه هم دی همدی حیوان له کبله دوژونکی ناروغی خپریدل دی . حقیقت خو دادی چی دغه کفار دی یوازې همدغه اسلامی حکمت ته ځیر شی او ایمان دی راوړی پر نورو که هیڅ خبر هم نه وی همدا به کافی وی. خو چیری هغه سوچ او هغه عقل؟ ډیری دغه کفار داسلام په حقانیت ښه پوه دی خو له عناده ایمان نه پرې راوړی او ددغه ژوند بخښونکی دین پر وړاندې یی لاهم دښمنی او جګړه کوی.
شفیق حقپال*
نړیوالو رسنیو رپوټ ورکړی چی دمکسیکو په هیواد کی داسی ناروغی راغلی چی اصلی لامل یی خو ک دی اوس دغه ناروغی دامریکی متحده ایالتونوته هم نقل شوی چی هلته یی خلک له بیسازی ویرې سره مخامخ کړی .
څه موده مخکی دټول افغان په سایت کی الجزیرې په حواله عنایت الله کاکړیو خبر خپور کړی وو چی په هغه کی پرامریکی دخسکو یرغل یاد شوی وو چی ددغه هیواد خلک یی له ستر ګواښ سره مخامخ کړی دی خبر په دی پته موندلی شی. http://www.tolafghan.com/home/detail/13153
له دی خبره وروسته اوس دادی دبی بی سی فارسی سایت بل خبر خپور کړی چی دخبر لنډیز یی دادی : (په مکزیک کی د خوکی انفلونزا له کبله د ۸۱ تنو دوژول کیدونه وروسته دادی اوس دغه ناروغی دامریکې متحده ایالتونو ته هم نقل شوې ، چې دغې ناروغی تراوسه پوری په نیویورک کی اووه تنه په کالفرینا کی دوه تنه ، تکزاس کی دوه تنه اوهایو کی یو تن وژلی اویوشمیر نورو ایالتونو کی یی هم ډیر شمېر کسان په دی ناروغی اخته کړی ، دبارک اوباما حکومت له دې ناروغی سره دمبارزی لپاره اوس په دغه هیواد کی بیړنۍ حالت اعلان کړی دی په همدی وخت کی سپینې ماڼې اعلان کړی چی خلک باید وحشت ونه کړی خو امریکاییان ددغی ناروغی خپریدو سخت په ویره کی اچولی خبر وایی چی تراوسه ددی ناروغی لپاره کوم خاص درمل نه دی جوړ شوی . )
څرنګه چی خبرکی ویل شوی ددی ناروغی له کبله تراوسه دتلفاتو شمیره لږه ده خو اصلی ستونزه امریکاییانو ته ددی ناروغی دخپریدو ویره ده چی دامریکی په هره کورنۍ کی یی راپیدا کړی او پردوی یی آرام ژوند حرام کړی چی دادی اوس په ټول هیواد کی یې بېړنۍ حالت اعلان شوی.
بله مهمه خبر داده چی خوک چی قرآن ورته خنزیر ویلی هغه حیوان دی چی داسلام سپیڅلی دین هغه یو مردار څاروی بللی او دهغی له غوښې نه یی مسلمانان منع کړی :
إِنَّمَا حَرَّمَ عَلَیْكُمُ الْمَیْتَةَ وَالدَّمَ وَلَحْمَ الْخِنْزِیرِ وَ...»
ساینس ددغه حیوان دغوښی زیانونه له پخوانه جوت کړی خو اوس یی دادی بل زیان خلکوته څرګندیږی هغه هم دی همدی حیوان له کبله دوژونکی ناروغی خپریدل دی . حقیقت خو دادی چی دغه کفار دی یوازې همدغه اسلامی حکمت ته ځیر شی او ایمان دی راوړی پر نورو که هیڅ خبر هم نه وی همدا به کافی وی. خو چیری هغه سوچ او هغه عقل؟ ډیری دغه کفار داسلام په حقانیت ښه پوه دی خو له عناده ایمان نه پرې راوړی او ددغه ژوند بخښونکی دین پر وړاندې یی لاهم دښمنی او جګړه کوی.
--------------------------------------------------------------------------------
*شفيق حقپال کابل مېشتی ليکوال او د اصلاح انلاين همکار دی
وروستی بدلون ( سه شنبه, 28 April 2009 08:14 ) [/color:4126fce3c9]
http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1799&catid=3&Itemid=1799
ihtesham
28.04.2009
ښاغليو
يوه کيسه ده وايي چې لړينګ کله خطره وويني نو سر په شګو کې خښ کړي او فکر وکړي چې زه خطرې ته نه ګورم نو خطره به هم ما نه ويني.
دا ټوکه په هغو خلکو پسي کيږي چې خپلو غټو خطرو ته يې پام نه وي او د نورو وړو وړو خطرو ته ګوري او پوسکۍ بادوي.
تاسو چۍ د کوم مرض خبره کوۍ هغه خو په ميکسيکو کۍ راپيدا شوى و او بيا امريکا ته لاړ او اوس په ګرده نړۍ کۍ خوريږي. مګر دا وباوي په هر ځاى کې راځي او د خوګ د خوراک يا بل خوراک سره هيڅ اړيکه نلري. خوګ خوړل خو په امريکا کې خلکو پرون ندي پيل کړي چۍ نن پرې وبا راغله. هغوي خو يې د پيړيو راسې خوري نو ولې پرې مخکې د خوګ دغه وبا نه راتله. دا د خوشاټارو خبرې پرېږدئ. په دنيا مرضونه همداسې پېدا کېږي او بيا يې مخه هم نيول کېږي، چې تر ټولو مخکې مخه يې امريکا نيسي.
تاسې ولې هغه تر ټولو غټ مرض نه په ګوته کوئ چۍ ستاسې په خپل ملت او وطن لګيدلي دي او له تېرو څو لسيزو راسې يې په مليونونو افغانان وخوړل او وطن يې څو ځلې وران کړ او دا دى تراوسه يې هيڅ علاج د چا سره نشته. دغه مرض د جهالت، ناپوهۍ، ترهګرۍ، طالبيزم او نورو په بڼه کې دي. د خپل دې مرض نه د ځان خلاصولو چاره پېدا کړئ او غور وکړئ، د امريکا مرضونو ته دانګونه مه وهئ.
خو زه ګومان نه کوم چې تاسې به داسې مثبت سوچ وکړئ ځکه چې د ملاييزم او طالبيزم فلسفه دا ده چۍ په خپله به هم په عذاب کې وي او تل به په دې فکر کې وي چې نوره نړۍ او نوره خلک هم څرنګه د ځان سره په عذاب کې واچوي او يا يې وويني. په لنډو تورو کې تروريزم ته د عذاب، زحمت، بدبينۍ او منفي سوچ ځېله ويلي شئ.
عبدالله صابر
28.04.2009
السلام عليکم
دنړيوالې روغتيااداره دخنزير والګې انديښمنه کړي اودوبايې خطرڅلورمه درجه
يې نومولي ،دبي بي سي اردوڅانګې په ويناکه چيري نړيواله روغتيايی اداره په
همدي بيړني حالت دوه درجې وزياتي کړي نودخنزيروالګئ به يو ه نړيواله وباوګرځو
ل شي ، دغه دخنزيروالګئ اوس تردي پوري رسيدلئ چي په مسلسل ډول له يو
انسان څخه بل ته دومره اسان ليږدول کيږي لکه دعادي زکام په څيرچي دټوخلي او
پرنجي له لاري يوبل ته ځي ،چي په مکسيکوکښ يی تراوسه له سلوډيرکسان وژلي
ډاکټرانومنلي چي ددي ناروغئ کنترول ناممکن دی او اوس داناروغي اروپاته هم
په خپريدو دی ، نور تفصيل په لاند ي لنکونوکښ ولولئ
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/04/090427_hh_flu_europe.shtml
http://www.bbc.co.uk/urdu/world/2009/04/090428_swineflu_alert.shtml
عبدالله صابر
28.04.2009
السلام عليکم
[quote:9ec5baa0a9]تاسې ولې هغه تر ټولو غټ مرض نه په ګوته کوئ چۍ ستاسې په خپل ملت او وطن لګيدلي دي او له تېرو څو لسيزو راسې يې په مليونونو افغانان وخوړل او وطن يې څو ځلې وران کړ او دا دى تراوسه يې هيڅ علاج د چا سره نشته. دغه مرض د جهالت، ناپوهۍ، ترهګرۍ، طالبيزم او نورو په بڼه کې دي [/quote:9ec5baa0a9]
دغه مرض مونږ ته همدوی راچولئ کله چي دوی ټول مردارشي نوزمونږهيوادبه هم
له دي مرض خلاص شي ، ددي مرض علاج طالبيزم دی اوطالبيزم يی په علاج
پوهيږي لږ صبر دوکړي بستري يی ټولي دي تش تګ پاتي دی ،نوره پورته ناروغي
يادخنزير والګئ ان شا الله مونږ ته نه راځي که څه هم دګوتوپه شميرمسلمانان به
اغيزمن کړي خوډير قربانيان به يی همدا ظالمان اوکافران وي عينا لکه دايډ ز مرض
چي ډير يی په دوی کښ دی اوترټولوډير يی دوی وژلي ، بيغمه شه داسي نورمرضو
نه به هم الله تعالی ددوی ظلمونوپه وجه په دوی نازلوي اواقتصادي پرلپسي ضربې
به خوري چي همدااوس مکسکوکښ بيړنئ حالت اونوره نړئ له ورتګ څخه ډډه
کوي ، داسي ډيري اقتصادي ضربې چي وخوري موبياځمکه اواسمان وپيژني ٠
والسلام
و.افغان
28.04.2009
درنو وروڼو سلامونه او نیکې هيلې.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته.
وروڼو!
هسې زما زړه ته دداسې مرضونو او جراثيمو په هکله نورې انديښنې رالويږي.
زه فکر کوم، چې کيداي شي دا وايروسونه هغو کمپيوټري وايروسونو ته ورته وي، چې
دانټي وايرس شرکتونه يي خپله توليدوي، خوروي، بيا يي مخنیوي هم خپله کوي، ددی
لپاره چې بازار يي دوام پیدا کړي.
لکه څنګه چې دوسلو امريکايي شرکتونه دخپلو وسلو دخرڅولو لپاره په نړۍ کې دځان لپاره
بازارونه جوړوي، جنګونه او جګړې رامنځ ته کوي، دا مهمه نه ده، چې څومره تاوان
او مرګ ژوبله نورو ته رسیږي، مهمه داده چې دوي دخلکو وينې وڅښي، او جيبونه يي
ډک شي.
همدارنګه په اوسنۍ امريکا کې متخصص لابراتوارونه، مختبرونه، شرکتونه، او کمپنۍ
دي، چې دوايروسونو په جوړونه کې تخصص لري، او عین حال کې دوا ورته هم جوړوې
شي، نو لری نه ده، چې دغه وايروس امريکایانو جوړ کړې وي، بيا يي مکسيکو ته انتقال
کړې وي.
که فکر وکړئ، نو دامريکا په دننه کې به ددی وايروس مريضان نسبت نورو دولتونو
ته ژر ښه کيږي، او لرې نه ده، چې خپله امريکايان به ډير ژر ددې وایروس دواکسين
نړۍ ته اعلان کړي، البته دا واکسينونه خو په نورو دولتونو مفته نه خرڅيږي.
په درنښت.
و.افغان
28.04.2009
ګرانو وروڼو !
يو ځل بيا سلامونه، زما دمخکنۍ خبرې په تأييد، له څو نړيوالو ميډياګانو څخه مې
نن ماښام واوريدل، چې دغه والګې په امريکا کې هم ځينې خلک نيولي دي، خو حالت
يي دانديښنې وړ نه دي.
په دی سربیره داسهمو بازار ددې وبا سره راښکته شوې ، او دسيکړو بازار ګرم شوې
دی، او اساسي ګټه په کې دډالر او جاپانې ين په برخه ده،
داسهمو مشهوري پاڼې فورکس له خوا زما ايميل ته داسې يو خبر راليږل شوی دی،
په کې ويل شوي دي، چې دخنزیرانو تبې يا والګې په سبب ډالر اوچت شوی دی،
او دتاجرانو له خوا ديوې پر امنې پيسې په توګه دډالر غوښتنه ډیره شوې ده:
http://www.forexyard.com/
الدولار الامريكي USD
ارتفاع الدولار بسبب أنفلونزا الخنزير وانخفاض أسواق الأسهم
تأثر التداول في سوق العملات يوم أمس بدرجة كبيرة من خبر انتشار أنفلونزا الخنزير في المكسيك. وكان القلق من انتشار هذا الوباء سبب في انخفاض الأسعار في أسواق الأسهم، ومن هنا زاد إقبال التجار في سوق الفوركس على عملات الملاذ الآمن. وبالمثل، كان الدولار والين هما المستفيدان الأساسيان. وارتفع الدولار بحدة أمام اليورو بسبب تعليقات محافظ البنك المركزي الأوروبي والتي أدت إلى انخفاض اليورو مع العملات الأخرى الحساسة للمخاطر. إلا أن الدولار انخفض أمام الين.
كان خبر انتشار أنفلونزا الخنزير هو محرك الأسواق المالية خلال اليومين الماضيين. كما أن قلة البيانات الاقتصادية قد خلقت فرص للأسواق للارتفاع. وكان التداول يتسم بارتفاع درجة كره المخاطر. وتعتبر الخسائر التي شهدتها أسواق الأسهم والحركات التي قام بها الدولار والين بمثابة مثال على هذا السلوك في التداول. إلا أن التداول بهذه الطريقة قد لا يستمر طويلاً حيث من المنتظر الإعلان يوم غد عن مؤشر اقتصادي هام.
سيتم الإعلان في الساعة 2:00 بتوقيت جرينتش عن مؤشر ثقة المستهلك، والذي يعتبر مؤشر قيادي لإنفاق المستهلك كما انه يعتبر مقياس ممتاز للأوضاع الاقتصادية الحالية والوضع الاقتصادي بشكل عام. من المعتاد أن يؤدي الإعلان عن هذا المؤشر إلى تذبذب التداول، ولا يؤثر فقط على الدولار وإنما أيضًا على النفط الخام والذهب. إن جاء هذا المؤشر بقراءة أعلى من القراءة المتوقعة (26.6) فسوف يرتفع اليورو/ دولار إلى ما دون مستوى 1.2950.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
او کله مې چې دسيکړو فعاله ویبپاڼه وکتله،
http://www.star28.com/money-converter.php
نو دډالر په بیه کې په دې دوه ورځو کې
دډالر په ګټه دپام وړ تغيير راغلې وو.
په پورتنې خبر کې دغه توپير ډیر توند ښودل شوې دی.
ـــــــــــــــــــــــــــ
ستاسو لوستونکو په دی اړه نظر څه دی؟؟
په درنښت
عبدالله صابر
29.04.2009
السلا م عليکم
نن مي دبی بی سي پښتوڅانګې کښ په دي اړه دالاندي حيرانوونکئ خبر ولوست
زه خويی حيران کړم خوستاسونظرڅه دی ؟؟ ايازماحيرانتياپرځای دی ؟؟ هغه دا
اسرائيلوويلي چي بايد ددي ناروغئ نوم بدل کړل شي ځکه داديهودانواومسلما
نانودواړوته په ډاګه سپکاوئ دی ،تفصيل به يی لاندي ولولوخوتاسوهم خپل نظر
له ياده مه باسئ چي ايارښتياهم مسلمانانوته سپکاوئ دی ؟؟ ؟
بی بی سي پښتوڅانګه
د سرکوزي والګی نه، د مکسيکو والګی
يهودان وايي دا چې د سرکوزي غوښه خوړل په اسلام او يهوديت کې حرامه ده، بايد نوره د سرکوزي ناروغي هم ونه بلل شي .
د اسراييلو د روغتيا وزارت چارواکو ويلي په مکسيکو کې د سرکوزي د والګي ناروغۍ نوم بايد واړول شي .
دوی وايي دغې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې وېره خپره کړې ده .
اسراييلي چارواکو غوښتنه کړې چې دغې ناروغۍ ته دې د سرکوزي والګي پر ځای (د مکسيکو والګی) وويل شي .
دوی نيوکه کوي چې د سرکوزي والګی نوم د يهودي او اسلامي تعليماتو له مخې ښه نه برېښي او بل دا چې يهودان او مسلمانان د سرکوزي غوښه حرامه بولي .
د اسرايیلو د روغتيا وزارت سلاکار ياکوف ليتسمن يوې خبري ناستې ته ويلي چې د سرکوزي ناروغۍ ته دا نوم اخيستل يهوديت او اسلام ته په ډاګه سپکاوی دی .
اسراييلي روغتيايي چارواکو ويلي په دې وروستيو کې له مکسيکو څخه دوه ورغلي اسراييلي وګړي يې روغتون ته وروسته له هغه وړي، چې د سرکوزي د والګي نښې په کې ښکارېدې .
د ويلو ده چې پوهانو تر دې دمه هم د دغې وژونکې ناروغۍ د رامنځ ته کېدا اصلي لاملونه نه دي پېژندلي .
دغې ناروغۍ په مکسيکو کې تر 150 ډېر کسان ووژل چې بيا وروسته د امريکا شمالي ايالت او هسپانيې ته هم ولېږدېده .
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/story/2009/04/090429_hh_no_swineflu_mexicoflu.shtml
رښتینی
29.04.2009
.
صابر صیب ستاسو داستعجاب په اړه دا ایت شریف
را اخلم له کمونستانو سره دجهاد په پیر کی زه یوڅه کشر وم
یو وخت چا کیسه کوله چی فلانی کومندان په فلانی ځای کی
له خلقیان اوپرچمیانو سره کتلی و موږ څو کشرانو وازی خولی
ونیولی چی له کمونستانو سره به څنګه کیناست او ډیر په تعجب
کی شوو داراز له اسراﺉلو سره په شوروا یوځای کیناستل به لا
هماغه زموږ له تعجب نه زیات وی خو اصول داسی دی :
[color=white:5487dd91ba]اليوم أحل لكم الطيبات وطعام الذين أوتوا الكتاب
حل لكم وطعامكم حل لهم والمحصنات من المؤمنات والمحصنات
من الذين أوتوا الكتاب من قبلكم إذا آتيتموهن أجورهن محصنين
غير مسافحين ولا متخذي أخدان ومن يكفر بالإيمان فقد حبط عمله
وهو في الآخرة من الخاسرين [/color:5487dd91ba]
ددی ایت شریف په تفسیر کی امام ابوبکر ابن العربی لیکی :
المسألة السادسة : لما قال الله سبحانه : { وطعام الذين أوتوا الكتاب حل لكم } تضمن أهل الكتاب وهم بنو إسرائيل ،
اوښاغلی وهاج ستاسو خبر په ځای ده داحرمونی داسی
چمونه کوی خو که حلیمی صیب دلته پیښه وکړه هغه به مو
له تفصیلاتو ښه خبر کړی
په مینه .
.
عبدالله صابر
30.04.2009
السلام عليکم
حامد صاحب
تاسوخودومره ګونګه ليکنه کړي ته وا کوم پروپيسران پري پوهوي ،زمونږغوند
ي کم علمه په داډول ګونګوليکنوچيرته پوهيږي ،ماخوبه چي ستاليکنې په سر
ځان پوهه کړنوبيخ به يی بله معنی درلوده اوچي په بيخ به ځان پوهه کړسربه يی
بيابل څه ويل ،لطفالږه وضاحتي ليکنه کوه ،زما مطلب دا ووچي اسرائيل په کوم
دليل دخنزير والګئ دمسلمانانوسپکاوئ ګڼي ؟؟؟
ددي ځواب مي غوښته ،حامدصاحب يودلته نه بلکي ډيرکله دمونږستاپه ليکنو
سرنه خلاصيږي ،همداعلت دی چي ځيني لوستونکي ستاپه سياسي ليکنوکښ
هم دتاسوباره کښ په دي نه پوهيږي چي تاسودچاملاتړکوئ اوچامخالفت ځکه
خوکله کله تاسوباندي بي ځايه تورونه ولګيږي ،خيرخبره سياسي بحث ته نه بو
زواوله دي تيريږوراځوپورته موضوع ته چي نورلوستونکي ورباندي څه نظرلري٠
والسلام
watanmal
30.04.2009
ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.
مخكى به چى مصيبتونه نازل شول خلك به خپلو اعمالو ته متوجه شول ، فكر به ئى كولو
چى دا ډول مصيبتونه د الله عذاب وى ، متاسفانه چى اوس خلك ددى پرځاى چى خپلو
اعمالو ته متوجه شى او الله ته زارۍ وكړى ، د خپل نفس د اطمئنان لپاره د الهى عذابونو
لپاره نور اسباب په ګوته كوى.
محترم عبدالله صابر صيب زما په نظر اسرائيل به له دغه نوم څخه ځكه بد وړى چى
د اصحاب السبت واقعه په دوى كى پيښه شوى وه او په همدى سبب دوى دغه ورځ
د عبادت لپاره خاص كړى.
په مينه
وطنمل
و.افغان
30.04.2009
درنو وروڼو !
يو ځل بيا سلام علیکم.
زما په اند چې ددغه يهودي موخه داسی ده:
لکه څنګه چې مونږ مسلمانان دسرکوزي يا خنزیر له نومه بد وړو، نو همدارنګه
یهود دخپلو ديني تعليماتو له مخې له سرکوزو يا خنزیرانو څخه بد وړي، په
تورات کې دسرکوزي دتحريم په اړه نصوص راغلي دي.
خو څنګه چې دسرکوزي وايروس دمسلمان، يهود، مسيحي، وغیره تر منځ فرق
نه کوي، نو پکار داده، چې دسرکوزي دنجاست او حرمت په اړه د مسلمانانو او
يهودو دعقيدو په نظر کې نيولو سره
دغه وايروس ته دسرکوزي وايروس نوم بلکه بل نوم غوره کړې شي.
په درنښت
رښتینی
30.04.2009
.
صابر صیب او نورو ګډونوالو ته سلامونه !
ښاغلی صابر صیب زما موخه داده چی یهود او اهل کتاب هم د
خنزیر غوښه نه خوری نو که دهغوی کوم وزیر ووایی چی دانوم
یهودو او مسلمانانو ته سپکاوی دی په دی کی دتعجب کومه
خبره نشته لکه وهاج صیب هم چی لیکلی دی
او زما دلیکنی په ګونګتیا پوه نشوم ما چی دجهاد کومه کیسه راخیستی
مطلب می دادی چی یو وخت موږ له خلقیانو نه دومره نفرت کاوه چی له هغو
سره کیناستل مو هم ګنا بلله او ګنا هم وه خو دهغه تیر انقلاب په وروستی
ریشخند کی بیا هغه ګناوی په ثوابونو بدلی شوی
داراز اوس له اسرﺉلونه د ډیر نفرت له کبله له هغوی سره په یوه ټکی کی
یووالی هم دتعجب خبره بولو او لکه چی ومو ویل دلته یووالی شته داد
تعجب خبره نده
اوبل وروره که سپین سره ووایو زه تاسو پر ځا ن ډیر پوهه بولم او ستاسو
له ډیرو نظریاتو سره موفق هم یم او څوک چی زما مخالفت کوی له بده مرغه
هغوی ما ښه پیژنی او له نږدی سره بلد یو خو نه پوهیږم چی دانن څه لیونی
باد را الوتی دی که په سیاسی ارټکو کی له چا سره اختلاف ونلری هم
خو چی دده له شخصی نظر نه مخالفت وکړی بیا ډنډوری درپسی واخلی
او دتورونو او تهمتونو او ان ښکنځلو په ډالیو دی ونازوی
الی الله المشتکی
په مینه
عبد السلام
30.04.2009
السلام علیکم:
زما په نظر د خینزیر،سور،اویاسرکوزې نوم دې بدل شی چې هم مسلمان اوهم یهود که خدای کوله له دې شرمه خلاص شي، بله چاره نشته!!