د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داسلامي امارت اعلامیه

سوبمن مومند
27.04.2009

دغوايي داوومې اواتمې دپیښو، په باب داسلامي امارت

اعلاميه !

بسم الله الرحمن الرحيم

دغوايي داوومې پيښه زمونږ دهېواد په تاريخ کې هغه ترخه غميزه اوله تاريخي کړاوه ډکه ورځ ده، چې زمونږ دمظلوم ولس دمرگ ، تباهۍ ، ورانۍ، ويجاړتياوواوبهرنيانوته دلاسوهنې اواشغال مجال ورکړل شوى او افغانانوته يې دناورينونو، مرگونو، جگړو، مهاجرتونو اوبرباديو بنسټو نه ايښي .

د١٣٥٧لمريزکال دثورپه اوومه نيټه روس پلوه کمونيستانوپه خپلې کرغيړنې کودتا، افغانستان دوحشت ، اختناق ، مرگ اومشقتونو تورې اوبې رحمه غيږي ته وسپاره ، افغانستان يې دکرملين داستعماري هوس اوهجوم په لومه کې گيراودشاوخوادو لسيزوپه اوږدوکې يې له يونيم ميلون ډيرافغانان په خپلووينوولمبول، دوه همدومره يې گوډاومات اوپنځه نيم ميلونه يې کډوال اودربدره کړل .

خوالله رب العزت لره دې حمدوي، چې دافغانستان مجاهد ولس ته يې دشوروي په تاريخي ماتې سره هغه افتخار اوبرٍىورپه برخه کړ، چې نه تنهادا، چې خپل تاريخي هېواد یې ازادکړ بلکې دټولې نړۍ پرمخ یې دکمونیزم فاسده نظریه دابد دپاره نابوده اومحوه کړه اوبالاخره مجاهدین د 1371 لمريزکال دثورپه اتمه نيټه په فاتحانه ولولوكابل ته داخل شول بي له شكه چي دابرى دټولې اسلامي نړۍ اوپه خاص ډول دټول افغاني ولس بری وواوترڅو، چې دنیاودانه وي داویاړبه دافغانانو دتاریخ ځلانده باب وي دابیابیله خبره ده، چې يوشمېر هغو څېرو، چې دقدرت اوځان غوښتنې هوسونوډوب اوبې حسه کړي وو، ديونيم ميلون شهيدانوقربانيو، پاکوهيلو اودافغانانوددولسيزوتکاليفواوستونزوته يې هيڅ ونه کتل ، داسلامي نظام ارزوگانې يې له خاوروسره خاورې او دثورداوومې کودتاچيان اوتاليڅټي يې يوارې بياواکمن ، مطرح اودهغوپه مرسته يې ، کوڅه په کوڅه ملوک الطوايفي ، يودبل په وړاندې دخپل منځي جگړواوټکولو اورونه بل، دپاټک، چور، لوټمارۍ، اورازرازفسادونوناولى فرهنگ يې خپور، له يونيم لک زيات افغانان يې مړه ،په لکونويې نوې کډوالۍ ته اړ، پلازمينه کابل اونورهېواديې له سره ونړواو، ملي شتمنۍ يې چوراوترهغووجنگيدل، چې افغانستان يې يواربيادبل استعمارگيډې ته ورگوزاراودصليبي يرغل پنجوته وسپاره اودافغانانوپه بې ساري قربانیو جوړشوی اسلامی نظام یې ړنگ کړ

افغانان، کلک باورلري چې نوربه ارومرودافغانانومظلوميتونه، قرباني اواوږده کړاوونه، رنگ راوړي اولوى خداى (ج) به دغه فاتح اوميړنى ولس اوباتوره خاوره دتل لپاره دنيواکگرواوددوي دتاليڅټودگونډوکيدواونابودي ځمکه گرځوي ، لکه په تيرودريولسيزو کې، چې روسانواو غلامانويې په دغه خاوره کې کلکه ماته وليده همداسې به ان شاالله تعالى ، صليبي يرغلگراواجيران يې هم دغه برخليک مني ، شکست اوماته به تسليموي

دافغانستان اسلامي امارت دثورداوومې دمختورې کودتاعاملين سرټيټي اودتل لپاره ذليله غواړي ، ترخوايې هغه چاچې دثورپه اتمه دافغان جهاددبري ورځ په افغانانوونه لوروله ، داسلامي نظام ارمانونه اوهيلې يې دځاني قدرت اوچوکۍ نه ځارکړې له لوى خدايه يې رسوا او شر ميد لي غو ا ړ ي .

ازاد اوخپلوا ك دې وي گران افغا نستا ن

بریا لي د ې وی دحق د لار ی مجا هد ین

ذلیله اوسرټيټي دې وي دپردیوغلامان

دافغانستان اسلامي امارت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more