د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ټوکې

عبدالله صابر
26.04.2009

السلام عليکم 
ديوې ښځې ميړه رحمت الله نوميده ،دې به چي کله مونځ پای وره سوه اوسلام 
به يی ګرځوه نوويل به يی ((السلام عليکم داحمد پلاره ،بل طرف السلام عليکم
داحمدپلاره ؛

يوه کوچئ ښځه چي واده شوه نودخپل لومړي اولادپيداکيدوڅخه وروسته يی 
چي کله غسل ياستراودس کاوه نوخواښې يی توبې ويستلي اوغوږونه يی نيول
چي توبه توبه اخره زمانه شوه مادڅلوراولادونوزيږه ولووروسته هم لا غسل نه وو
کړئ اوداانګورمي هغه بله ورځ واده شوه اولومړي اولادنه وروسته يی بياغسل
وکړ،توبه توبه ؛


ملاصاحب په منبرمسلې کولي چي ای خلکونيک اعمال کوئ پل صراط باندي 
به جنت ځئ ،پل صراط له ستنې تيره اوله ويښته نرئ دی که چااعمال سم نه وي
هغه پل صراط نه شي تيريدئ ،يوکوچئ راپاڅيده ملاصاحب داسي په رو(څنګ
) باندي هم لارنسته ؟ ملاصاحب ويل چي نه ؛ کوچي ورته وويل داسي ووايه 
بيخي لارنسته ،داجنت خودرپاته سو؛


يو واعظ په حسنينو ديزيد ظلمونوبيا ن کوه چي په حسنينوباندي دومره ډيرظلمونه
وشول چي هغوی باندي خوراک بند اوبه بند داړتياوړټول شيان ورباندي بندوو
خوسره ددي بياهم پښتانه په جوش نه راتله ،واعظ مجبورشودنسوار ياده ولوته
ورته وويل چي حسنينوسره دومره زيات ظلمونه وشول چي نسوارهم ورباندي بندوو
دي سره پښتانه يوځل راپاڅيدل چي چيغي کړي چي ملا صاحب مونږته دولي نه
ويل ؟؟؟


عبدالله صابر
24.06.2011

يوکو چئ حج ته تللئ وو ، اوهلته يی دشيطان پوښتنه ډيره کوله چي يره دا
شيطان کوم دی ؟؟چا ورته وويل هغه مخامخ څلئ چي ګوري دا شيطان دی
بس ييله ونه کړي وارپي کوه ، کوچيان چي هسي هم يوکيلوتيګوته شګه کئ
وايی نوداوړې وړې شګې خويی نظرکښ هم نه ورتلي يود م يی خپل څوکيلو
يی بوټ ته لاس کړاو دوارسره سم يی شيطان ته وويل تا ادې غيئ څومره
خرې د راباندي و غ


عادل عادل
25.06.2011

السلام علیکم

عبدالله صابر صاحب، فورم ته په راتلو مو زمونږ سترګې رڼېژي.

ټوکې ته مې خدای شته وخندل، .... شیطان دې خدای همداسې خوار لري، په ډېرو یې ډېر څه کړي.

وایي چې دوه وروڼه سره د خپلې بوډی مور حج ته تللي وو، د حج تر مراسمو وروسته مور او یو زوی تر مخه خپل و اطاق ته رسېدلي وو، دا بل زوی یې وروسته پسې ورځي، چې ګوري کوټه کې نابلده سړی ناست دی، ورور یې پرې غږ کړ چې راځه راځه ولې نه یې پېژنې ......... ادې شریفه ده ....... سر مې یې ورخرېیلی !! :)

زمونږ یو کلیوال په مدینه منوره کې ژوند کوي، هغه چې د افغان حاجیانو کیسې کوي، نو د خندا به دې بډوډي ورته په درد شي، وایي یوه ورځ یو بوډا حاجي د خپلې بوډی مخ پټې مېرمنې سره له سړکه تېرېدل، مېرمن یې ویېرېدله او له بوډا څخه پاته شوه، بوډا د سړک په بله غاړه ورته ودرېد، چې موټر نه وي نو ورته وایي چې رامنډه کړه، مېرمن یې بیا قدم ونیسي تر څو راراوان موټر تېر شي، آخر یې ورته په زوره اواز سره ویل چې ............... چې راتېره سه نه دې غیييي ... :)


-
25.06.2011

صابر صیب او عادل صیب ښې خندوونکي ټوکې مو لیکلي. :)
اوس زما لخوا هم یوه ټوکه:
وايي یو وړوکي ریبار د هلک او نجلۍ ترمنځ ریباري کوله. نو یوه ورځ هلک ورته ویل چې نجلۍ ته وایه چې داسې یې لکه کوتره، سترګې دې داسې ښکلي دي لکه د هوسۍ، او....
ریبار ولاړ خو هلته ترې د کوترې او هوسۍ نومونه هیر شول. نجلۍ ته یې وویل هغه د یو دوه شیانو نومونه واخیستل چې مانه اوس هیر دي او ویل چې ته هغسې یې.
نجلۍ ویل څه رقم شیان وو؟ بیا یې زه پخپله پیژنم. خو هر څه یې چې وکړل هلک ته ورپه یاد نه شول. اخیر نجلۍ وویل نښې یې وښیه چې چیرې پیدا کیږي او....
هلک وویل:
نور نه پوهیږم خو انسانه نه یې....!!!! :roll:


عبدالله صابر
30.06.2011

ښاغلئ عادل عادل اوکليوال صاحب مننه ،
تاسوهم ښي خندو ونکي ټوکې لييکلي ، زه پخپله داهڅه کوم چي داسي ټوکې
وليکم چي دځينوخلکوناپوهي تري څرګند ه يږي ترڅوداصلاح کيدو هڅه يی وشي ٠

دا يوه بله ټوکه هم درواخلئ


ديوبي سواده ښځې دملاله ښځې پوښتنه وکړه چي يره خورې داراته وويه چي
ملا ښه ده اوکه امي ،،د ملاښځې ورته وويل ، امي ښه ده ، ځکه ملاخوبس
همداخبره په خوله وي چي دا حيض دی دا نفاس ، داکوز دی داپاس ، او امي
خونه حيض ګوري نه نفاس ، نه کوزګوري نه پاس ٠


رښتینی
30.06.2011

يوه غله چې بانک لوټ کړئ و ټوله شپه یې پيسې حسابولې خونه پوهیده چې ټولې څوشوې ډېر خولې خولې وو دخپلې ښځې څخه یې تپوس وکړچې دابه څووي؟ ښځې یې ورته وويل ارام ویده شه سباته راديو ته غوږ کیده اسان به پوه شې چې ټولې څودي؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more