د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اقتصاد د مضمون د زده کړې او ښوونې پۀ اړه يو څو پوښتنې

M Tahir
26.04.2009

د ټول افغان د اسلامي ويبپاڼې محترمو علماؤ
اسلا عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!

د کامرس (اقتصاد) د مضمون د زده کړې او ښوونې پۀ اړه د اسلامي شريعت دريڅ څۀ شی دی؟ ياني دا چې د اقتصاد زده کوونکي ټول د يو داسې اقتصادي نظام بنسټونه زده کوي چې دسود، احتکار او کساد بازاريتوب پر اصولو ولاړ دي ايا د يو ښوونکي پۀ حيث د دې مضمون تدريس کول او له دې لارې پيسې ګټل کوم ممانعت لري او که يه؟
دغه راز د يو زده کوونکي پۀ توګه ددې مضمون زده کول او بيا له دې لارې خپل راتلونکی ژوند جوړول ياني پۀ مالياتي کمپنيو او موسساتو کې کارول کوم ممانعت لري او که يه؟

او وروستۍ پوښتنه مې داده چې که يو چا د اقتصاد پوهنځی لوستلی وي ، تر کومو شرايطو لاندې (د اسلاي شريعت له حکم سره سم ) پۀ اقتصادي مامعلاتوکې يوې ادارې (بانک او يا کوم بل مالياتي انسټي ټيوټ ) ته خپل خدمات عرضه کولای شي؟
ستاسو دبشپړ جواب پۀ هيله
محمد طائر


Re: د اقتصاد د مضمون د زده کړې او ښوونې پۀ اړه يو څو پوښتنې

و.افغان
26.04.2009

[quote:58a3db8887="محمد طائر"]
د ټول افغان د اسلامي ويبپاڼې محترمو علماؤ
اسلا عليکم ورحمتۀ الله وبرکاتۀ!

د کامرس (اقتصاد) د مضمون د زده کړې او ښوونې پۀ اړه د اسلامي شريعت دريڅ څۀ شی دی؟ ياني دا چې د اقتصاد زده کوونکي ټول د يو داسې اقتصادي نظام بنسټونه زده کوي چې دسود، احتکار او کساد بازاريتوب پر اصولو ولاړ دي ايا د يو ښوونکي پۀ حيث د دې مضمون تدريس کول او له دې لارې پيسې ګټل کوم ممانعت لري او که يه؟[/quote:58a3db8887]

الحمد لله والصلاة والسلام علی رسول الله، وعلی آله وصحبه ومن والاه.
محترم طائر صاحب:

پرته له شکه چې اوسنې اقتصادي نړيوال نظام په سود، احتکار، اوبازاريتوب
ولاړ دی، نو که چیرته ددی مضمون له ويلو او تدريسولو موخه دا وي، چې په اوسني
اقتصادي نظام کې ربوي معاملات وپيژندل شي، دالله جل جلاله حکم په کې بیان
کړاي شي، نو بیا پروا نه کوي، لوستل او تدريس يي دواړه جواز لري.
له دې دا لازميږي، چې اقتصاد پوه بايد داسلامي اقتصاد په هکله هم کافي معلومات ولري.
او داسلام اقتصاد زده کړه خو جایزه بلکه فرض کفايي ده.
خو البته له دې څیزونو پرته دنړيوال اقتصادي نظام په درس او تدريس کې
ځينې ډیر داسې څیزونه شته، چې داسلامي اقتصادي نظام سره تضاد نه لري، نو که
مسلمان له
هغي ګټه پورته کړي، نو هيڅ پروا نه لري، بر عکس داسلام اقتصاد لوستونکي
فهم ته پراخي وربخښي، لکه:
دخارجي تجارت په اړه ځينې تیوريګانې.
دخارجي تجارت أثر.
دتجارت اړوند سياستونه لکه ګمرک، دصادراتو او وارداتو تقنینول، وغیره.
اقتصادي تکامل، لکه مشترک بازارونه، وغیره.
میزان المدفوعات، (Balance of payments) چې پاکستان کې بجټ نومول کیږي، او دهغی اړوند مسائل.
داوسني نړيوال نقدي نظام پيژندنه.
داوسني نړیوال نقدي نظام ستونځې.
دپيسو سيکړې، چې دعرض او طلب، يا غوښتنه او وړاندې کولو پورې تړلې ده.
او ورته نور ډیر مسائل، چې داسلامي اقتصاد برخو کې تدريسيږي.

خو كه چیرته دکامرس يا اقتصاد سبق ددی لپاره ويل کیږي، چې ربوي يا سودوالا
بنکونو، معاملاتو، او شرکو کې کار وکړي، نو دا کار ناروا دی، حرام دی، ځکه
چې دا له نورو سره په ګناه کولو او تیري کولو کې مرسته کول دي، او الله جل جلاله
فرمايي:
(وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ)
عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ مَسْعُودٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لَعَنَ آكِلَ الرِّبَا وَمُؤْكِلَهُ وَشَاهِدِيهِ وَكَاتِبَهُ
نو ټول هغه لاسونه چې دبنک يا شرکې په ربوي نظام کې اصلي رول لوبوي، يا ثانوي
رول لوبوي، ټولو ته دپيغمبر صلی الله علیه وسلم دغه لعن شامل دی.

والحمد لله رب العالمین.

[quote:58a3db8887="محمد طائر"]
دغه راز د يو زده کوونکي پۀ توګه ددې مضمون زده کول او بيا له دې لارې خپل راتلونکی ژوند جوړول ياني پۀ مالياتي کمپنيو او موسساتو کې کارول کوم ممانعت لري او که يه؟
[/quote:58a3db8887]
ددی سوال ځواب مو په پورتني ځواب کې وشو.

[quote:58a3db8887="محمد طائر"]
او وروستۍ پوښتنه مې داده چې که يو چا د اقتصاد پوهنځی لوستلی وي ، تر کومو شرايطو لاندې (د اسلاي شريعت له حکم سره سم ) پۀ اقتصادي مامعلاتوکې يوې ادارې (بانک او يا کوم بل مالياتي انسټي ټيوټ ) ته خپل خدمات عرضه کولای شي؟
ستاسو دبشپړ جواب پۀ هيله
محمد طائر
[/quote:58a3db8887]

محترما: دا درې پوښتنې مو مشابهې پوښتنې دي، او ځواب يي تقريبا يو دی،
دسود په بینکونو کې کار حرام دی، ځکه چې له تیري او تجاوز سره تعاون او مرسته
کول دي، البته که له داسې شرکو يا بنکونو يا مالياتي مؤسساتو سره کار وکړي،
چې په سود (ربا) ، احتکار، او بازاریتوبونو تعامل نه کوي، نو بیا ورسره کار
جایز دی.

په درنښت


M Tahir
26.04.2009

محترم مولينا وهاج ساپی صاحب
اسلام عليکم
محترم مولانا صاحب ستاسو له چټک جواب څخه يوه نړۍ مننه!


watanmal
27.04.2009

ورسته له سلامونو او نيكو هيلو څخه.

محترم وهاج ساپى صيب په علم او پوه مو بركت شه ، مننه

په مينه
وطنمل


Ghairat
17.05.2009

د سود،احتکار او ګروۍ له حراموالي څخه هر څوک خبر دی او داچې په حرام کار کې له بل چا سره همکاری اومعامله هم حرامه ده ــــ په دې هم هر مسلمان خبر دی! اسلامي اقتصاد په همدې یو ټکی پیل اوپه همدې یو ټکي ختمیږي،نو اسلامي اقتصاد د یوې ښونې په ډول ورته نشوویلی، بلکې د یوه دیني نهې اود هغې مراعاتول دي په بانکي سیستم کې او بس!
نتیجه داچې د سود ، ګروۍ اواحتکار له مخنیوي پرته نور اسلامي اقتصاد نشته ۰
اقتصاد د علم په توګه نه کفري دی نه اسلامي، یعنې د عقیدې سره هېڅ تړاونه لري،لکه څنګه چې نه اسلامي فزیک شته اونه اسلامي کیمیا، دغسې اسلامي یا عیسوی اقتصاد هم نشته ! خو څنګه چې له هر علم څخه لکه د اتوم له جوړولو ځنې روا اونا روا ګټې اخیستل کیدای شي، دغسې له سود پرته چې پخپله ناروا دی د اقتصادله علم څخه هم روا اوناروا ګټې اخیستل کیدای شي ، بی له دې چې د روا ګټو له امله علم ته اسلامي فزیک یا اسلامي کیمیا ووایو او بس!
نو د اقتصاد علم په اسلامي اقتصاد کې د لوستونکو فهم نه زیاتوي، بلکې په اقتصا دي پوهه یې چې د دین سره تړاونه لري زیاتوي، بر عکس اسلامي اقتصادي نواهي دی چې په اسلامي هیوادونوکې پّه اقتصادي پوهې ور زیاتیږي !



ع کريم حليمي
17.05.2009

درنو او مکرمو وړونو ، استاد قاري صاحب ، دانشمند غيرت صاحب او محمد طائرصاحب او درنو لوستونکو 
اسلام عليکم و رحمه الله و برکاته !
[quote:5c69a7ecb8]د سود،احتکار او ګروۍ له حراموالي څخه هر څوک خبر دی او داچې په حرام کار کې له بل چا سره همکاری اومعامله هم حرامه ده ــــ په دې هم هر مسلمان خبر دی![/quote:5c69a7ecb8]
دانشمند غيرت صاحب !
د شريعت له نظره هر احتکار ته حرام نه ويل کيږي ، او هري ګروي ته هم 
حرام نه ويل کيږي 
د زرو او الماسو احتکار بعضي وخت لازميږي ، اما د خوردني او خوراکي 
موادو ساتل او احتکار بعضي وخت ناروا وي ، د مسکو تر رډ سکوېر 
لاندي ټول سکوېر يوه زيرزميني ده ، او د الماسو ډکه ده ، که مسکو دغه 
الماس بازار ته بې اندازې راوباسي نو جهان به د اقتصادي بحران سره مخ 
کړي ، او پياد ئې ولرئ چه حکومت ته لازمه ده چه خوراکي مواد هم وساتي 
چه قيمتونه برکرار کړي ،  او ګروي يو روا عمل دي تر څو چه صاحب خانه خپل کور و ګرويدار ته ور 
پرايښئ وي (چه دريم نفر ته ئې په کراهه ور کړئ وي )

په درنښت 


و.افغان
19.05.2009

دبحث ټولو ګډونکوونکو ته يو ځل بيا دزړه له کومې سلامونه او نیکې هيلې.
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:943813f0a3="Ghairat"]د سود،احتکار او ګروۍ له حراموالي څخه هر څوک خبر دی او داچې په حرام کار کې له بل چا سره همکاری اومعامله هم حرامه ده ــــ په دې هم هر مسلمان خبر دی! اسلامي اقتصاد په همدې یو ټکی پیل اوپه همدې یو ټکي ختمیږي،نو اسلامي اقتصاد د یوې ښونې په ډول ورته نشوویلی، بلکې د یوه دیني نهې اود هغې مراعاتول دي په بانکي سیستم کې او بس!
نتیجه داچې د سود ، ګروۍ اواحتکار له مخنیوي پرته نور اسلامي اقتصاد نشته ۰
اقتصاد د علم په توګه نه کفري دی نه اسلامي، یعنې د عقیدې سره هېڅ تړاونه لري،لکه څنګه چې نه اسلامي فزیک شته اونه اسلامي کیمیا، دغسې اسلامي یا عیسوی اقتصاد هم نشته ! خو څنګه چې له هر علم څخه لکه د اتوم له جوړولو ځنې روا اونا روا ګټې اخیستل کیدای شي، دغسې له سود پرته چې پخپله ناروا دی د اقتصادله علم څخه هم روا اوناروا ګټې اخیستل کیدای شي ، بی له دې چې د روا ګټو له امله علم ته اسلامي فزیک یا اسلامي کیمیا ووایو او بس!
نو د اقتصاد علم په اسلامي اقتصاد کې د لوستونکو فهم نه زیاتوي، بلکې په اقتصا دي پوهه یې چې د دین سره تړاونه لري زیاتوي، بر عکس اسلامي اقتصادي نواهي دی چې په اسلامي هیوادونوکې پّه اقتصادي پوهې ور زیاتیږي ![/quote:943813f0a3]

محترم غيرت صاحب: ستاسو انديښنه پر ځاي ده، داسلامي اقتصاد داصطلاح
په هکله څه لږه توضيح اړينه ده.

اسلامي اقتصاد هغه اقتصاد ته ويلې شو، چې په ټولو جزئياتو کې اسلامي
اقتصادي اصولو ته ژمن وي، توپیر نه لري، که دغه ياد شوي اصول شرعي
اوامر وي، او که نواهي وي، همدارنګه ضرور نه ده، چې ددغه اقتصاد ټول
جزئيات، او دعصر او زمان مطابق، مناسب، او
متجدد صورتونه دی داسلامي فقهې فقهاء رامنځ ته کړي وي ، بلکه دزمان
دضرورت مطابق او مناسب چې څه نوي جزئيات رامنځ ته کيږي، نو په دی شرط
به داسلامي اقتصاد لاندې درج کیږي، چې اسلامي اصولو سره ټکر ونه لري.

همدارنګه رأسمالي نظام يا کپيټاليزم، چې دبازار او فردي ملکيت په مطلقې آزادۍ
ولاړ دی، نو ضرور نه ده، چې ديوه متکامل نظام په حيث يي هر جزئيه ددغې نظريي
اصلي وضعه کوونکي رامنځ ته کړي وي، همدارنګه څومره نوي جزئيات چې په دغه
اقتصادي نظام کې رامنځ ته کیږي، نو ددی لپاره چې درأسمالي نظام لاندې راشي،
بايد دفردي ملکيت او دبازار دمطلقې آزادۍ شرط ته ژمن وي.

همدرانګه اشتراکيت درواخلۍ، ديوه اقتصادي متکامل نظام په حيث داشتراکيت
داقتصادي نظام ټول يوه کس نه دی رامنځ ته کړي، بلکه يو کس په پيل کې دفردي
ملکيت دباطلولو نظريه رامنځ ته کړيده، او وروسته چې څه نور جزئيات په دغه نظام
کې رامنځ ته شوي دي، نو همدغه اصل ته ژمن دي، او په مجموع کې په دغه ټولو
جزئياتو مشتمل نظام ته اشتراکي نظام ويل کیږي.

اسلامي اقتصادي نظام په همدې نوم اوس په نړۍ کې شتون لري، او څوک يي له
شتون څخه انکار نشي کولاي، بلکه ډير اقتصاد پوهان يي په همدغه نوم دنړۍ
داقتصادي ستونځو لپاره ديوه مناسب نظام په حيث وړاندی کوي.
په نړۍ کې عموما او په اسلامي نړۍ کې خصوصا
ډیر بينکونه پری عمل کوي، او همدغه نوم ورکوي.
همدارنګه داسې دولت هم شته، چې يواځې او يوآځې په کې اسلامي اقتصادي
نظام چليږي، او نورو نظامونو ته په کې مطلقا اجازه نشته دی، چې هغه يواځينې
دولت سوډان دی.
دسوډان حکومت وايي، چې داسلامي اقتصادي نظام په برکت دوي دنورو ټولو
دولتونو برعکس دنړيوالې اقتصادي ستونځې څخه ډیر په امان کې دی، او دمالي
ستونځو او تاوانونو څه خاص څرک په سوډانې بازارونو کې نه ليدل کيږي.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more