نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پاکستان د ماتېدو په درشل کې دى!
ihtesham
25.04.2009
پاکستان د ماتېدو په درشل کې دى!
امين افغان
٤ / ٢ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-24 17:42:00 م
ويل کېږي چې پاکستاني ولسمشر اصف زرداري د يو پښتون مشر نه پوښتنه وکړه چې دا دومره ډېر طالبان په پاکستان کې له کومې راپېدا شول؟ هغه ورته په ځواب کې د رحمان بابا دا شعر ووايه چې:
کوهى مه کنه د بل سړي په لار کې
چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي
او ورته زياته يې کړه چې ايي ايس ايي د افغانستان د سوځولو لپاره کوم اور له ډېرې مودې راسې بلولو د هغې لمبو اوس د پاکستان مخه نيولې ده او د دې لمبو په شا سيلۍ دومره تېزه ده چې ښايي د پاکستان جعلي بنسټ ورته ډېره موده ټينګ نشي.
وايي چې اصف زرداري په دې خبره ډېر غوصه شو او د ايي ايس ايي څو مشران يې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وروغوښتل چې پوښتنه ترې وکړي. کله چې د ايي ايس ايي مشران هلته ورغلل نو اصف زرداري ورته په غوصه وويل:
"زه ښه پوهېږم چې په افغانستان او قبايلي سيمو کې دا طالبان تاسو راپېدا کړي وو او تراوسه يې پالئ. زه پوهېږم چې د دې تګلارې په شا د افغانستان د ورانولو يو "مقدس" هدف پروت و خو تاسو چې دا هر څه کول نو تاسو دومره جاهلان وئ چې د رحمان بابا په خبره مو لږ غور کړى وى؟"
په امريکايي او برتانوي پوهنتونونو کې روزل شويو د ايي ايس ايي مشرانو يو بل ته په حېرانتيا وکاته چې دا رحمان بابا پکې لا څوک دى. اخر يو جنرال وويل:
"زما په ايي ايس ايي کې شپږويشت کاله وشول. د نړۍ په هر ګوټ کې مونږ تخريبي فعاليتونه کړي دي خو په دې نوم زمونږ يا د سي ايي اى يا د سعودي د استخباراتو يو اجنټ هم نشته. د افغانستان ټول جهادي او طالب ليډران مونږ روزلي خو په هغوى کې هم د رحمان بابا په نوم سړى نشته. دا څوک دى؟"
زرداري بېرته هماغه پښتون سياستپوه ته تليفون وکړ او هغه ورته وويل چې دا د پښتو ژبې يو شاعر دى چې قبر يې د هزارخانۍ په کلي کې دى. په دوهمه ورځ د رحمان بابا قبر په بمونو والوځول شو!
د دې کيسې نه د پاکستان او ايي ايس ايي د بنسټ، جوړښت، فعاليتونو او کار يو انځور د لوستونکو په وړاندې جوړېږي چې دغه هېواد انګرېزانو د دې لپاره جوړ کړى و چې په سيمه کې د هغوى د تګلارو د ترسره کولو لپاره يوه د ورانکارۍ اډه موجوده وي. او کله چې په دې اډه کې ايي ايس ايي جوړېدله نو د دې يواځينۍ تګلاره "تخريب" و. خو د ايي ايس ايي جنرالان په دغه تخريب کې دومره وحشيان شول چې د تاريخي افغانستان د سوځولو لپاره يې نور صبر نه شو کولى او په اور يې تېل بېخي ورزيات کړل نو هغه اور د دوى خپلې لمنې ته ولګېد. او چې ولګېد نو اوس ترې خلاصى نشته.
اوس طالبان د سوات او باجوړ نه نيولې د اسلام اباد، لاهور او کراچۍ پورې په مستقيم يا غېر مستقيم ډول خپل وجود ښيي چې ورسره په بلوچستان کې د بلوچستانو د ازادۍ فعاليتونه ملګري کړې نو داسې ښکاري چې دغه په جعلي بنسټ جوړ شوى هېواد اخر هم د خپل سقوط د انجام درشل ته رسېدلى دى. اوس مولانا فضل الرحمان، چې په افغانستان کې به يې جهاديان او طالبان د جنت بچي بلل، په اسلام اباد کې امريکې ته نارې وهي چې "هم کو ټيررزم سې خطره هى." امريکې هم ورته سر نيولى دى چې کوم څه يې په خپل لاس پېدا کړي وو اوس يې بېرته د کنترولولو په چل نه پوهېږي.
سرپاڼه
Helmand.M
25.04.2009
05:25 گرينويچ 2009 ,23 اپريل
کلنټن : پاکستان ټولې نړۍ ته ' مرګونی ګواښ' دی
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي چې د پاکستان اوسنی وضعيت د امريکا او ټولې نړۍ لپاره '' مرګونی ګواښ'' دی .
د امريکا کانګرېس کې د بهرنيو چارو کمېټې ته د وينا پرمهال مېرمن کلنټن وويل پاکستان طالبانو ا وسخت دريځو ته دسوات په څېر سيمو کنټرولولو لپاره واک او اختيار ورکوي .
مېرمن کلنټن ويلي چې د پاکستاني دولت پايښت له جدي ګواښ سره مخامخ دی :
'' زما په اند د پاکستان دولت ته د مخامخ ګواښ د جديت کچه خورا ډېره زياته ده، چې له ترهګرو سره تړلې ډلې په دوامداره توګه فعاليت کوي او له پلازمېنې اسلام اباد څخه يوازې د يو څو ساعتونو په واټن کې دي . دغه ډلې هڅه کوي د پاکستان دولت چې په اټومي وسلو سنبال دی، ونړوي او زه په دې اړه له اندېښنو ډک کافي غږونه نه اورم، چې د پاکستان د ملکي او پوځي مشرتابه په ليکو کې دې انګازه کړې وي . ''
آغلې کلنټن پر پاکستانيانو غږ وکړ، چې د خپل حکومت د تګلارو پر وړاندې دې په زغرده څرګندونې وکړي .
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ټاکل شوې په راتلونکې کې د پاکستان او افغانستان ولسمشران د لا نورو خبرو اترو لپاره واشنګټن ته ولاړ شي .
په امريکا کې د پاکستان سفير حسين حقاني بي بي سي ته ويلي د طالبانو خوشالولو لپاره هېڅ هڅه نه ده شوې .
ده وويل چې د مېرمن کلينټن څرګندونو د هغه د هېواد د وضعيت له پوهېدو سره هېڅ مرسته نه ده کړې .
پاکستان له ټولې نړۍ غوښتي، چې د ترهګرۍ او وسله والو طالبانو ضد مبارزې په برخه کې له دوی سره همکاري وکړي .
دا په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد په شمال ختيځ سوات سيمه کې وسله والو طالبانو ګاونډيو سيمو ته خپل عمليات غځولي دي .
په دې وروستيو کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري سوات کې د اسلامي شريعت د نافذولو پر ېکړه لاسليک کړه، چې له نړيوالو غبرګونونو سره مخامخ شو .
د تېرې فبرورۍ په مياشت کې د سوات ځايي چارواکو له سيمه ييزو طالبانو سره د سولې تړون په دې شرط لاسليک کړ، چې په سيمه کې به اسلامي شريعت پلی کېږي .
و.افغان
25.04.2009
درنو وروڼو !
سلامونه او نیکې هيلي.
وايي چې: ګوړه ګوړه وايه، خوله به دی خوږه وي.
ولې هسې زړونه خورئ.
پاکستان که له يوه اړخه مضر وي، نو له بله اړخه دانګریزانو او امريکايانو دلويو
لوي ګټو ساتندوي دی، امريکا او انګریزان به هيڅکله ديته غاړه کينږدي، چې
پاکستان له منځه لاړ شي.
اصلا دپاکستان منځ ته راتلو ته تاسو سوچ وکړئ، چې ولې رامنځ ته کړاي شو،
آيا دکوم سبب لپاره چې رامنځ ته شو، هغه سبب اوس هم شته او که نه؟
پاکستان دانګريز او امريکا لپاره په هندوستان يوه دفشار نقطه ده، همدارنګه
دانګریزانو داقتصادي مصالحو لپاره په نوروملکونو هم یوه دفشار نقطه ده،
او همداسې به پاته شي.
په درنښت
عبدالله صابر
25.04.2009
السلام عليکم
وروڼو
ترايران وړاندي دپاکستان ماتيدل به ديوبل ايران زيږيدو په معنی وي چي يوبه
اصلي اواوسنئ ايران اوبل به افغانستان هم ايران شي که څه هم اوس نيم ايران دی
بايد پام مو وي چي مونږدوه ګاونډي دوښمنان لرويومو دهيواد اودين دواړودوښمن
( ايران ) اوبل مو يواځي دهيواد دوښمن ( پاکستان ) دی ،چي له بده مرغه مونږدد
واړو دوښمنانوسياليومنځ کښ راګير يوچي ديودوښمن ماتي دبل کاميابي ده ٠
بل پلودپاکستان ماتيدل به دپښتانولپاره هيڅکله هم ښه پايله ونه لري که څه هم
مقابل لورئ به له خوښيو من من غټيږي ، ددي لپاره چي مونږ ددواړو له ضررڅخه
ځان بچ کړو بايد ملي يوالئ رمنځ ته او ژبني تعصب له منځه يوسوپه داسي حالاتو
کښ به بيا مونږهيڅ ګاونډې ته اړنه ووخوکه زمونږ ځمکې غصب کيږي له کوراو
کلي شړل کيږواوپه خپله ژبه يواځي دخبروکولواجازه هم نه راکول کيږي نوبياطبعا
دفاعي حالت دی اودفاعي حالت کښ دځان دفاع حق لرو،چي زماپه فکرکه بي پري
قضاوت وکړل شي نوژبني تعصب غيرپښتانورامنځ ته کړئ چي بايد همدوی له
منځه هم يوسي ،ددي ژبني تعصب له منځه وړل حق حقدارته سپارل به مونږدګاونډ
يوهيوادوله ناولولاس وهنووژغوري کنه ترايران وړاندي دپاکستان له منځه تلل
به دپښتانولپاره غمګين خبروي ٠
http://www.tolafghan.com/home/detail/13194
والسلام
و.افغان
25.04.2009
محترم صابر صاحب:
پاکستان دومره کمزورې مه ګڼه، چې داسې په آسانه به له منځه لاړ شي.
دا څه اړې ګړی چې روان دی، خپله دپاکستان حکومت جوړ کړی،
ومو نه لیدل، چې اعلان يي وکړل، چې طالبان سل کيلومټره کې اسلام اباد پلازمينې
ته رانږدې شوي دي، او کله چې امريکا ورته څو مليارده ډالره منظور کړل، نو بیرته يي طالبانو
ته وويل، چې له بونیر څخه شاته شئ، او طالبان پرته له چون چرا دهغوي خبره ومنله.
په هغه ورځ چې افغانستان له اړخه پاکستان ته احتمالي يا یقيني تهدید له منځه ځي،
نو دپاکستان طالبان به خودبخوده له منځه ځي.
په درنښت
Ghairat
25.04.2009
یو ټکي د حیرانتیا وړ راته بریښي :
چې :
[quote:96e40e80e5]ترايران وړاندي دپاکـُستان له منځه تلل به دپښتانولپاره غمګين خبروي ٠[/quote:96e40e80e5]
استغفر الله !!!
آیا د پاکستان د ړنګیدوغږ هم د لرې پښتونخوا د آزادۍ غږنه بلل کیږي؟؟؟
آیا د پاکستان د ماتیدو اودړي وږې کیدو په صورت کې د خپل وطن د خاورې
د لرې پښتونخوا ستره برخه بیا خدای مکړه هندته سپارئ ؟؟؟ اوکه نه د پښتونخوا د آزادۍ غږ د عمرونو آرمانونود پوره کیدو زیری نه ګڼئ ،بلکې دځان له پاره یې [color=blue:96e40e80e5]نعوذ بالله [/color:96e40e80e5]یو غمګین خبر بولئ ؟؟؟؟
آیا په لوی افغانستان کې د ایران لاسوهنې د اوس په پرتله په شا نه تنبول کیږي؟؟؟
عبدالله صابر
26.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
پوهيږم چي دپاکستان ماتيدل په اوس وخت کښ يوخوب خيال دی خوماويل چي
که فرضاپاکستان مات شي نوپه افغانستان اوپه تيره بياپښتانولپاره به يی
پايلې څه وي ؟؟ په داسي حال کښ چي ايراني دوښمن دموجودوي ،
نوره ستاخبره پرځای ده چي پاکستان دومره کمزورئ هم نه دی چي داسي اسان
دمات شي ،بلکي دپاکستان مثال داوبودی که پام دوي اوبه نه ماتيږي يعني
اوبه چي هرلوښي ته واچوي دهمغه لوښې شکل غوره کوي ،پيالي سره دپيالي
کاسي سره دکاسي اوچاينک سره دچاينک شکل غوره کوي ،پاکستان هم
امريکاسره امريکا ،ناټوسره ناټو اوطالب سره طالب ده نوبيابه څنګه مات شي
اومونږافغانان ځکه مات مات يوچي ديخ مثال لروپه هيڅ قالب کښ جوړنه راځو
که لوښئ راسره جوړنه وي بايدورته مات شوترڅوپه قالب کښ راشو،
هغه ورځ چي په جاپان کښ پاکستان لپاره پنځه مليارده مرسته اعلان شوه ،ما
اوځينوملګروخندل اودپاکستان پاليسئ ته حيران ووچي داډول پاليسي جوړه ول
خودانساني دماغواستعدادڅخه پورته ښکاري ،اوداکه په نړيوالوملنډې نه وي
نوڅه دي ؟؟؟
اوښاغلئ غيرت صاحب
بخښنه غواړم تاسوخودومره احساساتي شوي ياست چي په سياسي موضوعاتو
کښ مواستغفرالله اونعوذبالله کاره ولي ، که داسي وشي چي پښتونخواه ازاد
اوزمونږدګران هيوادافغانستان بيرته خپله برخه وګرځي نويقينايوه نه هيريدو
نکي خوشالي به وي ښايی ډيروبه له خوښئ زړه چاودشي خوخبره په دي کښ ده چي
دچاخبره له کوزخيرات به هم ووزو اوبرهم ،بل پلوزمامعلوماتوله مخي دپښتونخواه
تقريبا ٩٩فيصده پښتانه له پاکستان سره خوښ دي اوله افغانستان سره هيڅکله
هم يوځای کيدل نه غواړي دهغوی روح له پاکستان سره ګډ شوی اوله پاکستان
څخه په هرقيمت دفاع کوي نوبيازمونږ هسي خوښي څه معنی ؟؟
والسلام
Ghairat
26.04.2009
محترم صابر صیب ته سلام !
له ځواب نه دې مننه،خوزه هم د پاکستان ماتیدل ممکن نه ګڼم او دوهاج صیب دلایل یې یو بل ثبوت دی ، سربیره په دې
د پنجابیانو قامي اجتماعي او سیاسي شعور تر پښتنو هغه ډیر لوړ اووده موندلې شعور دی، چې له سلامت هند سره پرې
مقابله کولی شي او ښکته پور ته ګاونډیان په لانجوکې ښکیلولی او د لویدیځې پولې دواړوغاړوته پښتانه خپل ډول ته ګډولی شي
او دسیاسي فسادونو له پآره ستا خبره د اوبوغوندې هر ځای نفوذ کولی شي ، له امریکا سره یوځای شوروي ي په افغانستان
باندې پوځي برید ته هڅولی او مجبورولی شي ، په یوه او عین وخت کې له امریکا سره د طالب پر ضد او له طالب سره د امریکا
پرضد دریدلی او ملاتړیې کولی شي نو آیا د سیاسي مداریتوب دومره ستر قهرمان په اسانۍ ماتیدای شي ؟؟؟
انګلستان به د چا خبره د امریکا له ملاتړ څخه لاس واخلي خو له دغه نمک حلاله
استعماري بچي له ملاتړڅخه به لاس په سر نشي
او په دې کې هیڅ شک نشته چې څومره یې ځان د انګریزانو سره د ګوډاګي په توګه تړلی هومره یې ستا خبره لر پښتانه هم د ځان پورې
تړلي ګوډاګیان کړي دي ، ځکهخو د پاکستان ماتیدل یو معجزوي چانس ګڼم اوماتیدل یې ړنګیدل او له منځه تلل بولم ،
نوکله چې دا مرداره اوکسیفه پدیده له منځه لاړه بیا نو د لرپښتون د ګوډاګیتوب له پآره له هند پرته بل بادار نه پاتې کیږی، که مونږ یې
بیا هم په خپل لاس هند ته تسلیموو نو ګیله بیا له چانه کوو، بیا د پښتنو د ا پاتې برخه ولی ایران ان ته نه تسلیموو اود افغانستان
زیږیدنه د خپلې تاریخي تیروتنې په توګه واپس نه اخلو ؟؟؟؟
د پشتنو د ملي اوتاریخي رسالت پورې د یوه غبي شاګرد کیسه را په یاده شوه چې د پښتنو د سیلسي واکمنۍ تاریخ انځوروي :
یو سري خپل ځو،ی چې ډیره موده یېښونځي ته نه و لیږلی اود مسجد سبق یې وایه او سن یې له دویم ټولګي څخه هم لوړ سوی و نو په ډیر
امید سره یې وار د مخې د مکتب په څلورم صنف کې داخل کړ چې ځوی به لایق وي ، خو د کال په پای کې یې ځوی داسې ناکام پاتې شو
چې نور یې په څلورم ټولګي کې یې هم پرینښود او په اصطلاح پر چپه لوري
دریم ټولګي ته ایله په بیله کامیاب شو !
مور او پلاریې ډیر خفه شول ،خو چاره نه وه اوله خدایه به یې صبرجمیل غوښته !
کاته بیا سخت ناکام او له دریم څخه دویم ټولګي ته لاړ ۰۰۰
خوکله چې يه دویم کې هم ناکام شو او اول صنف ته راغی نو پلار یې کور ته په غصه راغی او خپلې میرمنې ته یې وویل امر وکړچې پر توږوباسه اوځان تیار که !
ښځې یې ورته وویل چې ولې ولې څه خبره ده ؟
سړی ورته وویل :
[color=white:965a33937e]ځوی دې نه تمیږي ، مخ په شا راروان دی او نور خپله زیږېدنه هم واپس اخلي ![/color:965a33937e]
ihtesham
26.04.2009
[quote:66e162bd6d="عبدالله صابر"] پاکستان دومره کمزورئ هم نه دی چي داسي اسان
دمات شي ،بلکي دپاکستان مثال داوبودی که پام دوي اوبه نه ماتيږي يعني
اوبه چي هرلوښي ته واچوي دهمغه لوښې شکل غوره کوي ،پيالي سره دپيالي
کاسي سره دکاسي اوچاينک سره دچاينک شکل غوره کوي ،پاکستان هم
امريکاسره امريکا ،ناټوسره ناټو اوطالب سره طالب ده نوبيابه څنګه مات شي
[/quote:66e162bd6d]
خبره دې سمه ده وروره خو دا به دې هم اوريدلي وي چې هوښياره مرغۍ د دواړو پښو نه نښلي. پاکستان به هم دغسې نښلي او نور هېوادونه دوه ټوټې کېږي خو پاکستان به لږ تر لږه پنځه ټوټې کېږي. په دې کې پښتنو ته هيڅ زيان نشته خو ترورستانو ته به لوى زيان واوړي.
Ghairat
01.05.2009
[quote:10b6146f6a]او نور هېوادونه دوه ټوټې کېږي خو پاکستان به لږ تر لږه پنځه ټوټې کېږي[/quote:10b6146f6a]
مونږ د پاکستان بدخواه يا دوښمنان نه يو خو پاکستان زمونږ بد خواه او دوښمن دی ، زمونږ خاوره دې خوشې کړي نور دې خدای له اباسين کښته روغ وساتي ، مونږ به يې هم دوستان شو ، او که نه ، نو داسې دې ټوټه ټوټه پرچه پرچه شي چې د يو پنجابي کور هم په کې روغ پاتې نشي ٠