نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
مبارک مو شه !
و.افغان
22.04.2009
آمريکاي اقتصادته لګيدلی سيروم هم خالي شو!
عنايت الله کاکړ
١ / ٢ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-21 17:47:00 م
دامريکا دشړيدونکي اقتصاددژغورني په مخه دپخواني ولس مشربوش له لوري ورکول
شوي اوه سوه ميليارده ډالرهم داقتصادي بحران په سمندرکې ډوب شول. دامريکايي
اقتصاد دژغورني په موخه له دغي بېلي شوي بودجې نه يې اوس یوازي سل مليارده
ډالرپاتي دي او داسي ګومان کيږي چې امريکايي حکومت دمخ په ځوړه اقتصاد
دبياژغورني په موخه تردې زيات هيڅ څه هم په وس کې نه لري. دتفصيلاتوترمخه دآمريکا
دماليې وزيرښاغلي ټاموتي ګريټنر څرګنده کړي ده چې دښاغلي بوش له لوري
دشړيدونکې امريکاي اقتصاد په وړاندي دبند تړلو لپاره چې کومه اوه سوه مليارديزه
بودجه بېله شوي وه هغه ايله داتو مياشتوپه موده کې ختمه شوه او اوس له دغي بودجې نه
ايله په مټه سل ميليارده پاتي دي. ښاغلي ټاموتي دکانګريس دمالي چارو دجرګه ګۍ
آغلي آلیزابت وارن په نامه په یوه ليک کې څرګنده کړي ده چې دغه پیسې دډوبیدونکو
مالي موسسو دژوندۍ ساتلو له پاره لګول شوي دي خوتردې دمه ددغو موسسو په
مړژواندي بدن کې روح لاهم نه ده زغليدلي. دښاغلي ټاموتي په وينادبوش دادارې له
لوري په ټولیز ډول ۳۵۵.۴ مليارده ډالر ډوبيدونکو مالي موسسو ته ورکول شوي دي چې
له دغي ډلي نه یواځي دسيټي بنک موسسې ته ۱۱۷ مليارده ډالر ورکول شويدي. پاتي
پیسې بېنک آف امریکا،جنرال موټرز اودکراسلر موټرجوړولو شرکت ته ورکول شوي دي.
داوباماله ناستي وروسته هم هغه دډوبیدونکو مالي موسسو په ژغورلوکې له پراخ مټه
کاراخستی دی اوله څو موسسو ته يې داسستثنايي مرستوپه نامه ۱۵۲.۴ مليارده ډالره
وربښلي دي. ښاغلي اوباما ۲۱۸ ملیارده ډالر بانکونوته په دې موخه ورکړي دي چې
هغوي ورباندي دخپلو نغدو پیسو خاتې پیاوړي کړي. ۲۵۰ ملیارده ډالر يې ۲۰۰
نوروبانکونوته ددې لپاره ورکړي چې له ولسي وګړو سره يې په ګډکاروبارکې ولګوي
اوله هغوي نه سود پرې راټول کړي. دغه پروګرام ته دمشروطي پانګوني دتغذيې
دپروګرام نوم ورکړل شوی دی. سره له دې چې دبوش او اوباما دادارو له لوري دشړيدلي
اقتصاد دتکيه کولوپه موخه ګڼو مالي موسسو،بانکونو اوادارو ته تردې مهاله شپږسوه
ملیارده ډالره ورکول شوي دي خودښاغلي ټاموتي اونورو اقتصادپوهانوپه آند داسي نه
بريښي چې دغه ډوز دې مړژواندی امريکايي اقتصادبیاپه پښو ودروي.دآمريکا دماليې
وزيرپه همدغه ليک کې څرګنده کړی ده چې هغه دراتلونکې کال په موده کې تمه لري چې
ډوبیدونکي مالي موسسې دخپلوکاروباري فعاليتونو له لاري ايله په مټه ۲۵ مليارده
ډالر ددولت بودجې ته وسپاري. دغه پیسې ددولت له لوري دټولو ورکول شویو پیسو
اعشاريه یوه سلنه هم نه جوړوي. دغه حالت ته په کتلوسره ښاغلي اوباماتېره مياشت له
کانګريسه وغوښتل چې ده ته دې داقتصادي ژغورني لپاره اوه نيم سوه مليارده نورهم
ورکړل شي،خوکانګرس تردې دمه داوباما ددغي غوښتني له منلو ډډه کړي ده.
داقتصادپوهانو په آند که کانګرس دښاغلي اوباماغوښتنه ونه مني نوامريکاي
اقتصادي بحران به نورهم ژور شي چې اغیزي به يې دنړۍ نورو برخوته هم ورسيږي.
سرچينه: آسوشي ايټډ پرس
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
سرپاڼه
gul meer
٢ / ٢ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-22 07:18:18 م
دی افغانانوته د روس اقتصاد ټینګ نه شو نو دامریکا اقتصاد خو ورته نیم اودس هم نه ده
مسا فر
٢ / ٢ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-22 06:54:19 م
سلام
د امریکا ګوډاګیان دی یی ولولی او اوس لاوخت دی چه د امریکا افغانی مزدوران د
امریکا خلاف جهاد ته ورګډ شی او په راتلونکی افغانستان کی د اوسیدو ځای پیدا کړی
که نه څو کلونو کی به داسی وخت راشی چه امریکا به پخپله دغه افغانی امریکایان د
امریکا د ماتیدو عوامل بولی او که وس یی پری بر شی نو ټول به وسوځوی
د امریکا د ګوډاګیو افغانانو او په اسلامی نړی د امریکا لخوا د مسلطو بی دینه عناصرو
د اصلاح په هیله
مننه
بشیرالله نجیمی
٢ / ٢ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-22 06:33:08 م
ښاغلی ابو شهیر صیبه، ته مړه ګیډه پاړسی وایی !
د امریکایی اقتصاد په خرابیدو که ته خوشهاله یی مونږهم د ټولو مسلمانانو په شان په هغه خوشهاله یو او هغه هم یواځی په دی امید خوشهاله یم چی شاید د امریکا اوغرب
اقتصادی زوال سره په مظلوم مسلمان ملت باندی ظلم ختم شی . له لوی خدای څخه غواړم
چی ټول اسلامی هیوادونه په خاصه توګه افغانستان په خپلو پښو و دریږی او د بل چا
مزدوری ته اړ نه شی هغه که دهرچا مزدوری وی که د امریکا وی او یا د کوم بل هیواد .......... ..............................؟؟؟؟؟
ګرانه!.......
افغانان د شوق نه امریکا او یا ایران ته نه ځی چی ځینی په کانتینرونو کی د قاچاقبرانو
لخوا مړه شی او ځینی نور ستاسو په خبره سپی مینځلو ته اړشی . نه پوهیږم چی تاسو ولی
دغه خوارو افغانانو ته په بده سترګه ګوری او ورباندی رشخند وهی . زه دامنم چی ځینی
افغانان یواځی د انګلیسی په وسیله په لوړو پوستونو کی هغه دچا خبره لګیدلی دی او
نو علمیت نه لری چی دا یو ښه عمل نه دی خو ټول داسی نه دی او که وی هم د هغوی د
ژوند په خرابیدو مونږ باید خوشهاله نه شو بلکی خفه شو !.
ګرانه دوسته دافکر ونه کړی چی زه هم دهغوی له جملی څخه یم ،زه یو عادی افغان یم نه
امریکایی پاسپورت لرم او نه په غرب کی اوسیږیم
ابو شهير
١ / ٢ / ١٣٨٨ هـ ل | 2009-04-21 19:09:08 م
د يوي بلي نه مو خبر كم , فه امريكا كي اقتصادي حالت د خلكو دومره خراب شوي دي
جي هغو فاميلو جي كورونو كي سفي ساتل هغه يي د لوكي له كبله د كورونو نه دباندي
شرلي دي. نو زما تشويش هغو افغانانو ته دي جي فه كلونو كلونو امريكا فه هغوي
سرمايه كذاري ,او فقط د Eng د.زبي فه شودلو سره ورته نيشنليتى هم وركري ده . او د
ضرورت فه وخت كي يي افغانستان ته د مضلومو افغانانو كوبلو ,ترلو, او وجلو ته
راليكلي دي , او فه زور سره يي د وزارت, او رياست جوكي اشغال كري دي او د خفلو (
بوت او فاسفورت )
دير حفاظت او خيال ساتي , او خورا ديره شه او روانه Eng هم وايي .
جي د Eng د ويلو نه يي سري د لري فوهيكي جي دغو اراميانو فه امريكا كي كوم كار
كوه. هغه كسانو جي هوتلو كي سفايي كوله او يا يي هغه سفي مينزل كوم جي نن يي له
كورونو نه شرلي دي نن فه كابل كي فه خفلو Eng كي cleaning, cleaning دير
وايي. او هغو كسانو جي فه شاروالي كي كار كري هغه louding,louding دير وايي.
تشويش مي دغو خلكو ته دي جي سه به كا . امريكا كي خو نن سبا سكني سفي له كوره
شري .
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په درنښت
و.افغان
22.04.2009
په نړۍ کې يواځينې خلک عرب په ګوته کيږي، چې امريکا ترې هيله کولاي شي، چې له دی
اقتصادي تباهۍ څخه يي وژغوري، خو لوي خداي جل جلاله دهيڅ يو عرب په زړه دامريکا
لپاره درحم اوبه نه تويوي.
په هر هغه انسان دی لعنت وي، چې دخپل شخصي مفاد لپاره دامريکا ژغورنې ته لاس
ورغځوي، او د افغانستان، فلسطين، سوډان، او عراق په پاکو مسلمانانو باندی،
دامريکايانو په تورو لاسونو جوړ شوي ناورينونه هيروي.
په درنښت
عادل عادل
22.04.2009
سلامونه
وهاج صیب تاسو به د عربانو نه اوریدلي وي چې 20 کاله وړاندې یې روسان نه پیژندل چې څنګه رنګ او څرمن لري، خو چې کله روسیې د مونږ او تاسو باشهامته افغانانو په لاس مات شول، نو د دوی سیلاب سیلاب نارینه او ښځې عربي ملکونو ته د نس د ساتنې په نیت ولاړې او د 10 ډالرو په بیه یې په بدلمنئ پیل وکړ.
د اروندو نه، اوس هم د دوهمو درجو امریکایان (ایراني الاصله) او داسې نور ډیر د خلیج په ملکونو کې د CV ګانو سره د هر دفتر دروازې ټکوي او لرې نده چې د دوی ښځې به هم د روسانو په شان په ورته سرنوشت مبتلا کیژي.
د افغان آه به ان شاء الله چې دوی نیست او نابود کړي.
لاندیني لینک کې د ډالر د زول او ګلوبلیزیشن په مورد مالومات حاصل کړئ:
http://video.google.com/videoplay?docid=4343898391323537541
عبدالله صابر
22.04.2009
السلام عليکم
وهاج صاحب
عرب واکمنان خومرسته ورسره کوي خوکه پام دوي دانړيوال اقتصادي بحران دی
دي بحران څخه هرڅوک يواځي دځان خلاصولوهڅه کوي بل ته لاس نه شي ورکولائ
که لاس ورکړي هغه هم ورسره ډوبيږي ،دالله جل جلاله حکمت په دي کښ ووچي
ڼړيوال بحران شونه خاص امريکايې که څه هم ترټولوډيره قرباني يی امريکا ده ،که
يواځي په امريکا پوري يی اړه لرلئ نوامريکا دعربو څخه دډنډې په زورهم له دي
بلا ځان خلاصولئ شوخو الله تعالی داسي وکړل چي نړيوال اقتصادي بحران يی کړ
اويوبل ته يی دمرستې لاس ورکول لنډ کړل ،دوی يوبل سره مرسته نه شي کولائ
عرب تش دومره کولائ شي چي ځان وژغوري خوبياهم ښايی عربانودامريکااقتصا
ژغورلوهڅه کړي وي په تيره بياسعودي شاه عبدالله ځکه څه موده وړاندي چي په
لندن کښ G-8 غونډه وه اوبامه سعودي شاه عبدالله ته تعظيماله لاس ورکولو
مخکښ سرټيټ (رکوع حالت ) کړ، چي دي ټيټوالئ امريکايان له اوبامه څخه خفه
کړل اود امريکا ميډياله خوادا دامريکايانولپاره شرم سپکاوئ اودافسوس ځای
وګڼلو،دکراچئ څخه خپريدونکي امت ورځپاڼې په ويناکه څه هم په ١٩٩٤ کښ
بل کلنټن دجاپان شهنشاه اوبوش پاپ بني ډکيټ ته همداډول تعظيما سرټيټئ کړئ
ووخوهغه وخت امريکايی ميډيالپاره دکومې انديښنې وړنه وه لکه څومره چي د
يومسلمان په وړاندي دامريکاولسمشرپه توګه سعودي شاه عبدالله ته سرټيټولو
دامريکايی ميډياغصه راوپاره وله اوسپينه ماڼئ اړشوه چي په دي هکله رسمي
سپيناوئ وکړي ، اودسپينې ماڼئ وياند په وينااوبامه ځکه سعودي شاه عبدالله
ته تعظيماسرټيټ کړچي [color=blue:e5f2cdc20b]نوموړئ يولوی شخصيت دی اودامريکا اقتصاد په ژغوره
لوکښ يی ډيره همکاري کړي ده ، [/color:e5f2cdc20b] وهاج صاحب له دي معلوميږي چي عرب واکمنان دامريکا اقتصادژغوره لو هڅې
کوي ځکه دامريکازوال ددوی قدرت زوال اودامريکابقادوی خپله بقا ګڼي ، دوی
خپله واکمني دامريکاپه غلامئ ګڼي ځکه خودامريکااقتصادي زوال ددوی لپاره
هم دانديښنې وړبلل کيږي ٠
http://ummatpublications.com/2009/04/11/story4.html
والسلام
شپون
23.04.2009
سلام عليکم
ياده دي وي چې دعرب کش او پش هم تر ډيره حده مصنوعي
او دهمدې غرب او امريکا دشيطاني کوډګري کرشمه وه.اوس چې په يهود
سودخواره بده ورځ راغله نو دعربو او بيا په خاصه توګه دعرب اماراتو
اقتصاد ته لګيدلي سيرومونه هم لا پخوا بند کړای شوي دي .او دا اوس يوه
عادي ننداره ده چې ددوبۍ په بندر ولاړې له سمټو او عمارتي اوسپني ډکې
بيړۍ په مياشتو مياشتو دتشيدو په هيله ولاړې وې او څوک يې پوښتنه نه
کوي ځکه هلته موجودو غربي بانکونو دکورونو او نورو عمارتونو جوړولو
لپاره قرض ورکول بند کړي دي او دخپلو پخوانيو قرضونو دبيرته ورکولو
غوښتنه کوي نو امريکا او غرب خو به يا ډوبيږي يا نه بلا ورپسې خو
دغه واړه واړه فرعونان او بيا زموږ دسيمې هاغه خيټور چې دخپلو بيچاره
خلکو په غوښو او وينو تر سپوږمو پړسيدلي وو او خپلې مردارۍ يې ددوبۍ
په مارکيټونو کي بدلولې رابدلولې انشاالله ډېر زر غرقېدونکي دي
شپون
23.04.2009
که څوک په دغې ژبه پوهيږي نو ددې موضوع په تړاو داليکنه له دلچسپۍ
خالي نه ده وئ ګورئ
http://www.jang.com.pk/jang/oct2008-daily/27-10-2008/col3.htm