د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دافغان ولس قاتلان دصلیب په غيږ کی

و.افغان
20.04.2009

درنو وروڼو سلام علیکم !
متل دی چې اوبه وړی زګ ته هم لاس اچوي.
ډیره دتعجب خبره ده چې لا اوس هم دکرزي دحکومت دکارکنانو په شمول ځينې افغانان
فکر کوي، چې صلیبيان به هغوي له دیرش کلنو مستمرو بدبختیو څخه وژغوري، او د
صلیبیانو په درواغجنو غوړو وعدو غوليږي.

صلیبیانو دخپل لعنتونو دنازولو سربیره هغه مخکينې لعنتونه چې
دافغانستان ددیرش کلن ناورين اصلي مسببین دي یو ځل بیا تر خپل صليبي حمایت
لاندې په افغانانو مسلط کړل، او يو وار بيا يي فرصت ورکړ چې ښې خلاصې تڼۍ
او برندی سترګې، دخپلو ښکار شوو مظلومو افغانانو په وړاندې وګرځي.

بله ډله ددغو مجرمينو او جنايتکارانو چې خلک يي پيژني، دهمدې صلیبیانو تر حمايت
لاندې په اوروپا او امريکا کې دلپ او جپ ژوند تيروي.

نو چې له صليبي بادار څخه دا تمه نه کیږي، چې دغه مجرمين به محاکمی ته کش کړي،
نو ګوډاګې حکومت به څنګه ددغو مجرمينو دپلټلو جرأت وکړي، حال دا چې ددی
ګوډاګي حکومت لويه سلنه همدغه جنګي مجرمين جوړوي.

بل مصیبت دادی چې خپله افغان ولس هم دومره جرأت هم نه کوي، چې دخپل حق پوښتنه
په سولييزه توګه مطرح کړي، يا دی دصلیب دحمایت لاندې حکومت کې بيخي دووټونو
برخه نه اخلي، او که اخلي يي نو بايد په جدي توګه دمجرمينو دمحاکمه کولو خبره
خپلو کاندیدانو سره مطرح کړي، تر څو يي شرمونه نور ښکاره شي.

دکرغیړنو ملعونو کمونستانو دظلمونو يوه بیلګه:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
http://www.benawa.com/fullstory.php?id=25206

د کونړ د کرالې د خلکو د ډله ایزې وژنې ددیرشم تلین په یاد
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د نن څخه ۳۰ کاله وړاندې د ۱۳۵۸ لمریز هجري کال د وري د میاشتې په ۳۱ مه نېټه چې د جمعې مبارکه ورځ او د ۱۹۷۹م کال د اپریل د میاشتې د شلمې نېټې سره سمون درلود،د کمونستي رژیم له خوا د سهار په ۹ بجو د ۴۴۴ کوماندو د قطعې او ۶۹ غنډ د عسکرو او ټانکونو په وسیله د کرالې کلی په ناڅاپي توګه بې موجبه او په ناحقه توګه محاصره کړ. دمحاصرې سره سم د کلي څخه بهر پرتو یوې یوې کلا ته ورننوتل او نارینه وګړي چې یې موندل هغه یې په ډیره بې رحمۍ او وحشت سره په شهادت رسول. بیا یې د کلي نور نارینه اوسیدونکي چې شمېر یې د زرو (۱۰۰۰) تنو څخه زیات و د مارش، غونډې او د شرق د زون مسؤل صحرایي او د قوماندان بهرام الدین سره د لیدلو او کتلو په پلمه په دوو ځایونو کې راټول اوبې له کومې پوښتنې او جرم د ا ثبات څخه په بې رحمۍ سره په ډله ایزه توګه په شهادت ورسول او په داسې حال کې یې د بلدوزرو په وسیله د خاورو لاندې کړل چې زیات شمیر یې ژوندي و.

ددې په هېواد او اسلام مینو شهیدانو څلی د کرالې په کلي کې پروت دی او شنه او سپین بیرغونه پرې رپیږي چې د کمونستي رژیم د ظلم او وحشت نمونه ده.

ددې شهیدانو په یاد هر کال د وري د میاشتې په ۳۱مه نېټه غونډې جوړیږي او د غونډو په پای کې پریکړه لیکونه صادریږي چې د دغې پیښې د غندلو سربیره له افغاني واکمنو او د بشري حقونو دساتنې د نړیوالو سازمانونو څخه په کې په کلکه غوښتنه کیږي چې ددغې پيښې عاملین چې څه په افغانستان او څه د افغانستان څخه بهر کې مېشت دي محاکمه او د خپلو ناوړو عملونو په سزا ورسوي.

خو دا چې د غریب ملا په اذان څوک کلمه هم نه وايي نو په خواشینۍ سره تر نن ورځې پورې ددغه ناوړه پیښې د عاملیونو او جنایتکارانو د محاکمې په هکله هیڅ ډول اقدام سر ته نه دی رسیدلی.

پټه دې پاتې نه وي چې د کرالې د پیښې د اصلي عاملینو له ډلې څخه یو هم صادق عالمیار چې هغه مهال د ۴۴۴ کوماندو قطعې قوماندان او بل د عبدالحق په نوم چې هغه مهال د ۴۹ غونډ قوماندان وو چې دوۍ په خپله په دغه ډله ایزه وژنه کې ګډون درلود او په خپلو لاسونو یې دغه وژنې سر ته رسولي دي. خو، په خواشینې سره باید ووایم چې ددې پر ځای چې دغه وحشي قاتلین د خپلو وحشیانه کړنو په سزا ورسیږي په اروپايي هېوادونو کې ارامه ژوند تیروي.

زه د کرالې د شهیدانو دد یرشم تلین د یادونې ترڅنګ د افغاني واکمنو او د بشري حقونو د ساتنې سازمانونو او د نړۍ د بشر دوسته هېوادونو څخه غوښتنه کوم چې د کرالې د بې ګونا خلکو د شهادت مرتکبین ژر تر ژره محاکمې ته راکش کړي او د خپلو بشري ضد کړنو په سزا یې ورسوي تر څو نور ترې پند واخلي. په پای کې د کرالې د شهیدانو پاکو روحونو ته دوعا او د عاملینو د محامکې او سزا په هیله.

ن. سالارزی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more