د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دمکی لار(یونلیک)

رښتینی
19.04.2009

.
درنو وروڼو او پتمنو خویندو سلامونه اونیکی هیلی می ومنی !

که ستاسو خوښه وی زه دلته یوه بله لړ ۍ پیل کوم خدای دی وکړی
چی ترپایه راسره پاته شﺉ دا لیکنه دیوه جرمنی پوهاند لیوپولډ
ویس دیونلیک ژباړه ده ښاغلی پوهاندداروپا له لویومستشرقینو
اوختیځپوهانونه شمیرل کیږی خودی هغه ختیځپوهه دی چی وروسته
له اسلام نه اغیزمن شوی اوبیا مسلمان شوی دی او اسلامی نوم یی
محمد اسد دی ده خپل سفر له جرمنی نه خلیج ته پیل کړی و او په
افغانستان هم راغلی دی او په غزنی کی یی دهغه مهال ددهزنګی
له ولسوال سره هم دووه شپی کړی دی اسلام ته دتمایل په لاره کی
ددی ولسوال یوه دووه خبری هم نه هیروی

نوموړی اصلا دحق په تلاش پسی مسافر شوی و خو دا حق یی د اسلام
په جول کی موندلی دی اودی حق ته در سیدو په لاره کی چی دی په کوم
سفر روان وهغه له فزیکی یون سره سره یو ستر روحی یون هم بلل شوی
چی داخبر به دده له یونلیک لوستلو وروسته لوستوالو ته ښه جوته شی

--------------------------------------------------------------

بسـم الله الرحـمن الرحـمن

[color=white:832227b71c]د تيارو له تل نه د رڼا څوکې ته ....[/color:832227b71c]

زمانې چې کړې بدل ته پرې نازيږې
مرد هغه دى چې زمانه کاندي بدله


زما کيسه

ديوې کيسې کيسه

په دې کتاب کې چې کومه کيسه بيانوم هغه په حقيقت کې د يوه داسې چا کيسه نه ده چې هغه د عامو خلکو په منځ کې د خپلو کارنامو په برکت سره لوړ مقام ترلاسه کړى وي.
داد جګړو داستان هم نه دى، ځکه ما په خپل ژوند کې څو جګړې ليدلي دي، خو هغو ته ما دومره اهميت نه ورکاوه،ځکه هغه زما په اند د ځانګړو انقلابي موخو له پاره پيل شوې وې.
اونه دا د ايمان راوړلو د هڅو د ماجرا کيسه ده چې په ارادي توګه ترسره شوي وي ځکه ايمان خو ما ورو ورو پرته له څه هڅو ترلاسه کړى دى.
زما کيسه په حقيقت کې ديوه فرنګي د اسلام موندلو، اوله اسلامي امت سره ديوځاى کېدلو کيسه ده.
زما نيت نه و چې خپله کيسه وليکم، ځکه زما په خيال کې هم دانه راتله چې زما له ژوند سره دې پرته له ما بل څوک دلچسپي ولري. خو کله چې کم اوزيات شل کاله وروسته لويديځې نړۍ ته ولاړم اود کال (١٩٥٢م) په لومړيوشپوکې اول پېرس اوبيانيويارک ته راغلم نوخپله اراده مې بدله کړه.
کله چې ماپه ملګرو ملتونوکې د پاکستان د استازي په توګه خپله دنده ترسره کوله هغه مهال طبعاً زه دخلکو دتوجه او پاملرنې وړ وګرځېدم او اروپايي او امريکايي ملګرو او پېژندګلو خلکو به زما په اړه خبرې کولې.
په پيل کې خودوى فکر کاوه چې زه ديوه اروپايي ماهر او پوهه په توګه له يوه ختيځ وال حکومت سره دکومې ځانګړې موخې له پاره کار کوم او ما يواځې د آسانتيا له پاره دهماغه ختيځوال قوم ژوند دود غوره کړى دى.
خوپه ملګرو ملتونو کې زما کارنده ونډې دوى ته دا خبره روښانه کړه چې زه نه يواځې دخپلې دندې په خاطر له اسلامي نړۍ سره يوځاى شوى يم بلکې په فکري اوجذباتي توګه هم د اسلامي نړۍ له سياسي اوتهذيبي موخو سره متحد اويوغږى شوى يم.
نوله ملګرو سره يوډول اندېښنې پيدا شوې اوله مانه زما د تېر ژوند په اړه پوښتنې پيل شوې. د پوښتونکو شمېر ورځ په ورځ زياتېده خو آخر په لنډ وخت کې هغوى خبر شول چې ماخپل ژوند دنړيوالو ورځپاڼو دباندني خبريال په توګه پيل کړى. د منځني ختيځ په ټولو هيوادونوکې له ډېرو کلونو تېرولو وروسته بلاخر په کال ( ١٩٢٦ م ) کې مې د اسلام راوړلو نيکمرغي په برخه شوه، د اسلام له راوړلو وروسته شاوخوا شپږ کاله په عربي هيوادونو کې پاتې شوم اوله باچا ابن سعود سره مې نږدې اړېکې لرلې. بيامې عرب پرېښودل اوهند ته ولاړم ، هورې مې له ستر مسلمان مفکر او شاعر محمد اقبال سره وليدل.
اقبال هغه څوک دى چې د پاکستان د وجود لومړى انځورګر بلل کېږي. ما غوښتل چې له هند نه ختيځ ترکستان، چين او اندونيشيا ته ولاړ شم خو نومړي له مانه وغوښتل چې دا سفر پرېږده اوپه هند کې پاتې شه ! څو ددې اسلامي هيواد په فکري توکيو او ترکيبي عناصرو کې له ده سره مرسته وکړم، هغه فکري توکي چې ترهغه مهاله د نوموړي په ذهن کې د تت خوب په څېر خپ پراته وو خوبياهم زما او اقبال په اند دې تت خوب هغه يواځينۍ لاره راته په نښه کوله چې په هغې باندې په تګ کولو سره مونږ د اسلام ويدې ارزوګانې وېښولى شواى.(1) اويوداسې سياسي ګوند مو جوړولى شواى چې د هغه غړي به دقوم او توکم په مزي نه بلکې د موخو او اهدافو د يووالي په تار سره تړلي وو.
ما ددې کار ترسره کولو او پوره کولو ته اوږه ورکړه اوپه کلونو کلونو مطالعه، ليکنو او ويناوو بوخت وم، تردې پورې چې ما د اسلامي قانون او اسلامي تهذيب د شارح او وياند په توګه شهرت ترلاسه کړ.
کله چې په کال ( ١٩٤٧ عـ ) کې پاکستان جوړ شو ، زه د پاکستان د حکومت له خوا ديوې نوې څانګې په منظم کولو او څارنه وګمارل شوم ، چې هغه ( نوې اسلامي بيا ودانونه )(٢) نومېده او موخه يې د هيواد او ملت په اړه د اسلام د منل شوي تصور تفصيل اوروښانه کول و، چې له هغه نه دى نوي سياسي ګوند ګټه پورته کولى شوى.
په دې څانګه کې له خورا زياتو هڅو وروسته زه د پاکستان خارجه وزارت ته تبديل شوم او هلته دمنځني ختيځ د چارو د مسئول په توګه وټاکل شوم اوما دپاکستان اونورو اسلامي هيوادونو دخپل منځي اړيکو د ټينګولو له پاره هڅې پيل کړې. په آخر کې په نيويارک کې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان له پلاوي سره يوځاى کړل شوم .
له دې ټولوپېښو نه يواځې داخبرنه څرګنديږي چې اسلامي ملت يوه اروپايي ته په غېږ کې ځاى ورکړى دى اوددې ملت په وګړو کې يو تن زيات شوى دى. بلکې له دې نه داخبره هم څرګنديږي چې دې کس په شعوري توګه اود زړه له کومي خپل ځان له يوه ځانګړي تمدني چاپېريال نه د بل مخالف چاپېريال په لوري لېږدولى دى.
دايوحقيقت و چې زما نږدې لويديځ وال ملګري يې په حيرانتيا کې اچولي وو اوددوى زړونو ته داخبره نه لوېده چې يوداسې څوک چې دهغه پيدايښ او روزنه په نګه لويديځ وال چاپېريال کې شوې وي هغه به څنګه په دومره مينه او ورين تندي سره پرته له څه ستونزو ځان اسلامي نړۍ ته سپاري !؟ اودا څه ډول ممکنه شوه چې خپل پلرنى لويديځ وال تمدن يې په اسلامي تمدن بدل کړ او آخر هغه کوم لاملونه دي چې دى يې ديوه داسې مذهبي او ټولنيزي موخوې غوره کولو ته اړ اېست چې هغه دده د لويديځ والو په اند د اروپايي اقدارو اوموخو په نسبت په ډېر ټيټ پوړ کې راځي اوهغوى چندانې په درنه سترګه نه ورته ګوري.
زه به په خپله په دې سوچ کې وم چې ولې زما لويديځ وال ملګري اسلامي اقدار د لويديځ له هغو نه کم ګڼي ؟ آيا په دوى کې کوم يوه هم په مستقيمه توګه د اسلام له ( اصلي روح ) سره د آشنايي پيداکولو زحمت کړى دى ؟ او که ددوى رايې يواځې په هغو زړو او پرسوده نظرياتو ولاړې دي چې له مخکينيو نسلونو نه په تواتر سره دوى ته رارسېدلي دي ؟

په مینه


رښتینی
21.04.2009

په تیرپسی:
په خوا رومي او يوناني اندودونو نړۍ په دوو برخو وېشلې وه: چې ديوې برخې استازيتوب روميانو اويو نانيانو کاوه اوپاتې برخه يې د وحشيانو او بې تهذيبه خلکو نړۍ بلله.
اوس هم دلويديځوالو په ذهنونو کې هماغه زړه نقشه پرته ده ، دنړۍ په کومه برخه کې چې څوک دلويديځوالو له تهذيبي کړۍ نه د باندې وي هغوى ته دوى په ښه سترګه نه ګوري.
د روميانو بلکې آن د يونانيانو له زمانې نه اروپايي تاريخپوهان او مفکرين په دې عادت شوي دي چې دنړۍ تاريخ ته يواځې د اروپا د تاريخ اود لويديځ د تمدني تجرباتو په سترګه ګوري.
لويديځ وال دنړۍ نورو تهذيبونو ته هغه مهال اهميت ورکوي چې د هغو داخلي لاملونه دکوم غربي په څټ کې غوټه کړي.ځکه خو دلويديځ والو په اند دنړۍ تاريخ اوګڼ شمېر تهذيبونه دلويديځ د پراخوالي په معنا دي اود ټولو سرچينه لويديځ بولي.
ښکاره خبره ده چې د نظر دومره تنګوالى پرته له يوې غلطې خاکې او نيمګړي سوچ نه نور هېڅ نه شي کېداى. ځکه هغوى په پيل کې لا دداسې کتابونو او ليکنو دمطالعې عادت شوي دي چې په هغو کې ددوى د تهذيب په اړه معلومات په ښه تفصيل سره بيان شوي وي اود نورې نړۍ د معلوماتو له پاره له سطحي مطالعې نه کاراخلي.
بناءً په فطري توګه اوپه ډېره آسانۍ سره يو اروپايي يا امريکايي په دې غلطي کې راګېر کېږي چې دلويديځ تمدني تجربات نه يواځې دنورې نړۍ له هغو نه لوړ دي بلکې پراخه هم دي. اوفکر کوي چې يواځې لويديځ وال ژوند دژوند ښه لاره ده، ياپه بل عبارت : کومه علمي نظريه يا ټولنيز او اخلاقي اقدار چې په لويديځ وال معيار پوره نه وي يقيناً چې هغه د لويديځوالو په اند ټيټ مقام لري.
د يوناني او رومي اندود په پيروي سره يو لويديځوال طبعاً داسې سوچ ته تمايل لري چې دنړۍ نور ټول تهذيبونه د پرمختګ په هغه لاره کې چې لويديځوالو په ډېر برياليتوب سره پر مخ بيولې ده، خنډونه پيدا کوي اودې ټولو تهذيبونو ته ديوې ناقصې اونيمګړې تجربې په سترګه ګوري، اوکه زيات شي بيا دې تهذيبونو ته يواځې په دومره مقام ورکولو سره قانع کېږي لکه په توکميزه توګه يې چې دموجوده لويديځوال تهذيب په مقابله کې دهغه مخکنيو تهذيبونو ته ورکړى و.
يعنې زمونږ د ژوندانه په کتاب کې دنړۍ نور ټول تهذيبونه يوپه بل پسې د مختلفو څپرکو اوبابونو په څېر دي. چې په وروستي څپرکي اوباب کې يې پايله څرګنديږي اوددې وروستي څپرکي استازيتوب نوى لويديځوال تهذيب کوي.
ګواکې د ارتقا او پرمختګ په لاره کې دانور تهذيبونه دخَپو او زړو نښو په څېر دي چې دې وروستۍ موخې ( نوي لويديځوال تهذيب ) ته د رسېدو په لاره کې پاتې شوى دى او اوس ګټه نه لري.
زما يو امريکايي ملګرى و، هغه ډېر پوهه او ستر مفکر و، چې کله مې هغه ته داخپله نظريه وړاندې کړه په پيل کې خوهغه يوڅه شکمن او دوه زړى غوندې شو او ويې ويل چې زه منم يونانيانو او روميانو نورو تهذيبونوته په ښه سترګه نه کتل او څومره اهميت يې هم نه ورکاوه خو آيا دا سمه نه ده چې ددې نيمګړتيا لامل دهغه مهال کمزوري مواصلاتي وسائل وو چې ددوى اونورې نړۍ په منځ کې خنډ وو ؟او آيا دا حقيقت نه دى چې هغه کمزورتياوې په موجوده وخت کې ترډېره حده کمې شوي دي؟
زما امريکايي ملګري وويل: بياهم اوس چې زمونږ له تهذيبي نړۍ نه د باندې څه کېږي مونږ خامخا له هغه سره دلچسپي لرو اوته داحقيقت مه هېروه ! چې دتېرې پېړۍ په وروستۍ څلوريزه کې په امريکا او اروپا کې په ختيځ وال فکر اوفن باندې ګڼ شمېر کتابونه او ليکنې ليکل شوي او خپاره شوي دي.
له دې کتابونو نه پته لګېږي چې د نن سياسي افکارو دختيځ والو قومونو ذهنونه څه ډول سوچ کولوته اړ کوي. يقيناً نن هغه لېوالتيا له نظره نه شي غورځېدلى چې دهر لويديځ وال په زړه کې پرته ده اوهغه داچې له نورو تهذيبونو نه څه ډول ګټه ترلاسه کېداى شي.
ما په ځواب کې ورته وويل: کېداى شي ته چې څه وايې دا تريوه حده پورې صحي وي، په دې کې هم شک نشته چې په موجوده وخت کې ديونان او روما لومړۍ اندود خپل شدت له لاسه ورکړى او اوس خلک هغومره سختي نه کوي اوداځکه چې دلويديځوالو مفکرينو زيات پوهه کسان دخپل تهذيب اوتمدن د ګڼ شمېر اړخونو په اړه له شک او ناامېدۍ سره مخامخ دي. او اوس هغوى ديوه صالح تمدن د تعمير ودانولو له پاره له نورو خواوو نه دڅه ترلاسه کولو په هڅو بوخت دي.
په دوى کې خو ځينو ته ورو ورو دا حقيقت هم روښانه کېږي چې د انسان د عروج زياتې کيسې او ډېر کتابونه کېدى شي په ځانګړې توګه دا معلومول په کار دي چې په تاريخي توګه انساني نوعه يومتجانس وحدانيت نه ده، بلکې انسان د ژوند دمعنا او موخو په لحاظ د ګڼ شمېر ګروهو لرونکو ډلو يوه مجموعه دى.
زما په اند دنورو تهذيبونو په اړه د لويديځوالو رويه دروميانو او يونانيانو له رويې نه چندانې ښه نه ده. څومره چې هغوى نورو تهذيبونو ته په سپکه سترګه کتل دوى هم هماغسې دي.
هوکې ! تاسو دا ويلى شئ چې نن هغومره تنګ نظري نه شته، اوس دخلکو د نظرياتو او ګروهو احترام کېږي خوپه ياد ولرئ چې دا پراخ نظري داسلام له پاره نه ده، بلکې داد هغو نورو ختيځ والو تهذيبونو له پاره ده چې هغه د بې روحه کالبوتونو په څېر دي اوهېڅ پکې نشته. لويديځ وال هم يواځې د تفريح او روحاني دلچسپي له پاره اړېکې ورسره پيدا کوي. دا تهذيبونه دومره بې بنياده اود لويديځ له نړيوالې نظريې نه دومره ليرې دي چې غربي اقدار له دوى نه هېڅ وېره نه لري اونه په دې تهذيبونوکې دومره متره شته چې له لويديځ سره ډغره ووهي.
ماته خپل ملګري وويل: ستاموخه څه ده ؟ ماورته وويل چې: کله لويديځ وال د هندو يا بودايي مذهب په اړه خبره کوي نوپه زړه کې يې دې حقيقت پوره ځاى نيولى وي چې زمااودده په منځ کې اساسي توپير موجود دى. کېدى شي دى کله کله ددې مذاهبو ستاينه هم وکړي. خودا ناشونې ده چې داسې فکر وکړي چې دا مذهب دده د ګروهو او نظرياتو ځاى نيولى شي او کنه ؟
په دی تهذیبونوکی دنوي تهذيب د ځاى نيولو وړتيا او صلاحيت نشته، ځکه خو دى ددې مذاهبو په اړه په ډېر ډاډ اواطمينان سره خپل نظريات وړاندې کوي اود هغو په اړه همدردي او زړه سوى هم لري.
لويديځ وال اقدار چې څومره پېژندګلوي له هندو او بودايي فلسفې سره لري هماغومره يې له اسلام سره هم لري، خوله اسلام سره ديوه لويديځ وال معامله بيا بل ډول ده، د هندو او بودايي مذهبونو په خلاف چې کله ديوه لويديځ وال معامله له اسلام سره شي نو سمدستي يو جذباتي عصبيت او تربګني دهماغه لويديځ وال سکون او ډاډ له منځه يوسي.
کله کله زه داسې فکر کوم چې دا چلن له دې امله کېږي چې له لويديځوالو اقدارو سره د نږدېوالي له کبله اسلامي اقدار په خپل ځان کې د لويديځ د روحاني او ټولنيزو نظرياتو د مقابلې اوډغرې پوره ځواک لري.
له دې کبله ماخپل ملګري ته خپل يو پخوانى تخيل وړاندې کړ چې څو کاله وړاندې زما ذهن تخليق کړى و اوزما تخيل به له اسلام سره دهغه سخت تعصب ښه توجيه وي چې په لويديځوال ادب او اوسنيو افکارو کې دهغه څرګندونه کېږي. ما وويل چې ددې تعصب د معقول لامل معلومولو له پاره بايد دپخواني تاريخ پاڼې وپلټل شي اودې ته اړتيا ده چې داسلام او لويديځ د دوو بېلو بېلو نړيو دلومړنيو اړيکو په روحي او نفسياتي شاليد او پس منظر باندې ځان پوهه کړل شي.
د اسلام په اړه د لويديځوالو دخيالاتو او احساساتو پته له هغو انګېرنو نه لګېږي چې د ( صليبي جګړو ) په مهال پيدا شوى دي.
ماته خپل ملګري په حيرانتيا سره وويل: صليبي جګړې ! ؟ آيا ته دا ويل غواړې چې نږدې د زرو کلونو پخوانۍ پېښې به نن د شلمې پېړۍ انسان اغېزمن کولى شي ؟ ما ورته وول چې:خامخا يې اغېزمن کولى شي، زه پوهېږم چې داخبره د پرتلې وړ نه برېښي، خو آيا تا داخبره هېره کړې ده چې د روحياتو د ماهر لومړنۍ موندنه له څومره بې پروايي اوناباوري سره مخ شوې وه. هغه چې مونږ يې له دې راز سره آشنا کړي يو چې ديوه بالغ انسان د غوښتنو، خويونو ، تمايلاتو او لېوالتياوو ( چې په لنډه توګه يې مونږ د ( مزاج ) او ( طبيعت ) په توری سره تعبير وو ) د لاملونو نښې دهغه د ماشومتوب ( يعنې د ژوند تعميري مهال ) په وخت کې پيدا کېږي.
نو آيا قومونه او تهذيبونه د وګړو ټولګه اومجموعه نه وي ؟ دهغو جوړېدنه او پرمختګ هم ددوى د لومړنيو دورونو له تجربو سره تړلې وي.
دماشومتوب په څېر د ډلو هم دا پيليزې تجربې ښې او يا بدې وي.کېدى شي دهغو اساس په معقوليت او هوښيارتيا سره کېښودل شوې وي اويا د ماشومتوب د ناپوهۍ اوبې تدبيري له کبله په نامعقوله توګه رامنځته شوې وي. په هر صورت ددې تجربو دتشکيکي اغېز تړاو دهغو په ابتدايي شدت پورې وي.
له صليبې جګړو نه مخکې سل کلن دور يعنې د عيسايي پیړۍ لومړنۍ زر کلن دور په اړه چې ويل کېږي چې هغه د لويديځ وال تهذيب دماشومتوب زمانه وه دا بېخي په ځاى وينا ده.
ما خپل ملګري ته چې په خپله دى يو تاريخپوه دى ورپه ياد کړه چې دا هغه دور و چې د روما د واکمنۍ په پاى ته رسېدلو سره د تياره پېړيو له تېرېدو وروسته دلومړي ځل له پاره اروپا په خپله په خپل تمدني مسلک باندې غور کول پيل کړل. له رومي ميراث پرته چې هغه تقريباً په هېرېدو و اروپا په خپلو ژبو کې نوى ادب تياراوه.
د لويديځوال مسيحيت دمذهبي تجربو له برکته فنون لطيفه ورو ورو دهغه غفلت اوشاتګ له حالت نه په بيدارېدو وو چې د المانيانو اونورو يوريشيايي بې تهذيبه قومونو له جګړئيز هجرت او بېځايه کېدلو نه پيدا شوى و. دمنځنيو پېړيو له وروسته پاته او پړسېدليوطريقو اوژوند دود نه اوس ديوه نوې تمدني نړۍ د رامنځته کېدلو هڅې کېدلې. داهغه نازک او په تعميري توګه حساس دور و چې د صليبي جګړو په صورت کې اروپا ته سخته صدمه رسېدلې وه
يوداسې تهذيب چې له ځانواکي او خوداراديت سره يې د بلدتيا ډېره موده نه وه تېره شوې کله چې په دې نازک پړاو کې له صليبي جګړو سره مخ شو نو طبعاً يې سختې ټولنيزې اغېزې ومنلې.
په تاريخي توګه دا صليبي جګړې دهغو لومړنيو او برياليو هڅو نښه وګرځېده چې اروپا دخپل تهذيبي يو والي د څرګندولو له پاره دلومړي ځل له پاره ترسره کړې وې. کومه حوصله چې دې لومړيو صليبي جګړو پيدا کړې وه هغه نه اروپا مخکې پېژندله اونه يې تراوسه پورې پېژندلى شي. په ټوله لويه وچه کې د مستي يو سېلاب راخوټېدلى و اودداسې وياړونو او افتخاراتو وخت رامنځته شوى و چې دلومړي ځل له پاره يې طبقاتي، توکميزې او جغرافيايي پولې ماتې کړې، له دې نه مخکې اروپا په ګڼ شمېر ټوکړو وېشل شوې وه. لکه: الماني، ټيوټاني، برګنډي، صقلوي، لومباړوي، سيکسن، فرينک او تارتن.
لنډه داچې د قومونو او توکمونو يوه عجيبه مجموعه وه چې ددوى په منځ کې د يووالي نقطه په ډېره سختي سره ترلاسه کېدى شوى. پرته له يوڅو سرمايه دارانه واکمنيو نه چې هغه د رومي واکمنيو د پاته شونيو يادګارونه وو او ټول د مسيحيت پيروان وو خودا مذهبي کړۍ صليبي جګړو دومره کلکه او لوړه کړه چې ټولې اروپاته يې يوه ګډه موخه په لاس ورکړه چې هغه د مسيحيت نيمه سياسي او نيمه مذهبي تصور و او بالاخر يې په خپل ځاى د اروپا تهذيبي تصور وزېږاوه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more