د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزی ولې یونیمګړی قانون توشیح کړ؟

Sahak
18.04.2009

داچی د شیعو شخصیه احوال قانون، کرزی صاحب توشیح کړ نو منفی یا مثبت اړخونه به څه وی؟ او د دوی موخه له دی نه څه ده او آینده څنګه وینۍ؟
مننه په درناوی


Re: کرزی خو به هزاره ګې نوی؟

pattang
19.04.2009

کرزی له بل هردښمن څخه خطرناک دی.٠

[quote:1e3b9dcf57="Sahak"]داچی د شیعو شخصیه احوال قانون، کرزی صاحب توشیح کړ نو منفی یا مثبت اړخونه به څه وی؟ او د دوی موخه له دی نه څه ده او آینده څنګه وینۍ؟
مننه په درناوی[/quote:1e3b9dcf57]


میوند ننګیال
20.04.2009

محترمه موخه يي څه ده .

حراميان زياتول نور څه ؟  نالت دي وي اودده پدي پښتنو دعظيم او نه هيريدونكوو نيكونو نومونه يي وشرمول، زما په نظر دشاه شجاع او كارمل نه ډير خطرناك دي خو دابعضي يي ځكه ښه يادوي چي هغه خوا يي ډالر راغلي ايډز او فحاشي راوستي تو نالت په بي دينه لاسپوڅو كوډاګيانو .


Ghairat
20.04.2009

ننګیال صیب په اړونده قانون کې د مېړه حق ګڼل شوی چې لږتر لږه په څلوروورځوکې یوځل میړه له خپلې میرمنې سره کوروالی وکړای شي،

څو ناروت اړیکو ته مجبور نشي اوحرامیانونه زیږوي ،خو تاسې ددې قانون موخه
د حرامیانو زیاتول ګڼلی، هیله ده لړه یې روښانه کړئ !

أیا د خيلې منکوحه میرمن سره په زور کوروالی کول هم حرامیان زیږوي که څنګه ؟؟؟؟


میوند ننګیال
20.04.2009

محترم اودروند غيرت صيب !

[color=green:7a929799b5]خبره د شيعه ګانو دقانون ده نه زمونږدقانون زه د شيعه ګانو دقانون خبره كوم محترمه په څلورورځو كي كور والي وكړي نو دكوم چي دباندي مسافر دي بيا دي ښځي نور ميړونه وګوري كه څنګه خبره خو ښځو ته اسانه شوه ځکه سبا به ښځي زنا كوي او چي ونيول شي بيا وايي چي زما ميړه دڅلورو مياشتو نه يا يو كال نه دباندي ده نو زه مجبوره شوم واه غيرت صيب پدي قانون چي دوي مردارخورو جوړكړي تر اوسه پدي څوارلسوه كالو كي داس کوم عالم ندي راغلي لكه ددوي هومره هوښيار افرين اوددوي په عقل[/color:7a929799b5]


Ghairat
20.04.2009

اوه اوه ننګیال صیب بالکل د همدردۍ او پیوستون وړ یاست،خو،خیر اول مې سلامونه ومنه بیا به دغه نورې خبرې کوو:

دا خو چانه هم پټه نه ده چې قا نون د اهل تشیع د شخصي احوال په اړه دی، خو د سنیانو دشخصي احوال قانون هم ورپسې په لنډو راروان دی،چې د پارلمان له تصویب وروسته به هغه هم توشیح ته وړاندې کیږي!
خوزما ددې لیکنې موضوع هغه تیروتنه ده چې ستاسې په دغه ځ،ابیه لیک کې په ډآګه ده اوکیدای شي ډیرو نوروورونوهم ورته انګیرنه ترې کړي وي او له دې کبله په ورته غندنې پیل کړی وي :
ستاسې ددې انګیرنې له مخې چې
[quote:e8e3db7439]زه د شيعه ګانو دقانون خبره كوم محترمه په څلورورځو كي كور والي وكړي نو دكوم چي دباندي مسافر دي بيا دي ښځي نور ميړونه وګوري كه څنګه خبره خو ښځو ته اسانه شوه ځکه سبا به ښځي زنا كوي او چي ونيول شي بيا وايي چي زما ميړه دڅلورو مياشتو نه يا يو كال نه دباندي ده نو زه مجبوره شوم ....[/quote:e8e3db7439]
داسې بریښي چې دا قانون د شیعه ښځو د حق له پأره رامنځته شوی، یعنې که میړه په څلوروورځوکې کوروالی ونکړي ستاسې په اند به هغه د ښځې قانوني حق
تلف کړی وي او مجرم به بلل کیږي ، آیا همداسې فکر نه کوئ ؟
هونوکه داسې یې انګیرئ بیا خوستاسې خبره بالکل  سمه ده چې ددغسې قانون له مخې به د میاشتومیاشتومسافر میړه خپلې ښځې څنګه  وساتي ؟

خوډیر منلی ننګیال خبره بالکل برعکس ده اوکوم ظلم چې ته یې دلته په سړو شوی ګڼې په شیعه ښځو باندې شوی، لږتر لږه له هغو لاریونوڅخه خوبه خبر یې چې د شیعه ښځو ددفاع له پآره ددغه قانون پر ضد ترسره شول، اوله دې نه هم خبر یاست چې دغه قانون د شیعه ګانودمشر محسیني صیب په غوښتنه او په تدوین کې سې په لاسلرنه رامنځته شوی دی،نو څنګه فکر کولی شئ چې دا به د شیعه نارینه و پر ضد د ښځو په ګټه یو قانون وي؟؟؟؟؟

ننګیال صیب دا قانون نه وايي چې نارینه باید په څلوروورځوکې یو ځل کوروالی وکړي، بلکې برعکس قانون ښځه مجبوروي چې لږتر لږه په هره څلورمه ورځ که غواړي اوکه نه باید چمتو شي چې سړی یې د خپل شهواني آپریشن لاندې ونیسي !
دې ته وايي په زور زیاتي سره ښځه د خپل سړي د شهوانيت په یوه تشه اله بدلول چې سدی د هغې ټول حرمت او شرافت ، انساني کرامت او شخصیت دخپل شهوانيت څخه قربا نوي اوهغې ته تش د Sex دشمشتۍ په نظر ګوري۰
بالمًقابل که ښځه ترې کور والی چبرې وغواړي نو د څلوروورځو په ځای به څلور میاشتې صبر کوي تر څوچې جناب شیعه خاوند پرې مهربان شي او د وینځې میر منې سره یوځل کور والی وکړي که څه هم په کوروالي به هم حساب نه وي او هسې چړ تن پړ تن کوروالی وي ۰

یوخوا د ښځې غریزه چور په ځنخیر تړل دي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ بل خوا سړی په خپله ښځه بیا په زور ختل دي
څلوروښځوکې میړه شي لکه مږ د رمې
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ پشان د میږې یوه ښځه هره ورځ ۰ ۰ ۰ دي

واه واه محسني صیب به په قانون کې نور څه غواړي ؟؟؟؟؟؟
خو هغه که هر څه غواړي خیر دی ، ولې مونږباید تنقیدونه په ښځووکړو؟؟؟؟


و.افغان
20.04.2009

محترمو وروڼو سلامونه او نیکې هيلي:
ما ته خو چا ددی قانون په هکله ويلي وو، چې محسني په کې دصيغي دقانونيت
خبره هم کړي ده، فکر کوم چې دغه خبره مې بي بي سي کې هم لوستلې وه، خو اوس
مې پیدا نه کړی شوه.
نوکه داسي وي، نو بیا دميوند ننګیال صاحب خبره بيخي ده.
او که وروسته ترې صيغه لرې شوي وي، نو تری خبر نه یم.

په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more