نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ملی جبهه دړې وړې شوه!
Sahak
18.04.2009
سلامونه او نیکې چارې د ټول افغان ټولو مینه والو ته!
ګرانو !څنګه چی تاسوته هم جوته ده په ملی جبهه کی درز پیدا شو. د عبدالله کاندیدل او د مارشال حمایت دکرزی څخه څنګه ارزوۍ .
په درناوی
شپون
18.04.2009
بښنه غواړم دا لاسليک مو سم کړئ داملا ډېره بې خونده غلطي پکې ده
او ددې موضوع په هکله به درته عرض وکړم چې پښتانه وايې
دسپو کور په کور ميرڅه وي خو فقير ته يې يوه وي
Ghairat
18.04.2009
شپون صیب رمه دې چاغه او شپیلۍ دې څاندوره (۱) اوسه !
داسې بریښي چې ډیر کسان د بی ټکو ( ی) سره لا اشنا نه وي ، سهاک خان دې خدای لري نه یواځې افغانستانی یې
په لاسلیک کې ښځینه ( افغانستانۍ) کښلی، بلکې کرزی غریب یې هم په (ې) لیکلی دی! :lol: :lol: :lol:
له دې نه چې تیر او اصلي سکالوته را شو، نو سهاک صیب ته د دومره قهرولي سرلیک پر ځای په کار و چې لومړی یې د ملي جبهې د توروالي په اړه یوڅوکرښې
تورې کړی وای ،له کاندیدونې سره د یوه غړي په مخالفت ، او هغه هم په اړونده غونډه کې ونډه نه وي اخیستې ، یو سا زمان څنګه ړنګیدای شي؟
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
۱ ــ اجمل خټک وايي :
د شپېلۍ د [color=red:18b6bd9dc1]سوو[/color:18b6bd9dc1] څاندو خوند له څه دی ؟
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ له سوري سوري ګوګل او زخمي زړه دی
دویم بیت چې یې له دې نه م خوندور دی
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ۰۰ یم خواشینی چې زما اوس په یاد نه دی
Hakimi
19.04.2009
ټولو لوستونکو ته سلامونه او نیکې پیرزوینې!
تر ټولو د مخه سهاک صاحب زما په اند د لاسلیک په لیکنه کې تیروتی دی. په هر حال له سهاک صاحب څخه غواړم چې د خپل لاسلیک لیکنې ته متوجه شي.
یوې ډېرې په زړه پورې موضوع ته یې اشاره کړې ده، ملي جبهه او د دوی تر منځ ناندری او یا د ملي جبهې ټوک ټوک کیدل.
په بینوا ویبپاڼه کې پدې موضوع په ډیره ښه توګه لیکنه شوې ده، هیله ده دا لاندې ځای په انټرنیټ کې پیدا کړئ او و یې لولئ.
http://benawa.com/fullstory.php?id=25146
مننه
اختر
19.04.2009
ملي جبهه اوس څه شي ده ؟
دا عبدالله د کومي ملي جبهې نمايندګي کوي ؟
په ملي جبهه کي خوپرچمي کمونیستانو حبیب منګل خپل کانديد معرفی کړی دی، تڼی به لا به جبه کي نه وي خو هغه هم خپل ځان کانديد کړی دی. د ظاهر لمسۍ مصطفی ظاهر خو اوس په جبه کي نشته، خليلي او محقق که په جبهه کي وي هم نو د هغوی موضع خو اوس قوي ده هغوی په عبدالله کي ری نه وهي او خپله د ايران د سفارت نخشه پرمخ بيايي، همدارنګه د دوستم جنبش يې په خپل سر ډنګوي هغوی عبدالله مبدالله نه پېژني او تن نه ورکوي ،فهيم هم دادی که څه هم په ظاهره وي خو خپله موضع يې د نوموړي پر ضد څرګنده کړه . پاتې شوه د شورای نظاراو جميعتيانو د يوې ولسوالۍ د غلو او وطن فروشانو بدنامه ډله چي ډبل عبدالله به په يقيني توګه غواړي د هغوی استازي توب و کړي نو دا ولس او دا ستر ملت خو لا تر اوسه نه دی مړ ، چي هر څوک دي د پاچهي خيال ور باندي ولري ! دا وطن خو لا اوس هم د لويو ځواکو سره ډغري وهي . عبدالله څنګه نه شرميږي چي د يوې ولسوالۍ د غلو مشر په حيث د ټول ولس و رايو ته زړه ښه کوي .
ځيني صاحب نظران بيا په دې باوردي او واقعيت هم دادی چي دکرزي معامله ګري اوس هم دوام لري، او داسې ښکاري چې نوموړی دراتلونکی دورې لپاره بيا هم همداشاني و خپلو معامله ګریو ته دوام ورکوي . نوموړی به وغواړي قسیم فهیم دخپل مرستیال ( په واقعیت کې د خپل بادار) په ډول غوره کړي څو نوموړی د قدرت په موضع کي وخپلي ټلوالي ته کار وکړي . خو دبلي خوا به بيا د دولت مخالف د شمال ټلواله به هم غواړي پر دولت فشار زیاد کړي چې ځانته امتيازات واخلي، په دې توګه به په دواړو حالاتو کي هم دمخالف او هم د موافق په نوم به امتیازات تر لاسه کوي . فهیم به دجمهور ریس مرستیال ( په واقعیت کې به خپله جهمور ریس) وي او نوره ټلواله به مخالفه وي او له جمهور ریئس سره به يو ځای د پښتنو پر ضد کردار ادا کوي .
Lotfollah
21.04.2009
ګرانو عزیزانو سلامونه
دا دی د متحدې جبهې د دړې وړې کیدویو بل سند:
[color=brown:28dc4f1e46]جنبش ملي او حزب وحدت ديوه کانديد په وړاندې کولو سره سلا شول[/color:28dc4f1e46]
حبيب الرحمن ابراهيمي - Apr 18, 2009 - 18:33
کابل
دوري ٢٩مه، پژوا ک خبري اژانس
په کابل کې دجنبش ملي او وحدت اسلامي مردم افغانستان ګوندونو د ولسمشرۍ د راتلوونکيو ټاکنو کې لپاره د يوه کانديد په وړاندې کولو موافقه وکړه .
ددواړو ګوندونو د رهبرۍ شورا رييسانو حاجي محمد محقق اوسيدنورالله سادات وويل چې دوى اوږده سياسي سابقه لري اوپه همدې خاطر يې د ولسمشرۍ راتلوونکيو ټاکنو لپاره په يوه کانديد هوکړه، وکړه .
دجنبش ګوند د رهبرۍ شورا مشر سادات ، چې دمتحدې جبهې فعال غړى شمېرل کيږي وايي چې دوى دجبهې له هغه کانديد څخه، چې ديوشمېر غړيو لخوا اعلان شو ، ملاتړ نه کوي .
سادات وويل چې ديوې اونۍ په ترڅ کې به خپل کانديد اعلان کړي .
متحدې جبهې تېره اونۍ د ولسمشرۍ راتلوونکيو ټاکنو ته دبهرنيو چارو پخوانى وزير ډاکټر عبدالله عبدالله ونوماوه .
خوددغې جبهې يوه بل غړي او په امنيتى چاروکې د ولسمشر سلاکار مارشال محمد قسيم فهيم د ډاکټر عبدالله عبدالله له کانديداتورۍ سره مخالفت وکړ .
سادات وويل چې دوى دجبهې غړيتوب لري ، خو په راتلوونکيو ټاکنو کې دمحقق ترمشرۍ لاندې د وحدت اسلامي مردم افغانستان له ګوند سره خپل ملاتړ اعلانوي .
نوموړي وويل چې د متحدې جبهې څوتنو غړيو په خپلسر ډاکټر عبدالله کانديد کړى اودوى ورسره ملګري نه دي .
ددغو دواړو ګوندونو مشرانو وويل چې دوى دټاکنو دکمېسيون دهڅو ملاتړي کوي اوخپل کتوونکي به دغه کمېسيون ته معرفي کړي، ترڅو بې پرې ټاکنې ترسره شي .
watanmal
22.04.2009
ورسته له سلامونو څخه
ښاښۍ مجلى درېيم وار، شپږم درمند پرله پسې يويشتم درمند غبرګولى 1386 ګڼه
كى د متحدى جبهى داسى تعريف كړى ، چى تر ډيره حقيقت دى.
=============== = = =
===================
===================
متحده ملي جبهه:
دا جبهه ټكى پر ټكې وپېژنئ:
متحدې ته يې ځكه څه نه وايو ڼ چې متحد پاتې كېداى نه شي، له ملي سره هم غرض نه لرو،
هغه مو يوازې د جملې د پوره كېدو په خاطر ليكلى.
[color=white:462aa74118]جبهه يې وپېژنئ:[/color:462aa74118]
ج :---- جګړماران.
ب:---- بګېل شوي.
هـ :---- هماغه پخواني.
او بله هـ: ---- هماغه تاسو چې يې موږ نه ښه پېژنئ
[color=white:462aa74118]يانې هماغه پخواني ، بګېل شوي جګړه ماران.[/color:462aa74118]
===============
==============
په مينه
وطنمل