د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کرزي په افغانستان کې دانسانانو لوي دښمن فقر له مينځه يوړ !!!!؟؟؟؟؟

و.افغان
17.04.2009

په سوالګري بنديز لګېږي

فغان چارواکي وايي چې د ولسمشر حامد کرزي له فرمان سره سم به په راتلونکو څو ورځو کې په سوالگرۍ او خير غوښتنو بنديز ولگوي .

دچارواکو په وينا حکومت هوډ کړى چې لومړى به له پلازمېنې کابله ټول سوالگر ټولوي .

په دغه ښار کې هره ورځ زرگونه کسان د واټونو پر سر خير غواړي او ځيني يې لارويان تر هغې پورې له لمنو ټينگ نيسي چې پيسې يې ترې نه وي اخيستې .

د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي چې دغه چاره به د افغان ولسمشر په لارښوونه په راتلونکو دوو اونيو کې د سرې مياشتې د ټولنې اوپوليسو سره په گډه پيل کړي .
ددغه وزارت مرستيال واصل نور مهمند بي بي سي ته وويل چې دولسمشر کرزي د حکم پر بنسټ سوالګري منعه ده او بايد څوک يې ونه کړي .

دده په وينا که چا له دې حکمه وروسته هم ګدايي وکړه نو هغه متکرر ګدا دی او عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل کېږي .

ښاغلي مومند وويل چې دسوالګري دبندولو په اړه دولسمشر حکم به لومړی به په پلازمېنه کابل کې پلي چې دهر واټ پر سر يې لسګونه سوالګر ناست وي او وروسته به بيا په ولايتونو کې هم د ا کاروشي .

په افغانستان کې په تېره بيا په پلازمېنه کابل کې د سوالگرو زياتوالى هغه ستونزه ده چې چارواکو يې د هواري لپاره څو ، څو ځلې هوډ کړى خو بريالي شوي نه دي .

د دغو سوالگرو ډېره برخه ميرمنې او ماشومان جوړوي چې په لارو سړکونو کې ان د شپې تر ناوخته په سوالگرۍ بوخت وي .

يو تن سوالگر راته وويل چې وزگارتيا او اقتصادي بد حالت هغه دې ته اړ ايستى چې د خير لپاره نورو ته لاس وغځوي .

ده وويل : (( که حکومت راته کار پيدا کړي نو موږ به هم سوالګري بنده کړو خو اوس له مجبوريته سوال کوو او له دغې لارې ځان او خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پيدا کوو. ))

د دغو سوالگرو په منځ کې د هغو معلولو کسانو شمېر هم لږ نه دى چې د جگړو په ترڅ کې معلول شوي .

يو شمېر نور بيا له وړو ماشومانو څخه په گټه اخيستو غواړي د خلکو زړه سوى خپل کړي او له خلکو پيسې وشکوي .

خو ځيني داسې سوالگر هم شته چې وايي د ډېرې بېوزلۍ په وجه يې دغه کار ته مخه کړې .

که څه هم افغان حکومت تر دې مخکې څو ځله ويلي وچې سوالګري به بندوي او سوالګر به ټولوي خو هر ځل پکې پاتې راغلي دي او دا ځل هم معلومه نه ده چې څومره به پخپل هوډ کې بريالي شي .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کرزي فکر کوي، چې دې هيواد ته دومره ډالر راغلي دي، چې هر افغان يي ميليونر
کړی دی، ځکه خو نور ضرورت نشته چې څوک سوال وکړي.
ډالر په ډیر انصاف سره دټولو وګړو تر منځ په مساوي ډول ویشل شوي دي، نه پرې
جنګي مجرمينو دسويسرا بینکونه ډک کړي دي، او نه يي په لندن او امریکا کې
پرې کورونه اخيستي دي، او نه پرې شرابخانې او مرده ګاو خانې چلوي.

ددې غټ دليل دا کيدلې شي، چې ولسمشر کرزې چې دافغانستان رئيس جمهور دی،
ټوله ذخیره يي ایله په بیله لس زره ډالر ده.

رښتيا چې فقر په دی له منځه وړل کیږي، چې فقیران له مينځه یوړل شي.
او په يوه وطن کې چې دیرش کلنو غمیزو په زرګونو او لکونو يتيمان، کونډي، غریبان
او مسکينان ځيږولي وي، نو دهغې ټولنې څخه دفقیرو ختمولو آسانه لار همدا ده،
چې ټول فقیران له منځه يوړل شي.

نو تاسو لوستونکې په دی اړه څه نظر لرئ.

په درنښت

http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/04/090417_hj_beggar.shtml


Lotfollah
17.04.2009

د سعودي عربستان لوي سفير او دمتحده عربي اماراتو اودمصر دهيوادونو شارژدافيرانو د جمهور رئيس له مرستيال سره وکتل

نیټه : Apr 16, 2009
كتكگوري : General
منبع : BNA

د سعودي عربستان لوي سفير او دمتحده عربي اماراتو اودمصر دهيوادونو شارژدافيرانو نن له غرمي مخکې د جمهور رئيس له مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل او په افغانستان کې د سوالګرو د ستونزو دحل کولو لپاره يې دخپلو متبوعو هيوادونو د مرستې د څرنګوالې په باب خبري وکړي . باختر اژانس ته د جمهوري رياست دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې . په دې کتنه کې دسعودي عربستان لوي سفير غرم سعيد ملحان ددغې موضوع دبيانولو په ترڅ کې چې نن ورځ سوالګري په يوي نړيوال پديدي بدله شوي ده تينګار وکړ چې متبوع هيواد به يې په افغانستان کې دسوالګرو دستونزو له حل کولو سره دمرستې په لاره کې له هيڅ راز هلوځلو څخه ډډه ونه کړي .

دمتحده عربي اماراتو شارژدافير احمد عثمان دسوالګري د پديدي د له منځه وړلو په برخه کې دخپل متبوع هيواد د تجربو دبيانولو په ترڅ کې دخپلو تجربو د ليږدونې او دغه راز په افغانستان کې دسوالګري د ستونزې دحل کولو لپاره دمادي او تکتيکي مرستو لپاره ددغه هيواد دتياري خبر ورکړ .

دمصر شارژدافير کريم شرف هم سوالګري يوه نړيواله پديده وبلله او زموږ په هيواد کې دسوالګري دبندولو دکميسيون دفعاليت په نسبت دهيلي د څرګندولو په ترڅ کې يې په افغانستان کې دسوالګري دستونزې له حل کولو سره دمرستې لپاره دخپل هيواد دکلک عزم او ارادي خبر ورکړ .

په دي کتنه کې چې دسوالګري دبندولو دکميسيون ځينو غړو هم برخه لرله دافغاني سري مياشتي دعالي ټولنې رئيسي ددي موضوع په بيانولو سره چې سوالګري په افغانستان کې يوازې اقتصادي اړخ نه لري هيله وکړه چې داسلامي او عربي هيوادونو په مرسته په افغانستان کې د سوالګري پديده له منځه لاره شي او له ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه د ناوړي استفادي . مخه ونيول شي .

په دې کتنه کې دجمهور رئيس مرستيال محمد کريم خليلي په دي غونډه کې ددغو هيوادونو د استازو دګډون له امله په منني سره د سوالګري دبندولو دکميسيون د فعاليتونو دبيانولو په ترڅ کې څرګنده کړه چې دافغانستان حکومت له رښتينو سوالګرو سره دمرستې دکولو په ترڅ کې هودمن دي له هغو کسانو سره چې سوالګري يې خپل کسب ګرځولي دي او په دي لاره کې له ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه ناوړه استفاده کوي ، جدي او غوڅ چلند وکړي . د جمهور رئيس مرستيال دنشه يي توکو او دچاوديدونکو موادو په ځاى پرځاى کولو کې په غيرانساني ډول له ماشومانو او تنکيو ځوانانو څخه استفادي ته په اشاري سره هيله وکړه چې داسلامي او عربي هيوادونو په تيره بيا له دريو اسلامي ، عربي او ورونو هيوادونو په مرسته په افغانستان کې دسوالګري ستونزه حل شي .


شپون
18.04.2009

نو دوئ خو خپله دسوال اوبو ته ژرنده ايښې ده دا مشوره کوم هوښيار ورکړه چې ددرويزګرو په ورکولو به فقر له مينځه لاړ شي?

ترڅو چې دفقر اسباب ورک نشي تر هغې پوري دا خبرې کول دمړې خيټې
پاړسی ده او بس


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more