نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دولسمشرۍ کاندیدان
Ghairat
16.04.2009
درنو لوستونکو د ولسمشرۍ دکانديدانو په اړه د ښاغلي اسمعیل یون د لیکنې لاندینۍ برخې په اړه څه نظر لرئ ؟
ښه به وي، چې دلته ددې کانديدانو پر ډلبندۍ لږه رڼا واچوو:
١- د کور و کلي کانديدان:
دا هغه ډول کانديدان دي، چې ان د خپلې مېرمنې او د کور د نورو غړو خبره هم پرې بره ده، د هغو ځواب هم نه شي ويلى، خپل کلي کې يې هم څوک نه پېژني، سيمه، ولسوالۍ او ولايت خو لا څه کوې. دده لپاره، نو دا تر ټولو ښه وسيله ده، چې ځان کاذب شهرت ته ورسوي، لومړى خپلې مېرمنې ته خپل حيثيت اوچت کړي، چې دا دى زه خو هم دومره يم، چې ځان مې ان د افغانستان جمهوري رياست ته کانديد کړ، بيا به په خپلې ټولنې، کلي او ولس کې هم په پنځو کې ياد شي، غم، ښادي، واده، خيرات او فاتحې کې به د ګډون جوګه شي او دشهرت په دې وړيا وسيلې به دکاذب شهرت پوړيو ته ورسېږي.
٢- سيمه ييز کانديدان:
يو شمېر کانديدان په کې داسې دي، چې يوازې د يوې سيمې يانې د يوې ولسوالۍ د يوې برخې يو څه کسان پېژني او يو شمېر کسان دى پېژني، دوى فکر کوي، چې ټول افغانستان همدا دى، ځکه چې دومره خلک دى پېژني. ددې ډول کانديدانو د فکر دايره ډېره تنګه وي، دوى افغانستان په همدې دايره کې ګوري. اصلاً د خپل هېواد له جغرافيايي، سياسي او ملي جوړښت څخه ناخبره دي. يو وخت زموږ په کلي کې يو نداف و، خورا خدمتګاره او صادقه سړى و، خو په خپل ټول عمر کې له کلي لرې چېرته نه و تللى. د اعليحضرت محمدظاهرشاه وخت و، يوه ورځ د کلي مشر يا خان ځان سره الينګار ولسوالۍ ته بوته، دا
لومړى ځل و، چې ده الينګار ولسوالۍ ليدله، نو لومړى ځل يې د ولسوالۍ پر پنځه لس تنو عسکرو سترګې ولګېدې، چې د دېوال غاړې ته منظم ناست وو او سپينې خولۍ يې پر سرو وې. دا د ټولې ولسوالۍ عسکر وو، چې ((قوۀ- ضربه)) يې ورته ويله. ده چې دا دومره عسکر وليدل، نو خپل مشر ته يې وويل: ((او او باداره عسکر ګوره عسکر دا چې ما سره واى، نو ما پاچاهي نيوله...))
نو پر دې سيمه ييز کانديدانو هم همغه کانه شوې، چې په څو عسکرو ټوله پاچاهي نيسي، دوى د خپلې سيمې په حساب، ټول افغانستان محاسبه کوي.
٣- د ولسي جرګې په ټاکنو کې ناکام کانديدان:
د جمهوري رياست ټاکنو ته يو شمېر داسې کسانو هم ځانونه کانديد کړي، چې د ولسي جرګې لپاره په تېرو انتخاباتو کې يې ولايتي څوکۍ هم نه ده ګټلې، چې ورته ووايې هغه دې ونه ګټله، نو دا به څنګه وګټې؟ نو سم له لاسه ځواب درکړي، والله نو هلته خو ډېره درغلي وشوه، اوس خو حالاتو هم تغير کړى، کرزي نه هم ټول خلک خفه دي، نو ځکه مو ځان کانديد کړى، نو چې ورته ووايې: کرزي نه چې خفه دي، نو له تا څخه خوشاله دي که څنګه؟ نو بيا وايي چې انتخاباتو کې د ځان کانديدي د هر چا حق دى، موږ هم له همدې حقه ګټه اخلو او داسې نور دلايل به بيان کړي.
٤- د ولسي جرګې په ټاکنو کې بريالي کانديدان:
د اوسنيو کانديدانو په ډله کې بيا يو شمېر داسې هم دي، چې اوس د ولسي جرګې غړي دي، له هرې لارې چې تللي، خو تللي او اوس د ولسي جرګې غړيتوب لري. دوى هم ځانونه کانديد کړي، ددې يوعلت دادى، چې د ولسي جرګې لپاره په راتلونکو ټاکنو کې په هېڅ وجه خپل سيټ نه شي ترلاسه کولاى، نو په همدې پلمه ځان جمهوري رياست ته کانديدوي، که سبا څوک ورته ووايي چې ولې دې ولسي جرګې ته ځان کانديد نه کړ؟ نو دى به ورته ووايي، چې دا نو زما لپاره شرم دى، چې ځان ولسي جرګې ته کانديد کړم، ځکه چې زه خو جمهوري رياست ته کانديد وم. په همدې کسانو کې زه داسې يو څوک پېژنم، چې د ولسي
جرګې په انتخاباتو کې يې نږدې (٨) لکه ډالره مصرف کړل، چې ايله (٨) زره شاوخواو کې رايې پرې پوره کړي، يانې ټول مصرف شوي ډالر تقسيم دده پر وټرانو، هر وټر ته سل امريکايي ډالره رسېدل. اوس يې نو بيا ځان د جمهوري رياست څوکۍ ته کانديد کړى دى، دې ښاغلي، د ولسي جرګې د کار په بهير کې څو نامشروع قراردادونه ترلاسه کړل او يو څه پيسې يې اوس زېرمه کړي، غواړي په هغو د خلکو ضميرونه واخلي، خو له دې ناخبره چې که يوه رايه سل ډالره رانيسي، نو يو لک رايې چې د مجموعي رايو له جملې څخه په سلو کې يوه هم نه جوړوي، مجموعي لګښت يې لس مليونه ډالره کېږي، خو خداى دې دا
وطن دومره نه ذليلوي، چې يو لک ضمير پلوري په کې پيدا شي. د ولسي جرګې اوسني غړي چې د جمهوري رياست کانديدان دي، نور ډېر ګڼ مرضونه او غرضونه هم لري، چې د ليکنې د اوږدوالي له امله ورڅخه ډډه کوم.
٥- د لفظي ملي ګوندونو نا ملي کانديدان:
يو شمېر ګوندونو، چې کلونه کلونه يې په ځان پورې د ((ملت)) او ((ملي)) روستاړى تړلى و، له هغو څخه هم ځينې کانديدان ودرېدلي دي، خو نه ګنې د ګوندونو په استازۍ، بلکې په مستقل ډول او د ((ملي کانديد)) په توګه. دلته دا پوښتنه پيدا کېږي، چې که دا ښاغلي کانديدان رښتيا هم ((ملي)) وي، نو بيا يې په هغو ګوندونو کې غړيتوب او مشرتوب ته څه حاجت و، چې لا ((ملي)) شوي نه دي، خو تش لفظاً ملي دي، بله خبره دا چې که چېرې ددوى ګوندونه ((ملي)) وي، نو بيا خو دې د خپلو ګوندونو له خوا ځان کانديد کړي او که چېرې يې ګوندونه ((ملي)) نه وي، نو بيا دې ترې د ((ملت)) او ((ملي)) روستاړى يا
اصطلاحګانې لرې کړي. عجيب منطق دى، ګوندونه يې ملي دي، خو کانديدان يې ملي نه دي، يا کانديدان يې ملي دي، خو ګوندونه يې ملي نه دي، خو په الفاظو کې هر ځاى ((ملت)) او ((ملي)) لفظ او اصطلاح نه ګټه پورته کوي. دا کانديدان هم په واقعيت کې هېڅ نه دي، هسې په اصطلاح سترګې تورول کوي، دوى اکثره پر دې پوهېږي، چې په هېڅ ډول، انتخابات نه شي ګټلاى، خو غواړي په انتخاباتو کې د شهرت له لارې ځان او خپله ډله مطرح کړي او بيا د تېر حکومت په شان، چې د مضر مصلحت منفور دود پرې واکمن و، يو ځل بيا خپل ځان او بيا خپله ډله له امتيازه برخمن کړي.
٦- بهر مېشتي افغان کانديدان:
يو شمېر بهر مېشتو افغانانو هم د کانديدۍ شوق کړى، په دې کې په الحادي او جهادي ډلو پورې تړلي اشخاص هم شته او همدارنګه ناپېيلي اشخاص هم، په دې کې بيا يو شمېر داسې دي، چې هسې نوم يې په پنځو کې ياد شي، هم ورته کفايت کوي، په لويديزو او متمدنو ټولنو کې، خو د جمهوري رياست يو کانديد، بريالى وي که ناکام، خاص موقف لري، نو دوى غواړي که ناکام هم شي، نو په افغاني ټولنه کې خو هسې هم ژوند نه کوي او خپله دويمه ټولنه يې چې ده، په هغو کې خو به خپل موقف مستحکم کړي، په مجلسونو کې خو به يې کله کله يادونه کېږي، چې: ((پلانکى خان د افغانستان جمهوري رياست پخوانى
کانديد...)) په دې کې بيا بله کټه ګورۍ هغه کانديدان دي، چې په تېرو حکومتونو کې هم د ښه شان و شوکت او دبدبې خاوندان وو، خو له بېلابېلو وجو يې په حکومت کې د کار دوام تضمين نه شو، دا ډله په ولس کې هم يو څه وزن لري، د هغې يو علت دا دى: يو زيات شمېر خلک فکر کوي، چې د دوى تر شا امريکا ولاړه ده، که دا فرضيه رښتيا وي، نو کېدى شي دوى د حامدکرزي پر وړاندې قوي کانديدان وګڼل شي، خو که چېرې د دوى پر سر، رښتيا هم د امريکا د لورېينې سيورى نه وي او ولس هم پر دې پوه شو، چې دوى يوازې په خپل سر راغلي، نو بيا خو د دوى په خپلو اوسنيو کمپاينرانو کې هم يو سل و اتيا
درجې بدلون راتللاى شي. د دوى مثال عيناً لکه د عبدالستار سيرت په شان دى، چې له خپل علميت او سړيتوب سره سره د ((لوى عالم او د ودانۍ د سمبول))(!) (جنرال دوستم) پر وړاندې يې سخته ماته وخوړه او له سياسي پلوه يې ((سيرت)) ته سخت زيان ورسيد. زموږ په ټولنه کې يو اوسنى ناعادلانه واقعيت دادى، چې اکثره خلک هغه چا پسې ځي، چې زر و زور ولري، شان و شوکت ولري او خلکو ته همدا اوس د يو څه د ورکړې توان ولري. يوازې علميت زموږ د ټولنې په اوسنيو شرايطو کې د قدرت معيار نه دى، د سړيتوب معيار به وي، خو د قدرت معيار نه دى.
٧- تنظيمي کانديدان:
تنظيمونو بيا انډوخر جوړ کړى، خپل خپل کانديدان يې هم ودرولي، خو له نورو قوي کانديدانو سره هم غوږ جنګوي، د ارګ دروازې يې هم ستړي کړي او بيا لکه د غنمو راشه چې وېشي، د وېش تله يې په لاسو کې ده. دوى کې هم داسې د تورې سړى او کانديد نه شته، خو مقصد اورېدلي يې دي چې: ((زيارت کې بنډاره ده خورې ته هم په کې راځه...)) نو دې حالت ته چې سړى ګوري، يوه خوا په تله کې دې کانديدانو خپل ضميرونه ايښي او بله خوا امتيازونه، نو د تېرو تجربو په رڼا کې چې موږ ګورو، د امتياز په مقابل کې دا ډول ضميرونه همېشه مات شوي دي.
٨- جبهه يي کانديدان:
نظار شورا،اسلامي جمعيت او پخوانۍ شمالټلواله چې اوس ورته ((متحده ملي جبهه)) وايي. په واقعيت کې نه متحده ده او نه ملي، دوى تر نورو ټولو کانديدانو، د کانديداتورۍ مارکيټ زيات ګرم کړى دى، له نورو کانديدانو څخه يې توپير دادى، چې نورو اکثرو ضعيفو کانديدانو د يوه، دوه يا درېو قوي کانديدانو دروازې ټکولي، خو دوى د ټولو دروازې ستړي کړي دي. دوى له هر چا سره دي، خو له هېچا سره نه دي، لکه ازادۍ راډيو کې چې کله کله وايي: ((ازادي راډيو د هر چا ده، خو د هېچا نه ده.)) او يا هم د ديني متنونو ملايي ژباړه چې کله کله وايي: ((انسان نه دى پيداشوى مګر پيدا شوى
دى...)) نو دوى هم، ((له هېچا سره نه دي، خو له هر چا سره دي، يا هم له هرچا سره دي، خو له هېچا سره نه دي.)) د جبهې منگى خو لا هغه وخت تصنعي ښکارېده، چې د بېلابېلو ماتو شويو ډلو او اشخاصو کودړي يې سره په مصنوعي پتري ټينګ کړل او د ((متحدې ملي جبهې)) په نوم يې يوسست منګى جوړ کړ، چې د يوه ګوزار تاب هم نه لري. د جبهې د منګي د همدغې وېرې له امله جبهه تراوسه پر دې نه ده بريالۍ شوې، چې يو واحد کانديد وړاندې کړي، سره له دې چې دوو کلونو راهيسې يې په وارو وارو ويلي نن او سبا به خپل کانديد معرفي کړو، خو (( دا نن او سبا)) تر(ننه) راونه رسېدل.
جبهه يان د هغو مداريانو په شان دي، چې له سهاره تر غرمې پورې، خلک ځان سره په دې پلمه مصروف ساتي، چې زه، مار او موشخورما په جنګ اچوم، خو په پاى کې خپل څادر او کڅوړې راټول کړي، خپل مار په کې ورواچوي او خلکو ته وايي: (( زه خو څه لېونى نه يم، چې دا په جنګ واچوم، زما ګټه خو همدا ده، چې تاسې مصروف وساتم، پيسې درنه راټولې کړم، که دا په جنګ واچوم، نو يو خو ضرور له منځه ځي، نو زه به بله ورځ څه کوم؟)) نو دا جبهه يان هم همداسې دي. دوى وېره لري، پر کومه ورځ چې خپل کانديد معرفي کړي، نو جبهه چې له پخوا څخه هم چندان متحده نه وه، يو دم به وپاشل شي او خلک
به يې له اصلي ماهيته خبر شي، نو ځکه خو متفرق او ځينې ځواکمن غړي يې د هر قوي کانديد په دروازو کې ولاړ دي او د لومړي مرستيال د څوکۍ پر تجارت بوخت دي. په واقعيت کې د جبهې څو مطرحو غړو ټولو همدا مزي ځغلولي دي. کېدى شي يو څوک وروسته د جبهې د کانديد په نامه معرفي شي، خو هغه به په واقعيت کې د نظار شورا او يا هم اسلامي جمعيت کانديد وي؛ په دې جبهه کې نورې راټاله شوې نامتجانسې ډلې او افراد به يې ونه مني.
٩- متفرقه کانديدان:
د پورتنيو ډول ډول کانديدانو ترڅنګ يو شمېر نور کانديدان هم شته، چې د جنس، مذهب او نورو نومونو په شعارولو سره يې ځانونه کانديد کړي او يا يې کانديدوي. دا ټول د کاذب شهرت او نامشروع امتياز په لټه کې دي، د قوي کانديدانو په ډله کې نه راځي، خو پر انتخاباتي فضا پرازيت خپرولاى شي.
١٠- اوسنى ولسمشر حامدکرزى:
که حالات همداسې روان وي، د اساسي او قوي کانديدانو له جملې څخه يو هم اوسنى ولسمشر حامدکرزى دى. دده تېره اووه کلنۍ واکمنۍ که څه هم ډېرې نيمګړتياوې لرلې، خو برياوې يې هم ډېرې زياتې وې. د جمهور رئيس په توګه دده د واک دوام هم د انتخاباتو په معادله کې دده وزن زياتوي. يو تريخ او نا عدالته واقعيت چې اوس زموږ د ټولنې د سياسي ژوندانه يو منفي دود ګرځېدلى، هغه له مشروع، نامشروع ډلو او اشخاصو سره مثبت يا منفي ايتلاف دى، چې په افغاني ټولنه کې د سياست لوري ته بدلون ورکولاى شي. حامدکرزى په دې ډول ايتلافونو او سازشونو کې تر نورو اوسنيو مطرح کانديدانو
زياته تجربه لري. دى د نورو کانديدانو په انډول خپلو ايتلافي ملګرو ته تر حده زيات امتياز ورکوي، دا کار هم کېدى شي، د نورو کانديدانو پر وړاندې دده مټ غښتلى کړي، دا پورته ايتلافونه طبعاً د عدالت پر بنسټ ولاړ نه دي، خو د ټولنې د يوه منفي واقعيت په توګه يې په پام کې نه نيول، د انتخاباتي بهير نا سمه ارزونه ده.
د پورتنيو مختلف الشکله او متضادو ايتلافونو او ګڼ شمېر کانديدانو شتوالي، ولس ته ګڼ شمېر اندېښنې پيدا کړي دي. تر ټولو ستره اندېښنه د همدې ګڼ شمېر کانديدانو شتوالى دى، چې د ولس د ذهني پاشنې اونارامۍ سبب ګرځي او هغوى نه شي کولاى، تر ټولو غوره کانديد په اسانۍ سره په نښه کړي.
د ګڼ شمېر کانديدانو شتوالى به ددې سبب شي، چې ټاکنې دويم پړاو ته وغځول شي او په دې حالت کې به افغانستان له سختو قومي، شخړو، بحرانونو او ملت ضد ايتلافونو سره مخامخ شي، د ګاونډيو هېوادونو لاس به لا را اوږد شي، په ايتلافونو کې به د پيسو نقش او امتياز لا زيات شي او په نتيجه کې به د ولس رايې په ډول ډول امتيازونو، رشوتونو او مهارتونو وتروړل شي، داسې يو حکومت به رامنځته شي، چې د ولس به خوښ نه وي، خو د ولس خوښي نظام نوم به ورکول کېږي. دغو تشويشونو ته د حل کومه لاره او يا لارې شته که نه؟
زه فکر کوم چې طبعاً هره ستونزه يوه يا څو حل لارې لري. دا اوسنۍ ستونزه هم حل لارې لري ........
Lotfollah
17.04.2009
درنو حاضرینو سلامونه
د فارسی.رو په ویپ پاڼه کې لاندې مطلب خپور شوی ، چې زمونږ بحث سره مستقیمه رابطه لری.
آیالات متحدۀ امریکا در انتخابات ریاست جمهوری افغانستان از کی حمایت خواهد نمود؟؟؟
http://www.farsi.ru/doc/1918.html
په درنښت