نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خبردار ! دامريکايانو دوستي هميشوالې نه لري !
و.افغان
15.04.2009
دا لیکنه هغو افغانانو ته متوجه ده، چې د سپيڅلې مقاومت په وړاندې جنګيږي، يا
غواړي په هغو اربکو يا مليشو کې برخه واخلي، کومې چې دامريکا دمستقيمي قوماندی
لاندې دافغاني مقاومت دځپلو لپاره رهبري کیږي:
خبر دار، چې دامريکا دوستي بقا نه لري، دامريکا او ورته لويو طاقتونو دوستي
مؤقته او په مصلحتونو ولاړه وي، دعراق حالت له تاسو لرې نه دی، امريکا په ډیرې
ځیرکۍ سره دسني اربکیو په لاسونو ،امريکايي وسلو، او پيسو باندې عراقي
مقاومت ډیر وځپه،
خو نن چې دمقاومت په وړاندې ددغو اربکیو وظيفه سرته رسيږي،
امريکا هم ترې لاس اخلي، او تش لاس يي عراقي شيعه ګانو بلکه ايراني مليشو ته
سپاري، وژني يي، زندانونه يي ترې ډک کړل، په رنګا رنګ جرمونو يي متهموي، او
زندانونه ته يي وراچوي، همدارنګه وخت نا وخت ددغو اربکیو په کورونو کې دعراق
دشيعه حکومت له پلوه چاودني کیږي، داربکيو مشران په نښه کیږي، دلته هغه عربي
متل يا کيسه راپه يادیږي:
انما أکلت يوم أکل الثور الأبیض.
نو که نن تاسو دمقاومت په ضد له ښکيلاګرو سره په يوه مورچل کې ودریږۍ، نو سبا
به تاسو دهمدې امريکايي بادارانو له لاسه تر هر چا مخکې بې عزته کیږۍ، وژل کیږي،
او تر پښو لاندې کیږۍ، خو بیا به پښيماني هيڅ ګټه نه لري.
نن عراقي اربکيو ته ځاي په ځاي بمونه کيښودل کیږي، او دهغوي حامیان امريکايان
په تدريج سره دهغوي لريوالې اختیاروي، سنيان چیغي وهي، چې شيعه حکومت ځمونږ
مشران په منظمه توګه وژني، نيسي يي، او جیلونه ته يي وراچوي.
حکومت دعوا کوي، چې هر هغه چا باندې چې دوه کسه شاهدي تیره کړي، نو هغه ددی
مستحق دی، چې توقيف شي، محاکمه شي، خو شيعه حکومت هغه مجرمې ډلې او مشران
يي هيروي، کومې چې مسلحې تدريب شوې له ايران څخه راواوښتې، او په زرګونه
سني عراقيان يي له تيغه تیر کړل، دعراق سويل يي ترې خالي کړ، او له بغداد څخه يي
بغدد آل البيت جوړ کړ. (بغداد علوي، وسیبقی علويا).
دسني اربکیانو يو مشر شيخ ماهر سرحان عباس ۲۷ ورځي مخکې عراقي شيعي حکومت بندې
کړ، تر دی وړاندې په لسګونه نور داربکيانو مشران هم ونيول شو، داربکيانو قبيلي
سختو انديښنو کې راګیر دي، او په شيعي حکومت باندې تورونه لګوي، چې کوښښ
کوي دسني اربکيانو څخه ځان خلاص کړي، او په يوه او بل نوم يي ختم کړي.
شيخ ماهر يو ځايي مخور شخصيت وو، دسني قبیلو په اربکيانو کې يي ځانګړې
محبوبيت لره، دوه کاله وړاندې امريکايانو کوښښ پیل کړل، چې دپيسو په بدل کې
هغوي ځانته راجذب کړي، او دمقاومت دځواکونو پر ضد يي وکاروي، دا وو چې
هغوي سره يي کار پیل کړ، دۍ دامريکايانو په منځ کې هم داعتبار خاوند وو، او تر
اوسه امريکايان وايي، چې مونږ ورته په همدغه سترګه ګورو.
خو دتیرې مياشتې مارچ په ۲۵ نيټه، دهغو کور ته مسلح افراد ورننوتل، نوموړې دخپلې
ښځې سره دخوب په کوټه کې پروت وو، تلفزيون يي کوت، خوا سره يي درې کلنه لور هم
وه، چې ناڅاپه پرې دغه خلک کوټې ته ورننوتل، دشيخ ماهر ښځه وايي، چې مونږ فکر
کاوه چې دا دالقاعدې خلک دي، شيخ ماهر څخه دانتقام اخيستلو په موخه راغلې دي.
سره ددی چې دشيخ ماهر دکور تر څنګ يو امريکايي بیس هم وو، خو کله چې هغه
دعراقي شيعه ځواکونو له خوا بوتلل شو، امريکايي ځواکونو دخپل نږدې دوست دنیولو
په اړه ناخبري وښوده، او ويي ويل: کومو ځانګړي ځواکونو په هغه چاپه غورځولې ده،
مونږ ترې خبر نه يو، او نه مو څه له لاسه کیږي،ځمونږ معذرت ومنئ،
مونږ ستاسو دکور غړې او خپل نږدې پخوانۍ دوست په راخلاصولو کې هيڅ
ډول مرسته نشو کولاي، مونږ په هغه هیڅ اعتراض نه لرو، خو هغه اوس عراقي ځواکونو
نیولې دی، او اوس دهغه راخلاصول ځمونږ په وسعه کې نه دي.
په درنښت.
http://www.alarabiya.net/articles/2009/04/13/70520.html
و.افغان
16.04.2009
http://www.youtube.com/watch?v=b81cpKq6FyQ
په ويډيو کې له ځينو انځورونو بخښنه غواړم، ترانه مې ډیره خوښه شوه، ما ویل چې
تاسو سره يي شريکه کړم، خیر دی وايي ورۍ، ګورۍ مه.
په درنښت
عبدالله صابر
16.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
يو وخت مي چيرته غالباکوم امريکايی پروپيسرله خولې په نقل لوستلي وو چي د
امريکاپه دوښمنئ کښ ښايی بچ شي خودامريکاپه دوستئ کښ بچ کيدل دبيا
مشکل دي ،ستاسوليکنه دهمدي واقيعيت ثبوت دی چي دامريکاګوډاګيان بايد
تري عبرت واخلي ،امريکايانوخودشيعه ګانوبي پيسونوکران
دي ،دوی چي ايران اوشيعه ګانوته څومره ګټه ورکړه دومره ايران دوه سوه کاله ورو
سته په خوب کښ هم نه شوئ ليدلئ ،عراق کښ يی سخت دوښمن صدام ورته ختم
اوشعيه حکومت يی په سنيانومسلط کړ، او افغانستان کښ خوکه بهرني فوځونه
امريکايان يانوردي خو داخلي حکومت اواردو اوپوليس بياټول دايران په خدمت
کښ دي ،زمونږهيواد په اوس وخت کښ دامريکا له خو ا مستقيم اوايران له خوا غير
مستقيم ډول اشغال شوئ ، ټلويژني اومطبوعاتي رسنئ ټولي ايراني اوافغاني ضد
پروپاګنډه خپره وي ،دافغانستان په تاريخ کښ به هيڅ وخت شيعه ګان دومره
واکمن اوپرمختګ نه وي کړئ څومره چي دکرزي په وخت کښ يی افغانستان
يوشيعه ډوله اودايران يو ولايت په څيرګرځولئ ، ايران به دامريکا احسانونه
هيڅکله هم پوره نه کړي ،دومره ښه امريکا له ځان سره نه دي کړي څومره يی چي
له ايران سره کړي ،نوايادا به بيا څومره ښکروره درواغجنه پروپاګنډ ه وي چي په
ايران دطالبانوسره مرستې تور ولګول شي ،عيناد ا يوه داسي نوي شکل پروپاګنډ
ې ته ورته ده لکه کله کله دکرزي دولت يی دملت غولولو لپاره په ناټولګوي چي
طالبانوته وسلې غورځوي ،په هرحال که زمونږهيواددامريکاله خوا اشغال شوی نو
ايران هم تري کم نه دی اود ايران پټ په پټه اشغال ترامريکاډير خطرناک دی ،دواړه
ديوې سيکې دوه مخونه دي چي دهيوادپه اشغال کښ برابرشريک دي ،له بده مرغه
چي زمونږډيرئ افغانان ايراني اشغال ته هيڅ پام نه کوي اوتل يی يواځي پاکستان
ته پام وي داځکه چي اوسنئ افغاني ميډيادايراني ايجنټانوپه لاس کښ ده اوتل
داسي پروپاګنډې خپروي چي دايران له لاس وهنودخلکوپام بلي خواته اړه وي ، که
مونږ په همدي ډول ناخبره او اوسيږو نوهغه سنګرونه چي دپاکستان په مقابل کښ
مونيولي وي ايران به دشاله خوا توپک په ورميږ رايښئ وي اوبيابه تري دخلاصيدو
وخت هم نه لرو ،راځئ چي څومره قلمونه دپاکستان په ضد کاره وو ددي دريمه برخه
ايران ته هم وقف کړو کنه نو بيا به وخت تير اوڅه به لاس ته نه راځي ٠
والسلام
ghareebdost
17.04.2009
دخلګوبي عزتي خو اوس هم روانه ده,په باګرام كي پښتنې ميندي بي عزته كيږي له سپين ږيرو سره لواطتونه وشول,نوربه؟؟؟