نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
وړانديز
هیښ
15.04.2009
ټولو درنو او عزت منو وطنوالو ته سلامونه او احترامونه وړاندې کوم.
محترم کامه وال صاحب !
ټول افغان زما کورنئ ده . دکورنئ خدمت په هر غړي واجب دئ .زه هم ددې دپاره چې ددې کورنئ حق مې لږ شان ادا کړئ وی یوڅو یورو ورته ډالئ کوم .
خو زما په نظر دټول افغان مالي مشکل به په مؤقتي توګه حل شي ،لاکن اوږدمهاله ستونزه ئې په ځائ پاته ده .
زه یو [size=24:b223aa8bc2][color=white:b223aa8bc2]پیشنهاد[/color:b223aa8bc2][/size:b223aa8bc2] لرم چې:
دټول افغان پاڼه لکه چې دنامه څخه ئې ښکاري دټولو افغانانو پاڼه ده ،چې دهرقوم ،ژبې،مذهب ،اډیولوژی او سیاسی نظر لرونکو افغانانو دپاره ئې بې له تعصبه او عناده دخپلوافکارو دنشرولو اواظهارولو دپاره زمینه برابره کړې ده او دبیان او عقیدې داظهار حق چې دانسانانوخدایي حق دئ په ټول افغان کې ټولو ته حاصل دئ ،چې زما په نظردا اولین ، اساسی ترین او باارزښترین قدم دیوې متمدنې ټولنې( چې دمسائیلو حل دمفاهمې او مذاکرې له لارې پیشنهادکوي) دجوړیدوپه لوري دئ چې ټول افغان په ډیر متین او استوار ه ټوګه دا حرکت شروع کړئ دئ .نوددې پاڼې ساتنه ،پالنه او دکیفیت لوړوالئ ئې زموږ ټولو ملی او افغاني مسؤلیت دئ چې باید ادائې کړو.
نن ورځ هرکار مالي لګښتونه لري ا و ددې لګښتونو دپوره کولو دپاره مالي او اقتصادي منابعو ته ضرورت دئ .دټول افغان تکیه په خپلو غړیو ده .نو که دټول افغان دقدرمنو غړيوپه مرسته دیوه بنسټ یا فونډیشن دجوړولو تابیا ونیول شي او په رضا کارانه ډول هره میاشت اویا په کال کې یو مقدار پیسې را غونډې او په یوه حساب کې واچول شي دیوې خوا نه به دټول افغان مالی مشکل ددې لارې نه حل شی او دبلې خوانه که دوروڼو همت وی یوه پانګه به پیدا شی چې په ځنې نورو دخیر او عامه ګټې په لاره کې به په کار واچول شی .زه چې تر اوسه دټولو وروڼو لیکنې لولم ،نو دهریوه په اظهاراتو کې دخلکو او وطن خدمت دخپلې دیدګاه له نظره حتمي معلومیږي،نو خپلو خبرو ته دعمل جامه کولائ شی دا دخیر په کارکې په خپل شراکت سره ثابته کړي .
په فورم کې ټول ښه ایمانداره او زړه سواندي شخصیتونه دي ،چې کولائ شې ددې خیریه کار دمدیریت دنده په غاړه واخلی او ددې لارې ددنیا نیکنامي او داخرت اجرونه کمایي کړي .
مننه
رښتینی
15.04.2009
ښاغلی هیښ سلامونه می ومنه !
ستاسو دادخیر وړاندیز زه سل په سلو کی درسره منم
داډیره دخیر خبره ده چی له خبرو سره دخیر ګامونه هم واخلو
یواځی خبری دومره خوند نه کوی اودا باید دیوه ټرسټ بڼه ولری
خومهم ټکی دادی چی باید امین کسان دا کار په لاس کی ولری
د نړۍ مختلف ولسونه دڅارویو او څنګلونو له پاره ټولنی
جوړوی موږ یی باید خپلو دربدره هیوادوالو ته جوړه کړو
اوداهم باید ووایم چی دالیکنه باید یواځی دټول افغان ښکلا
پاتی نشی اوعملی ګامونه پورته کړل شی
په مینه
pattang
15.04.2009
انډيوالانو !
زما دزړه خبره مو کړې ده ،موقتي مرسته لکه چې کاموال هم اشاره ورته
کړې ده ، دومره کټه ناکه نه تماميږي ،مرسته بايد هميشه او پر وخت سره برابره
وي٠ که سړی فکروکړي 50 € څومره شی ندي يونفر هم داکار کولی شي خو زه ددې
کار مخالفت کوم څکه چې داسې مرستي کوم کلک بنسټ نلري ( سياسي
،اقتصادي ،نور واقعات او ختلافات ) منځ ته راتلی شي او خبره جنجالي کيږي٠
تر ټولو ښه کار دادی چې دټول افغان د پاڼې لپاره يوه کلتوري ټولنه د مسال په دود:
(( د ټول افغان دکلتوري ودې ټولنه ، يا دپښتوژبې انترنيتي پالنه ,........... )) .
په نامه جوړه شي او انډيوالان غړيتوب پکشې واخلي او خپله ونډه ورکړي٠
خو داخبره بيا دجرمني اوسېدونکو ته مخامخ کيږي څکه چې د 50 € لپاره به
څومره کسان پکارو ي ? 1,2,3..... ، 10.....،20 ..., او غړيتوب به يې څو € وي ?
هو که دپاڼې تر څنګ نور کلتوري کارونه وشي نو دا به ډېره په ګټه تمامه شي
اوبيا کيدی شي چې ددوهمې او اولې نړۍ ډېر او سېدونکي برخه پکشي واخلي .
ټولنه رسمي او که غېرې رسمي ?، که رسمي يې غواړو نو بيا دالمان دغونډو
قانون حتمي پکشي عملي کيږي او ډېر کار غواړي٠
بيا هم ستا سو نظر !