نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
بهرنۍ واکمني اوکورواکه دیکتاتوري
Ghairat
15.04.2009
...........................................زمونږ د خپلواکۍ دوښمن امریکا اوولسواکۍ دوښمن ISI ده !
[color=yellow:e10e462899]
ملي خپلواکي او کورواکه ولسواکي د هر ولس دوه مشروع حقونه دي !
نو [/color:e10e462899]
[color=white:e10e462899]
بلواکه ولسواکي او کورواکه دیکتاوتوري دواړه نامشروع دي![/color:e10e462899]
[color=blue:e10e462899]
طالبان د هیواد آزادي ،خو خپله دیکتاتوري غواړي،نولومړی یې مشروع
حق او باید ملاتړ یې وشي او دوهم یې نامشروع دی او باید مخه یې ونیول شي!
حکومت دولس له پآره ولسواکي خو د ځان له پآره دبهرنیانودیکتاتوري
غواړي، چې لومړنۍیې مشروع او
دوهمه یې حرامه اونامشروع هڅه ده !
په دواړوکې یوه نامشروع وجهې شتون مشترک دی ، قدرت ته د طالبانو رسول همدغسې نامشروع
دي لکه څنګه چې د بهرني ځواکونو شتون او د ګوډاګي حکومت اطاعت حرام دی!
نو دافغان مسلمان اومؤمن ولس رسالت :
۱ــ د نامشروع حاکمیتونو مخه نیول دي که دا د بهرنیانو اود هغوی د ګوډاګي حکومت حاکمیت وي
اوکه پر ولس باندې د طالبانو دیکتاتوري !
۲ــ دملي خپلواکۍ او ملي اسلامي دموکراسۍ رامنځته کول دي!
آیا طالبان دې بشپړ مشروعیت ته غاړه ږدي،چې مونږ او ټول ملت ورسره ودریږي ؟
که یې نه ږدي نوددوی د څرګندو غوښتنو او ISI د پټو پلانونو تر منځ فرق به بیا څه وي؟[/color:e10e462899]
Re: بهرنۍ واکمني اوکورواکه دیکتاتوري
beett
15.04.2009
[quote:ca200d85e7="Ghairat"]...........................................زمونږ د خپلواکۍ دوښمن امریکا اوولسواکۍ دوښمن ISI ده !
[color=yellow:ca200d85e7]
ملي خپلواکي او کورواکه ولسواکي د هر ولس دوه مشروع حقونه دي !
نو [/color:ca200d85e7]
[color=white:ca200d85e7]
بلواکه ولسواکي او کورواکه دیکتاوتوري دواړه نامشروع دي![/color:ca200d85e7]
[color=blue:ca200d85e7]
طالبان د هیواد آزادي ،خو خپله دیکتاتوري غواړي،نولومړی یې مشروع
حق او باید ملاتړ یې وشي او دوهم یې نامشروع دی او باید مخه یې ونیول شي!
حکومت دولس له پآره ولسواکي خو د ځان له پآره دبهرنیانودیکتاتوري
غواړي، چې لومړنۍیې مشروع او
دوهمه یې حرامه اونامشروع هڅه ده !
په دواړوکې یوه نامشروع وجهې شتون مشترک دی ، قدرت ته د طالبانو رسول همدغسې نامشروع
دي لکه څنګه چې د بهرني ځواکونو شتون او د ګوډاګي حکومت اطاعت حرام دی!
نو دافغان مسلمان اومؤمن ولس رسالت :
۱ــ د نامشروع حاکمیتونو مخه نیول دي که دا د بهرنیانو اود هغوی د ګوډاګي حکومت حاکمیت وي
اوکه پر ولس باندې د طالبانو دیکتاتوري !
۲ــ دملي خپلواکۍ او ملي اسلامي دموکراسۍ رامنځته کول دي!
آیا طالبان دې بشپړ مشروعیت ته غاړه ږدي،چې مونږ او ټول ملت ورسره ودریږي ؟
که یې نه ږدي نوددوی د څرګندو غوښتنو او ISI د پټو پلانونو تر منځ فرق به بیا څه وي؟[/color:ca200d85e7][/quote:ca200d85e7]
دهیواد دازادی په لاره کی دتنکیو ځوانیو قربانی خو تاسو هم مشروع
کار بولی اوفعلا خو دوی په دی مشروع کار لګیادی تاسو په دی مشروع
کار کی عملا له هغوی سره څومره هماری کړی ده ؟
اوکه ته وایی چی یووار دی له موږ سره سپینه کړی اودواک قوالی دی راکړی
نودا هغه دغوایی له حلالیدلو مخکی دتال په سرنیولو په ډول نه بریښی ؟؟
وروره هیواد اور اخیستی صلیبیانو له نوم اوناموس نه خلاص کړو
سخت ظلمونه روان دی تاسو دکورواکی اونوری قوالی غواړﺉ !!!
په دیکتاتوری او نورو به وروسته غږیږو چی یوڅل ددی اور مخه ونیسو
اوکه ته وایی چی وروسته طالبان ملی حکومت ته نه تیاریږی ځکه
هغوی مخکی ازمویل شوی دی زه وایم داسی نده مخکی دهیواد له شمالی
مورچی سره نیمه دنیا ولاده وه ښه په درب کی جنګونه روان ول په طالبانو
سخت بندیزونه و طالبان هیڅ حکومت ته خلاص شوی ندی
او داځوک چی ملی حکومت نن یادوی دوی له طالبانوسره دشراو فساد
په مخنیوی کی هم ولاکه کومک کړی وی
تاسو اوس په موجوده روانو حالاتو کی میدان ته ورشﺉ جبهی جوړی
او په مقاومت کی برخه واخلی بیا به طالبان مجبوره وی ستاسو ملی
غوښتنی به منی او که تاسو په خپلو ګرمو بسترو کی پراته او غوښتنی
مو دخانتماخان وی نو ېه وایم دا به انصاف نه وی ؟
و.افغان
15.04.2009
بيټ صاحب:
خبرې مو بيخي صحي دي، خو دومره اعتراف پکار دی، چې نن سبا دطالب په ليکو
کې دملي مفکوري والا خلک تصفيه کيږي، يا يي ځينې شبکې پخپله تصفيه کوي،
او يا يي دالقاعدې په لاس تصفيه کوي.
پوهیږم چې هغه طالب مشران چې په پاکستان کې اوسیږي، هغوي ته به ډیره سخته وي،
چې دملي وييزي په خولې راواخلي، او که نه نو فورا له منځه وړل کیږي.
خو ولې مليت او ملي دولت اوسمهال ځمونږ شرعي او قانوني بلکه ضروري حق دی.
مونږ اسلامي خلافت خوښوو، اسلامي خلافت مو مبتغا او تمنی ده، خو په دا کومه لار
چې يي طالبان راولي، هغه لار ترکستان ته تللې ده.
مونږ حق لرو چې ددنياوالو سره دمتبادل او متقابل احترام په اساس متعارف علیه قيود
او شروط ولرو، مونږ داسلامي دولتونو تر منځ حدود غیر اسلامي او داسلامي خلافت
ددښمنانو کړنه او تجزيه بولو، خو اوسمهال ورسره تعامل داسلامي خلافت تر قائميدو
پورې(چې اوسمهال يي خوب لیدل هم حماقت بولم) بيا يو فرض شوې واقع بولو، چې
تيښته ترې مستحيله ده.
داسې نشو کولاي چې افغان دی په هر دولت بند وي، په سپکه دې ورته کتل کیږي، حتا
دانساني حقوقو دی هم محرومیږي، پرته له پاسپورټ او ويزې دی ورته بل دولت ته
دننوتو اجازه نه وي.
او مونږ دی داسې خلافت رامنځ ته کوو چې دهر دولت مجرم ورته په يو او بل نوم پناه
راوړي،دافغانستان پاسپورټونه پرې ویشل کیږي، له دې سربیره دافغان ولس په
سرنوشت هم لوبي کوي، غیر شرعي کارونه کوي، دتکفیر او خروج اجرامي جهنمي
افکار له ځان سره راوړي، ځمونږ پاک مسلمان ولس پرې سیزي، ددی ملمستیا نه په ګټه
لوي لوي جرمونه په نورې نړۍ کې تر سره کوي، او مونږ ورسره لاس او ګريوان کوي.
دا نه ابوبکري خلافت دی او نه عمري، بلکه يواځې يو حماقت کيدلاي شي او بس.
داسلامي خلافت لار دومره آسانه نه ده، لکه څنګه يي چې ځينې تصور لري، اسلامي
خلافت لويي لويي علمي او ثقافي پروژي غواړې، داسلامي دولتونو خپلمنځې ژبنې،
اعتقادي، مذهبې، او نژادي توپيرونه بايد له مينځه يوړل شي، داسلامي دولتونو دوګړو
تر منځ دنفرت ځاي محبت ونيسي.
هر اسلامي دولت يو بل ته متبادل احترام او متقابل درناوۍ ولري.
داسلامي دين دعلماوو
او دعصري علومو علما يوه ګډه مشترکه لار سره ومومي، هر اسلامي دولت کوښښ
وکړي چې يو قوي ځواکمن اقتصادي او عسکري بنیاد دځان لپاره جوړ کړي، تجارتي
اقتصادي اړيکي پياوړې کړي، مشترک تجارتي
بازارونه رامنځته کړي، مشترک علمي مراکز پرانیزي، مشترکه پيسه ولري،
مذهبي تقارب رامنځ ته شي، شيعه ډلې داهل سنتو په وړاندې
له خپلو خرافي نفرت انګیزو عقيدو څخه تير شي، او مقابل کې سنيان دوروولۍ لاسونه
وروغځوي، نو چې کله طالب په خيټالوجۍ وبخښۍ په ټکنالوجۍ ايمان نه لري، ثقافت
او تعليم ته هم دپام وړ کار نه کوي،
او اسلامي خلافت هم غواړي، نو يا خو به ایراني آخوندانو ته له خپلې عقيدې تيریږي، او
يا به په ايران ورتلل، او اسلامي خلافت جوړول له سره باسي،
يا به اوزبکستان ته سر ټيټوي، يا به اسلامي خلافت جوړول له سره باسي، په دې چې
ترکيه سره له اوسنې علمانيت سره سره بيا هم دخپل سلف پخواني اسلامي خلافت اوږدو غځيدلو
ځمکو ته پڅخيږي،اګر که داسلامي نظريي له لارې پرته يي په بله لار لاسته نشي راوړۍ،
خو دومره کولاي شي، چې دنورو دنفوذ مخه ونيسي، بلکه دمخې ډب کولو اقدام يي
وکړي، ګورۍ نه هر کله چې جنرال دوستم تښتي نو په انقرې ميلمه وي.
ورپسې راتير شۍ، دافغانستان شمال دولتونه او قوقاز کې دنړۍ دوه ستر ملکونه لوي
لوي حياتي مصالح لري، هيڅکله به اجازه ورنه کړي، چې داسلامي نهضت ليکې له
آمو سيند څخه ورتيري شي، او څنګه به ورتيري شي، چې طالب جان دعصري علومو
زده کوونکو ته دځينو فتواګانو او پخوانیو درګیریو په وجه دانسان په سترګه نه ګوري.
اګر که الله جل جلاله فرمايي: ولا یجرمنکم شنآن قوم علی ان لا تعدلوا، اعدلوا هو أقرب
للتقوی.
له ايران څخه آخوا ورتير شۍ، عرب تر نن ورځې دقوميت او رنګارنګ تعصباتو په نشو
داسې مست دي، چې نور خلک ورته هډو انسانان نه ښکاري، هغوي دانګریز په مرسته
داسلامي ترکي خلافت بيخ او بنیاد وويست، هغوي به هيڅکله ديته غاړه کینږدي، چې
له افغانستان څخه مشر ملا صاحب ورشي، او دهغوي هيوادونه دي قبضه کړي.
په دې هر څه سربیره يي حاميانو ترې لوي لوي دفاعي کمربندونه تاو کړي دي، هغوي به
هيڅکله پرينږدي چې څوک يي اقتصادي مصالحو ته ضرر ورسوي.
ډیر لیرې لاړم، پاکستان مې هير شو، په پاکستان کې دطالبي فکر مخالف خلک په ځاي
پريږدم، هغه خلک يي چې له طالبانو سره ودريږدي، نو داسلامي خلافت لپاره نه ودريږي،
بلکه هغوي خپله په اسلامي خلافت هډو ايمان نه لري، او نه به ددې کوښښ وکړي، چې
خپل وطن پاکستان کې اسلامي خلافت منځ ته راولي، بلکه دټولو هغو هڅو مخه به هم
ډب کوي، کومې چې داسلامي خلافت منځ ته راتلو ته لار هواروي.
ځکه خو هغوي یواځې په افغانستان کې تش داسلامي خلافت په نوم دخپل ځان لپاره تور
بازار خلاصوي، چې اوس يي له لاسه هندوانو او ایرانيانو وړې دی.
خلاصه دخبرې:
که چیرته مخکنې شروط چې ډیر اوږمهاله کار غواړي، رامنځ ته شي، نو بيا ممکنه
ده چې اسلامي دولتونه خپل منځ کې سره نور نزديکت هم پيدا کړي، يو داسې اتحاد جوړ
کړاي شي، لکه اروپايانو چې جوړ کړی دی، يا مخکې شورويانو جوړ کړی وو، او يا
خپله داسلامي ملکونو کانفرنس (المؤتمر الاسلامي) دومره تطور وکړي، چې په يوه
قوي اتحاد بدل شي.
بيا دغه اتحاد دیادو شوو تګلارو په مټ دومره ځواکمن کيداي شي، چې يو اسلامي ځواکمن خلافت وځيږوي، چې دستور به يي دالله جل جلاله کتاب او ګران نبي اکرم
صلی الله علیه وسلم سنت وي.
له دی پرته دزور کارول او هر چا ته په لاس کې نيول هيڅ ګټه نه لري، نن صبا هر دولت له
خپلو حدودو په زرګونه کيلومټره لرې واټن کې هم دخپلو مصالحو دفاع کوي.
تاسو وليدل چې عراق يو لوي طاقت وو، چې فکر کوم په نړۍ کې څلورم طاقت شميرل
کیده، ښه مجهز او په هر رنګه وسلې سمبال فوځ يي درلود، خو دصدام رحمه الله ديوه
کوچني حماقت له وجهې دهغه فوځ، دولت، ولس او هر څه له منځه لاړل.
نو راځۍ دچتکو خوبونه پريږدو او دحقیقت دنيا ته راشو، خپل ځان او خپل حدود وپيژنو
خپل دينې و جایب وپيژنو، وطن وپيژنو، خپل ملت وپيژنو، او خپل ملي مشروع حق
وپيژنو، خپل لار او خپل مسیر وپيژنو.
دا چې ځينې وروڼه په نورو دافغان ملت ټاپې وهي، داسلامي تعليماتو معلومات يي هم
کمزوري دي، داسلام پاک مبين دين ورته درياضي حساب ۱+۱= ۲ ښکاري،
زه ترې پوښتم چې ځوانه ته راشه
لومړۍ دې دغه دافغان ملت اصطلاح تعريف کړه، چې دافغان ملت څخه دی مقصد څه دی؟
که مقصد دی دا و ي، چې افغان نه يي؟ نو شکر الحمد لله مونږ مسلمانان او افغانان
دواړه يو، او که په دې خبره کې څه شرعي نقصان تاسو ته ښکاري نو مونږ ته يي راپه ګوته
کړئ.
او که مطلب دی دپښتنو لپاره تعصب وي؟ نو شکر الحمد لله په مونږ کې تعصب نشته،
مونږ خو همدا چيغې نارې وهو، چې افغانستان دهر افغان وطن دی، او هر افغان بچې
په دی پاکه مبارکه خاوره لکه دنورو افغانانو په څير دعزت او پت زندګۍ حق لري،
بايد له خپلو حقه حقوقو څخه برخمن شي، هغه
که پښتون وي، که هزاره وي، که اوزبک وي او که تاجیک، او که دنورو درنو افغاني قومونو بچې وي.
وروستۍ خبره مې داده، چې په افغانستان کې دښکيلاګرو په وړاندې مقاومت ځمونږ
شرعي، اسلامي، وطني، او ملي مقاومت دی، شريک په کې غازي دی، مړ په کې شهید
دی، الحمد لله ورځ تر ورځې پياوړې کیږي، الله جل جلاله دی نور هم پياوړې کړي، خو
دمقاومت رهبريکوونکې دی دومره پوه شي، چې اوس مرحله کې ځمونږ لپاره يوه سوچه
افغاني آزاده مستقله، معلوم الحدوده، معلوم الهويته اسلامي واکمني بس ده،نو باید
دهمدې مرحلې مطابق ګامونه پورته کړو، او داسلامي خلافت يا امارت خوبونه داوس
لپاره له ذهنونو څخه وباسو.
په درنښت
عبدالله صابر
16.04.2009
السلا م عليکم
دبيټ صاحب خبره سمه ده ،مونږبايد ميدان ته ودانګو دمقاومت ليکوته ورګډ شوتر
څو دپرديوله اغيزڅخه مقاومت وساتو،اوکه مونږپه خپلومټودمقاومت دمقاومت
ليکې پياوړې نه کړو اوهمداسي دخيرپه غونډئ يی سيل کووچي کوم يوراڅملوي
نوبياطبعابه د ا دوه خبرې منو ،يابه دهيواد اشغال تسليموواو امريکايان به زمونږ
دهيواد اصلي واکدارانوپه توګه منوچي په دي صورت کښ زمونږ دين اوهيواددواړه
له خطرسره مخ وي او چي دانشومنلئ نوبيادهيواد اشغال خلاصون ضروري دی چي
ضروري شونوکه مقاومت خدای مه کړه دپرديوتراغيزلاندي راځي نودا به دمقاومت
ګناه نه وي ،بلکه دابه زمونږ خپله لټ توب وي چي دهيواد اشغال خلاصون ته ملا
نه شوتړلئ اوپرځائ يی القاعده اوپاکستانيان لګيادي زمونږ دهيواد مقاومت
ليکې په خپلې قربانئ اوموجوديت اغيزمنې کوي ،
[color=blue:e86a978674]دساړه ميدان څخه دمقاومت اصلاح داسي مثال لري لکه چي يواوراخيستئ او
دمړکولوپه تلاش کښي اخواديخومنډې وهي اوبل ورته وايی دومره صبر وکړه چي
زه سګرټ درڅخه ولګوم ٠[/color:e86a978674]
[quote:e86a978674]خبرې مو بيخي صحي دي، خو دومره اعتراف پکار دی، چې نن سبا دطالب په ليکو
کې دملي مفکوري والا خلک تصفيه کيږي، يا يي ځينې شبکې پخپله تصفيه کوي،
او يا يي دالقاعدې په لاس تصفيه کوي. [/quote:e86a978674]
خيردی څه داشغالګروله خو ا شهادت اوڅه دځينوشبکويا القاعدې له خوا، دتاسو
مطلب دهيواد څخه داشغالګرو شړل دي اوکه په دي لار کښ ومري شهيد يی نوتا
خوهسي هم نيت صفادی چي هرځای اودهرچاله خوا ووژل شي شهيد يی ،اوکه
ته وايی چي جنګ کوم خو بايد مړنه شم نوداخوصداقت نه شو ،بل پلوکه بياهم ته
په همدي ډارچي شبکې او القاعده به مي ووژني دمقاومت ليکوته په دوربين کښ
ګوري نوټوله پړه بياهم ستاپه غاړه ده چي دومره قرباني نه شي ورکولئ چي مقاومت
له پرديو پاک کړي بيانوقرارکيناستل پکاردي ،ځکه تش په خوله باندي هيڅ هم
نه کيږي ترڅوچي عملي ميدان ته وونه وزي ،داهم دمونږ اوتاسولټي ده چي
شبکې اوالقاعده موپه خپل هيوادکښ وژني پکارخوداده چي هغومونږووژنو
خومونږيی ځکه نه شووژلئ چي جهادسختې لوږې اوتندې نه شوقبلولئ ،هغوی
شپه په سنګردسره اورلاندي تيره وي مااوتاچي ټوله شپه اوده اوارام خوبونه
وکړواوبيادسحرمونځ په جمع وکړونوهم بريتونه تاووچي اووه ويشت درجې
ثواب مووګټه ٠
والسلام
Ghairat
16.04.2009
[quote:5c8486eda4]خيردی څه داشغالګروله خو ا شهادت اوڅه دځينوشبکويا القاعدې له خوا، دتاسو مطلب دهيواد څخه داشغالګرو شړل دي اوکه په دي لار کښ ومري شهيد يی نوتاخوهسي هم نيت صفادی چي هرځای اودهرچاله خوا ووژل شي شهيد يی[/quote:5c8486eda4]
صابر خانه وروره مطلب مودا چې د طالبانو لیکوته دې سړی ددې له پآره لاړ شي
چې هلته دالقاعدې او د پردیو استخباراتو دغړو پر ضد جهاد وکړي ؟
اوپه دې توګه طالبان له دوی څخه پاک کړي؟
که طالبان دغسې یوغږ وکړي ډیر افغانان به یې مرستې تهورودانګي او ددوی له شر څخه به یې په فزیکي ډول وژغوري!
خوکه د طالبانوکولمې ورسره داسې نښتې وي چې هغوی ددوی امران وي نو بیا خود طالبانو لیکې د ISI او القاعدې لیکې دي نه د طالبانوخپلې،نو څوک به دومره لیوني وي چې دداسې وطندوښمنه اوملت دوښمنو ډلو لیکوته ورشي؟.
[quote:5c8486eda4]بل پلوکه بياهم ته په همدي ډارچي شبکې او القاعده به مي ووژني دمقاومت ليکوته په دوربين کښ ګوري نوټوله پړه بياهم ستاپه غاړه ده چي دومره قرباني نه شي ورکولئ چي مقاومت له پرديو پاک کړي [/quote:5c8486eda4]
پردي خو په جګړه پاکیږي نه په دوستۍ ، که په دوستۍ پاکیدای نو د طالبانو په بیسارې دوستۍ په دغه پردۍ شبکې اوس د مقاومت له لیکو څخه وختی پاکې شوې وای ، خو برعکس هغوی لا ډیر شوی او پیاوړی شوی نو ایا کته يې پر طالبانو نوره هم درنده شوې نده ؟
عبدالله صابر
17.04.2009
السلام عليکم
ګوره غيرت خانه بياهم نه يی پوهه شوئ ،زما مطلب دستاسوليکنوڅخه داسي
اخيستنه وه چي که فرضا دا درسره ومنوچي دطالبانوليکې په القاعده ياپاکستانيا
نوډکې دي اومونږ که ورشونو وژني مو، ما ددي ځواب درکړئ ووچي شبکې يا القا
عده دو ژني نوبياخوټوله پړه ستاپه غاړه ده ،ځکه ستاهيواد اشغال شوئ اودوی
دمرستې ته راغلي پکارخوداوه چي ددوی مرستې ته اړتيانه وی پاته اوته نرشوئ
وی دمقاومت ملا دمظبوطه کړي وئ اوکه ته دلري نه چيغې وهي چي هغه وکړئ دا
وکړئ نودابياماشومانه چيغې دي ،اوس وخت کښ مقاومت دهرمسلمان مرستې
ته اړتيا لري ، کوم افغانان چي اوس مهال مقاومت په ليکوکښ ولاړدي هغودهر
ډول نيمګړتيا لري کولو او اصلاح حق لري اوڅوک چي دلري نه چيغې وهي هغودپار
ه دشرم ځای دی ،داهيواد دټولوشريک کوردی بايد ټول يی په ګډه ازاد کړو ،ځيني
بايدسنګرته وليږو ،ځيني هغوته مالي کومک برابره ولواوځيني يی بيا قلمي دفاع
ته وقف کړو ، دا ټول دمقاومت څانګې دي چي هريويی په خپل ځای داهميت وړ
بلل کيږي ،
يوځل بيادرته ياده کړم چي که مونږ په دي ډارله مقاومت نه شاته پاته شوچي القاعده
اوشبکې مو وژني نوبياخومقاومت همدو ته پاته شو اوزمونږ هيواد هم دهغو شو
ځکه مااو تا خو يی سوړ غواړو يعني داسي معنی ورکوي لکه څوک چي ووايی
اوه القاعده اوشبکو مونږ ته هيواد ازاد کړئ بيا يی مونږ ته راپريږدئ ، ايا ستاسو
مطلب کټ مټ همدا داپورته نه دی ؟؟
يواځينئ علاج يی دادی چي مقاومت يوسوچه افغاني حرکت تسليم کړو اودا ومنو
چي ځيني بهرني مسلمانان داسلامي خواخ وږئ له مخي دمقاومت مرسته کوي چي
مونږ يی بايد قدر دانئ وکړو ،کنه نو له دي پرته به ستاسوټول انتقادونه دملت په
زيان وي اوهيڅ ګټه به ونه لري ٠
والسلام
Ghairat
17.04.2009
ډیره ښه ، صابرخانه، القاعده خوپخوا د جهاد پهوخت کې راغلې وه څوک یې هم مخالف نه و او قدر يې هم کیده،خو هغه وخت یې لهدتش ملاتړ زیات څه نشوکولای او زمونږ په سیاسي چاروکې یې مداخله ناشونې وه، خود طالبانو په وخت کې دوی
زمونږ سیاسي رهبري تر خپلې سیاسي موخود اغیز لاندې راوستله ، طالب القاعدع او القاعده طالب شو چۍ د ملاعمر اواسامه بن لادن دوستي یې څرګند ثبوت دی، نو د طالبانو ملي مسولیتونه یې تر خپلو عربي موخو قربان کړل او داسې یې قربان کړل چې د افغانستان او افغانانو سرنوشت یې تر فلسطین او فلسطینیانو را بدتر کړ،نوکه طالب اوس هم د القاعدې د هماغه موږي پورې نښتی وي چې پرې منډل شوی نو دابه یو سیاسي معتادیت او یوه لاعلاجه ناروغې وي نه یو ضرورت !
نواول خو پکار داده چې القاعدې سرنوشت ورانونکې مرستې اوملاتړ په درناوي رخصت کړي او د اسامه او ظواهري غوندې پلندران د پښتنو له قبایلي سیمو څخه وباسي !
دغه عربي اتلان دې مهربانې وکړي فلسطین او سعودي ته دې لاړ شي او هملته دې د خپل وطن د آزادۍ له پآره مټې راپورته کړي خو له افغانستان څخه دې د مچ په کونه ډبلۍ نه جوړوي، د نړیوال ځواکونو ډبلی خو دوی د افغانستان کونې ته نیولی ،نو د القاعدې په وتلو به د نړیوال تروریزم د پلمې مرکز خپل اصلي عربي ټاټوبي ته انتقال او د بهرنیانو د شتون پر ضد به د افغانانو مقاومت ملي او بین المللي برحقیت پیدا کړي او د ټولې نړۍ د مستضعفینو ملاتړ به وګټي !
تر کومه ځایه چې د شیکوخبره ده نومطلب دې له بهرنیو شبکوڅخه اصلأ ISI ده چې په نامه یې یادول ښايي درته ګران وي:
نو که ددغه لعنتي جهنمي استخباراتي شبکې ملاتړ ته ته اړین اسلامي ملاتړوايې نو د افغانستان شتون به هم یو ضد اسلامي پېښه بولې، خکه چې په تیر تاریخ کې به د جنګیزیانو اسلامي حاکمیت په شمول به هره پیښه چې د هند د هر اسلامي حکومت تسلط یې پر افغاني خاوره رامنځته کاوه ستاسې پّه اند روا اسلامي ملاتړ ګڼل کیده بیا دې طالبان اعلام کړي چې د هند حکومت اسلامي شي بیا دې نو نه یواځې پاکستان بلکې افغانستان هم ادغام کړي او طالبان به ورسره مرسته د ګډ اسلامي خلافت په رامنځته کولوکې چې مرکزیې دهلی وي مرسته وکړي ۰
دغسې دې ایران او بل او بل ، هر لوده حکومت د اسلام په نامه افغانستان ښکیلول غواړي طالبان به یې اسلامي ملاتړ بولي اومرستې ته به یې وردانګی؟؟؟؟ په داسې سیاست سره چې د نړۍ په هر ګوډ کې د اسلام په نامه مرستې ،نصر اوکومک ته وردانګي نومشر به یې ملا عمر نه بلکې ملانصرالدین وي ۰
ghareebdost
17.04.2009
وهاج خانه تکړه شه ! دمقاومت رښتيني ملا تړته!!!
تاسو داسلامي كانفرانس خبره كوئ!
هلته خو دغه غټ خيټي شراب خواره عربان ناست وي,چي كله كانفرانس ته را غونډشي هم نوپه هوټلونوكي په زنا اوشرابو بوخت وي, دوي كله هم دامريكا له خوښي پرته كومه پريكړه كړې؟؟؟
غيرت صيب! تاسو دملاعمر او اسامه د دوستئ خبره كړې؟؟؟خو وضاحت مو نه دي كړی چي څه مطلب؟؟؟
هیښ
18.04.2009
سلامونه
دښاغلي غيرت صاحب دا مقوله چې :
[code:1:508c2040c4][quote]ملي خپلواکي او کورواکه ولسواکي د هر ولس دوه مشروع حقونه دي[/quote][/code:1:508c2040c4]
کاملاًدرسته ده او یو ژوندئ ملت یو ازې دخپلواکئ او وولسي اقتدار په لرلو سره دنورو وولسونو سره په سیاسي ،اقتصادي ،فرهنګی او علمي ساحو کې دسیال په ټوګه اظهار دوجود کولائ شي او دترقئ او پرمختګ په لوري دیوه مرفه ،عادلانه او نیکمرغه ټولنې دجوړولو اودعلمي ،تخنیکي او عمراني بریاوو دلاسته راوړلو له
پاره چټک او مطمئنه ګامونه پورته کولائ شي.
له بده مرغه چې په اوسنیو حالاتو کې افغانان ددې دواړو حیاتي نعمتونو نه بې برخې دي اوهمدا علت دئ چې دیوه لوئ مصیبت سره مخامخ دي او ورځنئ ژوند ئې دانساني ناورین هغه تابلو ده چې دوحشی بهرنیو یرغلګرو او داخلي خائینو او جنایت کاره عناصرو په شیطاني لاسونو دافغان وولس په وینو رنګ امیزي جریان لري.
د وولسی اقتدار په بنا جوړه شوې ټولنه هغه وخت منځ ته راتلائ شی چې ټولنه خپلواکي ولري .په اسارت او دپردیو په اشغال کې دوولسواکئ یا وولسي اقتدار نارې وهل یو خیال دئ چه دواقعیت سره مخامخ کیدل ئې ناشوني دي.له دې کبله افغانان دوولسی اقتداردقائمولوله پاره اول باید خپله خپلواکي حاصله کړي او بیا دوولس په خوښه دنظام دجوړولو تابیا ونیسي .
دښاغلي غیرت صاحب په اظهاراتو کې چې :
[quote:508c2040c4][code:1:508c2040c4]حکومت دولس له پآره ولسواکي [/code:1:508c2040c4][/quote:508c2040c4] غواړي
دوولسواکئ داډیال سره په تضاد کې ده .وولسواكي یعنې وولس په خپله ازاده اراده ، دخپلواکئ په موجودیت کې ،بې له زور او جبر څخه ،په خپله خوښه بې له فشار او ترور څخه خپل برخلیک ټاکي ،نه دیو موټئ خائینانو او جنایتکارانو او اشغالګرانو دبمونو اوفشارونو په وسیله . که لاسپوڅې اداره او بهرني یرغلګرو واقعاً وولس او دهغه مشروع قدرت ته احترام او تعهد لرلئ ،نو بیا ولې دوولس په قتلولو کې دمځکې او هوا له لارې په ډیر غیر انساني توګه لګیادي ؟
ولې ئې هغه جنایتکاره او خائینه بانډونه چې په لاسونو ئې دوولس د وینو رنګ لا نه دئ وچ شو ئ او دبشري حقوقو ښکاره ناقضین دي دخپلو اسلحو په زور په وولس ورتپلي دي ؟
اوکه وولسواکي دفرمایشی او تزویري انتخاباتو ددایرولو نمایش ته ویل کیږي ،بیاخو دا ډول انتخابات دپخواني شوروي اتحاد او نورو مطلقه رژیمونو په وسیله هم دایریدل چې منتخبانو به ٪۹۹رایې ګټلې ،نو بیا خو هغه دیکتاتوران تر ټولو ښه وولسواکان وو ځکه چې په ظاهره سره دومره لوئ اکثریت خلکو ئې ملاتړ کاوه .
بناءًدا خبره چې ګواکي تپل شوې اداره وولسواکي غواړي ،یوه افتضاح ده ،مسخره ده او په وولسواکئ پورې ریشخند وهل دی او بس .
همداراز ستاسو د نظر:
[quote:508c2040c4][code:1:508c2040c4]طالبان د هیواد آزادي ،خو خپله دیکتاتوري غواړي[/code:1:508c2040c4][/quote:508c2040c4]
لمړئ برخه چې مقاومت دوطن خپلواکي غواړي سم دئ او واقعیت هم دا ډول دئ ،ځکه دمقاومت جبهې عملاً ددې غوښتنې دپیاده کولو دپاره مبارزه ښه په خرپ روانه کړې ده او په دلاره کې ئې هرډول قربانئ ته ځان تیار کړئ دئ خو دوهمه برخه ستاسو دنظر دمقاومت په جبهه باندې دموجوده واقعیت سره سمون نه لري او یوازې په شک او یا دجنګي جنایت کارانو په تبلیغاتو ولاړه ده .
دمقاومت جبهه صرف داشغالګرانو سره دمبارزې په سنګر کې حضور لري او ټول طاقت او قوت ئې یوازې داشغالګرانو په لیکو او تاسیساتو باندې دکاري او مؤثرو عملیاتو اجراکول دي،دلته ددکتاتورئ مطرح کول یو بې بنیاده موقف دئ چې نیول کیږي .دکوم قدرت نه یادونه کوئ چې وجودئې نه لیدل کیږي او تاسو ئې دیکتاتور بولئ ؟
او که ستاسو اندیښنه دخپلواکئ دحاصلونه وروسته مرحله پورې وي ،دانو داحتمالاتو په ډانګونو ټوپونه وهل اوداوبونه مخکې دڅپلیو ایستل دي ،بیا هغه ساعت او همغسې مصلحت.
که دمقاومت جبهه دنامشروع قدرت شوقیان وائ ،نو غربی تجاوزکارانو او اشغالګرانو ته په تسلیمیدو او غلام کیدو به ئې ډیر اسانه او ارزانه په لاس راوړئ وو ،مګر دمقاومت دجبهې سره دپوشالي او بې واکه قدرت په ځائ نور ارزښتونه دي چې دلاسته راوړلودپاره ئې خپل ژوند ځنې قربانوي .هغوئ ته قدرت دغلامئ په قبلولو شرم ،بې غیرتي ،ملي خیانت او دانساني کرامت ضد عمل ښکاري او ابداُ به داسې ذلیلتوب ته غاړه کېنږدي.
دافغانستان تاریخ دا ښودلې ده چې هر سیاسي قدرت چې دوولس نه ئې سرچینه نه ده اخستې دزوال سره مخامخ شوئ دئ او بقا ئې نه ده پیدا کړې ، او هغه اشخاص او ډلې چې دوولس دتائید نه پرته ئې قدرت غصب کړئ دئ یوازې شرمندګی اودوولس دنفرت او انزجار سره مخامخ شوي دي او دا پرنسیپ به دوولسی اقتداردقائیمېدو پورې دوام لري .
له دې کبله دمقاومت جبهه هم دومره نافهمه نه ده چې دداسې قدرت د لاسته راوړلو په فکر کې وي او دهغې دپاره مبارزه وکړي چې دوولسي اقتدار سره په ټکرکې وي او عاقبت ئې نسکوریدل او تاریخي تورمخي وي .
نن ورځ چې اروپائې ،جاپاني ،استرالیائې او دلاتینې امریکا اجیران دامریکائې تجاوزګرانو او اشغالګرانو تربیرغ لاندې دافغان وولس دځپلو،وژلو او بې عزته کولو له پاره جنګیږي او په دې وحشیانه او ضدانساني عمل کې برخه اخلي څوک پرې اعتراض نه کوي او که دګوتو په شمار ازادیخواهان او خپلواکئ غوښتونکي دمقاومت دجبهې سره دافغان وولس دخپلواکئ په مقدسه مبارزه کې برخه اخلي بیا نو دنیوکو بې انصافه غیشی ویشتل کیږي او په مقاومت دبې اساسه تورونولړئ وغځیږي .دا څرنګه عدل او قضاوت دئ؟
خپلواکي مقدسه ده دوولسونو خدائي حق او لورینه ده نو ددې تقدس او حق نه باید په هروخت او هرځائ کې ملاتړوشي .مګر اسارت ،غلامي اوبردګي دطاغوتیانو او شیطان صفتو عناصرو منفوره او چټله ظالمانه او ننګین عمل دئ .
په افغانستان کې دخپلواکئ او ازادئ دپاره جنګیدل دټولو مظلومو او مستضعفو وولسونو دخپلواکئ نه دفاع ده ،او په افغانستان وولس باندې بې شرمانه او وحشیانه تجاوز کول او اشغالول ئې دټولو ملکونو په استقلال او مځکنئ بشپړتیا باندې تجاوز دئ . له دې کبله د امریکائي وحشیانه تجاوز او اشغال په مقابل کې چې هر څوک دمقاومت دجبهې سره دخپلواکئ دلاسته راوستلو په سنګر کې هر ډول مرسته کوي دتائید او تمجید وړده او ددې ډول مرستو راجلبول او ګټه ترې اخستل یو لازمي او مشروع کاردئ او دهر ډول نیوکې نه مبرا ءدئ.
دمقاومت جبهه هم باید هر اصلاحي تنقید او نیوکې ته دشک په سترګه ونه ګوري او دانتقادونو دهضمیت وړتیا په ځان کې پیدا کړي او هغه دپښتو متل چې وائي :
[color=white:508c2040c4]دوست به دوژړوي او دښمن به دوخندوي [/color:508c2040c4]
ددوستانو ترخه او زیږه خو په ځائ وینا ته ددښمن دتبلیغ په سترګه ونه ګوري او دځینو کړیو په مدح او صفت دومره مست نه شي چې لاره او ګودر ځنې ور ک شي اودطبیعي دوستانو په غیږ کې نیولو ته شا کړي او دمؤثره او په ځائ همکارئ دفرصت نه ئې ګټه پورته نه کړي .
په افغانستان کې ددې لوئ ویر او ناورین دمنځه وړلو له پاره دټولو ملي ،مترقي ،وطنپرستو او په خپلواکئ او ازادئ معتقدو قوتونو یوه سر تاسري تفاهم اواخلاصمنه همکارئ ته اشد ضرورت دئ .افغانان باید دمختلفو ،افکارو ،عقایدو،سیاسی نظرونو او نورو ژبني او اتنیکي تمایزاتو په لرلو سره سره دشریک ژوند دکولو او دملي ارزښتونو نه ددفاع هنر زده کړي او په هوښیارئ اوتدبیر سره دافغانستان ددښمنانو هغه توطئې چې ددې تمایلاتو په بنا جوړیږي په خپل ملي وحدت او یووالي سره خنثی کړي .
مننه
Ghairat
18.04.2009
دروند او په خوږه ژبه دحقیقت څیړونکي هیښ صیب ته درناوی!
کاش چې هیښ صیب طالبانو مشرتابه خپل ویاند مقرر کړی او بیا یې همدغسې خبرې کولی چې دلته یې کوي،نوزمونږ او ډیرو
افغانانو اندیښنې به د طالبانو په اړه رفع شوې وای، ځکه هغه څه چې نوموړي یې له طالبانو څخه هیله لري هیڅوک پرې تر هغه باور نشي
کولی تر څوچې طالبانو هغه د ځان پّ اړه نهوي تایید کړي ۰ خود ویاند په توګه به بیا دغه خبرې ټولې د طالبانو خپلې خبرې وای او نتیجه
به یې هم داوه چې ډیر روڼ اندي ځوانان به د طالب لیکوته ورغلي وای!
خو داچې طالبان یې تاییدولی نشي او له تایید پرته یې څوک د طالب په نامه ګڼلی
او باور پرې کولی نشي ،نو د هیښ صیب له محض خوشبینۍ
پرته به بر نور څه وبولي ؟
خو اوس به راشم زما خینوټکوته چې هیس صیب اقتباس کړي دي ،خینې یې تر ما هم ښکلي تشریحکړي او خینې نور له اصلي اړوند
څخه وتلي او په مجرده توګه د چا خبره پهخ خبل ذات کې له تړاو پرته اقتباس شوي ، که څه هم ما ډیر دقیق نه دي کارولي خو د لیکنې د کلي تړاو
په پامکې نیولو سره ترې هغه انګیرنه نشي کیدای چې هیښ صیب ترې کړې ده ،مثلأ ما لیکلي چې :
۱ ـــ [color=white:6d03f4a646]طالبان د هیواد آزادي ،خو خپله دیکتاتوري غواړي...[/color:6d03f4a646]
هیښ صیب لومړۍ برخه تایید کړې اوبی له دې چې د طالب تیره ۵ کلنه واکمني په
پام کې ونیسي ، یا یې هغه ردونې چې ولسواکي نه مني ، سو اساسي قانون چې ټولګړي آزاد او سرئ انتخابات په کې وي نه مني
اونه یې رامنځته کوي ، ملي شورا اود ولس منتخب استازي به نه وي، که د تیرې دورې غوندې یې وي نو ملي اردو به همنه جوړیږي څو
یوګاونډی هیواد خفه نشي او په دې ټوګه ټول ضد ملي ساختارونه د اسلام پر تشه بهانه دوام ولري!
له بلې خوا باور نه کوم چې هیښ صیب به د آزادو انتخاباتو او ملي شورا له درلودلو او یو اساسي قانون له لرلو پرته چې د مطبوعاتو
آزادي په کې تسجیل شوې وي پر هیواد حکومت کول به دیکتاتوري نه وي ، لکه ځینې چې وايي چې ګواکې قدرت ته د اکثریت
له بالفعله ملاتړ پرته رسیدل ممکن نه دي، نو قدرت ته رسیدل پخپله ستر ولسواک عمل دی ، بی له دې چې ترې وروسته
حکومت د آزادو انتخاباتو له لارې رامنځته شي ۰
۲ ـــ ما لیکلی و :
[color=yellow:6d03f4a646]حکومت دولس له پآره ولسواکي خو د ځان له پآره دبهرنیانودیکتاتوري غواړي، [/color:6d03f4a646]
خوهیښ صیب ترې لومړۍ نیمه جمله وچه کلکه اقتباس کړې او له دویمې نیمې سره تړاویې ترې پریکړی دی ۰
هو ، که ما د ولس دکلمې پسې صرف د (پلمه) وییزی لیکلی وای نو هیښ به هم دغه تشه په دې نه وه ډکه کړې چې ددویمې نیمې جملی
غواړي دلته ورو غورځوي، ځکه چې بیا به پرې دومره اسانه نه معطوف کیده ۰
زما مطلب دا وچې د ننه خواته کرزی د دموکراسۍ چغې
وهي اوولس پرې غولوي خوخپله پرې هېڅډول تکيه نه کوي، رايي له پښتنوڅخه اخلي او ظاهرأ پرې د ولسمشرۍ مقام ته ځان رسوي ،
خو عملأ ټوله تکیه پر امریکايي ځواک کوي، نه یواځې دپښتونولی حقونه نه مراعاتوي بلکې په بمباريو يې دومره هم نه ستړی کیږي
چې له دغه چوکۍڅخه پرې استعفا ورکړي! ولسواکي دولس حق دی هغسې حق چې آن امریکا او کرزی یې په قلابي ډول مني ، انکار ترې
نه کوي او ظاهرأ پرې تکیه هم کوي ، طالبان دولس دغه حق تر اوسه پورې نه په رښتیا منلی اونه ظاهرأ ، بلکې په ډأګه ور سره دوښمني کوي او آن ډاګیزه
کفریې بولي ،نوخبره داسې رالنډولی شي چې حکومت د اسلام حق او اسلام د طالب اوملا حق دی ، لهذا له ملا او طالب څخه بل هیڅوک
د حکومت کولو حق نه لري او بس !
د ملت یا ولسواکۍ ټکې هم په کې نه ځاییږي، که په جهاد کې راسره القاعده او ISI ونډه اخلي او آن داچې جهاد ښه رهبري کوي، نوطبیعي ده
چې په اسلامي حکومت کې به هم راسره دواړه برخه اخلي او آن رهبري به یې هم کوي او آڼ داچې له افغانانو څخه ددوی جهاد ښه دی ،
ځکه چې هم جهاد کوي هم پیسې راکوي اوهم مو پوځي او سیاسي رهبري کوي، نو په دې خاوره به هم تر افغانانو دوی زیا ت د حکومت کولو حق ولري!
کله چې طالبان بیا قدرت ته په دغسې فکر ورسیدل اود اسلام په نامه یې تورې اوټوپکې د القاعدې او ISI په مشرۍ یا مشوره سره هر مخالف ته ونیولی شوې،نو بیا څوک له دوی سره حساب کولی شي ؟؟؟؟
له ولس پرته بل څوک دا تضمینولی شي چې دوی به داسې نه.کوي ؟
او له ولسواکۍ پرته ولس څه قدرت لري چې واکمنان کنترول کاندي ؟
آیا له خلفاو راوروسته تر نن ورځې پورې کوم ولس له ولسواکۍ پرته خپل سلطان ، پاد شاه یا شاهنشاه کنترول کړی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟