د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

عقل اوعقیده

Ghairat
15.04.2009

عقل اوعقیده بیل بیل هر چاته تر یوۀ بریده څرګند دي چې عقل څشي ته وايي اوعقیده څشی دی ، خو ددوی دواړوتر منځ اړیکه ،نسبت اوتناسب دلته چا نه دی
روښانه کړی ـــ له اهمیت او رول نه نیولې تر فنکسیون ،ګټې، پایلواونتیجو پورې ددوی تر منځ څه تړاوونه اواړوندونه شته؟ آیا په عقل تکیه کیدای شي ،
که هو،تر کوم بریده او کومې کچې پورې؟ آیا دوی یو له بل پرته امکان لري اوکولی شي پرته له یو بل څخه پرمختګ وکړي او بالآخره آیا دوی یو د بل مخه هم ونیسي،که نه ؟


و.افغان
15.04.2009

ښاغلې غیرت صاحب:
په لنډو به يوه خبره وکړم، چې داسلام هيڅ يو صريح په صحيح سند ثابت حکم، له هيڅ
سليم عقل سره تضاد نه لري، او نه به څوک وتوانیږي، چې دتضاد يو مثال وړاندې کړي.
دخپل عصر مجدد العلامة شيخ الاسلام ابن تيمية رحمه الله تعالی په دی اړه په لسو
مجلدونو کې يو کتاب لیکلې دی، چې له هغه وخت څخه تر ننه پورې ورته فيلسوفان
او دنړۍ عاقلان او هوښياران ګوته په غاښ پاتي دي، دکتاب عنوان يي دی:
درء تعارض العقل والنقل.
يعنې دعقل او نقل تر منځ دتعارض له منځه وړل.

خداي جل جلاله دهمدې لپاره انسان ته عقل ورکړې دی، چې خپله دنيوي او اخروي
زندګې پرې وپيژني، خو عقل په غیبیاتو کې خپل حدود لري، سرې کرښي لري، چې له
هغو نشي وراوښتلې، عقل له هغوي قاصر دی، او تاريخ په دی ښه شاهد دی، هغو خلکو
چې ځانونه يي فيلسوفان، هوښياران، او اعقل العقلاء ګڼل، او دغیبیاتو په بابونو کې يي
له قرآني او حديثي لارښوونو ليري خپل عقلونه جنګولي دي، ټول يي ښوييدلي دي، او له
یوه بل سره يي ډیرې شخړې، اختلافات، او حتی خپلو منځو کې يي جنګونه هم کړي دي،
او یو بل ته يي دکفر نسبتونه کړي دي، تاريخ ددی هر څه شاهد دی.

په درنښت.



ع کريم حليمي
17.04.2009

ډېرو درنو او مکرمو ، دانشمند غيرت صاحب او استاد قاري صاحب !
السلام عليکم و رحمه الله و بر کاته 

حکمت د رب العزت داسي دئ چه د انسان په جوړښت او ترکيب کښي 
شهوت الفرج او نور شهوتونه سته ، چه ډير قوي هم دي ، او پر انسان ئې 
سلطنت جالانه دی ، په دې دليل نو د انسان د عقل ميل همېشه د غريزو 
طرف ته مائل ،اغوا وي ،  

[quote:312cbc750a]او بالآخره آیا دوی یو د بل مخه هم ونیسي،که نه ؟[/quote:312cbc750a] 
هو !يو د بل مخه نيسي ، که چيري داسي پېښه سي چه اخلاقي کودونه او
 عقيده او قوانين له منځه يوسو ، د قهر په وخت کښي به  اکثره عقلونه
امرونه وکړي چه ورور دي ژوندئ وخوره !همدا عقيده ده چه د عقل  منفي 
طرف  ئې په قيد کښي راوستلئ 

که تاسو داخبري راسره ومنئ ،نو نيا به ئې مخاليفه خوا وڅېړو
په درنښت 
 


Ghairat
19.04.2009

محترم اومکرم استاد حلیمي صیب السلام علیکم و رحمة الله وبرکاته !
ډپره مننه کوم چې ډیر ښه ، ژور او په زړه پورې ځواب مو ایرایه کړی دی چې په منلوکې یې هیڅ ستونزه نه وینم ، ولې یوڅه مناقشه به بیا هم پرې بده نه وي

[quote:f86af285d0] که چيري داسي پېښه سي چه اخلاقي کودونه او عقيده او قوانين له منځه يوسو ، د قهر په وخت کښي به اکثره عقلونه
امرونه وکړي چه ورور دي ژوندئ وخوره! همدا عقيده ده چه د عقل منفي طرف ئې په قيد کښي راوستلئ[/quote:f86af285d0]
په عقیده کې عقل او احساس دواړه شته، خو په قهرکې یواځې جذ‌به او په دې توګه ړنده او په اصطلاح حیواني ده ،نوحیوانات چې عقل نه لري خپل مخالف خوري یا یې ځپي تیری پرې کوي او تېښتې ته یې اړباسي ، نو داسې بریښي هغه عقلی یا عقل منلی او خپل کړي احکام چې په احساس کې ځای نیسي روزونکی دي چې داخلاقو په نامه یې دین ټولنې ته وړاندې کوي ، خو که کوم عقلی محتویات چې روزونکی نه وی یعنې په احساس کې ځای و نه نیسي، د ښو او بدو په وړاندې بی تفاوته او بی اغیزه پاتې کیږی. همدغه نیمګړتیا ده چې د لویدیځوالو تعلیمات او ښونه لوړه خو د اخلاقی روزنې کچه یې دومره ټيټه وی چې په نشت حساب وي او د جذباتو یا نورو مادی امتیازاتو په وخت کې سختو تیریو او ظلمونو ته لاس اچوي . د قانون ویره یې عقلی ده ، خو اخلاقی نه ده، یعنې Legality لري خو Morality نه لري ، البته ویره هم یو احساس دی چې د جنایی جذباتود حکم مخه نیسی ، خو کوم اخلاقی حکم یا د وجدان امر ورته نشو ویلی . په درنښت او تودو سلامونو !


pattang
20.04.2009

ځوانه !
داخبره به دې څرنګه وي ?
دساري په توګه:
دعقيدې په ا ساس دنيل ا وبه دوه ځايه شوې ،لار وچه شوه ټول يهود له چرګانو
،اسانو،پسو ،رمو او ګلو سره د موسی (ع) په رهبري سره روغ رمټ تېر شول خو
کله چې دفرعون لښکرې دې ځای ته راغلې ټولې غرقې شوې!
په کوم ځای کې دلته عقل پروت دی ? په عقيده کې سبوت ، عقل ، منطق ځای نلري
عقيدوي مسائل نور محتويات لري چې احساس يو له هغوی ځخه دی 
تربيوي ،کلتوري ، معنوي ، او روحي خصوصيات په عقيده کې لوی رول لري.
زه فيلسوف نيم که غلط تللی يم بخښنه غواړم ٠

[quote:1715c47faa]په عقیده کې عقل او احساس دواړه شته.....................................................................[/quote:1715c47faa]


Ghairat
20.04.2009

پتنګ صیب ښې چارې !
پوښتنه مو ستاسې د مٍثال په تړاو باکل پر ځای ده ،خو مننه کوم چې پخپله تاییدوئ چې :
1ـــ
[quote:8dc919e25e]عقيدوي مسائل نور محتويات لري چې احساس يو له هغوی ځخه دی [/quote:8dc919e25e]
آیا په هغه نورومحتویاتوکې یوهم عقل نه دی؟

۲ ــ
[quote:8dc919e25e]تربيوي ،کلتوري ، معنوي ، او روحي خصوصيات په عقيده کې لوی رول لري.[/quote:8dc919e25e]
نوآیا همدغه تربيوي ،کلتوري ، معنوي ۰۰۰۰ خصوصيات د عقل مهمه ونډه نه انځوروي ؟ آیا معنویات، کلتور اوروزنه به د اند او عقل تبارز یا Phänomenologie نه وي؟؟؟
داچې د عقیدې ټولې برخې عقل نشي روښانه کولی لکه معجزې ، ستا خبره سمه ده، خود محجزې موخه هم دغه وي چې له معجزې څخه د انسان عقلي او مادي بدني توان عاجز پاتې شي اود الله تعالی قدرت ته تسلیم شي!


اور- بل
29.06.2009

غیرته وروره خبره موپه ګل بدله، خو د پتنګ صیب د پو ښتنې موخه شاید داوي چې عقل خو اصلأ د موسی (ع) معجزه چې د قلزم له سمندرګي څخه له خپل ټول قوم او دهغوی د مال اوعیال او څارویو سره څنګه تیر شو درک کولی او دمعجزې په اساس
منلی نشي، مګر داچې معجزه مشاهده شي او یایې تاریخي ارښیولوژیک ثبوتونه وړاندې شي چې آیا دا معجزه رښتیا واقع شوې ده ، خو متأسفانه تر اوسه دغسې شواهد نه دي موندل شوي، نوتر څو چې نه عقلي اونه تجربوي ثبوتونه وړاندې شوي اونه یې مشاهدوي آثار موندل شوي وي، نو تر هغه پورې یې عقل اومنطق څنګه درک کړي اوڅه یې وبولي (؟) پر ته له دې چې تش جوړه شوې [color=yellow:d79c3f87b0]خو آړینه [/color:d79c3f87b0]افسانه ورته ووايي ۰
اړینه په دې چې له علمي، فلسفي اومنطقي اند اواندتوګې څخه د مخه هسې هم افسانې اواسطورې د انسان د اجتماعي فکر او شعور یواځینی شکل و چې له ادیانو څخه د مخه راپیدا شوي او له ادیانو سره یې موازي ژوند کړی دی چې د معجزو
بیلوالی ترې یواځې دتاریخي ثبوتونو په وړاندې کولو سره کیدای شي او بس،کوم چې نه دي وړاندې شوي .
نو دا نور ورونه اوخویندې دې پوښتنې ته څه ځواب لري ؟



ع کريم حليمي
30.06.2009

ګراني او پتمني او دانشمندي غوټۍ وربل په خیر راغلې ، ښې هلي او سلامونه مي ومنه
ددلائلو او معجزو د الفاظو د اوریدو سره سم تر ټولو لومړئ په زړونو کي دا سوال پیدا کیږي چه آیا
دا شیان امکان هم لري ؟
له کومه وخته چه په نړئ کښي عقل او نقل او فلسفه او مذهب د وجود ډګر ته راوتلي دي له هغه وخت نه تر نن ورځ پوري په دی موضوع ګانو ډېر خونړي بحثونه شوي دي او کیږي
فلسفه که نوې وي او که زړه ، که یونانۍ وي او که اسلامي ، که شرقۍ وي که غربۍ ، ددی ټولو فلسفو
د بحثونو څخه دا مطلب او نتیجه لاس ته راځي چه که څه هم ځیني فرقې دغه شیان ممکن بلکي دا واقعي ګڼي مګر ځیني خلګ ئې په قطعي ډول نا ممکن او محال هم ګڼي

په نړۍ کښي د عقل او فهم دغه اختلاف د پخوا نه قائم دی او تل ترتله به قائم وي
خوارق عادت ـ لکه څنګه چه د نړۍ پیښي د مادي سلسلې د اسبابونو او عللو نتیجې دي همدغه راز د نفساني اسبابو نتیجې هم وي په نفس کښي راز راز مختلفي جذبې او حرکتونه پیدا کیږي او له هغو
زموږ مادي جسم متآثرکیږي موږ ډیر داډول خلګ وینو چه هغوۍ لوړي درختی او یا جګ دیوال ته
خیژی د هغو په زړونو کي بېره پیدا کیږي او له ډیري بیري ئې سترګي توریږي او ټول بدن ئې په ریږد
شروع وکي او بدن ئې سست سي له درختي لاندي راولویږي او ډیر داسي خلګ سته چه له وهم او بیري
څخه بې سده سي او ډیر ناجوړه شي او مړه سي ، دا د کمزو رو خلکو حال دی

او د قوي نفسونو خاوندان د خپلو تآثراتو څخه نور خلګ متآثره کوي او یا په بل عبارت د هغو تآثرات
په نورو کوي او دخپل قهر او میني په نظر نور خلک ځان ته راکاږي
له دې څخه دا حقیقت څرګندیږی چه قدسي نفسونه او کمالیه قوتونو خاوندان په دې مادي نړۍ کښي ډیر تصرفــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ کولی شي
نو د موسی (ع) قدســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي نفس د قلزم په سمندر کښي تصرف ،او مأموريت ورکول کیږي او کوڅه او لیاره په کښي جوړه وي
، او یهودیانو په لاس لیکلي تاریخي سندونه موجد دي ،
او زمونږ خوږ نبي تصدیق او تبلیغ کړه چه (وَ إِذْ فَرَقْنا بِكُمُ الْبَحْرَ..........)
(وَ أَغْرَقْنا آلَ فِرْعَوْنَ ..... )

نور به په ډیر احترام له محترم او مکرم استاد قاري صاحب څخه غوښتنه وکړم چه د دانشمندي غوټۍ وربل سره بحث وکړي
داچه تاسو پوښتنه داسي کړې وه چه (نو دا نور ورونه اوخویندې دې پوښتنې ته څه ځواب لري ؟)
نو زما جواب لکچي لومړی سو ، ولي چه وخت مي درلو

په درنښت


اور- بل
01.07.2009

زمونږمکرم اومعظم استاد مولیناحلیمي صاحب السلام علیکم و رحمت الله و برکاته !
صحتمند عمر مو ډیر شه !
تاسوښه فرمایلي چې :
[quote:67f23ce222="ع کريم حليمي"]له کومه وخته چه په نړئ کښي عقل او نقل او فلسفه او مذهب د وجود ډګر ته راوتلي دي له هغه وخت نه تر نن ورځ پوري په دی موضوع ګانو ډېر خونړي بحثونه شوي دي او کیږي [/quote:67f23ce222]
په عقیدوي لحاظ ستاسې ځواب زما د قناعت وړ او هېڅ ډول شک پرې نه لرم ،خو
که له نقلي دلایلوڅخه یواځې مذهبي دلایل مطلب وي لکه ملا صاحبان یې چې تل ادعا کوي نو د عقل په اړه د عقل ــــ نقل دا تقابل آن د رنسانس له وخته راهیسې خپله تودوخه او actuality له لاسه ورکړې ده اوپر ځای یې له عقل اومشاهدې یا دوه deductic او inductiv علمي میتودونو څخه خبرې کیږي ۰
عقیدوي دلایل له دې دوه پورتنیو څخه په یوۀ کې هم نه شمیري او دوګمه Dogma یا دوګماتیک ( غیر علمي او غیر فلسفي) دلایل یې بولي ۰
په هر صورت زمونږ دلته له دوی سره کار نشته، د عقیدې له مخې شکر د موسی (ع) اوټولو رسولانو په معجزو باور اوعقیده لرو!
خوکله چې موضوع په عقل،علم اومشاهداتو خبرې وي، باید وغواړوچې عقلي، علمي اومشاهدوي مقتضیات اومعیارونه هم د معجزو اوهم څرنګوالي په اړه پوره او بسیا کیږي که نه ۰
خوارق عادات یا معجزې هم باید طبیعي آثر اوآثار پریږدي او پریښی یې وي او په خپل وخت کې د خپل وخت اوپیښځای په ژبه او لیکدود که هیرو غلیف وي اوکه میخي لیکل شوې اووروسته کشف او موندل شوې وي!
تورا ت یهودو له نزول څخه ۴۰۰ کاله وروسته تدوین کړ ، نه د وخت او زمان یهودوولیکه اونه دوخت او زمان په لیکدود لیکل شوی دی ۰ د اصل تورات چې پر موسې (ع) نازل شوی و یوه بشکه هم چا ونه لیده ، یهودي اخلافو ونشوکړای چې تحلیل اوتجزیې ته یې پریښودی وای،څو تاریخي حقیقت او موثقیت یې ثبوت شوی وای ۰
له تورا ت پرته د موسی (ع) ۷ ستر طوفاني معجزې او د فقلزم په سمندر ګي کې د فرعون غرقیدل کومې وړې بیښې نه وې چې د فرعونیانو په هروغلیف ډبرین آثاروکې به په هیڅ (نه مثبت او نه منفي ) شکل نه ثبتیدلې ،خومتاسفانه تر نن ورځې پورې د بی شمیره کنستنو سره سره دغسې تاریخي شواهد چا ونه موندل اومشاهده نشول(!)
حال داچې د عامو عقلي احکامو لکه منطق اونور چې شواهد یې په عمل کې ونه لیدل شي هم علمی اعتبار نه پیدا کوي ،نو نقلي(عقیدوي) به څنګه علمي اعتبار تر لاسه کړي؟
په دې ډول عقیدوي نقلي دلایل تل نقلي اوعقیدوي پاتې شوي ، په مشاهدوي ، عقلي او منطقي دلایلونه دي اووښتي نو تل په Defens کې defensiv پاتې شوي دي ۰

هو به دې کې عقیدوي شک نشته چې [quote:67f23ce222]د موسی (ع) قدســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــي نفس د قلزم په سمندر کښي تصرف ،او مأموريت ورکول کیږي او کوڅه او لیاره په کښي جوړه وي [/quote:67f23ce222]
خو داچې [color=blue:67f23ce222]د موسی (ع) د وخت یعنې د هغه د معاصرو [/color:67f23ce222] [quote:67f23ce222]یهودیانو په لاس لیکلي تاریخي سندونه موجد دي ،[/quote:67f23ce222]
هم د علمي اوهم عقیدوي اند ځلنو له خوا تر شک لاندې ښکاري! خوکه د موسی (ع)څخه ۴۰۰ کاله وروسته یهودی پادریانو انو لیکلي وي،نو د اعتبار وړ تاریخي سندونه یې نشو بللی !

په درنښت



ع کريم حليمي
02.07.2009

ګراني او پتمني ،دانشمندي غوټۍ وربل سلام ته دي وعلیکم سلام و رحمةالله و برکاتهُ وایم

اقتباس :
«د فرعون غرقیدل کومې وړې بیښې نه وې چې د فرعونیانو په هروغلیف ډبرین آثاروکې به په هیڅ (نه مثبت او نه منفي ) شکل نه ثبتیدلې ،خومتاسفانه تر نن ورځې پورې د بی شمیره کنستنو سره سره دغسې تاریخي شواهد چا ونه موندل اومشاهده نشول(!)
حال داچې د عامو عقلي احکامو لکه منطق اونور چې شواهد یې په عمل کې ونه لیدل شي هم علمی اعتبار نه پیدا کوي ،نو نقلي(عقیدوي) به څنګه علمي اعتبار تر لاسه کړي؟
په دې ډول عقیدوي نقلي دلایل تل نقلي اوعقیدوي پاتې شوي ، په مشاهدوي ، عقلي او منطقي دلایلونه دي اووښتي نو تل په Defens کې defensivپاتې شوي دي» defensive
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
لومړئ ، عرض لرم چه : په علم کښي خبره نه ده ، علم یو ثابت شئ دی
خبره په اشخاصو کي ده ، په هره ککرۍ کښي چه علم ځای نیولی وی هلته جهالت هم ځای نیولی وي
لکه د عبادت سره چه ریا سته دعلم سره جهالت لمغوټې وی
د ریا علاج اخلاص دی ، او راسخ علم هغه وقت ممکن وی چه تر مادی منافعو ئې چار او صدقه نه کړي

متأسفانه چه ډیر نا مسلمانه پوهان ،دسیاسي دین مادي ګټو ړانده کړي ، که سیاست وي
که عقیده وي د خپلو شخصي ګټو ،جلال ،شان او مقام له پاره تفرقه او اختلاف ایجاد وي ،
یوه ګرند کلك نیولی ، بل ویدا ، بایبل ، او د تیورۍ په جګړه
ئې میدان تود ساتلې ، امآ مؤمنان له هیڅ مذهب او ټولنی سره د تیورۍ جنګ ته لستوڼي نه دي رالغړلي ، هر د سالم عقل خاوند پوهیږي چه غوا توره ده او شیدی سپیني دي !!!
تاريخی آثار په پراخه اندازه موجد دي ، هغه فرعون چه غرق شو سره د خپل ټول دار او دستې
دار او دسته ئې د دبحر خوراک سوه ، خو فرعون ئې په څپه راوغورڅاوه چه عبرت سي د راتلونکو نسلونو لپاره
بسم تعالی : فَالْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ آيَةً وَ إِنَّ كَثيراً مِنَ النّاسِ عَنْ آياتِنا لَغافِلُونَ
(سورة یونس)
د فرعون بدن نن په مصر کښي پروت دی ، مړ بدن يي په پټه خوله ګویا

د نبیانو دښمنانو د دلیل او برهان غوښتني کړي او بیا هم د ایمان دلوړ نعمت څخه محروم پاته ښول
یعني د مکې ابوجهل او بولهب د مکې قحطی او سپوږمۍ دوه ځایه کېدل معجزې ئې غوښتي وی لنډمهاله
مادي ګټو ړانده کړي وه ، دا د موسٰی امسا ، دا د عیسٰی دم ، او زمونږ د خواږه نبي د دعا قبلیدل یوازي
هغو خلکو ته ګټه رسوي چه یو لږ د غفلت دوړي ئې د بصیرت پر اهینداره پریوتلي وی ، او بس

مکرمي غوټۍ وربل !
نن مونږ په لاس کښي څرګند ایاتونه ، او دلائل لرو ( محمدي سیرة )
د دی مبارک ذات اخلاق او عادتونه معجزی وې او دده شریعت معجزه ده او قرآن مجید ئې معجزه ده
د مبارک د سیرت په لوستلو سره ډیر خلګ په اسلام مشرف شوي دي ، معجزات یو ظاهري اسباب دي ، د مبارک سیرت او شریعت حقيقي اسبابونه دي چه تر یوم القیامه پوري به په دغو اسبابونو به خلګ په محمدي
شریعت او الهی دین مشرف کیږي

اسلام تر توره لاندي ، اما د دین خپریده په تبلیغ دي ، نور دلائل نسته ، قرآن ډیر لوی دلیل دی او بس

﴿ الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسالاتِ اللّهِ وَ يَخْشَوْنَهُ وَ لايَخْشَوْنَ أَحَداً إِلاَّ اللّهَ وَ كَفى بِاللّهِ حَسِيباً ﴾

كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّة أُخْرِجَتْ لِلنّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ تَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَ لَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتابِ لَكانَ خَيْراً لَهُمْ مِنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَ أَكْثَرُهُمُ الْفاسِقُونَ آل عمران

ه درنښت


اور- بل
02.07.2009

سلامونه او درناوی مې ومنئ!
دا هم غنیمت دی چې
[quote:9edd449c1c] د فرعون بدن نن په مصر کښي پروت دی ، مړ بدن يي په پټه خوله ګویا [/quote:9edd449c1c]
خو آیا په مصر کې د ډیرونوروفرعونیانو جسدونه هم مومیايي شوی نه دي ساتل شوي؟
په اهرامونو اونورو ځمکلاندو جوړښتونوکې خو یو ډیر شمیر فرعونه مومیايي شوي وجود لري.
خو مالوماتی پوښتنه داده چې :
کوم جسد چې ستاسو مقصد دی ، آیا هغه ددې مومیايي شویو جسدونو له جملې څخه یو جسد نه دی ؟
هر اهرام د یوه فرعون د جسد قبر دی،چې کیدای شي د کورنۍ او دربار د نورو نږدې کسانوجسدونه هم ورسره په کې خوندي وي۰
داچې دغه اهرامونه د څه هدف له پاره دومره لوړ جوړ شوي ، هم باید روښانه شي۰


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more