نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په عربي هيوادوكي ميشته اجنبيان او دعربو اخلاق
میوند ننګیال
13.04.2009
سلامونه اونيكي هيلي !
نن سبا ددنيا پرمخ هرځاي كي تعصب او ځانځاني عوج ته رسيدلي خو كه لږفكر وكړو دا تعصب بيا افغانانو پاكستانيانو دهند خلك او دبنګله ديش خلكو سره ډير زيات دي ٠
سرليك مي ځکه داسي وټاكه ځكه زه يوڅو عربي ملكونو ته تللي يم نو عربي ملكونه راته معلوم دي كيداي شي داتعصب په اروپا امريكا او دنړي په نورځايونو كي هم وي ٠
عرب ډير كبرجن خودغرضه او مطلب پرسته خلك دي اجنبي ته ډير په سپكه ګوري او هيڅ ورته دانسان په نظر نه ګوري زه دانه وايم چي بيخي ښه خلك پكي نشته داسي ښه خلك هم لري چي دا بد خلك به يي درنه دياده ووځي .
ماډير داسي عرب وليدل چي زمونږ دپښتنو سره يي ډير سپک وضيعت كړي خاص طور پدي ٣ هيوادونو كي سعودي ،امارات،كويت كي بي دحده زيات سپک وضيعت كړي اوس راته مسلمانان خو څه چي دحيواناتو نه هم بد ښكاري كله كله خو سوچ كوم چي لايزال خداي ولي پدوي دومره رحميدلي او يا يي قهار رب ولي نه هلاكوي خير بهر حال ستاسو نه هيله كيږي چي خپل ليدلي اوريدلي واقعي دلته مونږ سره شريكي كړي مننه٠
عبدالله صابر
13.04.2009
السلا م عليکم
په عربي هيوادونوکښ رښتياهم اجنبيانوسره ډيرتعصب کيږي ،دا سعوديان خوبيا
په ټولوعربوکښ بد خلک بلل کيږي په تيره بيادهرچاپه نسبت افغانانوسره بده رويه
اوپاکستانيانوسره دنوروپه نسبت ښه رويه کوي ،هغه بله ورځ دپاکستان فوځ مشر
اشفاق کياني سره په ليدنه کښ دي امريکايی ګوډاګي شاه عبدالله ژوندئ دوي
پاکستان چيغې ووهلي خوله بلوپلوزمونږافغانانوته خودسړي په سترګه نه ګوري
يووخت يی په اقاموکښ ورته لوی مشکل جوړکړئ وواواوس چي زه خبريم په
خليج هيوادونوکښ په تيره بيادکويټ څخه افغانانوته دعمرې ويزې نه ورکول
کيږي لومړئ خويی ورته ويل چي افغانان دځمکې له لارې عمرې ته نه شي تلئ
بايدچي دهوا له لاري که څه هم ګران تماميږي لاړشي خواوس دهواله لارې يی
هم ويزې ورباندي بندي کړي اوافغانان لکه يتيمان پاته دي ٠
والسلام
و.افغان
13.04.2009
ګرانو وروڼو:
سلامونه او نیکې هيلی مې ومنۍ، السلام علیکم
خفه نه شئ وروڼو، افغانان دهمدې مستحق دي، ځکه چې افغانانو تر اوسه ځان
نه دی پيژندلې، دپاکستانيانو چې څه عزت کیږي، نو هغوي څه نا څه ځان پيژندلی دی.
پاکستانيان چې په دی توانيږې چې ځمونږ په سر معاملې وکړي، نو مونږ دهر ډول
تحقير مستحق يو، مونږ یواځې دیته پريږده چې په خبرو کې غټ غټ غرونه ونړوو
خو په عمل کې هيڅ نه يو.
دخپل قام تحقیرول مې مطلب نه دی، ځکه چې زه هم ددی قام يو فرد يم، خو حقیقت
همداسي تريخ دی لکه چې تاسو يي وينئ.
تاسو خبر ياستئ چې دهوا له لارې افغان مسافرين دپاکستانئ ویزي اخيستو وخت کې
څومره دپاکستانو تور مخو له خوا تعذيبيږي، لومړئ خو دا چې دویزو ورځو لپاره ورته
ديکشنبې او سې شنبې ورځ ټاکلی ده، او په دغو ورځو یواځې 15 ويزی ورکوي ،هغه
هم کله بندی کړي، په داسې حال کې چې په لسګونه افغانان مجبور دي، چې دپاکستان
له لارې وطن ته لاړ شي،
افغان مسافرين دلماخوستن لمونځ سفارت سره نږدي کوي، بیا دسفارت خوا کې په لين
ويده کیږي، هغه هم چې ټوله شپه يي دامنیت سره غويمه يي، پوليس يي تر سهاره يو
خوا ته او بل خوا ځغلوي، شپه په سختۍ تيره کړي، سهار کې ايله په بیله 15 کسانو
دکنځلو او سپکاوۍ لاندې ویزې په لاس ورشي، او نور تش لاس رخصت شي.
افغانانو ته وايي، چې انډيا ته ولې نه ځۍ چې پاکستان ته ځۍ، خو دمجبوريت نه افغان
دتورمخو پنجابو ښکنځلې او سپکاوۍ تيروي.
په دې وخت کې ځينې دون همته چې زه يي معذور هم بولم، په دې مجبوريږي، چې حتا
خپل علمي ريکارډونه هر څه په پاکستاني بدل کړي.
په درنښت
میوند ننګیال
14.04.2009
درنوورنو سلامونه اونيكي هيلي !
رانزدي صابر صيب !
ستاسو خبره صحيح ده يوملګري مي چي په كويت كي دي او راته ويلي وه چي زه اوزما نور ملګري عمري ته ځو خو دعمري ويزي نه راكوي اخر مجبورشول افغانستان ته لاړاودهغه ځاي نه عمري ته لاړه بهر حال يواځي دا كار ندي چي دانسان ويني ورته په جوش راشي داسي په سلهاو كارونه دي خو خير پدي به هم راشي كه لايزال خداي كول ٠
محترم او رانزدي وهاج صيب !
وهاج صيب ستاسو خبر صحيح ده خوددي غريبو خلكو څه ګناه ده پاتي شوه دويزي خبره نو ويزه خو په كابل كي هم په همداسي بي شرمي وركوي ٠
يوپښتون مي وليده چي دپکتيا وه خداي يو ښايست وركړي وه اوږده ويښتان يي ول اوډير ښكلي ښكاريده ددوبي په ميدان هوايي كي وه هلته يو څو عربان ول نو چي دا يي وليده نورخپلوكي يي وويل :
شو چلب هذا مطلب داڅه سپي دي .
داعربان تري ډير تاؤراتاؤشول خو دهغه پام بل خوا ته وه نوچي په چو كي كيناسته او دا يوه خپه يي په بله واړوله يو عرب راغي او ټيله يي كړ چي سم كينه وهاج صيب پدي كي دا افغاني څي ملامت وه دومره كبرجن چي عربان دي ددنيا يو قوم هم ندي هسي مو دپاكستانيانو پسي راخيستي زه دپاكستان دفاع نه كوم خو بايد دهريو کړه او اخلاق په ډاګه شي .
زه حران دي ته يم چي خداي يي ولي نه وهي وايي چي دكبر كاسه نسكوره ده خو پدوي تر اوسه نسكوره نشوه داسي په زرهاوؤ مثالونه ما ليدلي ٠
مننه
عبدالله صابر
14.04.2009
السلام عليکم
ښاغلئ وهاج صاحب
مونږ دلته داجنبيانوپه تيره بياافغانانوسره داد عربوظلمونواو زور زياتيو خبره کوو
نه دپاکستان ، دپاکستان ظلمونو بيانولوپرته خوزمونږ بحث داسي پيکه وي لکه
په اوړو کښ مالګه نه وي ،بياپاکستان نه خوګيله ځکه نشته چي هغه خو تربور دی
چاخبره پوله پټئ راسره شريک دی تل به يی زمونږميراث ته يی ايښي وي ،په دي
کښ هم شک نشته چي زمونږپنځوس فيصده اړتياوې له پاکستان پوره کيږي اوپه
يوه ورځ چي پوله وتړي په سلګونوښځې ماشومان اوځوانان دپولي هاخواته پنډ
وي اودپاکستان ته دتلواجازې په انتظاروي چي ځيني وخت يواځي مريضان پر
يښودل کيږي داسي نورې ډيرې اړتياوي مونږ له پاکستان پوره کوو خوزمونږ بر
خورد بياله پاکستان سره هم ديو دوښمن په څير دی ،مونږ هندوان ترپاکستانيانو
ډيردوستان ګڼو هند دوست پاکستان دوښمن ګڼو، ان تردي ځيني افغانانوخودکرزي
ترڅنګ دمن موهن سنګ عکسونه هم لګولي وي اوډيرافغانان دپاکستاني توکو
سره داسي بايکاټ اعلان کړئ لکه دډنمارکې توکوسره چي مسلمانان کړئ وو اوکه
کوم ځای هندي توکې پيداکيږي نوپاکستاني توکوپرځای هندي توکې رانيسي
ځکه نه غواړي ګټه يی پاکستان ته لاړه شي بلکي غواړي داګټه هندوته ورکړي ،له
دي څخه دمونږاوتاسوله پاکستان سره تعصب اودوښمني څومره ښکاره ده نوبياد
پاکستان څخه دخير اوميد ولي وکړو ؟؟
له بلي خواافغانان په پاکستان کښ چي څومره ازاد تجارت کولای شي نړئ په هيڅ
هيواد کښ هم ورته دومره امکانات نه ورکول کيږي په عربوکښ خود که کفيل لږ
درته نيت خراب شو بيادټوله شتمني لوټ حساب کړه ،اماپه پاکستان کښ يو
پاکستانئ نه شي کولائ په زور دافغاني په کار اوبار قبضه وکړي ، له بلي خو اچي
په پاکستان کښ څومره ديني اواسلامي احکام ازاد دي دومره په هيڅ هيواد کښ
نشته تراوسه هره ديني مسله په ازاده اوبي له ويرې کولائ شي اودعربوپه څيريی
هيڅ يوې دينې مسئلې ته قلفونه نه دي اچولي ،تاسووګورئ په عربوکښ دجهاد
مسائلوته قلفونه پراته دي اوعالم چي منبر ته خيژي بايد ويناي په کيسټ ثبت اود
اوقاف وزارت څخه تيره شي ، ايادا همغه ډول کيسه نه ده چي لکه خدای جل جلاله
چي فرمايی افتؤمنون ببعض الکتاب وتکفرون ببعض ٠٠٠
دمکې امام تراوسه افغانستان ته دعا هم نه شي کولائ ځکه چي دشا ه عبدالله
امريکايی باداران خفه کيږي جهاد يادمقاومت ملاتړ خويی پوښتنه مه کوه خو اما
په پاکستان کښ دصليبي يرغل په لومړئ کښ هم په ښکاره دعالمانوله خوا دجهاد
اعلان اوامريکايانوپرضد دجهاد چيغې وهل کيدي،پرته له شکه پاکستان داوسني
مقاومت لپاره يوازاد تبليغاتي ډګردی او وو چي په بل يوهيواد کښ ممکن نه دي
په هرحال خبره رانه بل خوا لاړه خبره مي دا کوله چي دپاکستان څخه ګيله نشته هغه
خومو تربوردی خو دا عربان ولي زياتئ اوظلم کوي ددوی سره خوافغانان پوله هم
نه لري پټئ ورسره هم نه ده شريک کوم بد يی هم ورسره نه دي کړي نوبيا دظلم دغند
لودی اوچي څومره وغندل شي کم دی ٠
خوبايد ياده کړم چي دلته مي مطلب دپاکستان دفاع نه دی دپاکستان سره حساب
پاته دی خو دا ډيره بي انصافي خوند نه راکوي ،دلته خلک دهندو او امريکايانو
دفاع کولائ شي خودپاکستان باره کښ هيڅ مثبت اړخ ته پام نه کيږي اويواځي
منفي اړخونه يی څيړل کيږي اوکه لږه دپاکستان په هکله څه وويل بيانوسپينې
تورې ټاپوته تيار اوسيږه ، دپاکستان ظلمونه مي نه هيريږي خوځيني مثبت اړخونه
مي بياډير خوښ دی لکه د اسلامي احکامو ازادوالئ چي په بل هيواد کښ نشته
په سعودي کښ يوعالم په غزې داسرائيلو وروستي ظلمونوپه غندلودجهاد مسا
ئلو په بيانولوسره دسعودي چارواکوله خوا ونيول شو او تراوسه ښايی تری تم وي ٠
والسلام
و.افغان
14.04.2009
درنو وروڼو سلامونه او نیکې هيلې.
محترمو ما موضوع بل طرف ته نه کشوله، خو څنګه چې ښاغلې صابر يو څه ته اشاره
کړې وه، نو ما يي هم تأيید وکړ، چې دا دهغه پيسو زور دی چې په يوه کلمه يي سره
تړلي دي، نو جوهر يو دی، خو مظاهر دځاي په بدلیدو اختلاف پیدا کوي، نو ځکه
خو دپاکستان په دی ظاهره مقصودې آزادۍ مه تيروځۍ، او نه يي دبل چا سره
مقايسه کوئ.
په درنښت
و.افغان
14.04.2009
که وخت مو لره،نو دا هم وګورئ، او که ومو ژباړه، نو ډیر به ښه وي.
http://www.alarabiya.net/articles/2009/04/14/70604.html
په درنښت
شپون
18.04.2009
عربيان بيچاره ګان خو دغربيانو له لاسه لتاړ شول .اوس ترې نه غرب هغه مصنوعي غرور وباسي چې همدوئ پکي نباسلی وو.نو پاکستانيانو ته ددوئ پريمانه خيراتونه اوزکاتونه خو دهمدې ورځې لپاره وو چې کيدای شي پاکستانيان به يې له غرب نه خلاص کړي .خو ددوئ خوار بخت ته ګوره چې
پاکستان له مخکي نه دخپلې پوزې دپاکولو نه ده پاتي .