د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د وردګو ولایت او د غلو او طالبانو ټلواله

zwan kandahary
13.04.2009

له کله چې د ولسمشرکرزي د دورې د پاې ته رسيدو وخت رانيژدې کيږي دحامدکرزي په ګډون د دولت ټولې ادارې او چارواکي په سياسي لوبو او نورو چارو بوخت شوي دي ، دحکومت چارې ترې پاتې او حتې ملي موضوعات هم پاتې دي .حکومتي اداره له خپلو سياسي مخالفينو سره په ناندريو بوخت دى ، هغه ناندرۍ چې دواک داوږدولو او قدرت دمعاملو په سر روانې دي ، که څه هم ولسمشر کرزي او دهغه نيژدې همکاران ښايي دراتلونکو ټاکنو او دهغه دنورو لارو چارو په سمبالتيابوخت وي .خو محلي ادارې او چارواکي هم په خپلو بسترو کې خوبونه غوروي نه دخلکو دامنيت په قصه کې دي او نه په نورو چارو کې ، له دې مخکې يوازې طالبان ددولت په وړاندې لوى سرخوږى و ،خو اوس نه يوازې طالبان بلکې ټولې مشروع او نامشروع ډلې او ګروپونه او وسله وال غله له دې وخت نه ګټه پورته کوي . دانديښنې خبره خو داده چې اوس چې دولسمشر کرزي دواک قانوني ورځې هم دي داحال دى ،نو دواک په تشه کې به څه حال وي . داچې په هلمند ، کندهار او نورو ولايتونو کې څه تيريږي پرې نه غږيږو ځکه داوسني نظام له لومړنيو ورځو په کې داحالات روان و . له نورو تيريږو او يوازې دوردګ ولايت ته کتنه کوو هغه ولايت چې اوس په کې وسله وال غله ،طالبان او دنشه يي توکو پوډريان په کې په درز پاچاهي کوي ،خلک ډبوي ، تالاشي کوي او حکومت په ميدان کې خوبونه کوي . په دې ځاى کې غواړم وردګو ته دخپلو سترګوليدلى حال وليکم ، ددوراني او ټوپ درې ترمنځ څو پلونه او پلچکونه الوزول شوي دي ، دولسمشرکرزي په درويزه او دسلګونو افغانانو دوينو په بيه جوړشوى سړک څو ځايه سوځيدلى دى . نه پوهيږم چې ددې سړک ساتنه چې دميدان ترزنې لاندې سوځول کيږي او يايي پلوونه او پلچکونه په ماينونه الوزول کيږي داچادنده ده ؟
له تيرو دووکلنو راپه دې خوا چک ولسوالۍ ته ديوه سړک په پخولو هم کار روان وچې په تيرکال کې يې نيژدې تر نيمايي پورې چارې بشپړې شوې ، خو اوس دحکومت په برکت دهغه کار هم بند دى ، دسيمې خلک وايي چې طالبانو بند کړى داچې ولې يې بند کړى داهم بايد دميدان ښار چارواکي ( له چارواکو مې موخه والي دامنيې قوماندان او نور دي ) ځواب ووايي چې طالبان څه غواړي ؟
وردګو ته تلل هم اسانه کار نه دى ځکه چې هغه کسان چې په کابل او يانورو ولايتونو کې درسونه لولي او يا دندې لري دطالبانو ، وسله والو غلو له خوا ځورول کيږي او حتې په مرګ ګواښ کيږي . دعينې شاهدانو په وينا طالبان اوس دچک ولسوالۍ په منځ کې موټر دروي ،خلک تلاشي کوي او په يوه نامه او بل نامه يې ځوروي . داچې په چک کې خلک ډاډمن نه دي ، نو په هغو نورو ولسواليو او سيمو کې به څه حال وي چې له مرکز څه په کيلومترو واټن لري ، جلګه هم په داډول سيمو کې راځي . چې ورته په غځيدلو لارو کې هرځاى وسله وال طالبان ، غله او پوډريان خپله لنډۍ پاچاهي غوروي . جلګې ته په غځيدلې لاره د ګاوکوش په نامه کوتل دطالبانو اونور کسانو اصلي مرکز دى چې هرڅه يې زړه وغواړي کوي يې .په دې ځاى کې طالبان په ورځو ورځو موټر دروي ، دولتي کارکونکي او هغه کسان چې په موسسو کې دنده لري ګوري او ګواښيي . ددې سيمې ترټولو نوې پيښه دجلګې دصدوخيلو کلي له خلکو څخه دهغه سولرونو ښکته کول دي چې په کابل کې يې پيرودلي و او خپل کلي ته يې ليږدول دپيښې يو عيني شاهد په دې اړه وويل :(( دګاوکش په کوتل کې دوو وسله والو زمونږ موټر ودراوه او ويل يې چې دوه سولر دوي ته ورکړي ،خو دوي ټينګار کاوه چې دادکلي دي خلکو پيسې ټولې کړې او موږ داواک نه لرو چې دخلکو مال چاته ورکړو . ) نوموړي ووييل چې موضوع په شخړه واوښته دواړه وسله وال ددوي له خوا بې وسلې کړل شول ، خو وسله والو نورو طالبانو ته دتليفون او يا مخابرې په وسله خبر ورکړ او دکليوالي خلکو موټر يې ودراوه ، موټر وان او نور کسان چې له دوى سره مل و دطالبانو له خوا دومره ډوبول شوي چې تراوسه په روغتون کې دي ، ټول سولرونه يې دګوډه دعمرزايي په کلي کې ترې کوز کړي دي . دخلکو له بيابيا ټينګار سره سره سولر چې دملي پيوستون پروګرام اوخلکو په سلو کې لس ونډې اخيستل شوي و اوس هم دطالبانو په مرکز (عمرزيو ) کې دي . نه پوهيږم چې دميدان ښار چارواکي به دې موضوع ته په څه سترګه ګوري . که يې په وس کې نه وي چې ددې ستونزې مخه ونيسي نو بيا دې لطفا کرزي ته دوردګو دپخواني والي عبدالجبار نعيمي په شان په عزت سره استتعفا ورکړي چې په ځاى يې بل څوک داکار وکړي او که يې په توان کې وي نو ولې ددې معاملې مخه نه نيسي . دسيمې دخلکو په وينا طالبانو او غلو اوس ايتلاف کړى او د وردکو د سيبکې او ګاوکوش په سيمو کې هر وخت داړې اچوي.په دې اړه له ماڅخه دوردګو دامنيې قوماندان جنرال مظفر الدين ښه پوهيږي ځکه هغه ښاغلى د جلګې اوسيدونکى دى او دنورو په پرتله ترې ښه معلومات لري .دميدان ښار چارواکي دې په دې وپوهيږي چې که دوى ددې ډلو مخه ونه نيسي نو ليري نه ده چې خلک پورته شي او دغلو او وسله والو مخه ونيسي او له خپل ځان څخه دفاع وکړي ،ځکه هر غل او داړه مار ددوي مخه نيسي ، بچيان يې درس او کاروبار ته نه پريږدي ، ځکه خلک اړدي چې له خپل ځان څخه دفاع وکړي ، نو بيابه حکومت او دميدان ښار چارواکي دخلکو ځواب څنګه ورکوي
http://benawa.com/fullstory.php?id=25022

ګرانو هیواد والو، دا خو ښکاره خبره ده چې د طالبانو د تحریک اکثره غړی، د افغانستا د جنوب غرب ولایاتو وو، لکه کندهار، هلمند، او ارزګان.
په دغه ولایاتو کې بیا هفه چا ته لوړه حکومتی چوکئ ورکول کیده، چي یا خو به ملا وو، یا طالب، او ورستئ کس پکی چړی وو!

نورکندهاری ځوانان یی د جنګ په وقت کی په زوره بیګار کول، چي والدینو په یی هیڅ زړه نه وو، خو څه یی کړی وی، د کیبل زور وو.

هفه کندهارئ چي ساینسی پوهه یی درلوده، په دوی کی یی هیڅ ځای نه درلود.

پاتی شول نور ولایتونه ، لکه لوګر، وردګ،کندز، لفمان...ددی ولایاتو خلکو خو د یو مدیریت څخه لوړه چوکې نه درلوده.
د طالبانو وقت بیا په دوی ټولو کی لوګریان ښه وو، چی د امر بالمعروف مشر ددوی له ولایت څخه وو!
اوس حیران سړئ په دی شی، چي په وردګو کی خلک په څه د طالبانو سره ولاړ دی، آیا دوی دا هیله لری، چي طالبان به یی ا ونازوی؟

د ملا حرص تر ټولو زیات دی، څوک به تر مدیریت پوری هم پری نږدی.
او که خلک دا دلیل راوړی چي جهاد یواځی د الله لپاره کوو، بیا خو باید نور طالبان هم داسی وکړی، خو خلکو ته څرګنده ده، چي داسی به ونه شی.

نو ځکه دریمه درجه ولایاتو ته پکار ده، چي له اوسنی دولت څخه ګټه واخلی، خپل اولس سوکاله کړی، ښونځی جوړ، سړکان جوړ کړی....

که نور نه وی د بلخ د والی نه یی باید زده کړی، چي په بحرنیانو ته په ژړا او زاریو پيسی ټولوی خو خپلو خلکو ته کار کوی، څو ورځی مخکی جرمنی وعده وکړه، چي د دولس میلیونو ډالرو په ارزښت به یو داسی روغتون جوړ کړی، چي د اروپا په سویه به وی.
اوس چي په دغه روغتون کی خوار او غریب ته د ښی معالجی امکانات برابر شی، په دی کی څه تاوان دی؟

طالبان چي د بحرنیانو په مقابل کی جهاد کوی، دا د دوی خپل کار دی، خو ولی د سړکانو جوړل مانع ګرځی؟

طالبان خو نه شی کولای چي د صوات په پيسو ( د مړی پسی چي کومی پيسی خیرات کیږی) سړکان جوړ کړی، نو بیا ولی نور نه پریږدی.

ګورئ دا ټولو ته ښکاره ده چی په صوات به خلک د فرسوده حکومتی سیستم څخه په تنګ وو، خو چي کله طالبانو د چارو واګې په لاس کی واخیست دوی باید نړئ ته دا ثابته کړی، چي دوی د حکومت کولو لیاقت لری، خو بد بختانه ددوی سرو کار داسی دی لکه چي ددوی ټوله پالیسی، په دی ولاړه وی، ویډیو دوکانونو سوځول، په خلکو ګیره پریښودل، ښځی په کور کینول، او د دغه وروستئ ویډیو خو دوی همدومره وشرمول، لکه امریکایان چي د ابو غریب پيښی وشرمول.

کاشکی مونږ هوښیار طالبان او علما درلودئ، لکه د لبنان شیعه ګان، د ایران اخوندان، . تکړه علما لکه مولوی صاحب حسن جان بیا کله ددوی له لاسه په امن پاتی کیږی.
افغانی او پاکستانی طالبان داسی دی کله windows 95 باید دوی آپډیټ شی.


watanmal
13.04.2009

اشنا نوم دى ځوان كندهارى دى او ليكنه دى د وردګو په اړه كړى ، نه پوهيږو چى سر
او پښى دى ولوى دومره سره لرى دى.

د ليكنى د پيل څخه پوه شوم چى په نس كى كومه غوټه لرى.

اشنا طالبانو په خپل حكومت كى همدارنګه د مقاومت له پيل څخه تر اوسه ډيرو
غلو ته سزاوى وركړى ، د وردګو دولايت خو فلمونه شته چى طالبانو غله نيولى
او سزا ئى وركړى ، نو سليم عقل به د طالبانو او غلو اتحاد څنګه ومنلى شى، كوم
چى ستاسى لخوا بيان شوى.

اشنا هغه ابادى چى د ناموس په بدل كى وى هغه دى تاته مبارك وى ، افغان قوم
داسى هيڅ قسمه ابادى نه غواړى چى د دين وطن او ناموس په بدل كى وى.

د اروپا په سويه جوړيدونكى ځايونو ته غريب په څو كيلومترۍ كى هم نشى
ورنيژديكيدى، هغه د سيرينا هوټل كى غريب پريده د حكومت مامور د دوه كالو په
تنخوا فقط يوه شپه پكى كولى شوه ، نو د داسى ځايونو ګټه فقط همغو ته ده چى
خيټى په ناګمان ګروى.

په ليكنه كى دى د شيخ حسن جان صيب ذكر كړى ، اوس دى الله پاك وبخښى ، د ننګرهار
په پوهنتون كى ئى چى كومه وينا كړى وه زما ياد ده ، چى افغانانو ته ئى ويل
خيټالوجى - يعنى ټيكنالوجى - تاسى ته كومه ګټه نرسوى دا پريدى مه يى وايي.
خو همدغه خيټالوجى بيا د پولى څخه دى خواته په پيښور كى د همدى مولانا صيب
په خوله ټيكنالوجى كيده ، او علم ئى فرض ګڼل كيده.
نه پوهيږم چى ولى ، د كرښى څخه هغى خواته عصرى علوم ناروا وه او دى خواته
فرض وه.
شيخ حسن جان ، ډير ښه او اوچت شيخ الحديث وه ، زه ئى د علم درناوى كوم ، او
مسلمانانو ته ئى په دينى اړخ كى ډير زيات كار كړى ، خو په حكومت كى كاركونكى
شخص وه څه ناڅه ئى افغانانو ته په زړه كى همغه وه كومه چى د پاكستانى چارواكو ده.

په مينه
وطنمل


میوند ننګیال
13.04.2009

سلامونه !

وطنمل صيب !

ټول پوهيږي چي توره غوا او سپيني شيدي ٠

زه نورڅه نه ليكم خو دومره وايم چي حسن جان عالم وه خودده نه نور هم ډير ښه عالمان ول او شته ٠

((((((( اميد كوم څوك تر يغلطه استفاده ونكړي))))))

كله به چي تري پو ښتنه وشوه چي پاكستان كي ولي نو ويل به يي جي دلته قانون دي ٠

كوم قانون دلاډميكال قانون او كه پاتي شوي انګريز قانون٠

زما ښه په ياد دي چي مونږدپيښور پوهنتو ن كي وه او داراغلي وه نو ويلي :

چي دساينس نه بغير پرمختګ ناممكن دي اودومره غونډارييي وار كړل چي ماته يي د جلال اباد او كابل پوهنتون هغه ويناوي راپه ياد كړي چي ده كړي وي ٠

تاسو اوخداي چي دامنافقت نشو چي يو ځاي كي يوه خبره موه اوبل ځاي كي بله ٠


و.افغان
13.04.2009

ګرانو وروڼو سلامونه او نیکې هيلي

ما ته هم يو چا دمولوي صاحب سميع الحق څخه کټ مټ دغسې حکايت کاوه، خو حکايت
کوونکې اضافه کوي، چې مولوي صاحب څخه دپاکستانۍ فتوا وروسته وپوښتل شول،
چې تاسو افغانانو ته بل رنګ فتوا ورکړې وه؟
نو هغه وويل چې: هغوي ته هماغه رنګ فتوا مناسبه وه، ځکه چې په دا نورو فتواوو يي
سرونه نه خلاصیږي.

په درنښت


zwan kandahary
13.04.2009

محترمو وروڼو ما د روژی په میاشت کی د د مولوی صاحب حسن جان تفسیر آورید، چي د صدر په مدرسه کی به یی کولو، دا چي ده د افغانستان او پاکستان لپاره بیل بیل نظرونه لرل، چي په یوه کی ساینسی علم راو په بل کی ناروا، دا نو د افسوس خبره ده.
الله د اوس رحم پری وکړی. خو که مونږ په دی پوهیږو چي د پاکستانیان نیت داسی خراب دی، بیا ولی مونږ خپله خپل ښونځی سوځوو؟


watanmal
14.04.2009

[quote:7f4f74ae96="ميوند ننګيال"]

تاسو اوخداي چي دامنافقت نشو چي يو ځاي كي يوه خبره موه اوبل ځاي كي بله ٠[/quote:7f4f74ae96]

ټولو دوستانو او ميوند ننګيال صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيله لرم چى روغ او جوړ به وى، پدى ورځو كى راته مصروف ښكارى ، ځكه ډير نه
تر سترګو كيږى ، او چى كله راشى دومره تلوار دى وى چى ليكنه دى پوره نه وى
لوستى په څو ټكو كى خپل نظر څرګند كړى او بغير ددى څخه چى دوهم ځل نظر پرى
وكړى ، د فورم سره مخه ښه وكړى. :lol:

روره د انصاف تقاضا دا نه ده چى ده يو كس فقط منفى طرف بيان كړى شى، مثبت
طرف ته ئى هم بايد په ليكنه كى ځاى وركړى شى. :)

د مرحوم شيخ حسن جان كوم تقرير چى تاسى ته درپياد شوى له تاسى څخه وړاندى
ما په خپله ليكنه كى ئى يادونه كړى ، :idea: فكر كوم ستاسى به ورته پام شوى نه
وى ، همدارنګه كه نه تكليف :oops: كيږى نو زما د مخكينۍ ليكنى ورستۍ كرښه
ولولۍ ، هغه د كندهاريانو په اسطلاح سر به مو پرى خلاص سى. :idea:

په مينه
وطنمل


میوند ننګیال
14.04.2009

ټولو محترموورونو ته ښه راغلاست !

دروند وهاج صيب !

زما دليكني مطلب هر ګز داندي چي زه دي كوم ملا سپك يا د كړم اونه ورسره څه مشكل لرم خو هر هغه څوك چي دوه مخي سياست لري او منافقت كوي ولو كه د حرمينو امام هم وي زه هر هغه څه وايم او لكم يي چي په هغه كي وي ٠

تاسو دسميع الحق صيب خبره كړي اګر چي زه يي دنزدي نه پيژنم خو دومره وابم چ دهغه مسلم دوست صيب نه پو ښتنه وكړه چي كوانتانامو كي بندي وه او ورور يي هم ورسره او يو كتاب يي هم ليكلي تاسو هغه كتاب وګوري بيا قضاوت وكړي ٠

رانزدي طنمل صيب !

هو وروره ددنيا كارونه دي بهر حال ٠

محترمه !

ستاسو د راهنمايي نه يو جهان مننه كور موودان ٠

هو دا منم چي يو خو ا بايد ونه كتل شي خو دبعضو خلكو چي هره خوا وګور ي يو نه يو داغ پري وي هغه چا ويل يوه كنه چي دهره سوړه ګورم ژړا راشي نو دا هم يو دهغو كسانو نه وه محترمه كله كله يي ښه هم يادوم خو دداس علماؤ نه زما توبه ده كيداي شي زه پر ي ګنهګار شوي يم خو ددي او فضل هادي شنواري يو شي دي ٠

ګوره وروره !
بلع باعورا خو پيژني هغه هم يو لوي عالم او عابد وه خو په اخر كي يي څه وكړل دده عمل پوه شه او زمونږاو هغه لايزال رب مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more