نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
فاروق اعظم اودافغاني غميزې دحل لاره
pattang
12.04.2009
بسم الله الرحمن الرحيم
ګرانو وطنوالو ! السلام عليکم و رحمة الله و برکاته
ستاسي د روغتيا، خوښۍ او ګران هيواد ته تر دعاء وروسته، دافغانستان دمسئلی د سياسي حل په منظور زما دهلو ځلو په باب لاندي معلومات وړاندي کوم:
لکه تاسي چی خبر ياست ما له لومړی ورځي پر افغانستان دامريکا حمله غندلی او هغه مي د تروريزم ترعنوان لاندي دامريکا په مشري دغرب يوه استعماري هڅه ګڼلی ده. زما يقين دی لکه پخوا چي انګريزی استعمار او ورپسې روسی ښکيلاک نسو کامياب، داسي به امريکا هم پخپل دغه استعماري هدف کي نه بريالی کيږی. اوس سؤال دادی چي که جنګ د حل لار نه وي او امريکا به حتما ووزي نو بيا به څه کيږي او پرځای به يې څه ډول حکومت وي؟ موږ ډير ځله جنګ په ډيرو قربانيو ګټلی دی خو دا ګټه مو بيا خپله نده سمباله کړې؛ او دغه سبب دی چي لږوډير هر څلوېښت کاله پر موږ بيا يو تباه کوونکی جنګ تحميل سويدی. څنګه کولای سو ددغسي غمجن تاريخ د تکرار مخ ونيسو؟ يو مطمئن سياسي حل او باثباته مستقل دولت به کوم وي؟
يوولس مياشتي دمخه ما د افغانستان دکړکېچ دسياسی حل دموندلو په منظور امريکا، اروپائي هيوادونو او ورپسې افغانستان او پاکستان ته سفرونه وکړل. ددغه ورکي دموندلو په تلاښ کی چی چيري چا يو پوه او دوطن په درد دردمن افغان يا ډله راښوولیده ورغلی يم. پدغه سلسله کي مي حامد کرزی، يو شمير وزيران، واليان، د شوری وکيلان، دپوهنتون استادان، ليکوالان، پوهان، قومي سپين ږيري، دجهاد رهبران، غازيان او دحزب اسلامي او طالبانو مشران ليدلی او مفصل مجلسونه مي ورسره کړيدی. هغوی ټولو ته مي همدا سؤال مطرح کړيدی چي که د افغانستان مسئله په جنګ نسې حليدای نو سياسی حل به يې کوم وي؟ هغه به کوم حل وي چي پر لاندي بينادونو ولاړ وي:
1- افغانستان اوس اشغال دی او دا اشغال څرنګه ژرترژره رفع کيدای سي؟
2- په افغانستان کي څه ډول يو حکومت بايد راسي چي اکثريت يې خپل وګڼي او ملاتړ يې وکړي خو کوم کسان او لږکي چي يې خپل نه ګڼي دومره ځان محروم احساس نکړي چي ټوپک پسې راواخلي.
3- موږ په داسي يو سيمه کي پراته يو چي ګاونډيان مو حريص، منافق، د اسلام ترنامه لاندي نامسلمان او نامرد دي. خو دبد ګاونډي سره به هم څوک دګذاري لار مومې او دډپلوماسی مهارت همدلته دي. څنګه کيدای سي چي زموږ په هيواد کي دګاونډيانو مضر رقابت او بالوکاله جنګ په همکاري بدل سي؟ که دوستانه اړيکي نسو ورسره ساتلای نو کم تر کمه عادي روابط خو ورسره ولرو؟ له شره يې حداقل څنګه ځان ساتلای سو؟
4. موږ پداسي حال کي چي دچا غلامي نه منو، دنړيوال کلی يوه برخه يو. افغانستان بايد د نړيوالي ټولني يو فعال غړی او بزنس پارټـنر وی. هغه به څنګه دولت وي چي خپلی ګټی تعريف کړي؟ او څنګه کولای سي چي په سيمه کي د ګاونډيو او دنړۍ د لويو طاقتونو مشروع ګټې تشخيص او د افغانستان دګټو سره يې همږغی کړي؟
ددغو څلورو نکاتو پر بناء و افغانستان ته د يو جامع سياسي حل دپيدا کيدو په لټه می تر ديرش زره کيلومتره ډير سفر وکړ، دډيرو افغانانو دروازي ته ودريدم او ډيرو ته مي کچکول ونيو. دډيرو هغو کسانو څخه ناهيله ولاړم چي هيله ترې کيده مګر هغو بيا څه راکړل (خصوصا ځوان کول) چي چا په شمير کي نه راوستل.
دا معلوماتونه می راټول او تنظيم کړل او د يو وړانديز خاکه می ورڅخه ترتيب کړه. دا په حقيقت کي زموږ دخلکو نظر دی. طرحه دهيچا موقف 100٪ نه تمثيلوي خو دهرچا څه پکښې سته او په لږ ګذشت او/يا فشار دتوافق سبب کيدای سي.
دادی ستاسو مخ ته د افغانستان دمسئلی د سياسي حل د وړانديز خاکه ايږدم. اوس ستاسو څخه په ډيره درناوي دلاندی نکاتو په مورد کي مرسته غواړم او دځواب مو منتظر يم:
- وړانديز اصلاح کړی څو نهائي شکل واخلی.
- دغه وړانديز څنګه عملی کيدای سي؟ يا عملی لار به يې کومه وي؟
- پردغه لار څوک تلای سي؟ (نومان يې)
====== درناوي =======
دکتور فاروق أعظم
Tel. Home: +44 (0)20 7689 4216
Mobile: +44 (0)79 4457 3690
Email: farouqazam@hotmail.com
بسم الله الرحمن الرحيم
د افـغـانـسـتان د مـسئلې سياسي حل
10 فبروري 2009
د افغانستان د اساسي قانون د 64 مادی د حکم پاساس دی د راتلونکو انتخاباتو پر ځای لويه جرګه په لاندي ډول راوبلل سي:
الف. دافغانانو دخپلمنځی خبرو پيل:
1. دباور فضاء رامنځته کول: د دايمی سولی په منظور دخبرو تر پيل دمخه دمتخاصمو ډلو ترمنځ د باور د فضاء رامنځته کيده ضرور دي؛ په نشراتو کي دي يودبل خلاف مضر تبليغات بندول او په عوض کي د پخلاينی خبري کول.
2. دمتخاصمو ډلو ترمنځ دي دتفاهم په منظور بيطرفه او دخير خلک وګرځي.
3. د حسن نيت د ښوولو لپاره د يوشمير بنديانو خوشي کول.
4. يوپربل دتورونو اخيستل او پر سرونو د جايزو لغو کول.
5. د اوربند اعلان. د اوربند څارنه يو ګډ کميسون کوی او دواړه خواوي کميسون ته د دندي داجراء لپاره سړي او لازم امکانات برابروي.
ب . لويه جرګه :
د افغانانو، ګاونډيانو او نړيوالو سره تر تفاهم ورورسته، اسلامي کنفرانس ديوې بين الافغاني جرګګۍ له جوړيدو سره مرسته کوي چي د لويې جرګي دجوړيدو او رابللو لپاره کړنلاره جوړه کړي.
لويه جرګه دافغاني ټولو متخاصمو، مطرح، معتنابه ډلو او پوهو شخصيتونو له منځ څخه داسلامی کنفرانس په مرسته رابلل کيږي. د لوئې جرګې په درشل کي ټول سياسي بنديان خوشي کيږي. اوربند دوام لري او وسله والو مخالفینو ته په سیاسی پروسه کی دځاي ورکولو له لاری جګړه عملا ختميږی.
د سولی ابتکار ته د لاری د هوارېدو په منظور لويه جرګه په اوسني اساسی قانون کي لازم تعديلات راولی او د افغانانو ترمنځ د يو آزاد، آرام او پرمختلونکي افغانستان لپاره په يوه روښانه فضاء کي مستقيم او غير مشروط خبري پـيلوی.
لويه جرګه د خپلمنځی تفاهم په نتيجه کي د هيواد لپاره قيادت تثبيتوي او يو بيطرف شخص دحکومت په جوړولو چي ټولو جنګي خواوو ته قابل قبول وي مکلفوي. ددولت موجوده رئيس خپله چوکۍ او صلاحيتونه د لوئې جرګې په مخکي ودغه منتخب شخص ته سپاري او هغه پخپل وار و اسلام، هيواد او اساسي قانون ته دتعهد او وفادارۍ لوړه کوي.
د لوئي جرګي دغړو لخوا ددولت و نوی مشر ته په اسلامي طريقه تر بيعت ورسته لويه جرګه رخصتيږي او پرخپل ځای د هر ولايت څخه درې تنه نمايندګان پريږدي (ديني عالم، قومي مشر او دعصري علومو تعليم يافته) چي دولسي جرګي وظيفه اجراء کړي. ددولت نوی رئيس خپله کابينه دغه ممثلی ولسي جرګې ته د اعتماد د رائي د اخيستو لپاره معرفی کوي.
ج. حکومت :
. انتقالی حکومت ملی وحدت ته متعهد او د ناپـېـيلی او مسلکی کارپوهانو څخه جوړ دی.
. انتقالی دوره درې کاله ده.
. د انتقالی دوری مشر او د حکومت غړی یی د یوی معینی ډلی غړی ندی او نه کومه ډله تقویه کوی او یايې ځبی بلکه د ټول ملت گټه یی په نظر کی ده او د هغه لپاره کار کوی.
. دافغانستان دولت تعهد کوی چي د نورو هيوادو په داخلی چارو کي مداخله نکوی او اجازه نه ورکوی چي خاوره يې د نورو پر ضد استعمال سي. او کوښښ کوی دسيمی او نړۍ په ثبات او پرمختګ کي لازم مثبت رول ولوبوي.
. د افغانستان گاونډیان ددغه هیواد په داخلی چارو کی د عدم مداخلت تعهد کوي او د م. م. م. د امنیت شوری ددوی دغه تعهد تضمینوی او پرهغه هيواد تعذيرات لګوي چي په راتلونکي کي د افغانستان په چارو کي مداخله کوي.
. افغانستان ديو ازا هيواد په توګه دنړيوالی ټولني يو فعال غړی دی. د ملگرو ملتو مؤسسه انتقالی دولت په رسمیت پیژنی او د هغه ملاتړ کوی.
. انتقالی حکومت د هيواد د استقرار او پرمختګ لپاره پنځکلن انکشافی پلان جوړوي او نړیواله ټولنه تعهد کوی چي افغانستان ته خپلی اقتصادی مرستی جاری ساتی.
. خارجی پوځونه د یوکال په موده کی له افغانستانه وزی. ناټو د افغانستان فوج ته هغه مځکنی اوهوائی حربی وسایل پریږدی چی دداخلی امن لپاره ضرور دی. دناټو دفوجونوځای اسلامی فوج نيسي چي په هغه کي ګاونډيان او هغه هيوادونه شامل ندي چي اوس په افغانستان کي فوج لري.
. په ایران او پاکستان کی ټول مهاجرین د دوو کالو په موده کی د م. م. د مؤسسی په مرسته افغانستان ته ستنيږي او داخلی بيځايه سوي کورنۍ ځای پرځای کيږي.
. انتقالی دولت ټوله غيرمجازه وسله له افغانانو ټولوي او بهرنی مسلح افراد اوګروپونه له افغانستانه رخصتوی. که څوک پاتيږي د جينوا د 1951 کنونشن او ددولت د مقرراتو مطابق د مهاجر په ډول معامله ورسره کيږي.
. افغانستان يو اسلامی هيواد او د اسلامی امت يوه برخه ده. د اسلامی کنفرانس په مرسته د اسلامی نړۍ د معتبرو علماؤ يوه ډله د افغانی علماؤ سره انتقالی حکومت ته په ځينو مهمو اسلامی مسائلو کي مشوره ورکوي؛ او ګوري ددا ډول مسائلو سره په نورو اسلامي هيوادو کي څنکه معامله سويده. لکه دښځو تعليم، دښځو حجاب، دعصري علومو زده کړه، موسيقی او داسي نور.
. انتقالی حکومت د خپلی دوری په دريم کال کی چي خارجي قواوي وتلې، وسلی ټولي سوي او اکثره مهاجر او بيځايه سوي کورنۍ پرځای سوی وي اساسی قانون تدوین او د لوئی جرگی په تصویب یی رسوی.
. انتقالی حکومت په اخیرو شپږو میاشتو کی د اساسی قانون مطابق د اسلامی کنفرانس او ملګروملتو په مرسته ددولت دمشر او شوری لپاره انتخابات کوی او دخپلی دوری په پای کی واک ونوی منتخب جمهور رئیس ته سپاری.
. د انتقالی دوری رئیس او وزیران په راتلونکی لومړنی دوره کی ددولت د ریاست او یا وزارت دنده نسی ترسره کولای.
===============
و.افغان
13.04.2009
هۍ هۍ پتنګ صاحب:
چې دا دمرغۍ پۍ به مو کله په نصیب کیږي،
خو دالله جل جلاله له جود او کرم څخه بیا هم اميد نه شو قطع کولې.
کيداي شي، چې دمقاومت ځواکونه کله په دی یقين شي، چې نور ددوي دين، وطن، او
ناموس خوندی دی، وسله به په ځمکه ضرور ږدي.
خو له مقاومت ځواکونه تر مخه له ښکيلاګرو ژمنه اخيستل پکار دي، ژمنه نه
بلکه له اړخه يي عملي اقدام اخيستل پکار دي، چې ددی طرحه شوي مخطط يوې يوې
جزئيي ته غاړه کيږدي.
په درنښت
ghareebdost
13.04.2009
ډاكترصيب دډيرجامع شخصيت,اوملي او ديني روحيې خاوند دى,دده دغه ورستۍ هلي ځلي دډيرو افغانانو له خوا په كلكه تايد شوې دي,
نوموړى په طالبانوكې هم زور اغيز لري,
زه فكر كوم چي كه روان يرغل په رښتينې او كلي توګه پاى ته ورسيږي,
نو ىروان مقاومت پاى رسيدل طبعي دى,
watanmal
14.04.2009
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
پتنگ صيب په حقيقت كى ډاكټر صيب ډير ښه پلان تيار كړى ، الله تعالى دى اجر
وركړى ، كړى خدمت به ئى افغانان هيڅكه هير نه كړى .
زه د الله تعالى څخه نه نااوميده كيږم خو فكر نه كوم چى دا كار زمونږ په ژوند كى
تر سره شى ، ددى پلان په مخكى د ټولو څخه غټ خنډ خپله صليبى ځواكونه دى،
څه ډول امكان لرى چى مقاومت كونكى پدى مطمئنه شى چى د يرغلګرو په موجوديت كى
چى كومى جرګى جوړى شى هغه به ددوى تر اثر لاندى نه وى؟
ددى پلان د تطبيق د صليبى يرغل د ختميدو څخه ورسته ډير امكانات شته او ليدل
كيږى ، خو د صليبيانو په شتون كى راته ممكن نه ښكارى.
مونږ به هميشه د الله تعالى څخه دعا كوو چى د ډاكټر صيب پلان زمونږ په هيواد كى موجوده
غميزى ته د پاي ټكى شى.
په مينه
وطنمل
میوند ننګیال
14.04.2009
سلامونه !
محترمو كه محترم ډاكټر صيب په رښتيا هم يوسوچه او ريښتوني مسلمان وي او يو ازاد او مستقل او اسلامي افغانستان غواړي او قانون كي لږ بدلون راوستل غواړي لكه څنګه چي په بعضي ځايو كي غلطي لري نو زه او زما پوره ګروپ يي همكاري ته سترګي په لاريو الله دي كامياب كړي ٠
پتنګ صيب ! دكمونستانو او شوله يانو باره كي يي څه خيال دي ٠
ghareebdost
17.04.2009
ننګيال اشنا !زه دي هم په ګروپ كي درسره داخل يم,بس ژغ كوه!
Ghairat
19.04.2009
هېڅ رښتونی افغان به ددې پلان مخالفت ونه کړي ،خومهم یې ملاتړ دی چې باید لومړی یې طالبان وکړي او په افغانیت کې
خپل مخکښتوب په اثبات ورسوي او بیا د پراخو پرګنوپه ملاتړ کرزی او بهرنیان ددې پلان منلوته اړباسي ![color=blue:4bc63facf0]
آ ّخر طالبان ولې په یوه سیاسي حل لار ه کې هم نوښت اوابتکار په خپل لاس کې وا نخلي ؟؟؟؟؟؟؟؟
آیا دوی افغانان نه دي اوکه هیڅډول سیاسي ابتکار ترې پوره نه دی ؟؟؟؟؟؟؟
اوکه دې یوته یې هم څوک نه پریږدي ؟؟؟؟؟؟
ــــ نه افغانیت اونه سیاسي ابتکار ته ؟؟؟؟؟؟؟؟
نو اقلأ اعتراف ؟؟؟؟؟؟؟
هو!، يا ابتکار او یا اعتراف ، ملت خوترې ځواب غواړي![/color:4bc63facf0]
شپون
19.04.2009
دافغانستان په غميزه کي خو دافغانانو حيثيت تل ثانوي پاتي شوی له کمونستانو راواخله تر طالبانو پوري چاله افغانانو پوښتنه کړي چې دوئ
څه غواړي او څه نه غواړي. خو له هغې بدمرغي ورځي چې خلقيانو په
کابل چپاو راوړی ترداننه دافغانانو دقسمت فيصلې له افغانستان نه دباندي
شوې اوپردو کړي.اورشتيا خو داده چې افغانانو لاپخواداصلاحيت له لاسه
ورکړی چې خپله خوښه وچلوي.نوعام اولس خو پخواهم يوازي دوعاګانې
کولې اوس يې هم کوي اوبيا به يې هم کوي چې زورورخدای دې هغه ټول
لاسونه وچ کړي چې زموږيې دغه حال کړی.اوکه دچاپه موږزړه سوزې
او ښه مو غواړي نو بريليتوب يې غواړو.دغه مو په وس پوره ده