د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

کله چي د ملتونو سرنوشت په سفارتونو کي ټاکل کيږي !

کريم
10.04.2009

غني، عبدالله ، احدي دامریکاپه سفارت کي دامریکائې چارواکو سره

http://www.benawa.com/details.php?id=24932

پرون دافغانستان راتلونکي ولسمشریزو ټاکنو ته دری کاندیدانو هر یو ښاغلي اشرف غني احمدزي ، ډاکټر عبدالله عبدالله ، او انوارالحق احدي یو ځای د امریکا په سفارت کي د امریکا د مشرانو دجرګې د غړو سره وکتل . ددغه لیدني نور جزیات رسنیو ته ندي وړاندي شوي خو د کارپوهانو په وینا چي دغسي لیدني د هیواد په سیاسي معملو کي ډیري بدي تمامي شوي دي ځکه مخکي هم چي هر ځل د مختلف الزاویه حریفان چي هر ځل پر یوه چوکۍ سره کښنستلي پایله ئې د همدي ملت په ارمانونوسودا راختلې ده .
دافغانستان د سیاسي چارو شننکي په دې باور دي چي دډیرو پښتنو کاندیدانو را مختکیدل هم د هیواد داکثریت قوم پښتنو په وړاندي دیوډول توطئې په معنا ده چي په لوی لاس غواړي له دې لاري د پښتنو اکثریت رائې پر څو برخو وویشي او اقلیتونه په خپله تر بري پوري ورسوي .


عبدالله صابر
11.04.2009

السلام عليکم
يره کريمه ددي ددي ليکنې ليکوال خوراته ډيرساده سړئ بريښي ، وايی چي پټئ يی
ټول وخوړ بيايی هم ويل چي مږه ده ،دابيچاره اوس دي ته خفه ده چي ولي کانديدانو
دامريکاجرګې غړوسره کتلي دده په فکرداخوبيا ګوډاګيان شواوداډول پيښود
افغانستان په سياسي معاملوکښ ډيري بد تمامي شوي ،هاهاها
دغه بيچاره ګرم نه دی ښايی دی به نه وي خبرچي هيواد اشغال شوی ٠
پاتي شوه داد پښتانورايو ويشلوخبره ، پريږده چي پښتون بيخي له دي ګوډاګي
دولت څخه ووزي که ما رايه ورکولئ نوپښتون پرځای به مي يوغيرپښتون ته رايه ور کوله په دي حکومت مي هيڅکله هم پښتون نه بدناموه ، پښتون خو کرزئ هم دی
څه توره يی کړي دده په کابينه کښ دوزير معاون راجګيږي اودوزير په لاس ليکل
شوي پښتوکاغذونه شلوي ، دهغه زور همدومره وي چي استعفا ورکړي ،پښتون
بايد ګوډاګئ نه  وي ،

دميوند ننګيال صاحب لاسليک زما دلکنې مطلب اولنډيز دی

[color=blue:68570e98bf]هغه سرچي دغاصب مخکښ ټيټږي
دپښتون دسرپټکئ دپري حرام وي [/color:68570e98bf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more