وطن پال او نور ګټور شعرونه
شهادت څومره لوړشان دی
      وصيل پېروز
      10.04.2009
    
ژونددابديت دی شهادت څومره لوړشان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی 
داله احدبدره راشروع اولاروان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی 
وينودعمارياسرداډېوه روښانه کړه 
آه! دسترحمزه دزړه ګرانه لاراسانه کړه 
غاښ چي کړوقربان رسول فتحه يې ارزانه کړه 
مخکي يې روان دی سترمصعب لاس کي نشان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
بئرمعونه غوندي ګوره درجيع کيسه 
سترخبيب ددارپرسرسورپه وينوحنظله 
جعفرطيارګوره خوږبدن زخمي سينه 
حضرت خالديې خدای خوډېرکړی ارمان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
دادتروږمۍ مزل غواړي دپرهررڼا 
ګام په ګام عوض غواړي سرورکړه سنګرده ستا
ځکه موتاريخ لري ښکلی باب دشهداء 
تل موسربايللی خوګټلی موميدان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
دادابديت بهيرغواړي پخواني ځوانان 
غشوته چي زړه نيسي مرګ ته خندني ځوانان 
ځکه داجل داعي تل وړي مېړني ځوانان 
ډېرپکي ناکام شي دادمينې امتحان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
هاچي دخليل غوندي اورته وردانګلی شي 
هاچي په احداحدسرې لمبې وژلای شي 
هاچي له مرګي سره سترګې جنګولای شي 
وژنې به يې په څه غليمه پای دي په تاوان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
دادقربانيواوج څه نعم البدل لري 
غسل کفن نه به وي فخرتل ترتل لري 
شناخته دشهيدګوره زړونوته تسل لري 
هلته يې فردوس اوهم دپاک الله رضوان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
موري موري مه ژاړه څومره بختوره شوې 
زوی دي خدای منظورکړلوته هم پرې خبره شوې 
پلاره! مبارک دي وي تېردزړه له سره شوې 
واخله تبريکي دسعيدزړه درته ګويان دی 
څه رنګين کاروان دی څه رنګين کاروان دی
      watanmal
      12.04.2009
    
اشنا ورسته له سلامونو څخه
ښه شعرونه مو ليكلى:
======
[color=darkblue:3dff074d73]په ژوندون هوډيالى كله +++ پريږدي بل ته سنګرونه
ډب كېدى په شوبلو نه شي +++ د ژوندون منو غورځنګونه
د مېړونو مرګ هم ژوندون دى +++ ځكه نه ژغورى سرونه
كه د وياړ شملې ګټى شي +++ قام له نه ګوري ويارونه
د ننګيالو خاطرې دى +++ ډك له برمه تاريخونه[/color:3dff074d73]
=======
وطنمل
      وصيل پېروز
      29.04.2009
    
وطن مل صيب سلامونه! 
ډېردي چورتمن کړی يم تل فکرکوم چي فلانی به وي فلانی به وي اوفلانی به وي! نن مي دلته ستاسوځوابي ليکنه ولوسته په رښتياهم ښه شيان دي ليکلي خوزه يوه هيله لرم چي که ستاسودبرېښناليک ياايميل پته راته وليکئ ډېره به ښه وي زماد ايميل پته داسي ده : 
                                                                   pirose1429@yahoo.com 
                                                                             زهيرملنګ 
محمدنسيم حميدي (کندهار) 
زهیرغوندي ملنګ وم ظالمانوځورولم 
هرچاپه کاڼوويشتم ماشومانوځورولم 
هرځای به تشک کچکول تلمه هردراته تړلی 
دکلي په کوڅوکي بخيلانوځورولم 
په جام جام مي پلورلي دليلاپه درکي ويني 
تربورغوندي مجنون ومه ټګانوځورولم 
يوتپنده غرمې دحميدي بوستان لمبه کړ
نسيم دسهارنه وه زه ګلانوځورولم
وصيل پيروز صاحب ته
      Stoman Niazi
      10.12.2009
    
محترم وصيل پيروز صاحب ته سلامونه او نيکې هيلې 
ګرانه ستا شعرونه او ليکنې مې ولوستې او ډير خوشحاله شوم.
الله د تاسو ته ددې اجر او د جاري ساتلو توفيق درکړي.آمين 
                د وطن د آزادئ او خپلواکئ په هيله 
                    ستاسو ورور عزت الله نيازى
اي ميل:nzniazi@yahoo.com
      وصيل پېروز
      15.01.2010
    
محترم نيازی صاحب! 
السلام عليکم
دالله جل جلاله له پراخ دربارڅخه درته دروغتياسترنعمت غواړم 
تاسوچي خپله آي ډي پرېيښې يوجهان مننه که تاسوميسنجرکاروئ بيابه دورې سره ږغېږو. wacill@yahoo.com