د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زما په ادرس يو پيام

ډاکتر څپاند
09.04.2009

زما په ادرس يو پيام
[/quote]
[وطنمل صيب ستاسو د ليک دروستۍ برخی د ځواب لپاره د محترم تکړه
اودروند ليکوال ښاغلي غيرت صيب ليکني دلته رانقل شوی،هيله ده چه په
حوصله مندۍ سره ئی ولولۍ[/color]

[quote:4ac152a420]په کندهار او ټولو نورو پښتنوکې دومره څوک نشته چې د طالبانو له پاره ملي سیاسي کادر جوړ کړي اوهغوی رهبري کړي؟ که وي ولې طالبان یې نه مني او يواځې د ځان له پاره میمزر ما ټوله زما غواړي نو بیا له دوی پرته پړ څوک دی ؟
ن
اقتباس:
غيرت خانه ستاليکنه له حقيقته ځکه لري ده چي امريکا ملي دوښمن ګڼي خو بيايی مقاومت ملي نه ګڼي ، که دوښمن ملي وي نوداخوعجيبه ده چي مقاومت دملي نه وي

نه وروره داسې نه ده، د القاعدې مقاومت ملي نه و، نو زمونږد ملت برخلیک یې راخراب کړو د پنجابیانو مقاومت زمونږ په هیواد کې ملي نه و، بلکې زمونږ د ملت پر ضد و، نو د ملت ددوښمن پر ضد هر مقاومت ملی کیدای نشي ، کیدای شي چې له بري وروسته د ملت ، خاورې او ملي ناموس سره مو بیل بله لوبه شروع کړي ، اوهمداسې وشول او ISI دمجاهدینو په وسیله زمونږهیواد تر هغې کچې درې ځله زیات ړنګ کړ چې د شورویانوپه وړاندې لس کلنه جګړه کې وران شوی و،آیا همداسې نه وه ؟ او آیا همدا د ISI هدف نه و او نواز شریف پرې خپل ویاړ د خپل پارلمان په وړاندې څرګند نه کړ چې آن د افغانستان ملي اردو یې هم ور ړنګه کړه ؟
نور د ISI او پآکستان دوښمني څنګه وي؟
اقتباس:
له طالبان پرته بل مقاومت نشته همدا هم ملي ده اوهم اسلامي ٠

مجاهدینو هم ځانونه اسلامي اوتر طالبانو زیات ملي بلل، آیا هغوی ملي سیاست
پېژندۀ؟؟؟؟
هغوی چې څومره اسلامي ووهومره د ISI غلامان هم وو، او ښکاره خبره ده چې طالبان تر هغوی هم زیات اسلامي دي، نو دISI په ګوډاګیتوب کې هم ور سره
څوک سیالي نشي کولای!
دا هم غلطه ده چې څوک د طالبانو په ضد ووايي پاکستان غواړي افغانستان تجزیه کړي، دا ځکه غلطه ده چې د طالب تسلط د ISI تسلط دی اود همدې له پاره یې اول هغه ته ډیر ه چټکه پراختیا ورکړه، نوکومه برخه چې د طالب له تسلط څخه ووځي هغه بیا د پاکستان له تسلط څخه هم لاړه !
امریکا او پاکستان یاCIA او ISI سره مشر اوکشر ورونه دي یا یو ستر او بل یې کوچنی څرخ دی چې دندانې یې یو په بل کې ورغلي او دواړه سره په یو سیاست یو ځای خو په مخالف لوري څرخي ۰ ددې تخالف اوتوافق سره سم طالب د پاکستاني
څرخ دندانې اوحکومت د امریکايي څرخ دندانې دي ، ّهغه ځای چې د ISI=طالب له واکه وځي هغه CIA(= حکومت) ته باید په لاس ورشي، او په دې ترتیب یې بر عکس هم!
نوکله چې په افغانستا کې د امریکا(=حکومت ) سرپرستي ختمیږي امانته او سلامته به پاکستان (= طالبانو) ته سپارل کیږی ۰ دا کار په پیل کې پاکستان له امریکا سره وکړ اوهمدا کار به په پای کې امریکا بیرته د پاکستان سره کوي! کم وتوم جګړې چې په اول کې په یوۀ لوري لازم شدت وموند په أخر کې به هم ،خو په مخالف لوري شدت اخلي ۰
اوکه بیا هم افغانستان خدای مکړه تجزیه کیږي ،نو د۲ ښکاریانو پاکستان اوامریکا ترمنځ لکه د ښکار بوټۍ وېشل کیږي، د CIA په غاښونو(=شمالې ټلوالې ) به یې امریکا او د ISIپه غاښونو (= طالبانو )به یې پاکستان خوري۰
د امریکا او پاکستان ددې یوې اوګډې ژرندې د دوه پلونو تر منځ به زما مظلوم قام پښتانه خدای مکړه دل کیږي،ولې مونږ پرې نه پوهیږو اونا پوه ورونه طالبان مو د خپل قام او ملت د مرګ نغمې ته چې CIA او ISI یې په ګډه غږوي سخت په جوش وخروش سره ګډیږي اوپه ځان بی خبآره ددې چټل هدف په لاره لا د شهادت جامونه هم بیدریغه په سر رااړوي!

درنوورونو غریب دوست صیب ، وطنمل صیب، عبدالله صابر صیب اونورو دوستانو ته سلامونه او درناوی!
خبره دا نه ده چې طالبان ښه خلک دي که نه، بالکل ښه خلک دي، خو ښه خلک زمونږ ټول ولس دی، کروندګر، ګکار ګر ، ترکاڼ، اهنګر، جولا،نداف او داسې نور کسبګر ټول ښه خلک دي او په دې کې شک نشته چۍ طالبان هم د خلقیانو او مجاهدینو پشان د همدغو ښو خلکو زامن دي نو دوی (طالبان) به ولې بد خلک وي ؟
ولس د پاکستان یا بل بهرني ځواک تابع نه دی، نو دوی به ولې د پاکستان ( ISI ) تابع وي؟ ولس پر آزادۍ مین دی او ګوډاګیتوب نه کوي، نو دوی به ولې ګوډاکیتوب کوي او آزادي به نه خوښوي؟
تر دې ځایه او دې منطق سره خو خلق، پرچم، د مجاهدینومشران او طالبان ټول ښه خلک، وطن غوښتونکي ملتپال ، په آزادۍ مین او غیور افغانان ثبوتیږي، خو آیا دا به راسره څوک ومني چې خلق، پرچم، د مجاهدینومشران هم ټول ښه خلک ،ملتپال وطندوست او پر آزادۍ مین او مخلص افغانان وو؟
که دا څوک منلی شي نو دابه هم ضرور مني چې دوی ښه خلک دي نو طالبان به ولې نه وی؟
خو وینوګورو چې نوموړي ښه خلک نه وو ، ملت ترې مایوس شو ، نو د طالبانو په اړه هم آړینه ده چې ړوند اعتماد پرې ونشي ، د قدرت په دوره کې یې هم امتحان ورنکړ، په ملتپالنې اوولسواکۍ کې دوی هم د خلقیانو غوندې مطلقأ پاتې راغلل او په سیاسي ډګر کې له ماتې سره مخامخ شول، صرف په دیکتاتورۍ کۍ له خلق او پرچم څخه کم نه وو!
نو دا پوښتنه را ولاړیږي چې ددې ټولوعلت څه دی اوڅه و؟ دغه ښه خلک او د ښو خلکو زامن ولې قدرت ته د رسیدو سره خراب ، ظالم او جنایکاران شول ؟
ددې ټولوعلت هماغه یوه خبره ده چې پښتومتل کړې ده :

مه کوه هغه کار چې نه دې مور کړی وي نه پلار !

نه د خلقیانو او پرچمیانو په پلرونو اونیکونو کې څوک واکمنۍ ته رسیدلی و اونه د مجاهدینو په نیکونو کې څوک تر ریاسته یا وزارته رسیدلي و و اونه هم د طالبانو په پلار نیکه کې څوک مدیر صیب یا مامور صیب تیر شوی و، نو چې له خلق او پرچم څخه په کومه کچه جنایاتو سر وواهه، دا به څوک تضمین کړي چې له طالبانو څخه ورته جنایتونه سر نه وهي!
که خبره یواځې په دې پاکیدای او سپینیدای چې د نورو د قدرت په وخت کې تر سره شوی جنایات وغندل شي،نو شغله یانو او ستمیانوخو له هرچا زیات د خلقیانو جنایات غندل، آيا په دې د هغوی خپل جنایات پټېدلای شول ؟
هو، ولس ته خلقیانوتضمین نه و ورکړی ، پرچمیانونه وورکړی اومجاهدینوهم نه و ورکړی چې جنایت به نه کوي ، نوڅنګه یې چې نه مور دسیاست سره بلده وه نه پلار،نو د قدرت په وخت کې یې ټول جنایات تر سره کړل هم د ملت ، هم وطن او هم د ولسي واک په مقابل کې۰ اوخلق و پرچم په دې سر بیره د اسلام په مقابل کې هم جنایتونه وکړل!
ددې ټولو جنایاتومخه په ملي ولسواکۍ نیول کیږي، ځکه دولسواکۍ پوهیز همدا دی چې حکومت د ټول ملت له خوا ( ملي شورا، ملي مطبوعات، علنیت داو بشري حقونو پهواسطه) کنترول کیږي او ملت یې په هر پنځوکالوکې بدلوي ، نوڅنګه به جنایات وکړي او څنګه به یې جنایت دواموکړي اوڅنګه به له محکمې ،له سزا او بند تیرولوڅخه بچ پاتې شي ؟

له بده مرغه طالبانو هم تر اوسه ولس ته تضمین نه دی ورکړی چې جنایات به نور نه کوي، د اسلام سره به وطن،ملت او ولسواکۍ ته هم درناوي کوي اوهغه ولسواکي چې د اسلام او ملي عنعناتو سره سمون پیدا کولی شي ضرور پلې کوي ،د ولس کنترول ته به غاړه ږدي ،ملي شورا،اساسي قانون ،آزاد مطبوعات او بشري حقوقونو اومدنیت ته به غاړه ږدي!
نو که څوک خپل ولس ته دا تضین نشي ورکولی ، خو بیا هم قدرت غواړي ، نو هغوی پر ملت د کنترول له پاره او دا کنترول د ځان له پآره نه ، بلکې د خلق او پرچم په څیر یې د کوم بادار ګاونډی طاقت له پاره او یا کم تر کمه د هغه په توصیه اود هغه د ملاتړ له پآره یې غواړي ، یعنې ددیګتاتورۍ تر شا یې د مور مړونه کینولې وي نو ځکه خو بیا هر فساد اوهره بلا،هر طوفان اوهر ناورین په وطن راګډولی شي۰
له چا سره چې د خپل ولس په ضد بهرنی ملاتړ مل وي هغه ترې ډیر ژر کار هم اخلي او هیواد د پردیو په منګلو کې ښکېلوي ، او څوک یې چې نه ښکېلوي له هغه سره بهرنی طاقطونه کومه مرسته هم نه کوي .
هو، ملی ډلې هیڅکله هم د خپل ولس پر ضد د بهرنی پردي قدرت پښه د خپل هیواد په چارو کې داخلېدو ته نه را پریږدي !
نور دې نو اوس طالبان او لوستونکي بیا ن کړي چې یو ملي آزاد او د افغانانود خوښې وړ رژیم باید کوم کوم تْضمینونه خپل ولس ته ورکړي څو د ټولو د باور وړتیا تر لاسه کړي او خپل ولس يی په کلکه ملاتړ وکړي او تر پایه ورسره
ودریږی!
طالبان پرته له دې چې د لومړي ټولګي شاګردانوته د الف با سیپاره او یا په جوماتونوکې صرف د قران شریف لوستل ماشومانوته زده کړي، نور څه کمال لري ؟
طالبان دې هم له ځان څخه دا پوښتنه وکړي چې دوی د کوم باغ ملۍ دي او خپل ولس ته څشی تْضمینولی شي، دولس له پآره څه کولی شي او څه کول غواړي ؟
که دا معلومه نکړي او اړونده ژمنه چې پورته وویل شوه ونکړي ، نو بیا به هغه څشی وي چې ولس پر دوی اعتماد وکړي ؟

آیا لږ تر لږه دوی د اسلام د حکم سره سم فرد فرد افغان ته له واک غوښتونکو سره د آزادانه بیعت کولو اونه کولواختیار او آزادي ورکوي؟

که څوک دومره هم نشی کړای او یا یې نه کوي، نوتاسې ووایاست چې هغوی به نور کوم انسانیت او اسلامیت پلی کړي ؟؟؟
هو قدرت په جنګ نیول کیږي، خو په سیاسي پوهه ،علمیت ملتپالنې اوولسواکۍ ساتل کیږي، نو آخر دوی له جنګ پرته په دې ۴ معیارونو کې کوم شی تضمینولی شي؟
په جومات کې خو به ماشومانوته وايي چې :
کپایت کوي او پرک نه کوي چې د کوران په امیکه مانا نه پوهیږم
خو په سیاست ، اداره او دفتردارۍ، ترقۍ اونړیوالو اړیکو کې به څه کوي ؟
ایا کافی ده چې ددې ټولو پر ځای صرف ښځې ووهي، په ۲۱ پیړۍ کې د ږیرو او پینڅو پورې ونښلي او د ډیرو دورو په وهلوسره له افغانستان څخه یوه لویه مخطبیله جوړه کړي؟

اقتباس:

اوس خو د خدای فضل ده جهاد ښه په درب او غرب مخ پر وړاندې روان دې او دښمن هم ورخطا ده، نو مونږ ته پکار مقاومت او جهاد ده، نه انتخابات ٠

وروره دغه جهاد خو د شورویانو پر ضد له دې نه هم ډیر په ښه په درب او غرب مخ پر وړاندې روان و، پایلې یې د ISI جوړ کړو یا پاللو تنظیمونو له لاسه څشی شوې او څه ترې جوړ شول؟ هیواد یې په لږه موده کې د لس کلن جنګ جګړې څخه هم زیات وران نکړ ؟
دا ولې؟ دا ځکه چې جهاد او تنظیمونه بیل بیل د ISI تر کنترول لاندې وو، تر څو یې چې وطن وراناوه نو د ISI به په شا ډبول،خوکله یې ځینو د له پاکستان څخه ISI پرځای بلخوا ته مخه وکړه، سمدلاسه یې پءې د طالب په نامه یو بل لښکر و ر سم کړ، کوم چې امریکا پرته بل چا له پاکستان څخه نشو پرځولی او تر نن ورځې پورې یې پاکستان حامي پاتې شوی دی۰
نوپوښتنه داده چې ISI ته د طالبانو وفادارۍ تر کومې اندازې پورې تغیر خوړلی دی؟
او که تغیر یې خوړلی وي آیا نوره به هم زیاته شوې نه وي؟
که داسې وي نو بیا څه فکر کوئ چې د طالبانو د بري په صورت کې به افغانستان خدای مکړه عملأ د پاکستان په شپږمه صوبه وانه وړي؟ د پاکستاننوم خو بی له دې هم د پـــنجاب، افغانستان، کــــشمیر او ســــند له لومړیو تورو څخه جوړشوی اوتان یې پرې علاوه کړی دی او پاکستان بې ترې جوړ کړی دی،چې د پنجابیانو لپاره لکه صهیون(Zion ) د یهودوله پاره ورته سیاسي آرمان جوړوي!
اقتباس:
دمکراسي انتخاباتو کې اکثريت مطرح ده او اسلامي نظام کې اهليت او اهل الحل والعقد مطرح دي، نه چې د ډم او جولا په رايه هم څوګ د مشرۍ چوکۍ ته ورسيږي نو رئيس جمهور دې وې خير که دی هم ډم يا جولا وي.

۱ــ تر نن ورځې پورې کوم ولسمشر چې په عامو آزادو او شفافوټولټاکنو کې ټاکل شوی د ډم یا جولا بچی و، په څه نه پوهیده او خپل ولس بداخلاقه بللی وي؟؟
نو له دې معلومیږي چې همدغه انتخابات د بیعت بشپړ شوې بڼه ده، چې البته په اسلامي هیوادونوکې د لویدیځ سره په توپیر لیبرالیزم او ضد اسلامي بد اخلاقیوته اجازه نه ورکوي!

۲ــ د حل اوعقد خاوندان هم د مسلمان ولس له خوا غوره او ټاکل کیږي ، دا غوراوی هم هماغه د ملي شورا د وکیلانو ټولټاکنه ده، که ولسمشر د ولس له خوا مستقیم ونه ټاکل شي نو پّ هغه صړرت یې بیا د ملي شورا غړي یعنې د حل اوعقد د لرونکو په توګه د ولس له خوا منل شوي اوټاکل شویو وکیلانوله خوا انتخابیږي! دې ته وايي پارلماني نظام ، خوکه ولسمشر مستقیمأ د ولس له خوا وټاکل شي هغې ته جمهوري نظاموايي چې بیعت مستقیم کیږي!
د راشیدینو خلیفاو پّ وخت کې بیهت مستقیم کیده او د حل او لومړی د حل و عقد
کسانو سره بیعت نه کیده چې ګواکې بیا هغوی خلیفه وټاکي. یعنې نظام جمهوري و صرف په دې فرق سره چې خلیفه د ژوند تر پایه پورې ټاکل کیده اود ژوند پای به یې
اکثره د مرګ ژوبلې له لارې رامنځته کیدله ،چې په اسلامي اوملي ولسواکۍکې دغه خطر هم له منځه تللی دی !
د حل اوعقد سکالو په افغانستان کې سیاف صیب د خپلې ګټې له پاره مطرح کړه او ډیرې بدې خاطرې یې پریښوې، چې تکرارولوته یې د سړي ګرځون راځي!
اوبیاله حل اوعقد څخه مطلب د خپل وخت سیاسي پوهه ده چې راشیدینو خلفاو په داخلي او بهرني سیاست دواړوکې تر ترجا زیاته لرله،خو اوس ملا طالب اوچړي
یا خومطلق سیاسي پوهه نه لري اوکه لري یې دومره ټيټه وي چې په نشت حساب
ده او د هیواد سرنوشت ددوی په لاس کې ورکول هیواد په اوبولاهوکول او د ناورینونو سره مخکول دي او بس!
له دې کبله انتخاباتي سیستم د ملا صاحب له پاره هم د سیاسي مدرسې مثال لري، که پرې پوه شي او زدکړه په کې وکړي ښايي رښتیا هم ددومره سیاسي حل اوعقد خاوند شي چې اولس یې وټاکي او درایو اکثریت تر لاسه کړي،اوکه یې نشي تر رلاسه کولی اقلأ ولس به په سیاست کې د ملا بل او بل هر ناپوه د ښکرونو ، لغتو، خنګرو او لکۍ له ګوزار څخه مصئون پاتې شي ،نواوس تاسې ووایاست چې
اقتباس:
آیا په ولسواک جمهوري نظام کې د انتخاباتو اکثريت د۰۰۰ اهليت او اهل الحل والعقد
له پاره مطرح نه دی ؟
اقتباس:[/quote:4ac152a420]د ډم او جولا په رايه هم (همغه)څوګ د مشرۍ چوکۍ ته (نه) ۰۰رسيږي
چې ټول مسلمان ولس،عالمانو، پوهانو، قومي اووولسي مشرانو ، د شورا وکیلانو او سیاتوالو ټول د خپل ولس سره یوځای په کې شپږمیاشتي خبرې، سلا اومشورې کړې وي او په پای کې یې برې د رایې ورکو تصمیم نیولی وي !
اوس خوهغهوختونه نه دي چې په ټول هیواد کې د ګوتوپه شمیر څوکسان د پوهې قلم او دیني یا دتیوي پوهې خاوندان وو اوهغې ته یواځې په اصطلاح د حل اوعقدخاوندانویل کیدل، اوس خو شکر په سیاسي اواجتماعي نه یواځې د پوهو شخصیتونوکمی نشته ، بلکې آن سیاسي ګوندونه ، پراخه ډلې او په زرګونو مختلفېطرحې د وطن د خیر او فلاح له پاره مېح کیږي او ډګر ته وړاندې کیږي،چې نه یواځې اشخاص، بلکې طرحې، پوزیشنونه او لارې چارې پلانونه او پروګرامونه
غوره کیږي او رایې ګټي ۰
دا داسې مٍال لري لکه په یووخت کې د ډیروخلکو له پاره د سوړ سوکړک پیازو او شین چای سره ډوډۍ موندل او په هغې خيټه مړول قهرماني وه، خو اوس د غوښې، پلو او کیکوکلچې او پراټو سره د شیدو چای موندل قهرماني ده، نوکه اوس چاته دغسې ښه خواړه رسیدای شي اوته ورته وایې چې هغه پخوانۍ قهرماني غواړم او
اوس باید د پیاز ډوډۍ او شین چای څخه کار واخیستل شي اوکه څوک یې نه مني نو يه زور او دیکتاتورۍ دې په خلکو ومنل شي۰ ټیک همدغه غوښتنه د پخواني حل او عقد د قهرمانۍ طرحه ده چې اوس یې طالب د ملي اسلامي ولسواکۍ د قهرمانۍ د طرحې په وړاندې په زور تحمیلول غواړي، آیا همداسې نه ده ؟[/quote]

[color=red:4ac152a420]په پاي کی غواړم دافغانستان دجنګ په هکله خپله عقيده وليکم٠
دغربي نړۍ داقتصاديو عمده رکن جنګونه تشکيلوي٠داځکه چه له يوی خوا
دنړۍ ستري صنايع جنګي افزار توليدوی او هغه بايد امتحان او خرڅ شي٠
دويم داچه دهمدي جنګونو په لړ کی غربي نړۍ نوره نړی تر خپل کنترول لاندی
راولي٠
داچه کله ناکله غربيان ډنډدرۍ وهي چه موږ ماته وخوړه،داهسې تبليغات دی
ترڅو وکولاي شي د جنګ ددوام او دنورو پوځيانو دليږلو لپاره بهانه پيدا کړي٠

دافغانستان جنګ د چا تر منځ دی؟
ددي جنګ دواړه خواوی هماغه پروني جنګيي ډلې ټپلې دي چه پرون دکمونيزم
پر ضد دامريکي لخوا استعمال شول او روسته بيا دهمدي غربيانو په واسطه
دپروني کمونستي قدرت يعنی،روسی په شمول، په مختلفو ډلو وويشل شول
څوک د انګليس،څوک د امريکی،څوک دپاکستان،څوک دروس او څوک دايران
او نورو په واسطه تمويل او اداره کيږي ٠هدف يو دی او هغه دا چه جنګ بايد
دوام ومومي٠
مګر کرزۍ،رباني،مجددي،سياف ،حقاني،حکمتيار،اوطالب ليډران پرون سره
يو ځای د روس په مقابل کی ،ديوۀ هدف لپاره نه جنګيدل ؟

متل دی "تا احمق در جهان است مفلس درنمیماند "

بيامی د يوه کليوال شاعر شعر پياد شو:
"باران اوريږی اويږي واورې،،،يو ورځ بی واورم ،يوورځ بی واورې"

دخدای په امان،خوشحاله اوسئ٠[/color:4ac152a420]


و.افغان
10.04.2009

څپاند صاحب !
ښه دی چې راښکاره شوی، ما ویل چې هسی بیځايه راڅخه خوابدی شوی نه اوسی.

وروره! قبايل هماغه کوشان دی زما
په ادرس او دښاغلې ډاکټر وطنمل صاحب په ادرس
يي لیک مونږدواړو ته رالیږلي وو،
، ما ته يي هم ډيرې بازارې ښکنځلې کړی وی،
او ډاکټر وطنمل صاحب ته يي هم کړې وی.
فکر کوم چې دې هماغه کس وي چې تاسو ښاغلې افغاندښمنه سړی بللې وو،
ځکه چې کارونه يي ټول هماغه ته ورته دي.
فکر کوم چې ښاغلې کوشان دافغانستان ديوې ډلې سره هم دلچسپې نه لري،
نه کين اړخو ډلو سره، او نه ښې اړخو ډلو سره.

دۍ په دې موظف دی، چې دوه کاره وکړي،
لومړۍ دا چې اسلام پسې درواغجن تبلیغات او پروپاګنډا وکړي.
داسلامي مقدساتو سپکاوئ وکړي، او الحادي نظريات خپاره کړي.

دویم دا چې افغانان سره خپل منځ کې واچوي، که هغه افغان خلقي وي، که پرچمي وي، که کارملي وي، او که مسلمان طالب، مجاهد يا يوې بلې ډلې پورې تړاو لري،
دټولو سره هماغه يوه شانته رويه کوي.

په درنښت


و.افغان
10.04.2009

نو ګرانه څپاند صاحب:

ستاسو له
درانه شخصيت څخه هيله کوو، چې دکوشان دايميلونو چټيات دلته
خپاره نه کړئ.

په درنښت


عبدالله صابر
10.04.2009

السلام عليکم 
ښاغلئ سپاند صافئ او وهاج صاحب
کټ مټ عيناهمدا ډول بريښناليک ماته هم دقبايل چي پخوانئ نوم يی کوشان دی
راليږل شوئ خومادومره ضروري نه ده ګڼلئ ،همدا کوشان دی چي هرچاباندي دايوه
پوچه مرمئ وار کړي نورمه پسي ګرځئ ، وايی چي [color=blue:4c5c967669]دناپوهانوځواب چوپتياده [/color:4c5c967669]٠

والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more