نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
love story
ع کريم حليمي
26.01.2004
پرسازندو ښځو مين امير
يزيد بن عبدالملک بن مروان دخپل اکا زوی د امارت وروسته ه دمشق امير سو٠ ده داموانو پهکورنی اه درلوده د تاخ ګزيده په حواله چې حمدالله مستوفی رح مؤلف دی روات دی چې زيدبن عبدالملک دوې سازندې در لودی او پر دواړو مين وو٠حسن ابراهم حسن داسلام د سياسی تاريخ ليکونکی وايې چې يزيد بن عبدالملک دمخه تر دی چی امير سی ،حباه ي په 4 زرو دينارو رانيول ٠ ورور ئی دی ليونې وباله چی دومره زر ديوی مينځی لپاره مصرفوی يزد حبابه برته ورکړه ورسته يوه مصری رانيول د يزيد په زړه کی د حبابی عشق پاته وو٠ کله چې امير سو ماينې ئی (ملکه سعده) د دی بابته چی اميرټاکل سوی دی وويل چی : ايا په زړه کی بل ارمان هم لری ؟
امير ورته وويل چې (حبابه)
ملکه سعده ، حبابه په 4 زرو دينارو رانيول او د مصرڅخه شام ته راوستل کله چې د هغی څخه د اوږه سفر اثار لری سول ٠ هغه ئی سنګارکړه دپردیشاته ئی ودرول ٠ ملکه سعدې يو ځل بيا د ميړه څه پښتنه وکړه چی ايا د دونياڅه بله ارزو هم لری ٠ يزيد بن عبدالملک ورته وويل يو ځل می درته ويلی حبابه
دغه وخت کی ملکه سعدې پرده پورته کړه او وي ويل چې دا ده حبابه !
يزيد د خپلی ميرمنی د دی پيرزوينی څخه زيات خوښ سو او دهغی يی زياتاحترام وساتی ٠ د يادولو خبره دا ده چې يزيد بن عبدالملک د حضرت عمربن عبدالعزيز رح د خلافت ورسته دهغه پر ځای امير سو ٠ جرج زيدان داسلام دتمدن دتاريخ ليکونکی وايی چی حبابه دومره يزيد ته ګرانه سوه چې سلامه يی د نظره ولويده
او د خلافت ګرداختيار د هغی په لاس کی وو٠ هرڅوک چې نه ئی خوښ هغه به ئی مقرر اوڅوک چی به ئی خوښ نه وو،هغه به ئی برطرفه کړ د يزيد لوی امپراطوریواکی په حقيقت کی دهمدغی ښايستی سازندی په لاس کی وی
مسيلمه د امير ورور هغه ته په نصيحت کی وويل چې متاسفانه ته د حضرت عمر بنعبدالعزيز رح پرځای چې په ټول هيواد کې عدالت او پرهيزګاری راوستل راغلې او ته يوازی په شرابو او شهوت رانيولو اخته يی بل کار نه کوی د هيوادکارونه دی حبابی ته سپارلی دې مظلومان چغی وهی خلګ دولاياتو څه راغلی په دربار کی منتظر دی امما ته غافل ناست يی کله چی يزيدد خپل ورور خبری واوريدی هغه يی تصديق کړی او دحبابی څخه لری سو
کله چې حبابی د امير داحالت و ليدی د ځينو مورخينو له قوله دې د يوه نامتو شاعر څخه د يو مؤجز او اغيزلرونکی شعر غوښتنه وکړه شاعر هم ددی فرمايش پر ځای کۍ او شعرونه ورته وليکل ٠ حبابی و خپلو مينځيانو ته هدات وکړ ٠ هر وخت خليفه دجمعی دلمنځه د اداينی د پاره مسجد ته وځی ماخبره کړی منځيانو د دی هدات پر ځای کړ٠کله چې داخبره سوه چې اوس خليفه د قصر څخه وځی (عود) دموسيقی اله په لاس داميرمخ ته ودريدل او په زړه وړونکی اواز سره دغه شعرونه ساز سره ورته وويل ٠ چې پښتو ترجمه يی داسی ده
که د مين دسره هښاوعقل تللی دی !
هغه مه ملامتوی ٠
هغه دډيره غمه صابر سوی دی ٠
کلهچې امير د خپلی معشوقی د زړه وړونکی ښکلا سره د هغی سندرې واوريدی ، لاس ئی پرمخ ونيو ، او وی ويل چې ای حبابې داسی مه کوه او حبابی خپل ساز او اوازته ادامه ورکړه ، او داشعر هم ووايه ٠
ژوند دعيشق او نوش او د زړه د غوښتنو د پر ځايولو پرته بل شی نه دی
که څه هم خلګ تا سرزنش او ملامت کړی ٠
يزيد د دی سندری د او ريدو سره خپل توان دلاسه ورکړ ، او ناره ئی واستل چې رشتا دی وويل ٠٠٠٠ !
خای دی هغه نابود کړی چی ماستا په مينه ملامتوی ٠
داقصه دوام لری نوره دوی ورځ باد ليکم که ژوند وو انشاالله
ع کريم حليمي
26.01.2004
مين امير دوهمه ليکنه
ای مرئييه !
ورسه زما ورور سيلمه ته ووايه چې : زما پر ځای په مسجد کې د جمعې لمونځ ور کړه ٠ مورخين وايی چې دوی دواړه (يزيد او حبانه د دمشق ښاره ووتل او د (بيت رأس ) په محل کې يی دعيش او نوش بازارتود کړ ٠ دمخه يزيد و خپلو حاضر باشانو ته ويلی ووچې : خلګو دافکر کړی دی چې دهر عيش او نوش سره رنځ او نيښ سته زهغواړم چې ددوی دا فکر غلط ثابت کړم ٠ دهمدی وجی څخه د حبابی و بيت الرأس ته ځم ترڅو چې زه هلته يم هيڅ خبر او ليک و ماته مه راوړی چې زماعيش او عشرت بی نيښه پاته سي ٠
په هغه وخت کې چې عاشق او معشوقه بيت الرأس په شاهي قصر کې په عيش اونوش اخته وه په دی ترځ کې يزيد د په خوله کې د ناز او مينی له مخې د انارو دانی اچولې د انارو يوه دانه حبابی په ساه ووهله د نفس کښلو لار ئې بنده سوه چه د دغه په اثر ډير ژر د يزيد په غيږ کې مړه سوه ٠
يزيد دری ورځی شپې د هغې مړ جسد په غيږ کې نيولی وو او د هغی وښخولو ته ئی اجازه نه ورکول تر څو چی په اخير کی دهغی بدن بوي واخست بياهم يزيد د هغی څه ﻻسنه اخيست او د هغی فاسد سوی بدن ئی په لپو لپو اوښکو لنداوه او بويوه ئې ٠ يزيد د خپلوانو د زيات اصرار له کبله ئی هغه ښخه کړه ٠ دی هم د ډير غمه پنځلس ورځی ورسته چې دهغی دقبره سره ناره و ايسته او په بی هوښی کی مړ سو او د هغی د قبر سره ئی ښخ کړ ٠
ويل دورانټ په خپل تأليف د تمدن په تاريخ کې ليکی دی چې يزيدپه هغه هفته کی چې حبابه مړه سوه دی هم مړ سو ٠ دا حادثه په 105 هجری قمری کال کې پيښه سوی وه ٠
د تاريخ مبصرين وايي چې د مسلمانانو د لوی دولت مسؤليت دده پر غاړه وو، او دی د حبابې په مينه کې ډوب سوی وو بايد دولت چاری ئې و بل چاته تسليم کړی وای ٠
وليد بن يزيد بن عبدالملک بن مروان هغهامير وو چې د اسلام مستقمه لاره پريښې او د خطا لار ئې نيولی وه ٠
د تاريخ د رواياتو د مخې يوه ورځ پر قرأن پال واچاوه ، چې د هغه معنی ئی خښه نسوه او فکر ئی کاوه چې و دته د جبار او عناد کونکی په نظر تفسيريږی ٠
دی زيات په قهر سو ، قرأن عظيم ئی څيری کړ ٠ او وې ويل چې : کله چې د حشر په ورځ و خپل خدای ته ورسی ووايه چې وليد څيری کړمه (نعوذ بالله)
د حمدالله مستوفی چی په 730 هجری قمری کال کې ئې تاريخ ګزيده تأليف کړی دی ٠ د روايت له مخی وليد د
جمعی په ورځ کې د خپلی مينځی (معشوقی ) سره شراب شراب و چښل خلوت ئې وکړ ٠ کله چې د قصر د ناحيی
د مسجد څخه دجمعی د لمانځه قامت وويل سو په شرابو مست امير ، هغه خپله معشوقه مجبوره کړه ٠ چې په
نا پريولی ځان لنګوټه وتړی او قبا واغوندی او منبر ته وﻻړه سي دا ښځه منبر ته وﻻړه خطبه ئی وويل او په هغه ځای کې ئې و ډيرو مسلمانانو ته لمونځ ورکړ ٠ ( دجماعت د لومړی صف څو نفرو دا وليده چې امير نه دی او يوه ښځه ده ) ددې موضوع څخه يوه هفته ورسته ٠ د هغه عصر اکثر مسلمانان ددې حدثې څخه خبر سول او شديد عکس العمل ئې څرګند کړل ٠ محمد بن خالد القسدی چې د خپلی زمانې با نفوذه شخصيت وو ٠
د خپلو قواوپه ذريعه ئی وليد د امارت څخه بيرته کړ او په 126 هجرقمری کال کې ئې په قتل ورساوه
د وليد د امارت مدت يو کال او دوې مياشتی وو او د جنازی لمونځ ورته ورنکړل سو٠
بسمه تعالی : املم يسيروافی الارض فينظروا کيف کان عقبه الذين من قبلهم کانوا أکثرمنهم وأشدقوه واثارافی الارض فما أغنی عنهم ما کانو يکسبون٠
بسمه تعالی : و لا تصل علی احد منهم مات أبد ولا تقم علی قبره انهم کفروا بالله ورسوله وماتوا وهم فسقون ٠