د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ستاسودستوردی چی مړه په سروړﺉ...

رښتینی
06.04.2009

.
سلامونه اونیکی هیلی می ومنﺉ !
لومړی ستاسو توجه دالاندی انځورته را اړوم :

[img:d36c15a465]http://www.alwatan.com.sa/news/images/newsimages/3111/07AW16J_0604-2.jpg[/img:d36c15a465]

داهغه افغانان دی چی په دووه ورځی مخکی په مانتر کی
ایران ته په پټه دتیرولوپه مهال په کانتینر کی وفات شوی و
وروسته بیا له کوټی نه په الوتکه کی کابل ته ولیږدول شول
دټول افغان په پاڼه کی په دی اړه کومه لیکنه ونشوه لطفا زما دا
څوکرښی راسره ولولﺉ :

.
دعربی نړۍ یو مزاح یاټوکمار لیکوال جعفرعباس لیکنی ډیر خوند
راکوی هغه یووخت په خپل کالم کی لیکلی و چی په خلیج کی ټول عربان
له یو میرڅمن اودښمن نه سرونه شکوی او وایی چی هغوی دعربانو ازلی
میرڅمن دی او دعربو په عاموژنه یی سینی نه یخیږی دعربو دا میرڅمن
هر چاته مالوم دی چی هغه اسراﺉیل دی خو ښاغلی عباس لیکلی چی
داد عربولو یه لویه تیروتنه ده ځکه داسمه ده چی اسراﺉیل ددوی دښمن دی
خولوی دښمن نه دی اودوی خپل لوی دښمنان نه دی پیژندلی ددوی لوی
دښمنان اصلا موټر او غوښین اوغوړین خواړه دی ځکه له ژورو احصاﺉیو
نه وروسته دا حقیقت په ډاګه شوی دی چی عربان چی څومره د موټرو،
غوړینو اوغوښینو خوړوله لاسه مری دا له هغو نه ډیر زیات دی چی اسراﺉیلو
وژلی دی

داړوندموضوع په اړه ددی عرب ټوکمار لیکوال ددی ټوکوزمی خبری
په رااخیستلو زما معذرت می ومنﺉ خو په دی خبره کی دپراته حیقت له
کبله میدا خبر را اقتباس کړه اوهغه حقیقت عرب میشتو خلکوته روښانه
ده خو زموږ په هیواد کی تقریبا دی ته ورته یو حقیقت شتون لری چی ځینی
خلک توجه نه ورته کوی او هغه هم ددښمنی او دښمنانو موضوع ده

په د ی کی دشک ځآی نشته چی موږ باندنیو یرغلګرو ډیر ځپلی یو
اودا له یوه نه وروسته دبل په نوبت سره راروانو لیوانو موږ په سوونو زره
وژلی زورولی او کړولی یو اوزه چی موکوم دښمن ته پام ر اړول غواړم ددی
مطلب دانده چی ګواکی زه باندنیو یرغلګروته اهمیت نه ورکوم لاسمح الله
له دی حقیقت نه خو ړوند هم انکار نشی کولی خو موږ یوبل داسی دښمن
لرو چی هغه ته کم خلک متوجه دی اوهغه کم خلک که ددی دښمن یادونه
کوی او ددی خطرته خلک رابولی نوځینی یاران یی په نورو اهدافو توجیه
کوی خو زه وایم چی دی دښمن ته توجه ډیره ضروری ده ځکه دی ته متوجه
خلک کم دی
له دی دښمن نه زما موخه لوږه اودهیواد وران ویجاړ حالت ده په دا انځور کی
پراته شهیدان د چا له لاسه له خپل خواږه ژوند نه محروم شوی ی ؟؟؟
تاسو وینﺉ چی ددوی په بدنونو دتورو او مرمیو ټپونه نشته !!
دوی په یوه ګله ډوډۍ پسی لالهانده وو او دهیواد وران ویجاړ حالت له وطن
نه تیښتی ته اړ کړی وو چی په لاره کی له دی بوږنوونکی پیښی سره مخ شول

ددی بی وزله افغانانو مړی په الوتکه کی کابل ته ولیږدول شول ښاغلی کرزی
به نوبریت تاووی چی چی دافغانانو له غمه مړیم اودهغوی دمړو احترام مو دالوتکی په ور لیږلو سره تر سره کړ چی باید مړی خپلوارثانوته په عزت سره
وروسول شی !!
خو ددی بی وزلوله هیواد نه په کانتینر کی سفر ته اړکیدل اوبیا په کانتینر
کی ساه ورکول دهیواد له هغو مظلومو طالبانو سره کټ مټ ورته پیښه ده
چی دصلیبیانو دیر غل په پیل کی په شمال کی پیښه شوی وه

دلته ماته د ښاغلی پسرلی ځلوریزه راپه یاد شوه :

[color=red:d36c15a465]چی کتای نشﺉ نن زما لورته
بتۍ اوشمی مه راوړﺉ ګورته

ستاسو ړستور دی چی مړه په سر وړﺉ
ژوندی مو نکړل ل خاورو ورتـــــــــــــــــــه [/color:d36c15a465]
.
په مینه


عبدالله صابر
07.04.2009

السلام عليکم
ښاغلئ حامد صاحب
تاسوښه موضوع راخيستي يقينادايوه خواشنوونکي پيښه ده ،زمونږ هيوادوال
چي تل له غريبئ اومفلسئ سره لاس اوګريوان داډول ډيرو خطرناکوسفرونه ته زړه
ښه کوي چي ډيرکله ددوی په مرګ تمام شي ، لوږه اوغريبي رښتياهم يودوښمن دی
داسي دوښمن چي کله کله خدای مه کړه ايمان هم ګواښي ځکه خوږ پيغمبرصلی الله
عليه وسلم له فقرنه امان غوښتئ ،دغه خوارکيان چي په کانتينرونوکښ دظالمو
قاچاقبروله خواووژل شول پرته له شکه نيستئ اوخوارئ پسي اخيستي وو ،
هورښتيا يی ويلي چي
څوک په رضادملک نه نه ځي
ياډيرغريب شي يادياردپاره ځينه

يا
زما له سترګو نه پناه ګلابه
زما په زړه کي په خندا ګلابه

د لرې لرې سلامونه واخله
ددعاګانو امبارونه واخله

په امان اوسې له تودو بادونو
هر یو قدم دی شه په سرو ګلونو

نیستۍ ظالمی په کوم لور وړۍ یې
زما له خوا نه یې په زور وړۍ یې
که لوږه نه وای مجبوري مو نه وی
ګرانه که ډیره غریبي مو نه وی

خوعجيبه داده چي داکسان په داسي کانتينرکښ وژل شوي ووچي دي کانتينردناټو
ځواکونوته اکمالات کول ، له همدي ځايه خوماته داسي بريښي چي ښايې ترشا يی
څه سياسي هدفونه اوپه دي ډول به هغوی غوښتل چي که کانتينردطالبانوبريد لاند
ي ونيول شي اوکسان هم دلغماني ځوانانوپه څير ووژل شي نو د ولس اوطالبان تر
منځ به لوی درز واچوال شي ، دغه هول بروک ويل کيږي چي داډول نفاق اچولوکښ
پخه تجربه لري ښايی همدا پلان به وو چي په سياسي لحاظ ناکام شوخوله بده مرغه
دافغانانوپه وژلو بياخپل مقصد ته ورسيد ،په هرصورت وايی چي پلاردچامړکړو
سورو اوکه پليو وي زماله ښي يی وباسه، اوس چي هرڅنګه وي زمونږ تنکي ځوانان
يی راشهيدان کړل اوپه راتلونکي بايد اولس اوطالبان دا ډول پلانونوته متوجه وي ٠

والسلام


و.افغان
08.04.2009

حامد صاحب:
ډیر زړه خواشینوونکې پيښه شوی ده، او په زرهاوو نورې خواشينوونکې ورته پيښې هم
شوي دي، او لا دتکرار لړۍ يي روانه ده.

تر نن ورځې خو ځمونږ ټولو سیاستوالو که که خلقي دی، او که پرچمي دی، کمونست دی او که مجاهد دی،

طالب دی او که ملا دی، نه خپل مسئوليتونه ترسره کړي، نه يي پيژندلې، نه يي دپيژندلو هڅه
کړی ده، او نه يي دبل چا لار ښوونې ته غوږ نیولې دی.

خلقي پرچمې او کمونست مشران او دهغوي په لار روان که ددیرش کلن ناورین قانوني مجرمين بلل کیږي، او محاکمی ته کش کول يي اړين بريښي، نو عقلا يي ځکه نه ګرموو، چې ددغسی وطنفروشانو، داسلام او بشریت دښمنانو څخه
مونږ بله توقع نشوه کوله.
خو ګیله له مجاهد او ملا څخه ده، چې داسلام ددين په نوم يي خپل دین، وطن او ملت لا
دنورو تباهيو غیږې ته وغورځاوه، دمدني او ټولنیز مسئوليتونو احساس خو پر ځاي
پريږده.

ستر کریم جواد خداي جل جلاله ته لاسونه په لپه کوم، چې داسی مشران راپه برخه کړي،
چې دزړه خوږ ولري، او دخپلو مسئوليتونو احساس ولري.

په درنښت.


watanmal
09.04.2009

ټولو دوستانو
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

د 2009 كال د اپريل د 4تاريخ په غمجنه پيښه كى وژل شوى 45مظلومان دى الله پاك
ورته جنت وركړى او دغم په ټغر ناست وارثانو ته دى الله پاك اجر وركړى.

په پيښه كى اكثر ازبك او هزاره قوم خلك ول ، چى د افغانستان په شمال كى ئى كورونه وه
كه دغه خلك بهر ته د تللو په موخه د خپلو كورونو څخه راوتلى وه نوزما د معلوماتو مطابق [color=white:d2ae9ed4fc]د ايران تر حدودو پورى خو هيڅ كوم داسى ضرورت نه ليدل كيدو چى دغه خلك دى په كانتينر كى يوړل شى نو دغه كار ولى شوى؟[/color:d2ae9ed4fc]
ويل كيږى چى ډرايور كله په هزار ګنجۍ سيمه كى د كانټينر دروازه خلاصه كړى اومړى ئى وليدل تيښته ئى وكړه
دلته دا سوال پيدا كيږى چى [color=darkblue:d2ae9ed4fc]كوم انځورونه مونږ وليدل په هغه كى خو په مړو زخمونه ښكارى ،[/color:d2ae9ed4fc] او دغه زخمونه په سرونو خاص بيا د سترګو سره دى ، [color=white:d2ae9ed4fc]نو دا ولى؟[/color:d2ae9ed4fc] اي امكان نلرى چى دغه كار د كوم پلان مطابق تر سره شوى وى؟
[color=darkblue:d2ae9ed4fc]د څو ورځو په تيردو سره د پاتى ژونديو افغانانو سره ولى څوك مركه نه كوى؟ [/color:d2ae9ed4fc]چى افغانان په حقيقت پوه شى
او دهغه خلكو څيرى بربنډى شى چى په دغه وحشى كار كى ئى لاس درلودو،
فكر كوم چى په پيښه كى د ګوډاګۍ ادارى غټ چارواكى لاس لرى نو ځكه پيښه د ميډيا له لورى وغورځول شوه.

[color=white:d2ae9ed4fc]حامد جانه [/color:d2ae9ed4fc]دى دغه خواران به مزدورۍ پسى ايران يا اروپا ته روان وه ، خو په7 د اپريل د وحدت په ورځپاڼه كى مى دغه خبر وليدو:

[color=darkblue:d2ae9ed4fc]د اټاليى د ګنده نالو څخه سل ماشومان برآمد[/color:d2ae9ed4fc]

د اټاليى پوليس ته داسى څه د پاسه سل تاركين وطن بچى لاس ته ورغلى دى چى روم كى مزكه كى د ننه د اوبو د نكاسۍ په نالو كى وسيدل ، [color=white:d2ae9ed4fc]دى بچو كى څليريشت افغان بچى هم شامل دى چى عمرونه ئى د لسو نه د پيځلسو كالو ترمنځ دى[/color:d2ae9ed4fc] او دوى روم كى مزكه كى دننه د ريلوى سټيشنو د لاندى په لويو لويو ګنده نالو كى وسيدل.... [color=darkblue:d2ae9ed4fc]د اټاليى د پوليس وينا ده چى افغان ماشومان په ټركونو او ټرالو كى په پټه د تركيى او يونان نه اټاليى ته راغلى وؤ او پوليس چى كله چاپه ووهله نو دا ماشومان په ګنده نالو كښى اوده وؤ.[/color:d2ae9ed4fc]

[color=white:d2ae9ed4fc]اوس د لسو او پنځلسو كالو ماشومان د كوم هدف لپاره ليږل كيږى؟[/color:d2ae9ed4fc]

الله پاك دى د افغانانو په حالت رحم وكړى ، ظالمان ، بى دينه ، وطن پلورنكى ، ټول تباه او د جهنم كندى ته زر تر زره وليږى او مونږ دى ددغو د شر څخه نور خلاص كړى. امين يا رب العالمين

وطنمل


Ghairat
09.04.2009

د لغمانیانووژنه خو د یوتن له خولې چې د مړوپه لیکه کې له قصاب طالب څخه ژوندی پاتې شوی و له کویټې څخه په تلیفون کې د طالبانو د مشرانو د امر په صادرولو تر سره شوه، او په دغې پېښې کې هم یوه ژوندي تن بی بی سي ته ویلی دي چې په کانتینر کې دننه مو ډیرې چغې او سورې ووهلې چې مرو،هوا نشته موټر ودروه او سر یې خلاص کړه،خوموټر وان غږ هم نه کاوه،مونږ د کانټینر دیوالونه ډیر په لغتوووهل خو مات نشول او نتیجه یې ورنکړه، نور نو څوک ژر اوڅوک لږ وروسته بیهوشه شول او یو ډیرشمیر مړه شول ۰
پوښتنه داده چې د پاکستان په خاوره بلوچستان کې د پټوتیریدو اړتیا څه وه؟
آیا دوی د پاکستاني پولیسو څخه آو که هلته له میشتو طالبانوڅخه ویرېدل ؟
ژوندۍ باتې سپرلۍ خو په کانټینر کې بند او له هېڅ خبر شوي نه دي، [color=red:ced600d9da]هر څه چې دي تښتېدلي ډریور له کومې بلې دوښمنې سرچینې سره ددوی د مرګ دسیسه بڼلې او پلې کړې ده[/color:ced600d9da]۰ دا پېښه هم د لغمانیانو د وژلوله دسیسې دومره بی شباهته نه بریښي ، والله اعلم !
هو ، بی امنیتي هم مستقیمأ د بی ګناه خلکود مرګ ، هم د بیوځلۍ او غریبۍ اوهم
د بیوځلۍ له لارې بیرته د غریبو د مرګ اړیزی ( سبب ) ګرځي!

[color=yellow:ced600d9da]راغله په وطن باندې د خدای بلا
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ داد CIA او ISI بلا![/color:ced600d9da]


watanmal
09.04.2009

د پيښى څه انځورونه

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/4%20q.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/1238911043_5%20q.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/99.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/88.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/77.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/1238911043_10.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/5%20q.jpg[/img:20821110f4]

[img:20821110f4]http://www.benawa.com/images/uploads/2%20q.jpg[/img:20821110f4]


ghareebdost
12.04.2009

الله دي ددوي په روحونو رحم وكړي,الله دي دي ظالمو قاچاقبرانوته جهنم ورنصب كړي.چې ددوي داكسيجن خيال يې هم نه و ساتلی.
خولکه څرنګه چې هر چاته معلومه ده.اوغربي اوسميزو رسنيو هم بار بار تايدکړې.چې دګوډاګي رژيم,دکابينې اکثره غړي اودپارلمان يوشمير غړي دكرزي دورڼو په شمول دمخدره موادو اوسړيوپه قاچاق كې ښكيل دي,
نو ددې جنايت پل هم ددغو جنايت كارو او غلو چارواكو تر دروازو رسي,
ټول لعنتونه په دې جنايت كاره اوغلامه اداره كې دي,

دالله لعنت اوغصب دي پرې نازل شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more