د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا د طـالبـانو هـابيـت د يـهـوديـت بـل مـخ دی ؟

Nadar
05.04.2009

نن چي په افغانستان کي امريکې، انګليس، ناټو، سعوديانو، پنجاپيانو کومه لوبه د وهابي طالبانو، القاعدې او د ټروريزم سره د جګړې په نامه را پيل کړې ده او په دې سيمه کي يې دغه روان پراخ پوځي غوبل را شروع کړی دی نو آيا دا د اوله سره د سي آی اې يوه پروژه ده چي هم يې پر مېخ وهي او هم پرنعل او که په رشتيا بل کوم څه دي ؟ !

آيا وهابيت،يهوديت، سعوديت، طالبان، القاعده دا ټول د سي ای اې بېلابېل مخونه او پروژې دي او که دا ټول په دې سيمه کي د امريکا د ګټو پر ضد هدفونه تعقيبوي؟ . زه خو قسم خورم چي زما په اند ړوندملا عمر پخپله يهود او دهغوی مزدور دی . بن لاډن، فضل رحمان، قاضي حسين احمد، سعودي عبدالله بن عبد العزیز، ايهود المرت، کرزی، خليلزاد اودا نور ديوه سره د سي آی اې او موساد مزدوران دي او په سيمه د هغوی نخشې پلي کوي ترڅو د پښتنوسيمي په سيمه کي د خپلو اهدافو دپاره لاندي او استعمال کړي . هغوی په پښتنو پسې ځکه را خيستې ده چي انګرېزانو ته يې درې ځلي ماتې هم ورکړېده او هغوی يې پر ګونډو کړي دي . آي ایس آی هم ځکه پر پښتني سيمو باندي رنګارنګه سوداګري کوي او زړه ورباند يخوي چي آی ايس آی پخپله د انګرېز انو د استخباراتو يوه سيمه ايزه څانګه او پروژه ده .

او وړونو او خويندو!
زه خو تاسوته د خدای او رسول روی درکوم چي دغه دواړه حاضر وګڼۍ او په اسلامي ايمانداري سره په سيمه او اسلامي هيوادو کي چي دغه دسيسه روانه ده هغه په بينا ، اسلامي او پښتني سترګو و څېړی !

-------------------------------

د عربي هيوادو د اتحاديې په وروستی غونډه کي چي د سعودي عربستان د پاچا په ګډون ډېرو عربي کټه سرو ګډون پکښې کړی وو د ليبيا جمهور رئيس معمر قذافي هم برخه درلوده. ددغي غونډي په بهير کي هغه د عربستان پاچا ملک عبد الله ته مخ را واړاوه او ورته و يې ويل چي :
دا همدا ته د انګليس نوکر يې!
په غونډه کي هياهو ولګېد او را وروسته قذافی غونډه پرېښوده او ووت .

آيا په رشتيا په اسلام کي وهابيت د انګرېزانو لخوا يو جوړ شوی شېطاني دين دی ؟
ايا د سعوديانو منفوره کورنۍ د يوه سره د انګرېزانو مزدوره او د هغوی د ګټو ساتندويه يوه دعلي بابا او څلوېښتو غلو غوندي يوه د غلو ډله ده ؟

آيا داسلام په مقدس ځای مکه شريفه کي د امريکايانو د پوځي اډې شتون و ټولو مسلمانانو، حنيفي او شافعي مذهبه کسانو ته د شرم خبره نده ؟

تاسو څه خېل وهابي مسلمانان ياست چي خپل دين ، خپل هيواد او د مسلمانانو مقدسات او د هغوی ننګ او غيرت په انګرېزانو او امريکايانو ساتی ؟

آيا زموږ په هيواد او دپولي ها خوا سيمو کي جګړه د رحمن بابا د زيارت پر شتون او يا نه شتون باندي ده او که دا د امريکايانو او انګرېزانو د ګټو جګړه ده او د هغوی موخي پر مخ بيايي ؟

ايا دغه د ډيوبندي او دشيطان رجيم جنرال ضيا الحق د مدرسو فارغين د يوه سره د انګرېزانو لښکر نه دي او د هغوی په ډېکټو او د هغوی په پيسو ځان نه الوزوي او اسلام او مسلمانانو ته لانجې نه جوړوي ؟

او داسي ډېر نور څه چي واقعي مسلمانان، افغانان او پښتانه بايد د هر څه په خاطر ډير څه ورباندي وليکي او دغه شيطاني هڅي رسوا کړي ؟ دلته د ايمان، وطنپالني او ډالرو تر مينځ جګړه روانه ده . تاسو او وطني احساس مو!
په درناوي

[color=blue]---------------------------------------------------------
ښاغلی نادر! تاسو يوځل په خپله لیکنه په سړه سینه غور وکړﺉ
ایا داد بحث معقول اسلوب ده چی تاسو غوره کړی دی ؟دلته به
مقابل لوری ستاسوځواب ته څنګه زړه ښه کوی چی تاسو هغه
ته دیهودی او انګریزالقاب ورکړی دی ؟
په مینه
حامد[/color]


ihtesham
11.04.2009

وروره ټول خلک په افغانستان کې اهداف لري ځکه دلته راغلي دي. پخوا يې هم اهداف لرل او ټولو جنګ جګړې کړي دي. اوس هم ټول خپل اهداف لري. په نړۍ کې يواځې افغان داسې قام دى چې هيڅ هدف نلري. ځکه نو ټول ډلې ډلې دي. څوک ملايان او جهاديان دي چې د کرايې د جګړه مارانو په څېر کوم هېواد چې پيسې او وسلې ورکولې د هغوى لپاره جهاد کوي. بله ډله همدغه کار په بل او بل نامه کوي. خو وهابيان او يهوديان په خپلو خپلو کارونو کې بيا توپير لري. وهابيان خپل هدف ته د ښوونځيو په ورانولو او د خلکو په وحشي ډول ذبح کولو ځان رسوي او يهوديان د ويجاړو شوو شيانو په بېرته جوړولو او خپل ځان لپاره په مثبت پروپاګنډ او داسې جګړه چې د ځان لپاره يې قانوني بڼه ورکړې وي. وهابيت خو د سعودي مفکوره ده او ايجادوونکي يې انګريزان وو، او چې په سعودي کې يې د انګرېزانو په ګټه کار وکړ نو اي ايس ايي پاکستان ته انتقال کړه او هلته يې په افغانانانو وتپله ځکه چې د يو وطن د ورانولو لپاره په نړۍ کې د دې نه ښه مفکوره لا بله نده ايجاده شوې نو ځکه پرې پاکستان ډېرې پېسې ولګولې او افغانانو ته يې د وهابيت پيچکاريانې د واکسينو په څېر ووهلې او بيا يې د وحشيانو په څير په افغانستان راپرېښودل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more