نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دولس ناروا استازيتوب ...
رښتینی
03.04.2009
.
درنو وروڼو اوپتمنو خويندو سلاونه اونيكي هيلي مي ومنئ ؟
زموږسياسي ډلي ، مشران اواوسني اومخكيني جګړه ماران ياجګړو
ته اړشوي خلك او دهر نظر او اند لرونكي وګړي كه خپلي ايجنډاوي
بيانوي يا په كوم سياسي او كوم بل بحث كي برخي لري ي نو يوه
خبره ډيره په باوراواعتمادسره كوي چي هغه دولس دخوښي او
غوښتني خبر ده مثلا افغانان فلاني اوبستاني نه غواړي ، افغانان
داډول نظام غواړي اوهابل ډول نظام نه غواړي
ولس داغواړي ...ولس ...او ولس.... يا افغانان ...او افغانان .....
اوداسي نوري ادعاوي به تاسو هم ډيري اوريدلي وي او شايد په
خپله به مو هم ډير ځله خپل نظرونه دولس رايي بللي وي !!
دسياستوال او...دا كړندود له خلق اوپرچم نه رانيولي ترنن ورځي پوري
روان ده خواوس راځو دولس حالت ته هغه زموږاوستاسوپه مخكي من كل
الوجوه په تفصيلي اوسپړلي توګه پروت ده زموږدولس ربړي ستونزي ،
ژړاو ي او ساندي ورځ تربلي زياتيږي اوډيريږي خبره احساساتو اوجذباتو
ته نه غځوم ځكه ډير احساساتيان غله اوبي رحمه ختلي دي اورالنډوم يي
دولس داستازيتوب اكثره ادعاكوونكي دروغژن اوټګان ختلي او اوس هم
ډير دروژغن وينو چي په سپينسترګي سره دا ادعاوي كوي
ايا خپل نظر او ياسياسي اندود ته ولسي
رنګ وركول ناسم كار نده اودا ناروا استازيتوب
دولس په پريمانه ټپونو دمالګي پاشلو په معني ندي ؟؟
[color=blue:e096ded10e]___________________________
يادونه : دنظرليكلوپه مهال اختصار اولنډون په
پام كي لرئ ځكه اوږدي ليكني ډيرۍ لوستوال
نشي لوستلي [/color:e096ded10e]
په مينه
هیښ
05.04.2009
سلامونه
ښاغلئ حامد صاحب !
ستاسوتحلیل او نتیجه ګیري چې فرمایلي مودي :
[code:1:60b4f4b52a][quote]ايا خپل نظر او ياسياسي اندود ته ولسي
رنګ وركول ناسم كار نده اودا ناروا استازيتوب
دولس په پريمانه ټپونو دمالګي پاشلو په معني ندي ؟؟ [/quote][/code:1:60b4f4b52a]
کاملاًدرسته او په عقل برابره ده .
دوولس ترنامه لاندې ،شخصي،ګوندي او سازماني هدفونو ته ځان رسول نه یوازې ناروا او دوولس په ټپونو مالګې شیندل دي ،بلکه دایو لوئ جنایت او خیانت دئ چې په داسې هیوادونو کې لکه افغانستان ډیر تر سترګو کیږي اواشخاص او سازمانونه خپلو اعمالو ته وولسي رنګ ورکوي اوددې نومونو نه ناوړه ګټه پورته کوي .
علت ئې دخلکو دسواد دکچې ټیټوالئ او دټولنې دافرادو بېخبري اوناپوهي دخپلو حقوقو اومسؤلیتونو څخه ده او په کومه ټولنه کې چې ناپوهي اونااګاهي حاکمه وي اوخلک دخپلو حقوقو څخه محروم وي د ستمګرانو ،ابن الوختانو او فرصت طلبانو دپاره دخپلو شومو اغراضو دپوره کولو له پاره داډول سلوک یوعادي کاردئ .
دافغانستان وولس سره دخپل پیدایښت نه تراوسه پورې دهمدې ناخبرئ اوناپوهئ په وجه ددې قصابانو په واسطه په ټول خپل تاریخ کې دڅارویو په شان رویه شوې ده که واده دئ او که خیرات ددوئ سرونه غوڅ شوي دي اوبیائې تبلیغ کړې ده چې دوولس دغوښتنې په اساس ئې داعمل کړئ دئ .
داچې ولې خلک دحهالت په تیاروکې پاته شوي دي ،پړه ئې په روحانیونو او یوڅه لوستیو کې ده ،چې دخلکو په پوهولو او خبرولو کې ئې خپله دیني ،انساني او ملي وظیفه نه ده اجراکړې او دوولس دبیدارولو او خپلو حقوقو څخه دخبرولو په ځائ ئې دیوه شخص ،کورنئ ،ډلې او سازمان داستبدادي قدرت دتحکیم دپاره ژبه اوپوهه په کاراچولي دي اوپه کاذبو فتواوو او جعلي فیصلو ئې وولس ته دسیاسی قدرت دانتقال مخه نیولې ده .
دوولس ،افغانانو او ملت تر نامه لاندې دا سوداګري به ترهغه دوام کوي ترڅو چه خلک دخپل برخلیک دټاکلو له پاره دتعقل،سنجش،تدبیر اوهوښیارئ دقدرت نه برخورداره شي او ددې سیاسی محتکرینو او دلالانو په بې محتوا او فریبکارانه تظاهر ئې سرونه خلاص شی او ونه غولیږي .
مننه
Ghairat
10.04.2009
درنوورونو اوخویندو سلام!
ستاسوخبره سمه ده چې که څوک د اسلام له پآره جدو جهد کوي هم د مسلمانانو ( مسلمان ولس) په نامه یې برحقیت ثابتوي اوکه څوک د سرمایدارۍ له پآره هڅه کوي نو هم د ولس د آزادۍ نوم پرې ږدي اوکه چا تر پرونه پورې د کمونیزم رمباړې وهلی نو هم د ولس حق اودولس غوښتنه او پوښتنه یې ورته ویله ! نووینوګوروچې هر څوک خپلې غوښتنې د ولس د غوښتنې پّه نامه تعمیموي!
له دې پّه ډاګه کیږي چې له ولس پرته ددوی بیلې غوښتنې برحقیت نه لري او په ټولګړي ډول د ولس د بدبختۍ سبب ګرځي، خو داچې تیریدای ترې نشي نو د ولس نوم پرې ږدي!
له دې نه یوه بله لا اړینه خبره هم څرګندیږي چې دولس غوښتنې یواځینۍغوښتنې دي چې برحقیت لري، ځکه ولس له ټولوڅخه جوړدی او ددوی د ګټواو علایقوبرخه هر چاته رسیږي ۰ سر بیره پّدې یواځې اویواځې ولس دی چې یوڅه کولی اوسر ته رسولی شي ،نوکه ولس له چا سره ونه دریږي څوک هم خپل کوم مرام ته نشي رسیدلای! حکومت له ولس پرته شل دی، د طالب ملا له ولس پرته
ماته ده، بهرنیان هم دولس د ملاتړ له لعنتي پلمې څخه په دې هیواد کې نه جک وهلی شي او نه خپل غول خوړلی شي!
متاسفانه چې یواځې یو ولس دی چې پخپل نامه تر اوسه هیڅ نشي کولی او تر څو پورې چې نور ددوی پّه نامه ځانته څه کوي دوی به ځانته په خپل نامه هیڅ ونکړي ، یعنې تر څوچې ولس بی خبره او په خپلوحقوقو نه پوهیږي اوتر هغې پورې به د نوروله خوا استعمالیږي او ټول فعالیت به یې د نورو په ګټه اوخپل ضرر تمامیږي!
نو سخته ستونزه ده :
هغه څوک چې د ولس پّه ګټه پوهیږي دولس له پآره له خپلې پوهې څخه کار نه اخلي اوولس دولس پر ضد د ځان له پآره کاروي ، اوهغه څوک چې پرې نه پوهیږي هغه ولس دی اودځان له پآره ترې کار نه اخلي بلکې دنورو په ګټه غیر شعوري عمل کوي!
په داسې توره تیاره کې صرف دوه لارې شته چې دولس په ګټه تمامیږي ،چې یوه لار له ۱۴ سوه کالو راهیسې تړل شوې اوامکان نه لري اودوهمه یې له ۱۴ سوه کالوامکان لري خو له ولس پرته یې څوک له پلي کولو سره مینه نه لري :
لومړۍ لار ولس ته د یو پيغمبر راتلل دي،چې د اسلام له وروستي پیغمبر راوروسته نور د بل پیغمبر راتلل نشته !
دوهمه لار د ټول ولس د رایې او مشورې لاره ده چې اسلام مونږته پّه میراث پریښودې ده ، واک غوښتونکي یې نه مني که ملا یا طالب هم وي!
دا ځکه چې په دې لاره کې غوښتونکی او د غوښتنو پلي کونکی یو دي او سره بیلیدای نشي چې یو بل سره وغولوي، څویوه ډله دځان پّه ګټه غوښتنې وکړي او بله یې پلې کړي سره له دې چې ددوی په کې تاوان وي ، لکه د راشدینوخلفاو څخه وروسته تر نن پورې ولس دنورو له خوا د هغوی د خوشبختیو اوخپلو بدبختیو له پآره عامل ګرځيدلی او استعمالیږي !
نویواځینۍ ممکنه او اغیزمنه لار دا پاتې کیږي چې په هرڅه کې دې تصمیم ولس نیسي ،ټولپو ښتنې اوټولټاکنې ،حکومتي ، تقنیني اوکنترولونکي ټول ارګانونه دې دولس له خوا ټاکل کیږي او له څوکالو دې وروسته بیا دولس په ټاکنه بدلیږي اونوي کیږي! خو دېته وايي ملي اسلامي ولسواکي !
ولې دظلم خیانت اومطلب خاوندان دې لارې ته تن نه ودي، کمونستان، دیکتاتوران، فاشیستان ، مذهبي تندلاري او بنسئټپالان اونور دین،ملت ولس او وطن ته خاینان د بهرني اشغالګرانو په شمول دغې د حق اړینې لار ته تن نه ږدي !
نو اوس ستاسې خوښه چې په دې خاینانو ظالمانو جنایتکارانو اشغالګرو اوداسې نورو باندې لعنتی وایئ که رحمتي، دا نور ستا سې په خپلې پوهې اووجداني ځواک پورې تړاو نیسي!
[color=yellow:83e5388dd7]
عام المنافع چارو چوکاټ د ولس له پآره دی اوهمدغه چوکاټ ته منسوب خلک د یوهیواد ولس بلل کیږي !
نوکه څوک د عام المنافع چارو ، وطن ،ملت ، آزادۍ اواسلام پالونکی سیاست غواړي هغه د ولس په ګټه دولس خبرې کوي اوپه واکمنۍ په اړه هم ولسواکي غواړي او د ولس استازیتوب کوي !
ولس یومفهوم دی،نه اشخاص، داسې اعتبار لري لکه ریاْضي، چې ۲+۳= ۵ کیږي
بی له دې چې دغه ۲ او ۳ مشخص شي چې قلمونه دي که کتابونه ، مڼې دي اوکه انار ![/color:83e5388dd7]
مازدیګر
10.04.2009
حامد صیب او ټولو دوستانو ته سلام عرض کوم
حامد صیب که زما نظر داولس نه ده او ته هم داولس استازیتوب نه کوي
احمد او محمود هم خپل شخصي نظر دملت نظر بولي نو بیا ملت او نظر یې
چرته استوګن دي له کومه یې راپیداکړو چې اصیل جوهر په لاس راشي؟
اوبله دا چې هغه میکانیزم کوم یو ده چې د اولس نظر پري معلومیږي؟
و.افغان
11.04.2009
[quote:11a32b3cb6="مازدیګر"]حامد صیب او ټولو دوستانو ته سلام عرض کوم
حامد صیب که زما نظر داولس نه ده او ته هم داولس استازیتوب نه کوي
احمد او محمود هم خپل شخصي نظر دملت نظر بولي نو بیا ملت او نظر یې
چرته استوګن دي له کومه یې راپیداکړو چې اصیل جوهر په لاس راشي؟
اوبله دا چې هغه میکانیزم کوم یو ده چې د اولس نظر پري معلومیږي؟[/quote:11a32b3cb6]
ښاغلې مازدیګر صاحب !
له ډیرې غیرحاضرۍ وروسته په خیر راغلئ، دمیلمنو په خونه کې چاي، سلاته، ښوروا، او قهوه تیاره ده، ګورئ چې ضرور سر ورښکاره کړئ، او دخپلې خوښې خوراک څښاک
په کې وکړئ.
پاتی ستاسو دپوښتنې په اړوند نو ویلې شم چې چې داولس دنظر معلومولو میکانیزم
ډیر ښکاره او معلوم دی، هغه څوک چې پرې پښې ږدي، او سترګې ترې پټوي،
هغوي يي هم پيژنې، خو دتل لپاره يي خپلې شخصي او ګوندي ګټې په ولسې ګټو لوړې
بللې دي، بلکه ولسي ګټې يي له خپلو شخصي ګټور ځار کړي دي.
دولس لومړۍ حق دولس رايي ته اعتبار ورکول دي، ولس ته درایې حق
ورکول دي، ولس ته دخپل مشر دټاکنې حق ورکول دي، او دا هغه حق دی چې ځمونږ مبارک دين کې ورته ډير اهميت ورکړل شوې دی، ديوه امیر يا خلیفه مشروعيت
بیعت پورې تړل شوی دی، دا چې دوخت په تیریدو سره مصطلحات نوي کیږي، يا دوخت
مطابق نوي نوي نظامونه رامنځ ته کیږي، کوم ته چې ولسونه په خپل مناسب وخت کې ضرورت
لري، نو له دې سره هغه شرعي اصل له منځه نه ځي، ځينې وروڼه چې داهل الحل والعقد
خبره کوي، نو دا اصطلاح هم دپيغمبر صلی الله علیه وسلم له زمانې ډیره وروسته منځ ته راغلې ده، معنی دا چې نه کوم شرعي لفظ نه دی، او نه دقرآن يا سنت کلمات دي، بلکه دزندګې دتطوراتو په نتیجه کې منځ
ته راغلې دی، نبي کريم صلی الله علیه وسلم چې کله وفات کیدو، نو هغه هیڅوک ونه ټاکل، بلکه
خبره يي عامو مسلمانانو ته پريښوده، اګر که يي دابو بکر رضي الله عنه خلافت ته څه اشاری
کړې وي، هغه هم ددې لپاره چې خپل امت پرې ډیر ګران وو، او پوهیده چې دې لويي وظیفي ته تر ټولو وړ سړې ابو بکر رضي الله عنه دی.
خو نه يي غوښتل چې دمخکينې خليفه له اړخه دوروستې خليفه ټاکل يو شرعي اړين
کار وبلل شي.
خو کله چې ابو بکر رضي الله عنه وفات کیږي، نو هغه عمر رضي الله عنه ټاکي، خو دهغه دغه ټاکل هغه وخت مشروعيت پيدا کوي، چې ټول مسلمانان په عمر رضي الله عنه راټولیږي، پرې رضا کیږي، او بیعت ورسره کوي.
خو کله چې عمر رضي الله عنه وفات کیږي، صحابه کرام ترې غوښتنه کوي، چې دپیغمبر
صلی الله علیه وسلم امت همداسې مه پریږده، يو څوک وټاکه، نو هغه مبارک وايي،
که څوک وټاکم نو داسې څوک وو، چې له ما ډیر بهتر چې ټاکنه يي کړيوه، (ابو بکر)،
او که چیرته ټاکنه پریږدم، نو داسې چا ټاکنه پريښې ده، چې له ما ډیر بهتر دی، چې هغه
نبي کريم صلی الله علیه وسلم دی.
دا وو چې يوه لجنة، کميټه، يا کميسون يي مقرر کړ، او دا کار يي هغوي ته وسپاره، دې
کميسون له ډیرو اوږدو، ګړندو، او سختو هلو ځلو وروسته دعامو خلکو داکثریت رایه معلومه کړه چې غواړي عثمان رضي الله عنه ته رايه ورکړي، هماغه وو چې عبد الرحمن
بن عوف عثمان رضي الله عنه ته وويل، چې لاس دې خلاص کړه، او بیعت ورسره وکړ،
ورپسې علي رضي الله عنه او نورو صحابه کرامو رضي الله عنهم هم بیعتونه وکړ، او عثمان يو
ځل لکه دتیرو دوه خلیفوو په شان دعامو صحابوو دبیعت په نتيجه کې خلیفه شو.
موخه مې له دی خبرو څخه دا وه چې داهل الحل والعقد خبره يو تاريخي ضرورت وو، او
دفقهې علم يو متجدد علم دی، هيڅکله هم په یوې ټاکلې مصطلح جامد نه پاتی کیږي.
اوسمهال پارلماني نظام داهل الحل والعقد ځاي نیولې شي، يا په دی مانا چې پارلماني نظام ته اهل الحل والعقد ويلي شو، ځما په فکر که چیرته ځمونږ دټولنې
علمې سطحه اوچته لاړه شي، نو بیا پروا نه کوي، چې رياستې نظام دی منځ ته راشي،
او دولس هر وګړې په خپله خوښه خپل دخوښې مشر ته رایه ورکړي.
البته ددې لپاره چې دپارلمان وکیلان په ښه توګه اختیار شي، نو یو لړ قوانین دې وضعه شي،
چې پارلمان د نه وړ کس دکانديدۍ مخه ونيسي.
نو دولس دناروا استازيتوب دمخې ډب کولو لپاره لومړۍ او رئيسي ګام همدا دۍ، چې
نور ګامونه ددې ياد شوي ګام پسې اخيستل کیداي شي.
په درنښت