نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
انسانيت ، اسلام او پښتو يې ټول وشرمول٠
pattang
03.04.2009
انسانيت ، اسلام او پښتو يې ټول وشرمول٠
لنډ مطلب :
کرزي قانون ايستلی دی چې ښځې بايد له خپلو ميړو سره د قانون له مخي په اونۍ
کې څلور ورځې څملي او قانع يې کړي ٠
او خلقو داسې مردګاو چا ليدلی دی ?
نور وروسته ٠
aus "Der Standard", 02. April 2009, 17:12
Kabul - Der afghanische Präsident Hamid Karzai hat am Donnerstag ein Gesetz unterzeichnet, das Ehefrauen dazu zwingt, mindestens alle vier Tage mit ihrem Mann zu schlafen. "Solange der Mann nicht auf Reisen ist, hat er jede vierte Nacht das Recht auf Geschlechtsverkehr mit seiner Frau", bestimmt Artikel 132 des neuen Gesetzes zur Regelung des Familienlebens unter den Schiiten in Afghanistan. Diese stellen rund 20 Prozent der Bevölkerung.
"Außer wenn die Frau krank ist oder irgendeine Krankheit hat, die sich bei Geschlechtsverkehr verschlimmert, ist die Frau verpflichtet, den sexuellen Bedürfnissen ihres Mannes eine positive Antwort zu geben", heißt es in dem Gesetz. Der Frau wird ebenfalls ein Recht auf sexuelle Befriedigung zugestanden, allerdings werden da ganz andere Zeitvorgaben genannt: Der Mann solle höchstens vier Monate am Stück enthaltsam leben.
Das von Karzai ohne parlamentarische Debatte in Kraft gesetzte Gesetz stößt in Kabul auf scharfe Kritik. Damit würden Frauenrechte untergraben, die nach dem Sturz des islamischen Taliban-Regimes im Jahr 2001 mühsam errungen worden seien, sagte die oppositionelle Abgeordnete Fausia Kufi. Der UN-Entwicklungsfonds für Frauen (UNIFEM) warf der Regierung vor, "die Vergewaltigung einer Frau durch ihren Ehemann zu legalisieren". Das Gesetz bedeute eine vielfache Verletzung von Menschenrechten. Ein Sprecher Karzais sagte, der Präsident habe die Vorwürfe gehört und "schaut sich die Sache an". (APA/AP)
http://derstandard.at
http://www.guardian.co.uk/world/2009/mar/31/hamid-karzai-afghanistan-law
Das Gesetz ist in einem Maße menschenverachtend - Männer und Frauen verachtend! - dass ich mich frage, ob es Herrn Karzai jemals um etwas anderes gegangen ist,als um seine eigene Machtposition. Von Demokratie scheint er nicht das geringste verstanden zu haben. Sonst wüsste er, dass Demokratie zu allererst die Rechte der Benachteiligten zu schützen und die Stimme derer zu stärken hat, die überhört und missachtet werden. Und er würde sich schämen, ein solches Gesetz auch nur im Entferntesten in Erwägung zu ziehen.
beett
04.04.2009
.
يه زما خوږه پتنګه !
دا كرزيوال قانون خو لږ راته نورهم بيان كړه !
اودقناعتونو تفصيل كه نوي اجمال خويي راولوروه
ښه مومله
عبد السلام
04.04.2009
درنو دوستانو او ع ج بیټ صاحب! السلام علیکم:
دکرزی نوﺉ قانون دشویه ګانو دځانګره حقوقو او شویه جنګسالارانو ته د( ظالمو)ښځو په وړاندې د ځانګړو امتیازاتو اونورو دورو اوقمچینو په لاس ورکولو په اړه دﺉ. په یاد دې وي چې دکرزی مور هم شویه ده .
دالاندې لینک وکورﺉ یوڅه مالومات په کې شته.http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/04/090404_hj_shea_l
aw2.shtml
دشيعه و قانون له نيوکوسره مخ دی
دافغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د شيعيه و د شخصي احوال د قانون پر وړاندې چې تمه ده په دغه هېواد کې پلى شي سخته اندېښنه ښوولې ده.
په افغانستان کې د اهل تشيع د احوالو قانون د ښځو او د بشري حقونو د ډېرو فعالينو لپاره يو ښه خبر نه دى.
دغه قانون د شيعيه و د ميراث، د واده کولو د عمر او د ښځې او خاوند ترمنځ د اړيکو په اړه دى.
د قانون په يوه بند کې نارينه وو ته ددې حق ورکړل شوى چې کولى شي ښځه بهر ته له وتلو منعه کړي، خو په دغه بند کې راغلي تعديل د شرعي کارونو لپاره له کوره د ښځې وتل روا کړي دي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يوه مسووله ثريا صبحرنگ وايي دغه قانون د ښځو ازادي اخيستې او د هغو د حقونو نقض کولو ته يې لاره هواره کړې ده.
هغې وويل: (( موږ د ښځو د حقونو ټول فعالين او مدني ټولنې له دغې مسلې اندېښنه لرو.
دا قانون د افغانستان د اساسي قانون او د هغو تعهداتو خلاف دى چې دافغانستان حکومت يې نړيوالو قوانينو ته لري.
دغه راز موږ اندېښنه لرو هغه تاوتريخوالى چې اوس په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې کېږي ددې قانون په پلي کېدو به هغو ته قانوني بڼه ورکړل شي.))
د ښځو د حقونو فعالين په دې باور دي دا قانون به د ښځو ژوند تر پخوا تريخ کړي.
د اهل تشيع د احوالو قانون چې شاوخوا ٢٥٠ مادې لري په ١٣٢مه، ماده کې يې راغلي دي: (( په ښځه واجب دی چې د سړي د جنسي غوښتنې په وخت کې د هغه پيروي وکړي، سړى مکلف دى چې د ښځې له اجازې پرته له څلور مياشتو زيات له خپلې مېرمنې سره نژدېوالى ونه ځنډوي.))
خو ددغه قانون ټول مواد هغسې چې ځينې وايي د ښځو له حقونو سره په ټکر کې نه دي.
ددغه قانون په يوې مادې کې راغلي دي: ((هغه کارونه چې ښځه يې بايد د خاوند په کور کې وکړي، بايد د نکاح د تړلو په وخت کې هغې ته ووېل شي، پرته له هغې ښځه د هغو په کولو مکلفه نه ده.))
يوشمېر شيعيه عالمانو ددغه قانون په جوړولو شاوخوا دوه کاله تېر کړل او کابو دوه مياشتې وړاندې د ولسي جرګې له لوري تصويب شو.
د پارلمان يو شمېر غړي وايي چې ددغه قانون په تصويب کې له ډېرې بېړې کار واخيستل شو او آن د تصويب په وخت کې ددغه قانون مواد په لوړ اواز ونه لوستل شول.
د ولسي جرگې غړې صبرينا ثاقب وايي دغه قانون په يوه تړل شوي چاپېريال کې تصويب شو.
خو د ولسي جرگې بل غړى محمد محقق او ددغه قانون يوترتيبوونکى، دغه قانون په افغانستان کې د شيعه و د حقونو د تر لاسه کولو لپاره يو متبت گام بولي.
يو شمېر شيعيه عالمان چې ددغه قانون ترتيبول د حکومت لپاره يوه لاسته راوړنه بولي وايي، برابر شوى قانون بايد تر پلي کېدو وړاندې بيا وکتل شي.
د فقهي او حقوقي مسايلو کارپوه محمد علي محمدي: (( په طبعي ډول د انسان په اړه هېڅ قانون بشپړ نه دى او د بيا کتنې وړ دى.
کله چې يو قانون جوړېږي د جوړونکو لپاره يو ذهنيت لري، خو کله چې قانون پلى کېږي په هغه وخت کې خپلې نېمگړتياوې اوستونزې ښکاروي.
هغه ستونزې چې د قانون د عملي کېدو په وخت کې رامنځته کېږي دا اېجابوي چې قانون دې بيا وکتل شي او د واقعيتونو پر بنا دې جوړ شي. ))
د اهل تشيع د شخصي احوالو قانون د افغانستان د ١٣١مې، مادې پر بنسټ چې په هغه کې ددغه قانون جوړېدو اوپلي کېدو ته اشاره شوې ترتيب شوى دى.
يو شمېر ګوتنيونکو د ولسمشر حامد کرزي له لوري ددغه قانون توشيح کول په داسې حالاتو کې چې ټاکنې نژدې دي په دغه هېواد کې د تندلارو د باور د ترلاسه کولو په مانا بللى دى.
ويل کېږي د شخصي احوالو قانون په افغانستان کې د سني مذهب پيروانو لپاره هم د جوړېدو په حال کې دى.
د بشري حقونو فعالين اندېښمن دي چې ښايي دغه قانون هم د ښځوهغه ازادي چې په تېرو اوو کلونو کې يې لاسته راوړې ، بېرته واخلي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
ghareebdost
12.04.2009
ګرانه پتنګه سلامونه اودرناوی!
واي كله چې "اتاترک"په ترکيه کې واک ته ورسيد,نويوفرمان يې دا وو.چې په قانون کې يې نسب دپلار پرځای مورته منسوب كړ,يعني په تزكره اونورو دستاويزاتوكې به _دپلانی ولدپلاني پرځای ,پلانی ولدپلانۍ ليكل كيدل_داځکه چې داتاترك خپله پلار نه و,معلوم,
دكرزي اوسنۍ پريکړه کيداشي دځان په شمول دلسو فيصدو چارواکو لپاره وي,
چي له ميرمنوسره يې ازدواج يوازي سياسي بڼه لري,نوره استفاده اواړيکي يې محدودي نه وي,شپې په ګيسټ هاوسونوکې وي,او تولد په (کلوننګ)
و.افغان
15.04.2009
دانش: د شيعه وو له قانونه ناوړه ګټه پورته کېږي
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/04/090415_hf-shiite-law-justice-min.shtml
ورونو دا څه قيصه روانه ده، پارلمان کې دقوانينو کميسون هم دشیعه هزاروو په لاس
کې، دولسمشر مرستيالان هم شيعه هزاره دي، دعدليي وزير هم شيعه دی، ويل
کیږي چې دکرزي مور هم شيعه ده.
ددوي بازار خو اوس دومره تود دی، چې په وطن کې دننه له ځان پرته بل څوک هډو
ويني نه، بلکه له نظره يي ماشې هم نه راځي، دی دشرمه ډک قانون ته يي ګورئ،
چې ټول خلک پرې لعنت وايي، خو الحمد لله دنورې نړۍ ډیر خلک په دی پوهيږي،
چې افغانان دومره سپک نه دي، بلکه دا هر څه دايراني آخوندانو او دهغوي دناجایزه
بچو پیداوار دی.
ددوي په علاج يواځې طالب پوهیږي، خداي دی سرخ رويه لاس بری لري.
څه وخت وړاندی ننګرهاري مولوي عطاء الله دیخوا راغلې وو، ويل يي چې دا قانون
او مردارۍ له ډیره مخکې دوي پیل کړی دی، ويل يي: په پارلمان کې دقوانينو دپاس
کولو په کميسون کې زه وم، پوره يو کال مې دغه قانون وځنډاوه، هر وخت به راته
دخميني زوي آصف محسني ډوډۍ ګانې او ملمستياوي کولې، چې دا قانون پاس کړم،
حتا چې سياف او ربانې هم را باندې ډیر فشار اچولې وو، او په هکله يي ډير سپارښتونه
کول، دایران له سفارت څخه به وخت په وخت زنګونه راتلل،
دپارلمان رئيس قانوني ګل او دهزاروو وکيل محقق هم هر وخت په دی اړه راته ډیرې
ځارۍ کولې، چې دا قانون پاس کړه.
په قانون کې ډیرې زیاتې مادی وي، په کميسون کې زما له لرې کیدو وروسته دا قانون
په پټو سترګو پاس شو، حتا چې ټولې مادي يي هم په ولسي جرګه کې ونه لوستل شوې.
په درنښت