اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
دد رواغجنو ورځ ( اپريل فول )
عبدالله صابر
01.04.2009
السلام عليکم
درنولوستونکوداسلام دوښمنان له خوا دمينې ورځ په څيريوه بله ناولي ناروغي هم
په مسلمانانوکښ مخ په خوريدو ده چي هغي ته اپريل فول ويل کيږي ،
اصلاح انلاين په دي هکله په زړه پوري ګټورمطالب خپاره کړي چي دګرانولوستو
زياتومعلوماتو لپاره يی لاندي را کاپي کوم ٠
[color=blue:f290be1e54]دا دنيا په احمقانو ده ودانه...(اپريل فول)
خپروونکى: اصلاح انلاين EOL
جمعه, 27 March 2009 11:40 [/color:f290be1e54]
هغه څه چی مهم دی په دغه ورځ د دروغو ویلو حکم دی، کوم چی په اسلام کی هیڅ ډول روا والی نلري. د اپریل فول سرچینه د مسلمانانو څخه نه ده بلکه ددوی د دښمنانو (عیسایانو)څخه ده.
سرچينه: د اسلام پوښتنې او ځواب (اسلامqa) وېب سايټ
ژباړه او لنډیز: حبیب الله زیار *
څرنګه د یو مسلمان په صفت خپله ماته او کمزوري ولمانځو؟
دروغ ویل یو داسی بد عادت دی، چی هر مذهب او اخلاقي نظام ددې په خلاف دی او که یو څوک یو څه عادي شعورولري نو دا مني چې دروغ ویل غلط کار دی. هغه څوک چی د ښو اخلاقو لرونکی وي هم دا مني چی دروغ ویل ښه عادت ندی.
رښتيا یو له هغو سنتو څخه ده چی د نړۍ اخلاقی پایښت پرې متکي یا باوري دی. رښتيا د ستاینی وړ کړنو یا طبعیت بنسټ دی اود تقوا یا پرهیزګارۍ پایله ده. که رښتيا نه وای کېدای شی اسماني نازل شوی قانون له منځه تللی وی او یا له ستونزو سره مخ شوی وی. د دروغ ویلو عادت لرل د یو چا انسانیت تر پوښتنی لاندې راولي، که چی خبرې کول په بشپړ ډول انساني صفت دی.
زمونږ سپیڅلی شریعت په قرآن او سنتو (احادیثو) کې د درواغو په خلاف سخت اخطار ورکړی، او په اتفاق سره یې حرام بللي دي. درواغ ویونکی به په دې دنیا او هغې دنیا کې ددې کار بدې پایلې وویني.
په اسلامي شریعت کې درواغ منعه شوي، پرته له یو څو استثنائي مواردو (ځایونو) څخه لکه د یو چا ژوند ژغورلو، د یو چا تر منځ سوله کولو، د ښځې اوخاوند تر منځ د مینې پیداکولو په قضيو کې.
په اسلام کې هیڅ داسی ورځ نشته چی شریعت یو چا ته اجازه ورکړي چی دروغ ووایی او یا ددروغو په بنیاد څه ووایي. یو د هغو شیانو څخه چی اوس د خلکو په منځ کی رواج ګرځېدلی هغه د اپریل فول یا د اپریل د غولولو ورځ ده. هغوی په دې باور دي چی د عیسوي څلورمې میاشتې په لومړۍ ورځ درواغ ویل روا دي او په یو شریعت کط هم څه پروا نلری خو داسی نده!
اپریل فول کول کیدای شی ډیری بدی پایلی ولری چی مونږ پری په لاندی ډول بحث کوو:
د اپریل فول چی د اپریل مسخره، شوخي يا درواغ هم ورته وایي ابتدایی یا حقیقی سرچینه یی تر اوسه نده معلومه او ددی په اړه بیل بیل نظرونه موجود دي: ځينې وایی چی دا کار له هغه وخته شروع شو له کله چی د مارچ ۲۱ تاریخ (کله چی شپه او ورځ د اوږودوالی او لنډوالی له پلوه سره برابر وي). بعضی وایی چی دا ابتکار په ۱۵۶۴ عیسوی کال کې په فرانسه کی ښکاره شو، وروسته له هغی چی نوې کلیزه وپیژندل شوه، کله چی یو کس د نوې کلیزی له منلو انکار وکړ، نو خلکو دهغه پورې خندا او مسخری جوړول شروع کړل. ټولو خلکو دې سړی پورې مسخرې کولې او ورپورې خندل یې. بعضې وایي چی دا ابتکار لرغونې زمانې پورې او د مشرکانو د هغه ټاکلي تاریخ پوری چې د پسرلي په شروع کې وو تړاو لري، نو دا د مشریکینو څخه راپاتې دود دی. بعضې وایي چې په بعضې ملکونو کې ښکار کول پدې ورځو کې ناکام وو. اوددی سرچینه د اپرېل په لومړۍ ورځ درواغو ویل وو.
اپریل فول د اروپایانو له نظره
اروپایان اپریل فول ته لی پویسن ډی وايی چی معنی یی ده د اپریل ماهي وایی. د پویسن معنی ماهي دی او پویسن له پاسن نه اخیستل شوی چی معنی یی ده ستونزه یا درد. ماهی د دوی(عیسایانو) په باور د عیسی علیه السلام د زغم یا صبر سمبول یا نښه ده او ددوی په باور چې دا کار د اپریل په لومړۍ اونۍ کی شوی وو. بعضی کافر دې ورځې ته د آل فول ډی وایي یانی ټوله د دوکی ورځ. او دوی پدې باور دي چې هغه درواغ چی دوی یې یو چاته پردغه ورځ وایي کېدای شي باور پرې وکړي او ددوی ددې غولولو او دوکې قرباني شي.
په انګلیسی ژبه کې په لومړي وار اپریل فول
په انګلیسي ژبه کې په لمړي وار اپریل فول په یو مجله کې چی د ډریک په نوم وه ذکر شو. ددغی مجلی د۱۶۹۸ کال د اپریل د دوهمی نیټی ګڼه کې ذکر شوی وه چی د اپریل په لومړۍ نیټه سهار وختی یو څه تعداد خلک راغوښتل شوی وه ترڅو د لندن په برج یا ټاورکی د تورپوستو خلکووینځل وګوري چی دې خبرې هیڅ حقیقت نه درلوداویوه بیځایه دوکه وه .
یو تر ټولو مشهوره واقعه چی د اپریل په لومړۍ ورځ په اروپا کې منځته راغله دا وه چی کله د ایوننګ سټار(د ماښام ستوری) انګریزی ورځپاڼي د مارچ ۱۷۴۶کال کی خبر ورکړشو چی د اپریل په لومړۍ نیټه به د برطانیه په ایسلنګټن کی د خرو پریټ یا رسم ګذشت وي. خلکو په ډیره تیزۍ سره ځان هغه ځای ته رساوه او ډیرزیات خلک را ټول شول تر څو نوموړی پریټ وګوري. هغوی ډیر زیات وځنډېدل او اخر ستړي شول او پوښتنه یې وکړه چی اخر دا پریټ یا رسم ګذشت به کله شروع کیږې. ترډیر ځنډ او صبر وروسته هیڅ ونشول، هغوی هیڅ هم ونه لیدل او بالاخره پوه شول چی دوی ته دوکه ورکول شوې او دوی ته یې ثابته کړه چی همدوی خره دي چې بې ضرورته په واټونو ګرځي!
اپریل فول که د یو مسلمان لپاره تریخ حقیقت
عاصم ابن عبدالله القراویتی
ددوی ددغی درواغو د سرچینی په اړه وایی:
زمونږ یو شمیر زیات خلک دا ورځ( اپریل فول) لمانځی خو د هغه ستر تریخ حقیفت څخه ندي خبر چی ددی ورځی تر شا دی؟
تقریبا زر کاله پخوا کله چی مسلمانانو په هسپانیه حکومت کاوه، ، هغوی یو نه ماتیدونکی قدرت او قوت وه. غربي عیسایانو دا ارزو لرله چی اسلام د نړۍ له مخه لیرې کړي او په دې کار کې هغوی تر یو حده کامیاب هم شول. هغوی هڅه کوله چی په هسپانیه کی د اسلام خپراوی محدود کړي او حتی د پای ټکی ورته کیږدی، خو هغوی کامیاب نشول. هغوی ډیری زیاتی هڅی وکړی لیکن آخر هم ناکام شول. وروسته لدې، کفارو خپل جاسوسان هسپانیې ته ولیږل ترڅو د مسلمانانو د نه ماتیدونکي قوت راز پیدا کړی. بالاخره هغوی په هغه راز پوه شول چی تقوا یا له الله جلا جلاله څخه ویره وه. کله چی عیسایانو د مسلمانانو د قوت راز پیداکړ نو په دې فکر کې شول چی ددې د له منځه وړلو لارې چارې پیدا کړي. او په همدی بنیاد هغوی هسپانیه ته د مفتو یا بې بیعو شرابو او سګرټو لیږل پیل کړل. دغې غربي تکتیک یا تجربې ښې پایلې لاسته راوړې خصوصا د هسپانیه په ځوان مسلمان نسل کی. د مسلمانانو عقیدی د کمزورتيا خواته میلان پیدا کړاو پایلې یې دا شوی چی کاتولیک مذهبه عیسویانو په ټوله هسپانیه کې د مسلمانانو هغه حکومت ته د پای ټکی کیښود چی مسلمانانو د ۸۰۰ اته سوه کاله نه ډیر په هسپانیه درلود. په ګریناډا کی د مسلمانانو اخري کلا یا چوڼۍ د اپریل په لومړۍ نیټه له منځه ولاړه، له دی امله هغوی دې ته د اپریل ټریک یا د اپریل غولولو نوم ورکړ.
له هماغه کال تر اوسه دوی نوموړی ورځ مسلمان امت ته د دوکی ورکولو او غولولو په نوم لمانځی. دوی په دی باور دی چی نه یواځې دا چی په هسپانیه یا ګریناډا کی یي پدی ورځ مسلمان فوځیان غولولی او هغوی ته یي دوکه ورکړی بلکه دوی فکر کوی چی ټول اسلامی امت يي دوکه کړی او غولولي دی.
نو د یو مسلمان په حیث څه وکړو؟
دا زمونږ(مسلمانانو) بې خبري ده چی دغه لمانځنو کی برخه اخلواو کله چی مونږ په دې کار سره په پټو سترګو ددوی پیروي یا تقلید کوو ترڅو دغه شیطانی نظریه عملی کړو، دغه له دوی څخه په پټو سترګو پیروي کول هم یو نوعه کم عقلي او زمونږ ناپوهي ده چې د هغوی د هغه عمل پیروی کوو چی زمونږ امت ته یي پرې دوکه ورکړيده. کله چي ددی ورځی د لمانځلو په علت پوه شو نو څرنګه د یو مسلمان په صفت خپله ماته او کمزوري ولمانځو؟
ددغی ورځی په حقیقت سره د پوهیدلو وروسته راځۍ چی له ځان سره یوه وعده وکړو چی دا ورځ هیڅکله هم ونه لمانځو. مونږ باید د هسپانویانو څخه پند واخلو اود اسلام څخه په حقیقي ډول پیروی وکړو او هیڅکله هم دې ته اجازه ورنکړو چی عقیده موبیا ضعیفه شي.
زه وایم: دا مهمه نده چی د اپریل فول سرچینه څه ده. هغه څه چی مهم دی په دغه ورځ د دروغو ویلو حکم دی، کوم چی په اسلام کی هیڅ ډول روا والی نلري. د اپریل فول سرچینه د مسلمانانو څخه نه ده بلکه ددوی د دښمنانو (عیسایانو)څخه ده.
هغه څه چی د اپریل فول په ورځ کې منځته راځی ډیر زیات دي. بعضی کسانو ته ویل شوي چی د هغوی ماشومان ، ښځه او یا ډیر نژدی دوست مړ شوی، او هغوی دا توان نه لري چی دا خبره وزغمي نو شاک یا خطرناکې بیهوشۍ ته لاړ او مړه شوي. بعضو ته ویل شوي چی په هغه ځای کی اور یا ټکر شوي او د هغه د کورنۍ غړي مړه شوي نو پدې وجه هغوی فلج شوي یا د زړه حمله پرې راغلی او یا دې ته ورته ناروغۍ او مړه وی. بعضی کسانو ته ویل شوی چی د هغوی ښځې د بل سړي سره لیدل شوې او ددې په وجه هغوی خپلی ښځی طلاقی کړي یا مړې کړیدي.
دغه نه ختمیدونکی کیسې یا نکلونه چی مونږ یې اورو، ټول د هغو درواغو نتیجه ده کوم چی په اسلام کی ناروا ، نه مننونکی او حرام دي.
مونږ ولیدل چی اسلام درواغ منعه کوي، او اسلام د مسلمان ویرول حرام کړي هغه که په رښتيا وي او که په ټوکو، که په عمل وي او که په خبره.
دا د الله هغه قانون دی په کوم کی چی په هر حالت کی د خلکو لپاره حکمت او پاملرنه شته
او الله تر ټولو ښه پوه او د لوی قوت خاوند دي.
والسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
[color=red:f290be1e54]اپریل فول که د مسلمانانو په شهادت خوشحالي ؟ [/color:f290be1e54]
خپروونکى: حبيبي
شنبه, 28 March 2009 12:06
[color=green:f290be1e54]هغه څوک چې د اپريل فول ورځ لمانځي او يا په دروغو نورو مسلمانو ته دوکه ورکوي او چل ورسره کوي نو د قيامت په ورځ به ديهودو او نصاراو په صف کې را پاڅي ځکه چې د هغه سره ځان مشابه کوي او د هغه تقليد کوي [/color:f290be1e54]
ژباړه : عبدالرزاق حبيبي
د یو ويشتمې پېړې په پيل کې د لويدیځې نړۍ سياسي او فکري تسلط دومره لوړ شو چې کم علمه مسلمانان د لويدیځې نړۍ نه دومره متاثره شول ، چې په دې عقېده شول چې د لويدیځ د تقليد څخه پرمختګ ناممکن دی ، له همدې لامله دوی په هر کار کې د لويدیځ ړوند تقليد لازم او ملزوم وګڼلو.
ددې ړندو تقليدونو په لړ کې يو هم ، د اپرېل فول ډی یا د اپریل په دوه يمه نېټه د يو نفر کمعقل کول دي ، یعنې بل مسلمان ته په ټوکو کې لوی دروغ ويل چې زياتره وخت د ډېرو انسانانو د ارزښتمن ژوند د له منځه تلو سبب ګرځي. چې ددې مرګ اندازه بیا د دوه یم اپریل ورځې له خبرونو او رسنيو څخه څرګندېږي چې دې کار څومره انسانان له منځه یوړل او یا يې له یوې سترې ستونزې سره مخ کړل .
مګر کم علمه مسلمانانو هېڅکله دا فکر نه دی کړی چې لويدیځه نړۍ دا ورځ د کومې پېښې په یاد لمانځي ؟ مګر مسلمانان باید په دې پوه شي چې دا ډېر خطرناک تاريخ لري ، هغه داسې چې کله عیسويانو هسپانیه له مسلمانانو څخه دوه یم ځل ونيوله نو د مسلمانانو له وينو يې ويالې وبهولې ، د عيسويانو پادشاه فردیناند اعلان وکړ چې په هسپانيه کې د مسلمانانو ژوند له خطر سره مخ دی او دوی بايد يو بل اسلامي هېواد ته هجرت وکړي ، له همدې لامله يې ټول مسلمانان په يوه لويه کشتۍ کې سپاره کړل ، او يو زيات شمېر مسلمانانو چې د صليب د خدمتګارانو له ظلم څخه تر پوزې رسيدلي ول ، په دې کشتۍ کې سپاره شول ، کله چې د بحر منځ ته ورسېدل نو د فرديناند عسکرو د باروتو په واسطه کشتۍ سورۍ کړه او خپله عسکر په هغو وړو کشتيو کې سپاره شول چې له ځانه سره يې راوستلې وې ، له مسلمانانو څخه ډکه کشتۍ چې د فرديناند عسکرو په باروتو سورۍ کړې وه له اوبو څخه ډکه او ډوبه شوه او په دې ډول په زرګونو مسلمانان یې له منځه یوړل.
دا ورځ چې د زرګونو مسلمانانو په شهادت او له منځه تللو تمامه شوه د اپريل دوه يمه ورځ وه او عيسوي عسکرو او عيسوي نړۍ له همغې ورځې دا ورځ د کمعقل کولو يا فول ډی په نوم ونوموله یعنې دوی مسلمانان کمعقل کړل او هغوی سره يې دوکه او چل وکو.دا د اپريل فول يا اپريل کمعقل کولو حقيقت دی.
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايی (من تشبه بقوم فهو منهم) یعنې څوک چې له کوم قوم سره ځان جوړوي هغه د هماغه قوم له جملې څخه دی.
له همدې لامله څوک چې ځان ته مسلمان وايي او ځان د پېغمبر صلی الله عليه وسلم امتي ګڼی نو که ددې پېښي تاريخ پس منظر ته و هم نه ګوري نو دې حديث ته دې وګوري او د رسول الله صلی علیه وسلم په حديث دې عمل وکړي .
او که عمل پرې ونه کړي نو هغه څوک چې د اپريل فول ورځ لمانځي او يا په دروغو نورو مسلمانو ته دوکه ورکوي او چل ورسره کوي نو د قيامت په ورځ به ديهودو او نصاراو په صف کې را پاڅي ځکه چې د هغه سره ځان مشابه کوي او د هغه تقليد کوي .
نو ټولو مسلمانانو باید له دې بد کار څخه په کلکه ځانونه وساتي تر څو د قيامت په ورځ سره ددې چې کلمه به يې هم ويلي وي ، لمونځ به يې هم کړي مګر د یهودو او نصاراو سره به په یو صف کې را پاڅي .
http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1588&catid=55&Itemid=1588
http://www.eslahonline.org/index.php?option=com_content&view=article&id=1579&catid=56&Itemid=1579
والسلام
میوند ننګیال
01.04.2009
محترم صابر صيب سلامونه !
كورموودان ښه او په زړه پور يمضمون دي خو تاسو هم داكار كړي چي نوم مو وركړي :
په پاكستان كي نظامي كودتا وشوه :
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4537
خير دي وروره انسان عاجز دي او كله كله يي يوه خبره دهيره ووځي ما اول تلويزون وليد خو څه نول نو پوه شوم چي دابريل فول كار يي كړي بهر حال مننه كورموودان
عبدالله صابر
01.04.2009
السلام عليکم
[quote:7d1161d36e]كورموودان ښه او په زړه پور يمضمون دي خو تاسو هم داكار كړي چي نوم مو وركړي :
په پاكستان كي نظامي كودتا وشوه : [/quote:7d1161d36e]
ښاغلئ ننګيال
ماخودا نوم نه دی ورکړئ بلکه داخو دفريد بي صدا له خو ا داپريل فول لمانځلو
عنوان دی چي ما يی ورته ځواب ليکلئ ، که تاسوبيا وګورئ ددي عنوان لاندي
دفريد بي صدا ليکنه ده ،
مننه خوښ اوسئ
watanmal
02.04.2009
ټول دوستانو او عبدالله صابر صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته
عبدالله صابر صيب كور مو ودان الله پاك دى اجر در كړى او زمونږ مسلمانان د الله پاك پوه كړى .
د دروغوژنو په اړه د رحمان بابا دغه بيت را ياد سو
د كاذب ژبه په خوله كى وچه ښه ده
لكه توره د لرګيو په غلاف
میوند ننګیال
02.04.2009
سلامونه!
رانزدي او محتر م ورورصابر صيب !
والله بخشنه غواړم اصل كي په هغي وخت كي بل چا سره خبري كولي غلطي شوي بيا مو كور ودان