د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تبصره دادي لانوي سپکه

میوند ننګیال
29.03.2009

سلامونه او ښي چاري !

دا تبصره وګوري او ددي خرڅ شوي خيټور او عالم سوء په باره كي څه وايي
http://www.tolafghan.com/home/detail/12913


ghareebdost
30.03.2009

موږ تاسو ټول پوهيږو چې (سعيد انصارى) څوک او امرالله صالح څوک دى؟؟؟ په پورتنى لينک کې د((محمدنورکريم)) ليکنه څومره بى وزنه او پر پوچو احساساتو بنا ده، ليکوال دخپل تعصب او احساساتو له امله دخپلي ليکنى لپاره لا اقل مناسب الفاظ هم نه دي موندلى، په ټوله ليکنه يوه کرښه هم والله که په کوم معيار يا وزن پوره وي، زموږ ځيني ورڼه ځانونه دملت پالنى مدافعين ګڼى!!! نو ته او خداى تر امرالله او انصارى خطرناک بې مروته او دروغجن ستميان شته؟
بيا پوښتون د دوى له خولى پر حواله ولى نه شرميږى؟؟؟ ولى يې ضمير نه متاثره کيږى؟؟؟
که څوک عربي تورى پاکستانى ګڼي، نو بيا دى لمونځ په انګريزى شروع کړى، دولت حکومت، شورا‌ى، هئيت، اداره، شعبه او داسى نور زرګونه الفاظ دا ټول عربي دي، ايا داټول له پاکستان نه راغلي؟؟؟
او که تاسو واياست: چې طالبان دى پر خپلو غونډونو تيرے نام، شاه رو خان او سلمان خان نومونه کيږدى!!!
دخداى بندګانو! قلم بايد يو ځه مسئولانه وچليږي، فضل الرحمن څوک دى؟ هغه يو پاکستانى حکومتى ملا دى، تاسو په فضل الرحمن ولى دخپلو افغانانو توهين کوى؟؟؟ دکعبې امام (سديس) دچين په سفر کې شنه دريشى کړى وه او له ښځو ترجمانانو سره ناست و، او په کعبه کې يې ديولسم ستمبر په پيښه په ژړا او دعا سترګى سرى شوې ،خو چې په عراق او افغانستان کې بريد وشو، نو چپه خوله ولاړ وو، ځکه يو حکومتى ملا وو، چې حکومت ورته ويل هغه به يې کول، داظهر شيخ دامريکا حملې ته دجهاد نوم ورکړى ؤ، نو اوس موږ دنورو هيوادونو په حکومتى ملايانو ولى طالبانو ته پيغور ورکوو؟؟؟ يو پاکستانى ملا چې څه کوي زموږ يې پري څه ؟؟؟دپاکستانيانو خو والله که ماته مفتيان هم خوند راکوي ،څکه پاکستان ورته تر اسلام مهم ښکارى، دپاکستان ملا وى او که سيکولر ،چې واک ته ورسيږي بيايې فرق نه وي، په قدرت کې دفضل الرحمن او شيرى رحمان فرق نه وي، خو موږ په کوم دليل دنورو هيوادو په خلګو افغانانو ته پيغور ورکوو؟؟؟
فضل الرحمن دپاکستانى طالبانو له ويرى په تيرو انتخاباتو کې جلسه هم نشوى کولى، په اوسنى وخت کې له طالبانو سره مخالف دى او په همدې وجه يې تنظيم دوه دړي شو،
درباني او کرزي دواړو ورسره رابطه او خطونه تبادله کيدل، نو که موږ تش په پروني تعلقاتو دفضل الرحمن پيغور طالبانو ته ورکوو، نو نن يې بايد کرزي او نورو ته ورکړو،
فضل الرحمن دپاکستان داوسني حکومت يو غړى دى او ددى حکومت دپاليسى سره سم به چليږي، ملا چې په سيکولر حکومت کې ګډ شي همدا به ورپيښږي!!
نوموړى دکشمير دکميټې مشر دى ، (ياسين ملک) دهندي (دهند تر ولکه لاندى) کشميريو ازادى خواه دى، هغه اسلام پاله ندى، فقط دکشمير ازادى غواړي، د دوي تر شا دبرتانيې سپورت او حمايت دى، هغه پخپله يو سيکولر دى ، په دى اړه يو څه مطالعه پکار ده، په پټو سترګو قلم مه اوچتوئ!!!
عمر واعظ، بشير احمد، ګيلاني او ياسين ملک دهندى کشمير خپلواکى غوښتونکى مشران دي، دوي له هند سره دکشميريانو پر حقوقو ستونځى لري، دوى نه پاکستانيان دى او نه دپاکستان دولکى دکشمير اوسيدونکى، او نه هم اسلام پال، او که تاسو دستميانو په ژبه فضل الرحمن دطالبانو مشر ګڼئ ، داخو نو بيا د دښمن تبرته لاستى اچول دي،
که موږ يو څه ماضى ته مخ ور واړو، دسړې جګړې پر مهال افغانان په دوه ډلى تقسيم شول يو خوا کمونستان وو، بلى خواته مجاهدين او پلويان يې، ډير کم خلګ به بى طرفه وو،
دمجاهدينو لوري دخپلو هلو ځلو مرکز پاکستان ټاکلى و، سعودى عرب او ورسره اکثره عربى نړۍ، امريکا او ورسره اکثره غربى نړۍ په دې کار کې دپاکستان تر شا ولاړ ه وه، دا اوو٧ واړه تنظيمونه او پلويان يې په پاکستان کې سپورت کيدل، دهر تنظيم مشر دپاکستان په اًى اس اًى کې زور تعلقات لرل او لا يې لري، په هيواد کې دسرسختو کمونستانو حکومت وو، دهيواد په مکاتبو کې دليلنيزم او مار کسيزم فلسفه درسيدله او ماشومانو به دحورا او ژوندى دي وي ليلن نارې وهلې، افغانان په قاطع اکثريت مسلمانان وو، په پاکستان کې دافغانانو دبچيانو لپاره مجاهدينو ښونځى پرانستل، په اسلامى روحيه روزنه پيل شوه، دهر تنظيم لپاره وسله دپاکستان داًى اس اًى له مرکزونو باريدله او افغانستان ته وړل کيدله ،پردې هر څه ټول افغانان او پاکستانيان شاهدان دى، داجبر مکانى او زمانى وو، چې اکثر افغانان پاکستان ته اړ شوو، اوس که موږ ټولو افغانانو ته اًى اس اًى وايو نو دابه مناسبه وى؟؟؟
دطالبانو مشر چې په ژوند کې پاکستان ليدلى نه وو، دهغه انار شيزم په وړاندى چې موږ او تاسو ټول شاهدان يو ملا عمر پاڅون وکړ، ولس يې تر شا ودريد او دا دولس يو مجبويت وو،ځکه له يوى خوا دربانى ترشا روسان او ايرانيان ولاړ وو، له بلى خوا دحکمتيار صيب ترشا اًى اس اًى ولاړه وه، خپل منځى جګړه په پلازمينه کې دوحشت ورستى پوړۍ ته رسيدلى وه، په هيواد کې وضعه هرچاته معلومه وه،چې څه ډول وه؟ طالبان دخلګو له خوا استقبال شول، دکابل له نيولو ورسته طالبان دريو اسلامى هيوادونو په رسميت وپيژندل، سعودى عرب، اماراتو او پاکستان،
له دغو پورتنيو حقايقو څوک انکار کولى شى؟؟ له دغو سفارتى تعلقاتو ورسته پاکستان دحکمتيار مرسته پريښوده،له دې نه وړاندي درباني او پاکستان تر منځ هم سفارتى اړيکى تر هغو پورى وي، چې په کابل کې دپاکستان سفارت سوځول شوى نه وو، که رباني دپاکستان سفارت نه وى سوځولى نو بيا هم پاکستان ښاى طالبان په رسميت نه وى پيژندلي، ځکه چې غرب طالبانو ته ډير دشک په سترګه کتل او پاکستان دغرب فشارته دتل په څير غاړه ږدي،
البته دپاکستان ډير عوام او ديني طبقه طبعا له لومړۍ ورځي دمجاهدينو په څير دطالبانو حمايتيان وو، چې دې حمايت په حکومت هم اغيز لاره ، بيا داُسامه په ساتلو امريکا لومړى دپاکستان له لارى پر رباني،سياف او حاجى قدير فشار راوړ هغوى اماده شول، خو دا وخت جلال آباد دطالبانو لاس ته ورغى او اُسامه طالبانو خوندى کړ، پاکستان مسلسل خپل فشار جارى وساتلو خو طالبانو دا فشار دتل په شان ونه مانه او دا يې خپله مسئله وګڼله، ملا عمر دسعودى او پاکستان يو ګډهئيت په کندهار کې په سختو الفاظو ځواب کړ چې له امله يې سعودى سفارتى تعلقات نيم په نيمه وشلول او سفير يې راځواب کړ، پاکستان هم احتجاج ليک کندهار ته واستاوه، دا هرڅه دمطبوعاتو پر مخ څرګند دي ،که دچا حافظه ښه وى، ستونځه به پکى ونه لري، پرخوست امريکايانو دپاکستان له خاوري راکټى بريد وکړ، طالبانو پرى احتجاج ليک پاکستان ته واستاوه، اونا خونسا شوى توغندى يې چينيانو ته ورسپاره، چې پاکستان دجريان په نه خبريدا سخت په غصه شو او سفير يې احضار کړ، سفير ورته ځواب ورکړ چې دا زموږ خپله مسئله ده ، له يولسم ستمبر نه ورسته پاکستان طالبانو ته خبردارى ورکړ چې که اُسامه ونه سپاري پاکستان به ستاسي پر ضد له امريکا سره ودريږى ، طالبانو يې خبره ونه منله، پر افغانستان يرغل وشو، پاکستان دطالبانو سفير امريکا ته وسپاره او په پاکستان کې يې دطالبانو خواخوږى بنديان کړل، په پاکستانى فوځ او استخباراتو کې يې اسلام پالى بنديان او ځينى يې ژوندى ورک کړل، او پاته يې وزيرستان ته وتښتيدل او له عربانو او ازبکانو سره په ګډه دپاکستان دفوځ خلاف ودريدل، دکرزي او پاکستان تر منيځ اړيکى خوږى شوې، د دوستۍ بسونه شروع شول، استخباراتى معلومات تبادله شول...
اوس که دسړې جګړې له پيل نه ورسته څوک دپاکستان سره اړيکى يوازى پر طالبانو ټپ کوي، نو دا به کوم منطق او انصاف وى؟؟؟
که رباني او ملګرى ستميان يې او ورسره سياف دا خبره کوې نو ايا د دوۍ اړيکى ورسره نه دي؟
که کرزي دا خبره کوى نو ايا کرزي دپاکستان څخه اسټنګر توغندى دامريکا په قومانده افغانستان ته نه استول؟؟؟
دکرزي کور جائداد په پاکستان کې نه وو؟؟؟
افغانستان ته په الوتکه کې له کوم ځايه راغى؟؟؟
ډاکټر عبدالله انګليسى په پاکستان کې زده کړه، قانونى په پيښور کې ځوان شو،
هغه کومه ميړانه ده چې پاکستان په وړاندي درباني کرزي حکومت کړى وي او طالبانو نه وي کړي؟؟؟
هو! اسلام پالنه په افغانستان او پاکستان دواړو کې شته چې امريکا يې دځان لپاره ګواښ ګڼي، که په فلسطين کې وى، که په عراق کې وى، که په افغانستان کې وي او که په پاکستان کې، خو امريکا يې دشمنه ده او ددغو ټولو هيوادونو حکومتونه دامريکا غلامان دي، ځکه يې دخپلو ولسونو په وړاندى جګړه پيل کړې ،
دشام دولت يو کمونست حکومت دى ،خو په عراقى مجاهدينو يې دحمايت تور لګيږى ،ځکه چې ګډه پوله ورسره لري، پر داغستان دچيچنيايې مجاهدينو دحمايت تور لګيږي، هر حکومت چې خپله ناکامى پټول وغواړي نو دا ډول خبرې دځان مجبوريت ګڼي،که په مصر،سعودي،کويټ اوعراق کې داسلام پالوحمايتيان پيداکيږي،اوخپله وينه اومال ورسره ګډوي، نو په پاکستان کې به ولي نه پيداکيږي؟؟؟
داهم يو اسلامي هيواد دى،ددي ټولوهيوادونو حکومتونه دامريکاپلويان دي،ولي حکومتونه خو دچا دزړه فيصلې او جزبات نشې بدلولى
زموږ ټولو خولې او قلمونه دغربي ميډيا غير مستقيم تقليد ته ولي وقف شوي؟؟؟ ولي خپله فکر او مطالعه نه کوو؟؟؟
ځينى خلګ چې په يونه يو ډول له ګوډاګي حکومت سره تړلي دي، په مستعارو نومونو يې ليکنى پيل کړي، او بى دليله په پټو سترګو کنځلى کوي، دقلم اخلاقى حثيت يې تر پښو لاندى کړى!!!
دا امريکايې ډالر، شراب او هندى فلمونه زموږ دټولنى لپاره ډير لوى سرطان شو، ځکه چې دنورو تر څنګ يې زموږ قلمى ژبه هم بربنډه او خماره کړه!!!
بى دليله کنځلى کول نه ليکوالى دى او نه هم ژوناليزم،
موږ خو الحمدالله دومره په سر کې سترګي لرو، طالبان مو له نورو سره پرتله کړى او دامريکا په افغان دښمنه او اسلام دښمنه تبليغاتو نه غوليږو، او نه هم دمتعصبو ستميانو په ليکنو حوالې ورکوو، موږ پخپله سوچ او مطالعه لرو، نه دطالب مطلق ملګرى يو نه دبل چا، خو بى انصافى او درغجن تبلغات هم نه منو، دهرچا ښه ته ښه وايو، او بد ته بد......


watanmal
31.03.2009

غريب دوسته سلامونه او ښى چارى
ښه ، هوسا او كامياب ژوند درته غواړم.

په ګوتو دى بركت شه او د حقائقو څرګندو لپاره دى الله پاك هميشه همداسى د قلم څوكه تيره لره.
خوشحال خان خټك وائى:

په بار داره ونه تل وريږى كاڼى
ورته ګوره چى بار داره ونه څه كا

[quote="ghareebdost"]فضل الرحمن دپاکستان داوسني حکومت يو غړى دى او ددى حکومت دپاليسى سره سم به چليږي،[color=darkblue:e2ecdbb57a] ملا چې په سيکولر حکومت کې ګډ شي همدا به ورپيښږي!![/color:e2ecdbb57a]quote]

وائى چى هرڅه د مالګى كان ته پريوځى هغه مالګه كيږى.

په مينه
وطنمل


میوند ننګیال
31.03.2009

سلامونه او ښي چاري !

وروره ماد فضل الرحمن باره كي ليكلي ول نه دهغهي تبصري باره كي دا ستا كار دي چي ته په پاكستانيانو ملايانو كار لري او كنه مفتيان دي بدي راځي او كه ښه خو دغه مردار او خرڅ شوي فضلو ماته دخر نه هم بد ښكاري او دي دده پلار يو ښه او منور عالم وه خداي دي وبخښي خو دي خره زمونږ ملك ټو ټي ټوټي كړ رب دي داسي په شرمونو ومشرموي چي پرتوګ پريدي او منډي وهي پدي تصوير كي چي څنګه ښكاري نو دلته خو ورسره دجنت لايسنس دي پاكستان كي كه زنا خاني دي نو ايين دي خو كه په كابل كي يوه جلي سبق وايي نو ايين نشته دلته كه بوتان دي نو ايين دي دلته كه څوك طب وايي نو ايين دي او هلته هلكانو ته وايي چي كمپوټر او انكلش مه زده كوي هلته ايين نشته تو نالت شه او پداسي بي غيرتو بي دينو خرو شه تو نالت شه پداسي خلكو چي دده غوندي دخلكو دفاع كوي


ghareebdost
31.03.2009

دروندننګيآل صَيب لکه څرنګه چې مي دليکني په سرکې يادونه کړې وه زما ليکنه يوازي دتبصرې ليکوال ته ر اجع وه.


watanmal
31.03.2009

دا انځور وه ګورۍ

[img:f755e27074]http://farm4.static.flickr.com/3312/3337771527_f2b1f8e0e8.jpg[/img:f755e27074]


ghareebdost
01.04.2009

وطنمل صيب! داد پاکستانيانويو پر بل پسي کاريکاتورونه دي،چې جوړوي،په دې کې ددوي اصلي هدف دګيري او پکړۍ سپکاوي وي، نه دفضل الرحمن،
په ښه نيت يې نه جوړوي


میوند ننګیال
01.04.2009

محترموورونوسلامونه !

وطنمل صيب !

ما دفضل الرحمن د حقيقي عكس باره كي خبره كړي وه نه د كاريكتور په باره كي زمونږډير داسي ساده افغان محصلين شته چي دفضل الرحمن نه يي ولي جوړكړي خو دي ته ندي تيار چي ددي منحوس او بي غيرته اصلي شكل وګوري ٠

غريب دوسته وروره !

مننه يو مهم ټكي مو ياد كړي مننه


Ghairat
01.04.2009

دروند ورور غریب دوست اوټولودرنولوستونکوته سلام اودرناوی!
دا لیکنه دې زما هم خوښه شوه،په تیره بیا دغه برخه یې :
[color=yellow:e382b957ea]
(( البته دپاکستان ډير عوام او ديني طبقه طبعا له لومړۍ ورځي دمجاهدينو په څير دطالبانو حمايتيان وو، چې دې حمايت په حکومت هم اغيز لاره ، بيا داُسامه په ساتلو امريکا لومړى دپاکستان له لارى پر رباني،سياف او حاجى قدير فشار راوړ هغوى اماده شول، خو دا وخت جلال آباد دطالبانو لاس ته ورغى او اُسامه طالبانو خوندى کړ، پاکستان مسلسل خپل فشار جارى وساتلو خو طالبانو دا فشار دتل په شان ونه مانه او دا يې خپله مسئله وګڼله، ملا عمر دسعودى او پاکستان يو ګډهئيت په کندهار کې په سختو الفاظو ځواب کړ چې له امله يې سعودى سفارتى تعلقات نيم په نيمه وشلول او سفير يې راځواب کړ، پاکستان هم احتجاج ليک کندهار ته واستاوه، دا هرڅه دمطبوعاتو پر مخ څرګند دي ،که دچا حافظه ښه وى، ستونځه به پکى ونه لري، پرخوست امريکايانو دپاکستان له خاوري راکټى بريد وکړ، طالبانو پرى احتجاج ليک پاکستان ته واستاوه، اونا خونسا شوى توغندى يې چينيانو ته ورسپاره، چې پاکستان دجريان په نه خبريدا سخت په غصه شو او سفير يې احضار کړ، سفير ورته ځواب ورکړ چې دا زموږ خپله مسئله ده ، له يولسم ستمبر نه ورسته پاکستان طالبانو ته خبردارى ورکړ چې که اُسامه ونه سپاري پاکستان به ستاسي پر ضد له امريکا سره ودريږى ، طالبانو يې خبره ونه منله، پر افغانستان يرغل وشو، پاکستان دطالبانو سفير امريکا ته وسپاره او په پاکستان کې يې دطالبانو خواخوږى بنديان کړل، په پاکستانى فوځ او استخباراتو کې يې اسلام پالى بنديان او ځينى يې ژوندى ورک کړل، او پاته يې وزيرستان ته وتښتيدل او له عربانو او ازبکانو سره په ګډه دپاکستان دفوځ خلاف ودريدل، دکرزي او پاکستان تر منيځ اړيکى خوږى شوې، د دوستۍ بسونه شروع شول، استخباراتى معلومات تبادله شول...))[/color:e382b957ea]

خو بی له دې چې د سعیدانصاري ، امر الله صالح یا محمد نور کریم څرنکوالی او شخصیت په پام کې ونیسو ، د حقیقت غوښتنې د بشپړاوي له پاره په اوړنده تبصره کې دغه پوښتنې اړینې بریښي چې ستاسې په ښه او اصولي لیکنه کې هم بی ځوابه پاتې شوي دي :[color=blue:e382b957ea]
((نه یوازې افغانان، بلکې ټوله نړۍ پوهېږي چې د افغانستان په دېرش کلن تاوتریخوالي کې پنجابي دولت ډېره ستره برخه لري . همدا دوی ول چې د شهید محمد داوود خان پر ضد یې وژونکي ډلې جوړې کړې . همدا پنجابیان ول چې د جهاد په دوره کې یې د اسلام په نامه هر روڼ اندی، عالم، ښوونکی، ډاکتر، انجینر، لیکوال، شاعران او زده کوونکي وژل . همدا پنجابیان او د دوی بې غیرته پښتانه ګوډاګیان ول چې په افغانستان کې یې ښوونځي، مدرسې او پوهنتونون سېزل او لا سېزي . همدا پنجابي او د دوی پښتانه ګوډاګیان ول چې د کورنۍ جګړې په اوږدو کې یې ښکېل غاړو ته نه یوازې د یو بل پر ضد فتواوې، بلکې همداسې یې جګړییز توکي برابرول .
ټولې نړۍ ته، طالبانو او افغان مظلوم ملت ته ښه مالومه ده چې پنجابي دولت او د دوی خونکاره اداره د ډاکتر نجیب الله د حکومت له ړنګېدا وروسته د افغانستان نظامي، ټولنیز او اقتصادي جوړښت له منځه یووړ .
د افغانستان اوردو څه شوه؟
په جلال آباد کې د نارنجو ونې چا ووهلې؟
د کنړونو او جنوبي ځنګلونه چا ووهل؟
په شمالي کې د انګورو تاکونه چا غوڅ کړل؟
په کندهار کې شنو باغونو ته چا اورونه ورته کړل؟
له 1990-2000 کال پورې د پېستې د ونو د ولیو (ریښو) سوداګري چا او د څه لپاره کوله؟ افغانان او نړیواله ټولنه ښه پوهېږي چې پنجابي دولت همدا په نامه جهادي ډلې ټپلې د خپلو ګټو د ساتلو په موخه رامنځته کړي . همدا آی اېس آې وو چې د بن لادن بانډ یې ځواکمن او طالبان یې د خپلو ګټو د ساتلو په موخه رامنځته کړل ))[/color:e382b957ea].
که څه هم پوښتنې خو ډیرې دي،خو دا هغه دي چې په نوموړې تبصره کې ځای شوي او ددې بحٍث سکالو ده ،نوکه لومړی دغه ځواب کړئ نو بیا به نورو پوښتنو ته ته هم وار راورسیږي .
په درنښت!


ghareebdost
02.04.2009

دروند ورورغيرت صيب! زما دليکني هدف و,
طالبان دنورو په پرتله:
زه فکر نکوم چې زما په شمول دي هيڅوک هم دپنجاپي دنيت او کړني دفاع وکړي, که څوک دطالب دفاع په دې معنا اخلي نودا له واقيعت نه تيښته ده,

غيرت صيب تاته بهتره معلومه ده،چې زما اوستا دګران کورګي(افغانستان) ورانيدل د داود خان له شهادت سره پيل شول ،له هغه ورسته په څرګند ډول دوه سياسي اوفوځي لوري وټاکل شول,
1-کمونستان اوپلويان يې
2-مجاهدين اوپلويان يې
دکمونستانو جنايات او اعمال هم تاته معلوم دي,دمجاهدينوکمزورۍ او اختلافات هم تاته معلوم دي,تفصيل ته يې جاجت نشته,
خوپه دې کې شک نشته,چې دمجاهدينوپاڅون اوجهاد دافغاني ټولني له روحياتو اوعقايدو سره ډيرسمون خوړ,ددې پاڅون لوژستيکي همکاري دپاکستان په توسط وشوه،
خو دا خبره سمه نه ده چي مجاهدين ا ويا جهاد دپاکستان له خوا رامينځ ته شوی وي، که مجاهدين متحدشوي وای ,پاکستان هيڅ هم نشوی کولي,

همدا رازدطالبانوپاڅون دافغاني ټولني له روحياتو اوعقايدوسره سمون خوړ،اوهغه شرايط هم تاته معلوم دي،چې له امله يې ولس طالبانوته پنا ور وړه,
يعني دطالبان,دراپيداکيدلو لامل هرهغه افغان ته معلوم دی چې ترطالبانو مخته يې حالات له نږدې څارلي وي,نوبيايې ايجاد له ولس نه پرته بل چاته منسوبول بي انصافي ده,
طالبان په داخل کي راپيدا شول ,دولس دحمايت اوهرکلي له امله ژر بريالي شول,ګاونډي هيوادته په هجرت مجبو ره نشول,دجهادي ليډرانوپه څيريې له پاکستاني مقاماتوسره ژوري اړيکي هم نه لرلې,

په کوم بد وخت کې چې طالبان رامنځ ته شول,څو مهم کارونه يې وکړل,

غله اوجنايتکارن يې وشړل
نسبي سوله عدالت او امن راوست
افغانستان يې دتجزيي له خطرنه وژغوره
دايران اوتاجکستان کلتوري لاس وهنه يي بنده مړه
افغانستان يې له فرقي اومذهبي اختلاف نه وساته
دکوکناروکښت يې په کلي توګه بندکړ
لويان خوپريږده,چي يوعادي عسکريې هم بې ناموسه,غل اوجنايتکار نه وو,

همغه غله اوجنابتکاران چې ملت يې له شره طالبانوته پناوړي وه ,بيرته راغلل ,لويان يې داوسني حکومت په کابينه اوپارلمان کي دي,
اوکشران يې په اردو او پوليسوکې دي,ځکه خو دغلو,بي ناموسيو اوسړي تښتوني مافياوي په ټول هيواد را خوري دي اوملت په يوه ناره ده,

داچي په دي ديرش کاله کې ګاونډيانوښه نيت نه لاره,نو دا کارونه هغوي په ډيرو محدودو لاسونوکړي,نه په سترو ملي پاڅونونو,

په نسبي توګه دطالبانو ملي غرورتر نورو زيات دی ,دسرټيټي ماده پکي نشته,
نوځکه خو په اوسني وخت کې ترنورو دطالبانو ملي او اسلامي تشخص غښتلی دی,
اوپه دي کي شک نشته چې طالبانو دقدرت پر مهال خامۍ لرلې,لکه ځيني مذهبي تشديدات اويا له مدني مسائلوسره بې غوري,زه اميدلرم چې په دي اړه به ددوي په نظرکې هم بدلون راغلی وی
 


ډاکتر څپاند
03.04.2009

غريب دوسته اشنا سلامونه،
والله چه طالبان تر ټولو تا ښه پيژندلي،اشنا خدای دی خير درکړی٠

په کوم بد وخت کې چې طالبان رامنځ ته شول,څو مهم کارونه يې وکړل,

غله اوجنايتکارن يې وشړل (غله چيرته لاړل؟،خلک خو ددی شاهدان ول چه
لږه موده روسته همدغه غلو اوجنايتکارانو غټی ګيري او غټي پګړی پيدا او
يو څو پاکستاني اسطالاحات ،لکه سکول،هسپه ټال او ميلاويږی ئی زده کړه
اوبيرله خيره سره طالبان شول٠
نسبي سوله عدالت او امن راوست (هو،هغه څوک چه چير ته تلي شول هغوي لاړل
او دانور ددطالبجان په ولجه کي پريوتل)
افغانستان يې دتجزيي له خطرنه وژغوره (ځکه چه افغانستان ئی دچټلستان په
پنځمي سوبی بدل کړ)
دايران اوتاجکستان کلتوري لاس وهنه يي بنده مړه(افرين،ځکه چه يواځي پاکستان دا حق درلود چه کلتوري لاس وهنه کړي)
افغانستان يې له فرقي اومذهبي اختلاف نه وساته (واقعا د شعييه اوسني تضاد
دومره کم شو چه قريب داړه د وهابيت مذهب ومني)
دکوکناروکښت يې په کلي توګه بندکړ (مګربيائی هم ونکړای شو چه خپل بادار
خوشحال وساتي)
لويان خوپريږده,چي يوعادي عسکريې هم بې ناموسه,غل اوجنايتکار نه وو,(بيشک والله،هريوه داامکان در لود چه ٤ ښځی په جبري ډول،د نجونو له رضا
پرته او داسلام د مقدس دین د اساساتو خلاف،چه دښځی رضايت يی حتمي
ګڼلي، واده کړی،سلاح،موټر او کور ولري،نو څه ضرور )

همغه غله اوجنابتکاران چې ملت يې له شره طالبانوته پناوړي وه ,بيرته راغلل ,لويان يې داوسني حکومت په کابينه اوپارلمان کي دي,
اوکشران يې په اردو او پوليسوکې دي,ځکه خو دغلو,بي ناموسيو اوسړي تښتوني مافياوي په ټول هيواد را خوري دي اوملت په يوه ناره ده, (څه ښه واقعيت دی ليکلي،مګردا دی هير کړه چه تر ټولو لوې غل او د افغانستان دمعاصر تاريخ ترټولو ستر خاين،يعني کرزی هم طالب وه)

داچي په دي ديرش کاله کې ګاونډيانوښه نيت نه لاره,نو دا کارونه هغوي په ډيرو محدودو لاسونوکړي,نه په سترو ملي پاڅونونو,

په نسبي توګه دطالبانو ملي غرورتر نورو زيات دی ,دسرټيټي ماده پکي نشته,
نوځکه خو په اوسني وخت کې ترنورو دطالبانو ملي او اسلامي تشخص غښتلی دی,(ډير ستر ملي غرور،دبودا دمجسمې ورانول يی د ملي غرور ډيره ستره بيلګه وه)
اوپه دي کي شک نشته چې طالبانو دقدرت پر مهال خامۍ لرلې,لکه ځيني مذهبي تشديدات اويا له مدني مسائلوسره بې غوري,زه اميدلرم چې په دي اړه به ددوي په نظرکې هم بدلون راغلی وی

(نه نه وروره،طالبان ډير پاخه خلک ول،خو شيطان د هر چا سره ملګری دی٠دا
ډيره شکله خبره وه چه د خپل ولي نعمت يعني ISI  خبره په ځمکه وغوروی،
هر سړی اشتباه کوی،خير ی که دا ځل امريکی،انګريز،روس،ايران او ISI
وپتيله چه افغانستان ته بيا کراري راولي نو هغه دی چه له خيره سره،به بيا هم
هماغه خرک او هماغه درک وي،بيا به طالبان له خیره سره په قدرت ورسی
او ستاسو دم به چاغ وی٠
دافغان خوار ملت؟ رنګ ئی ورک کړه،دهيڅ کار ندي :!:


watanmal
04.04.2009

ټولو يارانو او غريب دوست صيب او ميوند ننګيال صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

يارانوزه مولانا فضل الرحمن پيژنم ، كه څوك ئى څومره دروند كړى بيا هم ددى منافق څيره زما څخه پټه نه ده ، همدارنګه په طالبانو كى مولوى كبير او متوكل.


میوند ننګیال
04.04.2009

سلامونه !

وطنمل صيب !

كور موودان زما هم دغه مطلب دي لكه متوكل كبير فضل الرحمن او نور خيټور بايد خلكو ته وروشودل شي ښه اوس تاسو دا وواياست چي تاسو يي څنګه پيژني


رښتینی
04.04.2009

[quote:f041dc57bb="ميوند ننګيال"]سلامونه !

وطنمل صيب !

كور موودان زما هم دغه مطلب دي لكه متوكل كبير فضل الرحمن او نور خيټور بايد خلكو ته وروشودل شي ښه اوس تاسو دا وواياست چي تاسو يي څنګه پيژني[/quote:f041dc57bb]

سلامونه اونيكي هيلي !
كه زما منئ له شخصيت پالني اوشخصيت غندني تير شئ
دلته به نو يواوبل نور متنازع شخصيتونه رامنځته كړي په
دي كي به روغ كسان هم ځيني خلك دشخصي عقدوپه اساس
رامنځته كړي بيابه نود فلاني ښه اوفلاني بد لړۍ روانه
وي اوكه موږدجرح دجواز په پلمه دا غوټي سره راسپړو
نوموږخو هم تقريبا مجهول خلك يو او دمجهول جرحه هم
واي نده قبوله :)

په مينه


میوند ننګیال
05.04.2009

محتم حامد صيب!
دزړه له كومي تاسو محترم ته سلامونه او نيكي هيلي .

كامياب او هوسا ژوند درته دلايزال رب څخه دهميش لپاره غواړم ٠

بخشنه غواړم او ستاسي دلارشووني نه يو جها ن مننه ٠


Ghairat
09.04.2009

[quote:3fcdea022f] كه زما منئ له شخصيت پالني اوشخصيت غندني تير شئ [/quote:3fcdea022f]
د منتفذوشخصیتونو اغیز په ولس ، دولس برخلیک او سیاست باندې یا مثبیتوي اویا منفی اویا هم دواړه۰ نو ددوی عمال اوکارونه بایدولس ته په ډاګه څرګند شي،څو له منفي بیلګړنوڅخه یې هر سړی ځان وساتي ۰ کهمونږددغومنافقینو ، ظالمانو او خاینو متنفذینو له شر او فساد څخه پرده پورته نکړو او پریږدوچې هغوی په لوړه کچه خبلوجنایاتوته دوام ورکړي اومونږورته په رایوورکولو سره شابسی هم ورکړو نو بیا تر هغوی زیات مونږ په جرم اوګناه مرتګب یو ۰
نودا خودوطنمل ورورله پآره د غاړې خلاصی دی چې هغهیا نور ورونه چې د مولوي فضل رحمان ،متوکل یا ملاکبیر جنایات ورته معلوم وي لوستونکونه یې پټ نکړي اوافغان ملت یې په ډآګه کړي۰
د لیکوالۍ او ژورنالیزم تقدس په همدې حقیقت ویلواو حقیقت څرګندولوکې دی او بس!


رښتینی
10.04.2009

ښاغلی غیرت ! زموږ په هیوادکی خو
(جنایت) هم لکه دامریکا (تروریزم) لا سم تعریف
شوی نه دی ډیر ملی غداران دځینو ملی اتلان دی !!
وقس علی هذا !!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more