د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

افغان جگړه او د پاکستان گټې , ضياء عمر

W.Wardak
28.03.2009

افغان جګړه، په ځانګړې توګه د نجيب الله د حکومت تر رانسکورېدو وروسته شخړې، د پاکستان د لاس وهنو نتيجه ده. دا جګړې چې لوبغاړي يې په بېلا بېلو پړاؤونو کې نوم او رنګ بدلوي، خوسرچينه او نخښه یې هماغه يوه ده.
د عصري وساېلواو روزلو سړو ددرلودلو سره سره د نړۍ والو ايله شک قدرې پيدا شو چې ګوندې هغه ثبت شوي مخابرات چي د ورانکارو عملياتو په هکله د آي-ايس-آي د افسرانو تر منځ او همدارنګه ددوي(آي-ايس-آي) او په افغانستان کي د جنګېدونکو جنکیالو تر منځ تبادله کېږي، دا ښئيي چې په دې يا هغه پېښه کې د آى-ايس-آى د افرادو لاس دى. خو په دې کې شک ښئيي چې دا افسران د ټيټې رتبې دي، که د لوړې، يا منځنۍ؟ او دا چې دا به د جنګيالېو سره د دې افسرانو ځاني خواخوږي وي او که د يوې استخباراتي ادارې دمامورينو په توګه به ورسره د پاکستان د پوځي استخباراتو ايم-آي \ آى-ايس-آى اراده هم شامله وي که نه؟
عجيبه ده! يو رسمي مامور، هغه هم دداسې يوې جهنمي ادارې چې د خپلو مامورينو خبرې ا وکړنې د تقاعد په وخت کې هم کنترولوي او که ددې ادارې له پاليسېو سرغړاوى وکړي، په مرموزه توګه ترور او وژل کېږي، څنګه کولای شي په رسمي وخت کې، په استخباراتو پورې په اړوندو وسائيلو او د همدې استخباراتو په بودجه هغه څه و کړي چي يا پرې ايم-آي \ آى-ايس-آى خبره نه وي او يا يې دهغې د اجراء امر نوي ورکړى. که ايم-آي \ آى-ايس-آى د خپلو مامورينو حرکات او سکنات په شخصي وخت کې څاري، نو دا دومره لوی او وېـړ جنګ يې څنګه څوک د مشرانو د خبرتيا، ارادې او پلانيزه تصميمه پرته پر مخ وړلی شي؟ پخپل کور کې د سوېلي پښتونخوا د مشر، خان عبدالصمد خان الوزول، د سټېج په سر دخبرو په دوران کې په بم د حيات شېر پاو قتلول، د ضياءالحق او ورسره د ٧٢ لوړ رتبه فوځي افسرانو او جنرالانو(او د امريکي د سفير) وژل، د مرتضى بوټو ويشتل، دهغه د دؤو نورو ورونو او بالاخره د بې نظير بوټو له منځه وړل، په وزيرستان، باجوړ، سوات او خيبر ايجنسۍ کي د قومي مشرانو ترورونه او اوس د مُلا مار (مُلا وژونکې) پارټۍ په واسطه د ديني علماؤو وژل دداسې په لس ګونو قتلونو له جملې يوازې د خروار نه د بېلګې يو موټى دى چې کله ورته د ددغې استخباراتي ادارې ضرورت ختم شوى او د څه قسمه رسوايي، فکري خپلواکۍ يا بله وېره ترې متصوره وه نو د پاکستان د داخل خدمت څارګرو په لاسونو تر سره شوي دي. داسې چې حتى بيا يې د حکومت مشرانو د قتل ددوسيې پلټني ته هم ددې وېرې زړه ندى ښه کړى تر څو له ورته برخليک سره مخ نه شي. غلام اسحق خان د ضياءالحق خېـښ او نږدې دوست ؤ خو دومره ګواښل شوى ؤ چي د خپل جمهوري رياست تر آخره يې آن د ضياءالحق د قتل ددوسيې ياد قدرې هم و نشو کړاي.

دا اوپه داسې نورو ډېرو مشهورو ملي، سياسي روحاني، او پوځي وګړو خاورې اړول څه خوشې خبره نده. دا د پاکستان د حکومت په کالبـُد کې د پوځي څارګرۍ د ادارې د پليتې اروا هغه شېطاني چلند دی چي په داسې لوېو لوېو پېښو د تيګو ايښودلو ځواک لري. حتى هېڅ عدلي او قانوني ادارې يې د دوسيې د بشپړولو اقدام و نکړ او هر څه هم هغسې د راز په صيغه کې پاتې شول. تاسې د مولانا حسن جان ترور ته و ګورۍ، چې څنګه د ايم-آي\ آى-ايس-آى له پاليسۍ خپلسري شو، نو انجام ئي قتل شو.

د په لس ګونو افغان سياست والو، پوځيانو او ملي مشرانو د قتل د پوښتنې خو په داسي د اختناق نه ډک پردي وطن کې سوال نه پيدا کېږي.

عبدالقدير خان د محاکمې د وېرې بس همدومره وويل چې کوريا، ايران او چا او چا ته ما داتوم د جوړولو فورمولې او سنټرفيوژونه نه دي ورکړي، دا پروېز مشرف او د پاکستان پوځ ورکړي، په هماغه ورځ نظر بند شو ا و د پاکستان د اتومي ادارې او د اتومي را کړې ورکړې په هکله له خبرو کولو منع شو. ځکه چي دا معامله هم آي-ايس-آي کړي ده او که له دې زيات عبدالقديرخان څه وويل، نو څه د ضياءالحق نه خو ښه ځوان ندي او نه د ضیاءالحق نه ډېر ځواک او زور لري!
په دي دومره لوي اعتراف نړۍ والو غوږونه کاڼه کړل. د دې نه هم بل لوی اقبال جرم کېدای شي؟ بس خو و یې منله چې مونږ دې پورته یادو ملکونو ته اتومي ټکنالوجي او فورمولې ور کړې دي. شمالي کوریا او په تېره تېره ایران ته، چې د ځمکې په مخ د امریکا د حکومت یوازینی نه پخلا کېدونکی دښمن دی، د اتومي بم د صلاحیت ور کول څنګه زغمل او بخښل کېدای شي؟ په عراق په درواغو د اتوم په نامه حمله کوي، پوځ يې له منځه وړي او ملک يې دړې وړې کوي خو پاکستانى اتوم جوړونکى پخپله اعتراف کوي چې پاکستان چا چا ته اتوم ورکړی، حتی په ترهګرو وګړو (په ترهګرو ملکونو خو یې و پلورله) د پاکستان د اتوم پلورلو امکان او ويره نسبت بل هر ملک ته ډيره زياته ده او امريکا تر بل هر چا په دې حقيقت ډېره ښه پوهېږي. مګر د ځمکې د مخ دې بې انصافه یوازیني قاضي په غوږونو څپېړې وا چولې او شا يې ور واړوله؟! ته به وایې چې نه یې څه اورېدلي او نه یې څه ليدلي! عجيبه عدالت او عجيبه انصاف!؟
له بلې خوا هلته په منځني ختيځ کې هره ورځ د امريکا په وسلو او د اسراییلو په لاسونو د بې ګناه فلسطينیانو وژل دوام لري خو نړۍ وال، په سر کې یې امریکا د دې مظلومانو وينو ته د انساني وینې په ارزښت ندي قایل، دا څنګه ملګري ملتونه دي او دا څرنګه د امنیت شوری ده؟ دا څنګه د بشر حقوق دي او دا څنګه د نړۍ وال عدالت محاکم؟
د ترهګرۍ د یو ستر عمل جرمي دوسییه، په ترهګر هېواد د اتوم بم خرڅول، بس د پاکستان په همدومره صفایی چې ګوندې عبدالقدير په خپل جرم اعتراف کړی او د پاکستان له حکومته یې بخښنه غوښتې، تړل کېږي!
آیا دا جرم یو فردي جرم دی که حکومتي؟ دا د پاکستان پخپله اصطلاح ریاستي تروریزم دی او په دې ارزي چې مرتکب حکومت پرې محاکمه شي. خو څوک شته چې له پاکستانه و پوښتي چې ته څنګه او په کوم مجوز د ټول بشریت په وړاندې ستا پخپله تر سره کړی جرم په یوه فرد پورې تړې او بیا یې پخپله ور بخښې؟ بس شولې یې هم خپلې دي او پروړې هم!
کله چې د پاکستان د لاس جوړه تروریستي یوه ډله یا ډلې رسوا شي، د امنییت شوری (چې د امریکا پرې انحصار دی، د پاکستان سره په یوه مرموز جوړ جاړي) لا په تور لېست کې نه وي نيولی چې پاکستان ور ته بیا نوم بدل کړی او هماغه تنظیم او هماغه څېرې په نوي نوم او حېرانونکي عسکري نظم او لا ښه جنګي وسایلو او تر پخوا په مضبوطو تخريبي امکاناتو زوړ مِشن پر مخ وړي. او د نړۍ خپلسری قییم یې هم ور سره مني! آیا د نوم په بدلولو نړۍ ته د تروریزم د صادرونکو مجرمانو ګُناه بخښل کېدای شي؟ آیا د ډلې د نوم په بدلولو د هغې افراد د پخوانو جرمونو د تکرار جواز پېدا کولی شي؟ آیا که دا نوم هم رسوا شي، دا مجرمین بیا به حق و لري چې د نوم په نوي کولو عین جرمونه تکرار کړي؟
د پاکستان او اسرائيل په هکله د نړۍ د واکدارانو له دوه مخي سلوکه داسې معلومېږي چې که هغه يو د منځني ختيځ نازولى دى، نو دا بل يې د جنوبي آسيا!؟ بس چي دا يو دلته هر څومره افغانان او کشميریان یا هندیان وژني، وژني دې یې، خير دى او چې هغه هلته هرڅه کوي، کوي دې يې.
دلته او هلته ماشومان، ښځې، ضعيفان او بې ګناه ځوانان پر له پسې بې ګناه- بې خطا پخپلو وينو لمبول کېږي، لس ګونه کلونه دا بېرحمانه قتلونه دوام کوي، زرګونه معیوبان، کونډې او یتیمان سر او مخ وهي خو نه هلته انساني ضمیر شته او نه دلته اسلامي او بشري وجدان او عاطفه چې ووایي بس دی، که بې ګناه انسانیت وژل ثواب وي هم همدومره بس دی او که عذاب وي هم. آخرد ملايکو د (اتجعلُ من یفسدُ فیها و یسفک الدماء‌) څخه هم حیا نه ور حي؟ آیا ځان د دې آیت مصداق نه ګڼي؟ آیا د دې ټولې ځمکې حکومت دومره قېمت لري چې څوک یې حتی د یو واحد انسان د وينې په بیه واخلي؟
سړی حيران شي چې آخر ددې نازولتوب راز په څه کې دى!؟

د لارښودل شوي او په کمپيوټر له اداره کېدونکي اتوم بم نه بېرته راگرځو خپل ساده جنګ ته، د ولسي ګڼو گوڼو ترمنځ ځان وژونکو حملو ته، په سرکونو موټر بمونوته، د غير نظامي مامورينو اعدامونو ته، د خارجيانو پريښودلواو د افغانانو وژلوته، د معلمينو زندۍ کولو او مُـثـله کولو ته، د مکتبونو، کتابونو او شفاخانو سوزولوته، د سرکونو د جوړونکو کارګرانو چانماري کولوته، د پلونو الوزولو ته،... په ودونو او جنازو بمبارېو ته، په کورونو او حريمونو ور ختلو ته، په خپل کټ او بستره کي په خپلو وينو لمبيدلو ته، په ... تيريو ته، په ګوانتانامو، بګرام او نورو زندانونو کي بي ګناه- بي خطا کلونو کلونو بند تېروله ته، او ددې ترشا بې درېغه کونډو، يتيمانو، معيوبینو او په لس ګونو نورو بد مرغيو ته:

د خندا خبره ده! څنګه کېداى شي هغه تراړې ته ، چې د دواړو خواوو نه شاوخوا ددوه لکو پورې داسې عسکرو کلا بنده کړي چي سپوږمکئ، هيلې کاپټړې، جنګي جيټ، بي٥٢، پياده او سواره سړي، زوروره توپچي قوه، دکروز غوندې لار ښودل شوي توغندي، بې پيلوټه جنګي الوتکې، دترصد قوي وسايل او په زرګونو مخبران لري، هم ورته په زرګونو شپېلۍ عصري وسلې راورسېږي، هم په کې په لس ګونو ټنه غټې او وړې ګولئ او بارود را و خوټېږي، هم دې ورته په ډلو ډلو سرتېري د دنيا د بېلابېلو ګوډونو راتوئ شي، هم دې پري په لکونو ډالر را و ورېږي؟! اخر پدې وروسته پاتې او بدوي خلکو کې دومره بانکونه يا د حوالې کاروباريان چرته دي چي د جنګ د لګښت بي خرتو پېسې پرې ورته رانقل شي، د دنيا سره د دوئ د ځمکني يا هوائي تړون ترانسپورت دلته کوم دى چې دا بې شمېره جنګیالي پرې راشي؟! دلته خو د وسلو ګوليو او باروتو فابريکي هم نشته چې دا ياغيان پرې دومره درندې او اوږدې جګړې وکړي چې افغان حکومت ورسره د ډزيدلو نه عاجز شي او ولسوالۍ ورته په داسې حال کې پرېدي چې په درجنو سړي يې مړه شوي وي! دا په ټنونو باروت چي په يوه يوه موټر بمب حمله کي کاريږي، دا په لس ګونو کيلو باروت او چرې (د اوسپنې ټوټې) چې په يوه يوه ځانمرګي حمله کې استعمالېږي او دا په ټنونو باروت چي د يوه يوه پُل د الوزولو لپاره لګي، د ا له کومه راځي؟ په قبائيلو کي خو ددي شيانو چيني هم نه را خوټيږي (آن په سويلي او جنوبي پښتونخوا هم د داسې وسلو او ګوله بارودو د فابريکو اعتبار ندې شوى) نو بيا دا هر څه څوک او څنګه را وړي؟ د دې جنګي وسلو او تاکتیکونو ښوونکي او روزونکي له کومه کېږي؟ د دې جنګ د هغې خوا زخمیانو او نورو ډول ډول ناروغانو ته عصري او ګران بیه درملنې څوک چمتو کي؟
د پنجاب او سند په ښارونو کې د پوځي روزنې لپاره جوړې شوې تش په نوم دیني مدرسې خو به پرېدو، آیا په هوا کې د امریکا او غرب الکترونیکي سترګې او په زرګونو پاکستاني سرونو پورې نښتي د امریکا په بیه اخیستل شوي غوږونه هم د مانسهرې او مظفرآباد د ملکي ترهګرو د روزنې مرکزونه نشي موندلای؟
ويښ او څک عسکر صدام حسېن په ٣٠ ګزه اوږده او څومره ژوره سوړه کې ليدلاى او نيولاى شي خو يو څو مات- ګوډ، ويده تور غوږي نشي نيولاى؟ دا څنګه عقل دى چې ځان پر دې جاهلانه توجېهاتو تېر باسي؟ او دا څنګه شعور دى چى په دې متناقضو تګلارو سوچ نشي کولاى؟

پرې به ږدو چې لوستونکي په دې پوښتنو سوچ وکړي.

نړۍ وال خو ړانده ندي ، ډېره پرمختللې معلوماتي ټېکنالوجي او جاسوسان لري حتى د لاس وهوونکو په منځ کې هم، خو چې دوئ هر څومره مستند شواهد ولري، يا افغانان شور او زوږ جور کړي، د پاکستان په يوه انکار ټولي مداخلي له نظره وغورځېږي. هغه هم د هغه خارجه وزارت په انکار چې پخپله د ايم-آي\ آى-ايس-آى په اشارو چليږي او د مداخلو په کولو او بندولو کې هیڅ ډول مستقل رول نشي لوبولای؟!

او که دا هوښيار ساده ګان په دې نرمو الزامونو د پاکستان اعتراف غواړي، چې نه یې غواړي، نو هېڅکله به يې تر لاسه نه کړي چې همدا د دوئ ستر حماقت دى او همدا حماقت به د پاکستان په وړاندې د نړيوال فوځ، چي مشري يې امريکا او ناټو کوي، د ماتې لامل شي. په موجوده مداخلو اعتراف که د افغان موجوده حکومت په دوره کي نا ممکن نوي، نو ډېر ګران به ضرور وي. او که پاکستان مجبور شي چې په خپلو لاسوهنو اعتراف وکړي نو بيا به ددعوې پيل زمونږ د حکومت له سرخيلو او د کابيني له غړو و کړي. ددوي د روزلو، وسله وال کولواو افغانستان ته د را ليږلو اقرار به و کړي، شواهد به هم ورته و لټوي. او چي خبره دومره رسوائي ته ورسېږي نو بيا به زمونږ حکومتي مشرانو ته څه پاتې شي؟
زمونږ په چارواکو کي داسي اشخاص هم شته چي که د امريکا په وړاندي له خپل وجاهت نه استفاده و کړي او د ايم- آي تور تصوير سي- آي- اي ته وړاندي کړي او د هغه نا جايزه استفادو نه ئې خبر کړي چي د امريکا او غرب له مرستو ئي هم د افغانستان او هم د دوي، په ځانګړي توګه امريکا ،په خلاف کوي، نو دا مداخله به هم ختمه شي او دا لانجه هم.
خو زمونږ حکومتي مشران دومره په مرفه او مجلل ژوند، ساعت تېرۍ، چکرو، مزو، د ځوانۍ په یادونو تازه کولو، د سرمايې په ټولولو، د کورونو او جایدادونو په اخیستلو، او په سمتي او ژبنېو سليقو کې نښتي دي چې د دې خبرې سپیناوي ته اصلاً وخت نلري. واقیعیت دا دی چې ملي مسایل دوی ته ثانوي حیثییت لري، د دوی لومړۍ ترجېح د را تلونکې د بـِلیونر او له هغې په ګټه اخیستنه د یوه کاملاً کاذب سیاسي شخصیت په توګه تبارزِ او له دې لارې د ولس د مزیدو وینو څښل او لا زیات د خپل حرام فزیکي او سیاسي وجود پړسول او لوړول دي.
دا سمه ده چې پاکستان د امريکا او غرب له هغه ارادې، چې د دې سیمې لپاره د نوی نړۍ وال نظام په نوم د نوو وړو وړو ملکونو د جوړولو کوم پلان لري چې له قومي جوړښته ونج اخلي، او غواړي دا پلان د همدې سيمې د حکومتونو او ډلو په خپلو لاسونو د همدوی په ضد پلی کړي، ښه خبر دی، خو پاکستان نه غواړي هره بلا پرې په پټو سترګو را شي بلکه په ډېر مهارت او شیطانت يې ځان دومره ساده کړی چې ځان یې د دې جنګ مرکزي لوبغاړی جوړ کړی او دا جنګ داسې چلوي چې ګویا په هیڅ نه پوهېږي او په ډېره ساده ګۍ خپلې ریښې پخپله غوڅوي. په داسې حال کې چې حقیقت د دې په خلاف دی. پاکستان اصلاً د دې جنګ ابتکار ورو ورو په لاس کې اخلي او له هغې وسلو، وسيلو او پیسو، چې په حقیقت کې د سيمې د نقشې د تغیر، په ځانګړې توګه د پاکستان د وړولو لپاره ور کول کېږي، د ځان د غټولو او غزولو لپاره د نړۍ والو د پلان د متوقعه نتیجې په خلاف کار اخلي او که نړۍ هم همداسې د پاکستان په درواغو او درواغجنو وعدو حساب و کړي، او خپلې ټولې هګۍ په هم دې یوه ټوکړۍ کې کېدي، نو یوه ورځ به و ګوري چې ټولې نړې، د CIA او NI5 په شمول، د ISI/MI په وړاندې ماتې خوړلې. دتوقع په خلاف دنیا وړه شوې او پاکستان پړسېدلی خو بیا به ډېر ناوخته وي او نړۍ به د تجدید نظر وخت و نلري.
افغانان چې په ټولو حواسو د پاکستان نا اعلان شوې جګړه محسوسوي او هره ګړۍ ترې متضرر کېږي، د شاهد او ثبوت په توګه نړۍ والو ته کافي دي چې پر گواهۍ يې پاکستان د دې جنګ پړ وګڼي او داسې يې غوږونه تاو کړي چې بيايې تر مرګه ياد وي.
خوداسې معلومېږي چي د نړۍ واکدارانو د پاکستان په مداخلو پخپله ځانونه ړانده کړي وي او وخت ورکوي هغه لوبه چي سترو طاقتونو پيل کړې، سرته ورسېږي. خو د نړۍ مشرانو ته دا ياد لرل په کار دي لکه څنګه چې ترهګر د پاکستان له ورکړو وسلو څخه کله نا کله بېرته د پاکستان په ضد کار اخلي، او ورځ په ورځ د وسلو ددي غير متوقعه استعمال ګراف لوړېږي، (آخر هغوي هم انسانان دي گوري چي په کوم څه پسې چې دوي په غرونو اوړي، هفه همدلته نږدې په پاکستان کي هم ډېر دي نو بيا ولې دا اسان جنت نه؟) په همدي ډول پاکستان هم له دې وسلو ډېر پخپله نفعه، په افغانستان او هند\کشمير کي او لږ د تروريزم ضد! ائتلاف د ګټي لپاره کار اخلي.
نوربيا..
اوس سوال دا دى چې آخر په دې جګړه کې د پاکستان ګټه څه ده؟
دا هماغه پوښتنه ده چې کله په پاکستان په افغان چارو کې دلاس وهنې پړه اچول کېږي نو ډېره د پاکستاني مقاماتو،ديپلوماتانو او متقاعدو منصبدارانو له خوا را پورته کېږي. دا مقامات،ديپلوماتان او متقاعد منصبداران اکثره يا پخپله د آى-ايس-آى غړيتوب لري خو ظاهراً ديپلومات يا ملکي مقام دى لکه کرنیل اِمام، جنرال حمید ګُل، رستم شاه مهمند، سرتاج عزيز، ډګروال محمودشاه،... یا د هغو تنظېمونو غړي دي چې د ISI لخوا تمویل او تجهيزېږي لکه پروفیسر ابراهیم، مُلا فضل الرحمن، قاضي حسین احمد، حافظ حمین احمد، سراج،... او يا د هغو ادارو غړي دي چي ټول سيګنالونه او پلانونه ورته آى-ايس-آى يا ايم- آي ورکوي او د کار رپورټ ترې هم آى-ايس-آى يا ايم- آي غواړي لکه خارجه وزارت،سفارتونه،کونسلګرۍ،...

د پاکستاني ماهرانو په مقابل کې ددې پوښتنې د ځواب لپاره هغه شرق خوړلي یا غرب وهلي افغان کارپوهان د ميډيا مېلمانه کېږي چې يا د ساړه جنګ د وخت د ختيځ او لوېديز يا کمونيستي او امپرياليستي بلاکونو د تضاد له زاوئي پاکستان ته ګوري، په هماغه وچ نفرت په ډيرو ضعيفو او غير مؤجه دلائلو په افغانستان کي د ټولو مداخلو پړه په پاکستان اچوي خو په دې مداخله کي بيا د پاکستان د ګټو د سؤال په وړاندې بې جوابه پاتې کېږي او يا هم ډېر کمزوري او غیر منطقي دلائل وړاندې کوي. او يا د افغانستان په اړه د هغوي معلومات او مصروفيات بيخي ضمني وي، اصل مشغوليت ئې څه نور څه وي، پخپله بالمشاهده او په ټولو حواسو د مسائلو سره مستقيم تماس نلري او اکثر دوهم يا دريم او څلورم لاس معلومات تر لاسه کوي چي يوازې د افغانستان، پاکستان او مداخلي کلمي په کي پاتي وي او اصل مفهوم ئي ټول سولېدلی وي.

هو، دا هاغه پوښتنه ده چي ځواب يى تر بل هر چا پخپله پوښتونکو ته ښه روښانه دى. او په دوهم قدم کي ددوي له مداخلي نه متضرره کيدونکو افغانانو ته.

دپاکستان دغه مرکه کوونکي جنابان که د خپلو جنرالانو (مثلا ًنصيرالله بابر) اعترافات را په زړه کړي چي ويل ئې: (طالبان ما جوړ کړي، دداؤود په وخت کې فلانی او فلانی ما ټرین کړي)، او بيا خپلې پوښتنې ته پخپله سر و خوځوي چې هغه وخت چې د افغانستان په خرابۍ کې د پاکستان کوم مفاد وو، اوس ئې هم هماغه مفاد دي.

دنيا وال که د بي نظيربوټو هغو څرګندونو ته مراجعه و کړي چي د خپل لُمړي حکومت له منحل کېدو نه وروسته ئې له ميډيا سره په خبرو کې کولې، نو وا به وري چې: (ما چي کله د روسيې له خارجه وزير سره په ملاقات کې د افغانستان د مسئلې په سوله ايز حل موافقه وکړه نو ورور مې وويشتل شو او بيا ځما حکومت منحل کړی شو، په پاکستان کې اصلي حکومت د آی-ايس-آی دی، پيپل پارټي هسې مېلمنه وه، د پاکستان وزارتونو، مستقلو رياستونو او ديپلوماتيکو ايجنسېو ته آی-ايس-آی پلانونه او زيګنالونه ورکوي او همدوی ترې د کار راپور غواړي).
واقيعيیت دادی چې دوی په هغو لاس وهنو چا محاکمه کړل چې په دې به ئې کړي؟ او هغه پرې چا بندې کړې چې دا به پرې بندې کړي؟ هماغه بادار او هماغه نوکر، او هماغه کار او هماغه روزګار!

آيا دا هم پوښتنه ده چي مداخله ته کوې، ګټي ئي تا ته رسي او پوښتي یې له ما؟ او که دا افغان حکومت ته چـِلِنج دی چې زه خو مداخله کوم خو چې څه شي ستاسې تاوان ديی هماغه زمونږ گته ده! او چي کوم ئې نو د چا په ډاډ او په څه زور به ئي کوم، ته ئي بندي کړه نرشه. لکه چې په وار وار ئي وېلي دي چې دا د افغانستان مشکل دي، د خپل مشکل حل له مونږه مه غواړۍ. داخبره، چې دا مشکلات چا ايجاد کړي، بېخي د بحث وړ نه ګڼي. د پاکستاني لوري دا پوښتنه د هغوی د هغه بې باکۍ او تکبر څرګندونه هم کوي چې شا ته ئې داسي ملا تړ او زور پروت دی چې دا ټوله لوبه ئې شروع کړې ده او مقابل لوري ته دا ور ښئي چې ګوندي دا پروګرام همداسې دی، که تاسې (افغانان) ئې غواړۍ او که نه، خو همداسې به کېږي.

زه هم د هغه ميليونونو افغانانو د ډلې ېم چې وايې: هو، پدې جګړه کې د پاکستان ګټې شته، ډېرې زياتې ګټې او ډېرې غټې ګټې. او که وئې شمارم زما د لنډ تنګ وخت له شړي به ووځي خو که وکولې شم فقط يو څو ګټو ته به ئې ګوته ونيسم:

دا مداخلې په دوه عمده برخو ويشو:
الف:- نظامي يا ستراتېـژيکي گټې
١- د پاکستان ژوند او دوام په افغانستان او هند کې په لاس وهنو کې دی. ځکه پاکستان کوم مستقل تاريخي او واقعي موجود ندی جې ژوند او پاېښت ئې طبيعي جريان وي او
په طبيعي لارو او مدارونو دوران کوي بلکه څنګه چې دا انساني آفت یا Man-mad Disaster
په سيمه کې د جګړو، شخړو او تشنج په پايله کې منځ ته راغلی، همدغسې به د ګډوډېو او بحرانونو په صورت کې پائي او چې کله هم د سيمې وضع سمېږي، دا غیر نورماله او سرطاني دانه (ګروت) به هم له منځه ځي.
٢- دا مصنوعي پاچاهي ددوؤ سره ګاونډو هېوادونو د وجود له ټوټو جوړه شوې او دا د قدرت قانون دی چي هر جز خپل کُل او هر ذات خپل اصل ته ورګرځي. که ټوله نړۍ د انسانیېت په نوم يو نړۍ وال کلی (ګلوبل وېليج) جوړيدې شي نو پدې کې هم څه شک او شبه نشته چي د افغان دا دوه ځايه شوي تنه به د افغانيت په پيوند يو کور جوړېږي. يو موټی جرمني او د اروپا اتحاد زمونږ د سترګو د وړاندي ثبتونه دي چې قام، قام له ځي او لوخه خپل مقام له.
پاکستان له دې کمزوري ټولنیز جوړښت سره سره د خپلې بقا د تاَمین لپاره هم مجبور دی د فطرت د لوري پر خلاف حرکت و کړي او هغه څه چې په خپل ځان د اتکا‌‌ء په صورت کې یې نشي تر لاسه کولای، د نورو د پرزولو او کمزوري کولو له لارې یې لاس ته را وړي. چې دا د طبېعییت د جریان په خلاف حرکت به که څه هم د پاکستان سقوط ټال کړي خو د دننېو پـړسوبونو د زیادښت او د بهرنېو را ښکنو لامله به په یو ناګهاني درز و چوي او په دې صورت کې به هم پاکستان د خپل محتوم برخلیک سره مخامخ شي.
٣- هر هېواد يا د هغه قوم په نوم يادېږي چې په همدې هېواد کې اوسېږي لکه افغانستان د افغانانو هېواد، روسيه- د روسانو وطن- هندوستان- د هندوانو ملک ، چک د چکانو کور، سلواک د سلواکانو ټاټوبی... يا د هغه ځاې په نوم يادېږي چې وګړي ئې په کيې اوسي لکه مصر- چې ډېری اوسېدونکي ئې عرب او مسلمانان دي، عراق-چي ډول ډول قومونه او دينونه او مزهبونه لري، چين-چې له بېلا بېلو قومونو او دينونو نه جوړ دی، امريکه چي په خپله ګڼه مليتۍ باندي وياړي خو چي ځمکې ئې مصر، عراق، چین او امريکه دي نو هېوادونه ئې هم د خاورې په نومونو يادېږي، يا ديوې ژبې په نوم ياديژي لکه هسپانیه، پُرتګال، ترکيه- چې د اوسېدونکو قوم یې هم او ژبه یې هم ترکي ده، او همدارنګه ترکمنستان، ازبکستان، ارمنستان،...
خو پاکستان نه د کوم قوم نوم دی، نه د کومې خاورې يا سيمې او نه د کومې ژبې. نولکه څنګه ئې چې وجود طبيعي وجود نه دې په همدي ډول ئى نوم هم د کوم واقيعت انعکاس او څرګندونه نکوي. حتی رسمي ژبه اردو ئې د هيڅ قوم ژبه نده بلکه يوه په لاس جوړه شوې، غیر واقعي او تپل شوې ژبه ده او هغه هم ور سره د هند او بنګله دېش شریکه ده.
د پاکستان وجود او نوم کټ مټ هغه غېر قانوني ولادت ته ورته دی چې پرته له نکاح د غېر قانوني والدېنو د جرم په نتيجه کې منځ ته راغلی وي خودشرم، تاوان او محاکمي له ويرې ئې ورته له نسبت کېدوڅخه د خلاَصون لپاره د شپې په پټه په جومات(مسجد) کې اچولی وي، د ملاامام او مقتد يانو ميندلی وي او کفالت ئې کوم چا نامراده (بې اولاده لکه محمد علي جناح) ته ورسپارل شوی وي او نوم ئې پرې جومات علي شاه(په جومات کې ميندل شوی) ايښی وي. دغسې جمات علي شاه ګان بيا په پاکستان کې ايالتي او مرکزي اسمبليو(پارلمانونو) ته هم رسيدلي دي چې خپله شجره نسب بيا (توبه، توبه، توبه) داسلام ستر پيغمبر(ص) ته رسوي او په دې ترتيب په عوام الناس خپل سيادت ور تپي. همداسې د هند له ګېډې او انګرېز له ملا زېږېدلی پاکستان هم کله کله له اسلام نه د ناخبره پنجابیانو له خوا د اسلام قلا و بلل شي. هلته چې (د سند او پنجاب) په ټولو ښارونو او ثابتو صوبو کې د روژې میاشت د سره را ځي نه، روژه پټه ګرځي او اختر ښکاره، ما ته د ٭اختر پټ مېړه نه دی٭ متل په دوهمه معنی د همدې روژه خورو د کوڅو محصول ښکاري. او هلته چې د فحشاؤو اډې په قانوني توګه د مالیې په ور کولو د مساجدو او مدارسو سره دېوال په دېوال خپل جاېز! کاروبار کوي او چلوونکي یې، د دوې په وینا، ٭حلال رزق٭ ګټي. بالکُـل د دوی انګرېزي Legal زمونږ د اسلامي حلال په معنی دی. هو، د دوی په کلتور کې هر رزق چې د قانوني کار له لاري پیدا شي، هغه حلال دی، او حرام ویل ور ته له ٭آيین٭ سره د ټکر په معنی دی او دا ټکر له بغاوت سره مصادف او مرتکبین یې واجب القتل او مباح الدم دي او د همدغې قانوني بزنسونو د ساتلو په ویاړ یې د پاکستان د پوځ په بارکونو او د پولیسو په تاڼو لیکلي: (ایمان، تقوی، جهاد في سبیل الله). د دې قانوني بزنسونو د مرکزونو له ګاونډیو مدرسو بیا دا ٭جهاد في سبیل الله٭ زمونږ د شرعي محاکمو د له منځه وړلو لپاره را لېږل کېږي. د هغه مدارسو له منځه چې مربیان یې د اسلام د ستر پیغمبرص په مسنونه طرېقه، په ښي طرف، په لار له تللو څخه آیین منع کړي دي او د شیطان په طریقه، چپ لاس، په لاره ځي. دوی دا مدرسی پخپل ځان د اسلام د تطبیق لپاره ندي جوړې کړې بلکه نورې دنیا ته د تروریزم د تصدیر لپاره یې جوړې کړي، کټ مټ لکه یو څوک چې د غوړو فابریکه لري خو ډاکټر یې له خوړلو څخه پرهیز کړی وي همدغسې زمونږ داګاونډیان هم انګرېزي آیین له اسلام اواسلامي نظامه همدغه شان منع کړې دي.
له حاشیې بېرته را ګرځو، د ملکونو تاریخ، جغرافیې، جوړښت او نومونې ته، پدې حواله خو پاکستان هېڅ داسې متناسب تړون نلری خو چې خبره د ملکونو سره د اړیکو شې نو د پاکستان چارواکی وایي: مونږ له چین سره تاریخی ورورولي لرو، مونږ له ... سره تاریخي روابط لرو حال چې د پاکستان ټول عمر شپېته کاله دی او د شپېتو کلونو لوښی څوک تاریخي نه بولي. ملکونه چې د زرګونو کلونو نه وی هغې ته تاریخي ویل داسې دي لکه غنی خان چې وایی:

چي ډم وي په کابل کي خالصه کي دُراني شي
خالصه په چارسده کي يو کلي دي))
او چې د یو ملک د چارواکي عمر له خپل ملک څخه زیات وي نو بیا داسې ملک ته تاریخي ویل هسې بوس بادول دي چې هېڅکله به هم ترې دانه وا نه خلي.
ب:- اقتصادي ګټې:

٤- دا مداخله د پاکستان دپاره د يو ډير نږدې، ګړندي او اسان تجارت بڼه لري. دومره وړاندې به نه ځوچې په افغانستان کي د غوايانو د کودتا د مخه د پاکستان اقتصاد او بنسټيز جوړښتونه په څه حال ؤو او نن سبا د کوم اسمان سره خبرې کوي؟ بلکه که د مشرف د حکومت په پيل کې د پاکستان د اقتصادي وضعې يوه اجمالي شننه و کړو، د پاکستان ګټې به را ته په دې تجارت کې جوتې شي: پاکستان په هغه وخت کې يوازې له امريکې څخه ٤٩،٠٠٠،٠٠٠.٠٠٠ نهه څلويښت ميليارده ډالر دسود د پور پوروړی ؤ چې زما د هغه وخت د حساب مطابق هر پاکستاني سړي، ښځې، ځوان، زاړه، ماشوم، سالم او معيوب انسان ته ٢٢٦١٥ کلداري يا ٣٧٦،٧٢ ډالره او هري د منځني شمير کورنۍ ته ١٥٨٣٠٦يو لک اته پنځوس زره دري سوه شپږ کلداري يا ٢٦٣٨ دوه زره شپږ سوه اته دېرش ډالره پور رسېده. همدا پوراو ددې پور سود کافي ؤ چي ورځ په ورځ د پاکستان د پور پيټی دومره دروند کړي چې د اقتصاد ملا ئې ور ماته کړي. پاکستان د خپلو منافقانه لاس وهنو (ګزارکوي او لاس شاته نيسي) په ترڅ کې نه يوازې دا چې دا قرضونه هضم کړل (ورته و بخښل شول) بلکه د همدي پیسو دوه- درېمه ئې د تروريزم سره د مبارزې په نوم له امريکا څخه نورې تر لاسه کړې، پرمختللې جنګي سپکې او درنې وسلې، جنګي هيلې کاپټرې، او ډېر عصري اکتشافي وسائيل ئې ترې تر ګوتو کړل، او بالاخره تعليق شوي ايف- ١٦ جنګي الوتکي ئې را خلاصې او لاس ته را وړې. دهمدې مداخلو برکت دی چې نن پاکستان له هغوپورونو خلاص او د لس ګونو ميلياردو ډالرو خاوند شو. او چې دا لوبه همداسې روانه وي لا نور ئې ګوره.
٥- پاکستاني پوځيان خوب ويني چې د دوی د ولي نعمت ۤسرډيورنډۤ د افغان- انګليس جنګي متارکې د رسميت اقرار د يو قرارداد په شکل له افغان حکومته واخلي. چې تر ډېره حده ئې په اورېدلو بريالي شوي دي صرف ليکلی شکل ورکول پاتي دي.
سره ددې چې په افغانستان کې ميشت قومونه ورونه قومونه دي، ډېر خوږ او د خواخوږۍ ډک ګډ ژوند لري خو ځيني په پردو پورې تړلي عناصر د خپلو ځاني ګټو
لپاره په پورته هڅو کې د پاکستان عملي ملا تړ کوي سره له دې چې په ښکاره ئې د مخالفت سينې وهي او په دې نوم او عنوان غواړي په ځان خلک را ټول او د يوه رهبر په توګه تبارز وکړي، په عمل کې د آي-ايس-آي د پاليسېو پلي کونکي دي. دوی قبائيلو ته د پاکستان خاوره وائي، ډيوردنډ لاين ته سرحد وائي. دوی حتی وائي چې نور بايد ډيورنډ لاين په رسميت و پيژندل شي او دليل دا را وړي چې ګوندې په دې کار سره به د پاکستان او فغانستان تر منځ پټه منازعه پاې ته ورسېږي او د پاکستان مداخلې به ختمې شي. دا کسان چې په سياسي اوحکومتې لوړو څوکېو مېخ شوي دي، په ښکاره خو د پاکستان سخت مخالفت کوي ولې عملاًَ د پښتنو د اکثريت د دوه چنده کېدلو له خپلې وېرې او څه هم د غربي بادارانو په اشاره دوې او نړۍ وال استعمار په کډه پاکستان ته د ډېورنډ لاین نه د جګړه مارو د را اوښتلود بندولو لپاره په کرښه د پوځونو د اچولو بلنه ورکوي او زمونږ ساده حکومتي مشران ئې اوري ، بيا نو استعمار ورته د خېر په غونډۍ کښېني او دا ساده ګان ډول تر غاړې کوي او په يوه ساه همدا سندره په هر کلي او کوڅه،په ژرنده او جومات، او په ښار او بازار کي وائي: راولي فوځونه مو راولي! دا پوله مو وتړي! مه راپريدي دا جنګيالي

دوی رښتیا باور کوي چي ګوندي دا جنګیالي د قبایلو په خوښه په دي سیمه کي دمه کوي او یا په دي لاره د دي قبایلو په رضا اوړي را اوړي. دا د حالاتو نه ناخبره سیاست مرداران پخپله سینه (دخپل افغان قوم په سینه) د تېغ را ښکلو پخپله غوښتنه کوي او دا تمه لري چي ګوندي په دي سره به دوی د رواني لوبي بریالي لوبغاړی شي او قدرت ته یي متصور خطر به منتفي کړي. حال دا چي په دي وجه دوی خپل سرونه د ابدي غلامۍ په غړوندي کي ننه باسي.

زمونږ د حکومت او سياست ځيني پردي پلوي لوړپوړي چارواکي د خبرو د افغان لوري په دي خبروموټی موټی غوښي اخلي په داسي حال کي چي د آی-اېس-آی(چي اوس ئى رول ترډيره ايم-آى په غاړه اخيستی خو زمونږ ساده ګان لا هماغسي شاه ګل ته بدرد وائي) بدمعاشان د خوشالېو په نيمه تياره ګډوله کلبونو کي د ماښامنېو د مېزونو تر شاه د مَري وېسکي د بوتلونو په مستۍ کي ددوي په ساده ګۍ خندنۍ کوي. او د دښمن د خولي هغه څه اوري چي اورېدل ئي غواړي. زمونږ د حکومت په عين وخت کي دا د انکار او اقرار یا دښکاره دښمنۍ او پټي دوستۍ غبرګي پاليسۍ په اوبو د اور بلولو معني لري. دا د ٫٫سرحد دي بند کړه٫٫ ناري د هغه پلان يوه برخه ده چي استعمار په کي پاکستان ته د (دا زما ،هغه ستا) امتياز ورکړی ځکه ئي دلته د دي لوبي يوازينی لوبغاړی پاکستان ټاکلی چي څه کوي او څنګه ئي خوښه وي هماغسي اختيار لري. که د استعمار دا ډاډ او مالي- نظامي ملاتړ د پاکستان سره نه واى، دا خو پرېده چي ګوندي ګواښ- توربرېښ ئي ورته کولی، نه پاکستان د نړۍ والو د ارادي او ګټو په خلاف ددي جنګ د اور د بلولو – بل ساتلو زړه درلود او نه وس.
تاسي وګورۍ هغه لوړ قدرت (Supreme Power ) چي سپوږمکۍ ئي حتی د شپي په تياره کي هم دوه انچه شى ليدلی او په کوټه کي کيدونکي خبري اورېدلی شي، د ګوادر او کراچۍ د سواحلو نه، په افغانستان کي د دښمن سمڅه ويشتلی شي، د بلوچستان ،ملتان،بډه بېري او چکوال له هوائي ډګرونو څخه د خپلو مخالفينو مرکزونه دوړه کولی شي، څنګه کېدای شي د سړو دا اوږدي لښکري ،د باروتو،ګولېواو وسلو کاروانونه او د لوټونو ٫٫پيسو٫٫ د بوجېو جوپي ئي له سترګو پټي شي؟ او چي د پاکستان د پوځ سر پوښلي لارۍ نه وي څنګه کېدای شي دا دومره خلک، وسايل تجهيزات او مهمات د هر چا د سترګو پټ د افغانستان د جنګ چوڼۍ(قرارګاه) ته چي د ډېورنډ لاين دواړه خواوي دي، ته راوړل شي؟ او چي د پاکستان جعلي پاسپورټونه، ديپلوماتيک برغولي او د پوځ ملاتړ ورسره نه وي ، دا چچنيایان،ازبکان،عربان،...او پنجابيان په کومو اسنادو،کومو هوائى او کومو ځمکنيو لارو دي تراړي ته را غورځيدلی شي؟

د د ي په ځای چي نړۍ وال (د امريکا- برتانيا په مشرۍ) په سرو سترګو پاکستان ته ووائي چي سمدستي لاس وهنه بنده کړه،او که داسي ئي ونه کړل نو بي خبره دي ئي د ګوزارونو لاندي ونيسي او تر هغي دي ئي وهي تر څو زور يي اوبه شي، ډېر د سوال په لهجه ورته وايي چي زمونږ سره د تروريزم په وړاندي په جنګ کي همکاري وکړه!
همکاري؟
دا هم د چا د مداخلو د بندولو طريقه کېداشي؟
افغان ساده حکومت هم چي څه اوري لکه د (آنګۍ) هماغه وائي (دپاکستان د ورور هېواد نه غواړو چي د تروريزم په وړاندي په جګړه کي راسره همکاري وکړي، که که پاکستان صادقانه همکاري وکړي، نړۍ وال دي پاکستان همکارۍ په و هڅوي،...) دومره د ساده ګانوخبرې! چي پوځ، په تېره پوځي استخبارات ئي د جګړه مارو ملاتړ کوي نو همکاري به درسره څوک او څنګه وکړي او ولي به ئي کوي. د دوى ګټه خو ستا په کور کي د جنګ د لمبو په لوړېدو کي ده. ولي به خپلي ګټي په سيند لاهو کوي او ولي به خپل تجارت خرابوي. البته پوليس به ئي کله نا کله يو نيم عرب، افغان يا بل عقرب نيسي او امريکا ته به ئي حواله کوي خو هغه هم د يو مقصد د پاره او هغه په پردو وينو او غوښو د پيسو اخيستل دي. هغه قصداً مداخله کوي، ددي د پاره پلان لري، مختلف مراحل ئي ورته ټاکلي،اهداف ئي ور ته تعين کړي او د هرپړاو د پاره يي نتائج اټکل کړي دي. دا لکه غله ته چي وايي چي د کور په ساتنه کي را سره مرسته و کړه او چي کله غل په څوکۍ کي شريک شي نو بيا د غلا څه سختي ده. لکه اوس چي جنګيالي په سرحد مېشتو د پاکستان د پوځي استخباراتو تر پوستو، چي زمونږ د هوښيار حکومت او غرضي نړۍ والو په بلنه ځاى په ځاى شوي دي، له سند- پنجاپ- مظفرآباد مانسهري او نورو مرکزونو څخه په ترپال پوښلو لارېو کي بند په خېر خېرېت سره را رسي او په ټولو وسلو او وسايلو، حتى موټر بمونو سمبال له سرحده را اړول کېږي. پکار خو دا وه چي افغان حکومت په قبائېلي قلمرو د پاکستان د هر ډول تېري په کلکه مخالفت کولى خو دا چي دوى په لوى لاس دلته د هغوى د غصب لپاره شرايط برابروي، داسي ښکاري چي په مونږ مسلط حکومت کومه افغاني اجندا نلري بلکه د بهرنيانو او ګاونډيانو د اجندا د پلي کولو لپاره د وسيلي په توګه په مونږ تپل شوى او نسبت ملي ګټو ته د پردو د ګټو ښه ساتنه کولى شي. هو که دا پوښتنه يو څه وارده وي چي پاکستان خو پخپله هم د حملو نښه ګرځي، تلفات ويني او ... خو تاسي فکر وکړۍ که پاکستان د افغانستان د ځپلو لپاره مخامخ جنګ کولى، يو خو به ئي د جنګ ملا ماتونکي لګښتونه په ځان وړى، دا تجارت خو به ئى نه واي نه واي، بل به ئي په مخامخ جنګ کي ډ ير زيات تلفات ليدلى، درېمه او تر ټولو مهمه خبره دا چي په داسي يو بي جوازه جنګ کي به د دنيا د اقتصادي- سياسي او نظامي تحريمونو حتى د جنګي حملو مورد ګرځيدلى واى چي په ډېر لږ وخت کي به دا بي موره او بي پلاره مولود د مرګ له کومي تير شوي واي. او دا يي پري د پاسه چي د افغانانو استعمار ماتوونکي ګزارونه يي خوړلى. پدي حساب د دومره لويو او پراخو ګټو په وړاندي ددي وړو وړو تاوانونو ليدل د پاکستان د پاره د سترګو پټولو وړ دي.

د جګړه مارانو په راصادرولو او وسله واله ولو کښي به بي له شکه د ايران هم څه دخل او عمل وي خو د پاکستان په پرتله ډېر کم. چي د افغان جګړي څخه د ايران موخي او ګټي بيخي بيله موضوع ده او د جلا څېړني غوښتنه کوي. دلته زموږ مطلب يوازي او يوازي په افغان جنګ کښ د پاکستان د ګټو څېړل دي. نو ځکه هغي خواته نه ځو او خپل مطلب تر همدي عنوانه محدود ساتو. که ژوند ؤ، کافي معلومات په لاس کي ؤ او امکانات راسره ؤو هغي خواته به هم ولاړ شو.

حقيقت دادى چي په افغانستان کي د پاکستان د پوځ د پاره اقتصادي عمق همغومره اهميت لري لکه نظامي هغه يي چي ورته لري. د دي دواړو وجود د پاکستان د پوځي-افغان پاليسۍ د پاره د ملا او ګېډي حېثييت لري چي يو له بله يي شلېدل ناشوني دي. ځکه تر څو چي دلته جنګ وي، په پاکستان کي د مهاجرو موجوديت به حتمي سوال وي. او دا هغه فکتور دى چي پاکستان ته بي شميره هغه افغان بشري قوه په لاس ورکوي چي د اقتصادي ستونزو، دماغ وينځنې، عاطفي او احساساتي پاروني له لاري يي جنګ ته هڅوي. کله چي د پروېز مشرف له استعفاء ورځ- دوه وروسته په داخله (امنيتي) چارو کي ددولت مشاور- رحمن ملٍک پېښور ته را غى نو هلته يي د يويي بيانيي په ترځ کي له افغان مهاجرو و غوښتل چي دا سمه ده چي افغان مهاجر زمونږ ورونه دي خو دوى نور زمونږ په اقتصاد بوج دى، اوس په افغانستان کي امن دى، ډېموکريسي راغلي، بس دى، دوى دي نور افغانستان ته ولاړ شي. په دي پسي جوخت ( د ٢٠٠٨ کال د آګست د مياشتي په ٢٣مه شپه) د امريکا غږ آشنا رادو سره د اتو بجو د خبرو اترو په پروګرام کي رستم شاه مهمند په پاکستان کي د افغانانو د پاتي کېدو د ضرورت په ثبوت کي زښت زيات دلائل وړاندي کړل و يي ويل: ٫٫ افغانانو دلته خپل روزګارونه شورو کړي دي، دوى دلته امن را وستى، دا سمه نده چي څوک ووايي دوي په نا امنېو کي برخه لري. دوى په دشتو- مېرو او لا يزرع ځمکو اوسېږي، دوى د علاقي د خلکو په معيشت پېټى ندي بلکه دوى دلته امن را وستى، دوى د بهر نه ډېره زياته پېسه را وړي او زمونږ په ملک کي يي لګوي (په کار اچوي)٫٫. ديوي بلي پوښتني په ځواب کي رستم شاه مهمند وويل: ٫٫دا سرا سر زياتى دى، دوى دلته ديرش کاله تېر کړي دي، په داسي حال کي افغانستان ته ددوى ستنول چي هلته نه کاروي او نه امن، سراسر زياتى دى. دوى د خپل وطن سره ډېره مينه لري او چي کله هم هلته کي امن را شي، د روزګار موقه ورته ملاؤ شي، نو دوى پخپله خوښه افغانستان ته ځي. د هيچا د وينا ضرورت به بيا نه وي او دوى به خپل وطن ته ځي. دلته په افغان سفارتخانه\ کونسليټ کي د مهاجرينو دفتر دى، دي ته په کار دي چي ددي مهاجرو غم و کړي، د افغانستان حکومت ته په کار دي چي د پاکستان د حکومت سره رابطه و کړي او د افغانانو لپاره نا محدوده مهلت واخلي. مخکي ځل غوندي نه چي ددوه کالو کارتونه يي ور کړي ؤو. د وخت تعين په کارت کي غلط دى،... . زه د دي راديو په وساطت په افغان حکومت غږ کوم چي دوى دي ددي مهاجرو تپوس وکړي،...٫٫.

دا هماغه رستم شاه مهمند دى چي په سوېلي او قطبي پښتونخوا کي د برنو افغانانو په اوسېدو يي په هره مرکه کي په هغوي خپل غرونه غرونه احسانونه يادول، د پاکستان د راز راز خسارو يادونه به يي کوله او همدا مهاجرين به يي د پاکستان په اقتصاد لوى پېټى باله او ددي پېټي تحمل به يي په افغانانو د خپلو احسانونو په شمېر کي يادول. حتى ده د افغان مهاجرو د اخلاقي لوړتيا د خبرو د اورېدلو تحمل هم نه درلود او په شدت به يي د هغوي لوړتيا ردوله او نسبت پاکستانيانو ته به يي ټيټ ښودل. خو اوس چي په جديت د افغانانو د ايستلو خبره مطرح شوه نو ده د آي- ايس- آي مداخلي په خطر کي و ليدلي او د نامعلومه مودي دپاره يي دهغوى دلته د پاتي کېدو دپاره شور او زوږجوړ کړ!

له بله پلوه د پاکستان د پاره دومره پراخ او نږدي تجارتي مارکېټ چي افغانستان دى، بل هېڅ هېواد نشي کېداى. حتى د نړۍ هېڅ هېواد په پوله اقتصادي مارکېټ نه لري. پخوا افغانان له پاکستاني مصنوعاتو څخه سخته کرکه کوله او په هر جنس پوري د پاکستانى نوم د شلخي او کم اصل په معنى ؤ حتى که دا نوم به د د يوه ښه جيسييت لرنونکى هم ؤ بس د هغي د کوټه ګڼل کېدو د پاره د پاکستان نوم کافي ؤ. همداسي د پاکستان هر څه بد ګڼل کېدل. دا خو د پاکستان مداخلي دي چي دا مارکېټ يي ځانته ايجاد کړى دى. د دي ادعا د ثبوت د پاره د شواهدو هېڅ ضرورت نشته چي زه يي دلته تاسي ته وړاندي کړم. ټولو ته څرګنده ده چي افغانستان ټول د خپل ضرورت وړ اجناس له خارجه واردوي يعني د افغانستان اقتصاد يو په وارداتو متکي اقتصاد دى او د کوم هېواد اقتصاد چي په وارداتو متکي وي د هغه ملک پيسه ثبات نه لري. همدا وجه ده چي زمونږ په بازارونو کي ټوله را کړه ورکړه (عمده پير او پلور خو په کابل،هرات،او مزار کي هم) په کلدارو دي. هر څوک خپله سرمايه په کلدارو اړوي او ساتي يې. سره د دي چي همدا اوس پاکستانۍ روپۍ بحراني ده. او افغان حکومت هم تبليغاتي او هم عملي هڅي کوي مګر بيا هم پېر او پلور په کلدارو کېږي. که سړى د ځانه سره اجمالي حساب وکړي نو مونږ چي څومره پېسي په اروپا، امريکا، نوره نړۍ او پخپله په افغانستان کي ګټو، هغه په ميلونونو دالر چي دا څلوېښت ممالک يي راکوي دا ټولي يا نېغ په نېغه او يا هم له لږ ځنډ وروسته پاکستان ته اوړي او د هغه هېواد د اقتصاد برخه ګرځي. هغه مهاجر چي په پاکستان کي اوسي، د هغوى د اکثره کورنېو غړي په اروپا، امريکا، استراليا، ماليزيا، جاپان، ...، عربي ممالکو ا و د خليج په هېوادونو کي بي شمېره پيسي ګټي او په پاکستان کي يي ددوى کورنۍ مصرفوي.
تاسي وګورۍ د دي جنګ په وجه مونږ هر څه د لاسه ورکړل او ومو نه شو کولاى چي لږ تر لږه يوه د څپلکو فابريکه جوړه کړو. نو مجبور يو چي په ساده حساب په شپږو مياشتو کي ٣٠.٠٠٠.٠٠٠ دېرش ميلونه په کال کي ٦٠.٠٠٠.٠٠٠ ميليونه جوړه څپلکې؛ همدومره څپلۍ، بوټان او سينډل؛ د ٦.٠٠٠.٠٠٠.٠٠٠ شپږ ميليارده کلدارو يا ٨١.٠٠٠.٠٠٠ يواتيا ميليونه ډالرو په بيه له پاکستانه واخلو؛ په کال کي لږ تر لږه شپيته ميليونه جوړه جامي د دولس ميليارده ١٢.٠٠٠.٠٠٠.٠٠٠ کلدارو يا ١٦٢.٠٠٠.٠٠٠يوسل او دوه شپيته ميليونه ډالرو په قيمت؛ په کال کيد دولس ميليارده کلدارو١٢.٠٠٠.٠٠٠.٠٠٠ يا يوسل دوه شپيته ميليونه ډالرو اوړه؛ د يادو پيسو نه د څو ځله زياتو پيسو غلي دانې؛ ادويه؛ ګردى سيخ؛ سيمنټ؛ غوړي؛ بوره؛ ضروف؛ د برق سامان؛ قرطاسيه؛ لرګي او د لرګي مصنوعات؛ تخنيکي او ساختماني مواد او ماشين الات.....مسلکي کارګران او استادان وارد کړو چي په نتيجه کي د کال په آخر کي د دي ميلياردونو دالرو څخه يوه پيسه هم له مونږ سره نه پاتي کېږي او ټولي پيسي مو د پاکستان بانکونو ته ځي. په دي حساب د نړيوالو دا مرستي په واقعيت د پاکستان سره دي او د پاکستان د لاس وهنو د زياتولو لپاره يو مشوق دى.
د دي تر څنګ د افغانستان مارکېټ ته د پاکستاني مالونو د چټک رسېدو او سم د واره خرڅ لامله د پاکستان د سرمايي سرعت هم حيرانونکى دى. يوه چينائي کمپنۍ چي افغانستان ته مال رالېږي د پيسو دوران ئى لږ تر لږه دري مياشتي نيسي. په مال پسي تګ، هلته ئي راټولول او اخيستل، بارول او رالېږل څه دپاسه يوه مياشت، په بحر کي د کراچۍ تر بندره د بحري بېړي منزل يوه مياشت او د پاکستان د ګمرک، اکسايز،پوليسو، د سوداګرۍ خونه (چمبراف کامرس)، د ريل ګاډي ،موټري ټرانسپورت او نوري او نوري ناکردي يوه مياشتي، چي پدي توګه په نورمالو حالاتو کي دا پروسيجر دري مياشتي نيسي. په مقابل کي ئي پاکستاني مالونه له يوي ورځي تر يوي اوونۍ او د زيات نه زيات په پنځلسو ورځو کي د افغانستان په مارکېټونو کي په نغدو پيسو بدلېږي چي د پانګي د دوران سرعت ئي نسبت چين ته لږ تر لږه د ٦ نه تر١٢ځله زيات دى.
سربېره پردي پاکستاني کمپنۍ زياته ګټه کوي يعني د ګټي سلنه ئي زياته ده. دا ځکه چي پاکستاني صادرونکي دا درک کولاى شي له هغي ګډوډۍ په استفاده چي ددوى د ملک استخباراتو په همدي موخه په افغانستان کي خلق کړې، متفرقه جنسونه په لارېو کي له بازاره بار، له سرحدي ګمرکه ئي محصولي مراحل خلاص او په سبا ئي بازار ته وړاندي کړي او په دي ترتيب بي کيفيته مالونه د کواليټي کنټرول پرته د ښه کيفيت د مال په نوم وپلوري او ځينوافغاني مامورينو ته د ډير لږ حق السکوت په ورکولو په روپۍ کي دوه وګټي.
دا هغه واقېعيتونه دي د کومو پر بناء چي پاکستان په افغانستان کي نطامي لاس وهنه کوي تر څو خپلي پلان شوي ګټي خوندي او تر لاسه کړي.............(نوربيا)

Source: www.larawbar.com
وروڼو مونږ باید ټول کوښښ وکړو، چي د ضیا عمر ورور غوندی، د شیطان اصلی څیره ټولو ته روښانه کړو، ځکه شیطان او منافق یو مخ نه لری. پیژندل یی، مشکل دی.
دا منافقین امریکا ته بازی ورکوی، طالب بیچاره خو چي، لس ځله خرڅ هم کړی، بیا هم لالا ورته وایی.


عبدالله صابر
30.03.2009

السلام عليکم
درنولوستونکو
ليکوال ليکلي چي نړيوالودپاکستان وړه ولو نقشه راوړي خوپاکستان بيادنړئ
وړه ولونقشه پرمخ بيايی ، زما په فکرخوکه اوسني حالاتوته وګورونودپاکستان
نقشه بريالئ ده ، که داسي وي نوبياخوپاکستان يوډيرکمالي او اتل هيواد دی چي
ټوله دونيا يوي خواته اوپاکستان بلي خواته ، ليکوال خودپاکستان دومره ميړانه
اوتوره بيان کړي چي نه يواځي داچي سړئ ورته حيران شي بلکه دماپخپله خو په
دا ځينوکارونو پاکستان سره مينه پيدا شي ، مونږخو ويل چي امريکا سوپرپاور
دی دنړئ هيڅ ځواک يی مخي ته نه شي ورتلئ ، ښايی همدا غورو اوپشو کرزئ
خوارکئ هم ډا ډه کړئ وي ، وايی چي چونډخه په لوټه وخته ويل يی چي کشميرمي
وليد ، کرزئ چي کله دبوش په اوګوسپورشو نوفکر يی کاوه چي ددونياهرڅه له ده
سره هغه دچونخې غوندي کشمير وليد ، په ياد مودي کله چي کرزئ مسکوته لاړ
نو روس ته يی وويل چي زمونږ هيواد دړنګ کړئ ددي تاوان راکړه کنه نو دنړئ لوی
طاقت له مونږ سره دی ، دمونږځيني ساده افغانانوته دکرزي دي خبرې هم پوره خوند
ورکاوه هغوهم فکرکاوه چي امريکا ورسره ده نوبس نورهرڅه زمونږدي ،پښتونخوا
دمياشتولپاره هم پاکستان سره نه شي پاتي کيدی ،روس به زمونږدهيوادټول تاوان
راکړي اوهيواد به مويواروپايی هيواد په څيرګړندي ګامونه واخلي ، دزړه بادشاهي
هرچاپه خپل زړه کښ جوړه وله ، همغه خبره وه چي ځان ګوري خوځوانان نه ګوري ٠
خير داهمدومره اوس يوبلې موضوع ته راځوچي ليکوال ورڅخه ځان تيرکړئ هغه
داچي که مونږ فکروکړوداټول فرصتونه مونږپه خپله دپاکستان لپاره برابرکړي
انصاف به نه وي که ټوله پړه پرپاکستان واچوو، لومړئ به وګوروچي ترطالبانو
مخکښ دوره څومره توره دوره وه هغه کوم ظلمونه اوناراووې چي ونه شوي ، داسي
يوې تورې بلا له منځه وړل چي په ملت يی ډول ډول ظلمونه کول دطالبانويوولسي
غورځنګ ته زښته زاته اړتيا وه ،بيا چي طالبانوجنګسالاران يوخوبل خوا وزغلول
په غرب کښ ميشت ځينوافغانانوويل چي مونږپاتي شو و دوی اوظاهرشاه په ګډه
دطالبانوخلاف امريکااو ورپسي تړلي ٤٢ هيوادونه په پرمختللووسلوسمبال را
وستل اوزمونږګران هيواد يی پري اشغال کړ، کله چي طالبان راوپرځول نوبياهر
طالب که څه يوڅوورځې په طالبانوکښ پاتي شوئ وومجرم وګڼل شو ،هرعادي ملا
اوطالب مدرسې ته دشک په سترګه کتل کيدل دطالبانو يو وړوکئ دپاټک مشر
هم اړ چي دامريکايانوله ويرې شپه په غره کښ تيره کړي ،هرچابه چي په طالبانوکښ
لږوخت هم تيرکړئ وو ضروري وه چي يوځل دبګرام بدنام زندان ميلمه شي ، داډول
نيونونظامي اوعادي دواړه طالبان اړکړل چي پاکستان ته هجرت وکړي ،اوبياچي
په پاکستان کښ دهم نه پريښودل ورته ويل دچي هغه فلانئ طالب درغلئ هغه راکړه
په داسي حال کښ چي يوطرف دخدای جل جلاله په دي لويه ځمکه ځای نه ورکوي
اوغواړي چي يامړشه يا زندان ته راشه بل پلوبياپاکستان ملامتوي چي طالبانوسره
مرسته کوي ، ښايی تاته به دا دپاکستان مداخله اولاس وهنه ښکاري خوبل پلوکه
داسي وګڼوچي پاکستان دطالبانوشا ولاړدی نو بياطالبان دامداخله نه ګڼي بلکه
له دوی سره دهيواد اشغال په خلاصون کښ مرسته ګڼي ،چي دي ځای کښ بياهم
ملامتي په پاکستان نه راځي داچي ته يی مداخله ګڼي دا ستاخپل نظردی ،
خبرې ډيري سريووروڼوکه لږپام وکړومونږ ټول هوښياران يو کم عقل راکښ نشته
دټولوګاونډيانوپه ګټه شرائط برابروو ،داچي ګاونډيان په خپله ګټه رانه استفاده
کوي دابيازمونږخپله ګناه ده خويوڅه چي مهم دي هغه داچي اوس زمونږ ځمکې او
فضاټول واک دپردو سره دی ددي هيواد اشغال خلاصون پکاردی که هغه پاکستان
مرسته کوي که کوم بل هيواد نوره فروعات بيا وروستئ خبرې دي ٠
چي دا دونيا وي اوداپاکستان مسلې به هم همداسي پيچلي پاته وي اوحل به ونه
لري بياهم په پای کښ يوطنزې حل دبي بي سي اردوڅانګې وسعت الله خان چي
ښايی پخپله هم پښتون وي راخستئ دی ،
نوموړي ليکلي چي
څرنګه چي اوس امريکا اوپاکستان دواړه پريوبل باورنه کوي نويوحل دادی چي
پاکستان له دي ځايه اوچت کړئ شي اودموزمبيق هيوادپرځای واچول شي او
موزمبيق دپاکستان پرځای دافغانستان ګاونډئ وګرځي اوکه بياداسي نه شي
کولائ نوبياد پښتانودامتل ترنړيوالو وره سول شي چي
يوپښتون په مينه اومحبت سره دوزخ ته غورځولئ شي خودتوپک په زوريی جنت
ته هم نه شي بيولئ ٠

http://www.bbc.co.uk/urdu/columns/2009/03/090329_baat_se_baat_zs.shtml

والسلا م
ی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more