نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
ویاړم
..Ahmadzai
25.03.2009
محترمو
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
د آسیا په زړه کې د مختلفو نژادو او قومونو ترمنځ زمونږ باتور او میړنی قام پروت دې، د سیمې د نورو ټولو قومونو څخه هم د سړیو په شمار او هم په ننګ ،توره، سرښندنې، شهامت او دیندارۍ کې لوړ مقام لري..
زمونږ د زرین تاریخ هره پاڼه ډکه په ویاړنو او افتخاراتو ده، تقدیر مو برخه له ازله په وینو سره رارسولې، تل مو د تورو په شرنګ میدان ګټلی ملحمې مو جوړې کړي اوسر لوړي ددنیا په سر ګرځیدلي یو، هر زورګیر مو تس نس کړی او هر جابر مو له پښو غورځولی.
کله چې د تاریخ ژورو ته ورکوز سو او د پښتنو ټبرونو زوړ تاریخ راواخلو نو د ساکانو، باختریانو، پارتیانو، کوشانیانواو هپتالیانو افتخارات او کارنامې مو سترګو ته ودریږي، زمونږ دغو ډیرو پخوانیو نیکونو تل په ډیر شجاعت او زړورتیا د یرغلګرو ښکیلاګرو مقابلې کړي او پردیو ته ېې د دوۍ د سرونو په ککریوکې خپلې وینې ورڅښلي دي او ډیر ذلیل شرمنده ګوډ او مات ېې بیرته زغلولي او یا ېې هم لاندې کړي.
بیا چې کله پښتانه مسلمانان سوي او د توحید لاره ېې غوره کړی نو بیا پښتو او اسلام دواړه سره متحد سوي او پښتون ته ېې ډیر لوی ، طاقت په برخه کړی، ځکه نو د اسلامي عصر افغان تاریخ ډیر د ویاړ او افتخار نه ډک تاریخ ده، ددنیا او سیمې تاریخ او ملتونو کې ېې ډیر اثر او تاثیر کړی او نني په سلهاو ملیونو انسانان د پښتنو له برکته مسلمانان دي.
د غوریانو افتخارات او په هندوستان باندې د پښتتنو څه کم څلورسوه کلنه پاچاهۍ د پښتنو د لویو ویاړنو څخه ده.
د غلجیو خوځښت او د شیعه ایران لاندې کول د کوشانیانو د لړۍ دوام ده خو په اسلامي بڼه او[color=darkred:5049f98ef2] شاه محمود هوتک [/color:5049f98ef2]کې [color=darkred:5049f98ef2]دکنیشکا کوشاني[/color:5049f98ef2] بزم او عزم له ورایه ښکاري..
ابدالیانو هم په خپل وار د هپتالیانو (یفتلیانو) افتخارات یو ځلې بیا د لوې احمدشاه [color=darkred:5049f98ef2] (در دران)[/color:5049f98ef2] په شخص کې د اخشنور [color=darkred:5049f98ef2]( د غمیو نه ډک)[/color:5049f98ef2] لوې پوه او مدبر شخصیت راڅرګند کړ، څرنګه چې احمدشاه ابدالي د افغان طبیعي خاوره بیا سره یو او متحد کړه او د غلجېو د سلطنت سقوط وروسته ېې د افغانانو یو ځواکمن مستحکم دولت رامنځته کړ، همدارنګه اخشنور هپتالي هم د کوشاني لوې سلطنت زوال وروسته یو ځلې بیا د پښتنو آصلي خاوره اریانا بېرته په طبیعي حدودو او پولو ودروله او د پښتنو یو قوي مستحکم دولت ېې رامنځته کړ.
[color=indigo:5049f98ef2]تاریخ تکراریږي[/color:5049f98ef2]
زمونږ معاصر تاریخ کې هم زمونږ په خاوره د دریو قوي امبراطوریو یرغل او ماتې خوړل د حوادثو تکرار خو د څېرو بدلیدل د تاریخ تکراري کړۍ دي.
عموماٌ زمونږ زوړ، تېر او ننی تاریخ ټول له ملحمو ، قربانیو او آتلولۍ څخه ډک تاریخ ده، په ډېره قهرمانۍ مو خپل وجود او حېثیت ساتلی.
هر جابر او ظالم قوت چې د زمکې په سر ېې د خپل زور او طاقت سیال نده لیدلی نو بیا ېې سترګې پر مونږ رابرګې کړي او د پپښتنو د ایل کولو او غلامۍ ته راکشولو تلوسه ېې زړه کې پیدا سوې او پښتون چې خدای ننګیالی او ازاد طبعه پیداکړی، غلامۍ ېې مرګ ګنلې بلکې مرګ ېې ترې سل ځله غوره ګڼلی، نو ځکه هرې قربانۍ ، سرښندنې او سختۍ ته تیار سوی او تر څو ېې چې یرغلګر او ځان په وینو سره نه وي لړلي تر هغو ېې میدان هم نده پریښودلی.
[color=darkred:5049f98ef2]دا نن [/color:5049f98ef2]چې پښتانه پر مخ څه بیاېي دا د همغو تاریخي ملحمو څخه یو ملحمه ده خوزما په اند دا د تېرو ملحمو څخه تر ټولو لویه ملحمه ده، ځکه چې نن پښتون په یوازې ځان ټوله دنیا ته غېږ ورکړې، د پښتنو قومونو هر ټبر تر خپله وسه د خپل دین او خپلې بقا او ازادۍ لپاره قربانۍ ورکوي.
نن هم د پښتون په وینه د افغان زمکه سره ده غرونه رغونه مو پرې ګلګون دي.
نن خو پښتنو په خورا ډېروسختو شرایطو کې او د اور په سرو سکروټو کې خپل همت ژوندی ساتلی .
نن هم پښتانه ځلمي جوپه جوپه ټولیږي سره جوش خوري ، له امو تر اټکه او له هېراته تر کوټې ټول پښتانه په جوش راغلي ،سرحدونه ماتېږي او پښتنې پاکې وینې د سپېڅلي جهاد تر نامه لاندې سره ګډیږي، نن مو د پرګنو د حماسیو او سیالیو ورځ ده، نن مو د ژوند او مرګ میدان یو دی، دښمن مو یو ده.
[color=darkred:5049f98ef2]نن چې د دنیا مسلمانان د عالمي کفر په مقابله کې د خپل سر خیر غواړي، پښتانه د خدای په مقدس او پاک دین باندې ننګ او غیرت کوي او بیا هم د اسلام او کفر (صلیب) جهاني جکړې ډګر د پښتون زمکه ده ، د پښتون ټټر د صلیب ګوزارومخې ته ډال ده، شهیدان پښتانه غازیان پښتانه دي.[/color:5049f98ef2]
نن مو هم دښمن پّه وینو سور ده ، چیغې بغارې ېې ټوله دنیا اوري ، نن مو هم دښمن ترهیدلی او د تېښتې لار ترې ورکه ده.
نن خو هر څوک پښتون پیژني ، بزم ېې په دنیا ښکاره ده، ددنیا ټولې میډیاوې پرې تبصرې کوي، نن چې ټول جهان اقرار کوي چې پښتون نشي مغلوبیدلی نن چې حریف ماته مني او مسلمانان د زمکې په ګوټ ګوټ کې پر پښتنو ویاړي دا د میړنو پر اسلام مینو پښتنو جنګیالو له برکته.
خدای دې تل سرلوړي او بریالي لري.
[color=darkred:5049f98ef2]زه هم په خپل وار په خپل ټبر او لوړ همت ېې ډېر ډېر ویاړم او باور لرم چې خدای به مو هم پرې ویاړي.[/color:5049f98ef2]
ایا وروڼو تاسو هم د ویاړ احساس کوۍ.؟؟؟؟؟؟؟
په ډیر ویاړ
جلال احمدزی[color=#444444:5049f98ef2][/color:5049f98ef2]
رښتینی
25.03.2009
.
ښاغلی احمدزۍ تاسوښه پوهیږ ئ چس دادومره ویاړنی او افتخارات
په اسانه لاس ته نه دی راغلی په دی کی شک نشته چی په دی ویاړنو!
ترلاسه کولوسره زموږ ولس نور له اخه توخه لویدلی او نور نو داسی
کومه بدمرغی نده پاته چی دی ولس دی نه وی لیدلی
بناء اوس ددی وخت راغلی چی زموږ دهر قشر افغانان باید دی ته ملا وتړی
څو ددی ویاړنو په پایله کی رامنځته شوی بدمرغی له منځه یوسو او ددی
کړیدلی ولس له پاره داوسیدلو ځای اویوه ګوله ډوډۍ برابره شی
داسمه ده چی زموږ دویاړونو ددنګ غره څوکه له اسمان سره سیالی کوی
خو ددی اسمانڅکی غره په لمن کی پروت ولس نن له لوږی مری او ...او....
نوپه داسی حالت کی زه په شخصی توګه والله که د ویاړ احساس کولی شم
او که ته نه خپه کیږی ولا زه خو شخصا دداسی احساس لرلو ډیر مخالف یم
ځکه ....اوځکه...... او...
احمدزۍ وروره خپه نشی زه نورو احساساتو ځپلی یم
او دهغه تفصیل می نور هم زوروی اوته به نو وایی چی
یاره داریاکارانه دردمندی خو دی هم ولاکه خوند کوی
سمه ده خو خیر داد نیټ نړۍ ده دلته دومره ریاکاری
نشی کیدی
په مینه
په مینه
..Ahmadzai
25.03.2009
حامد جانه
سلامونه او نېکې هیلې
ستا په درد زه ښه پوهیږم ، پدې هم پوهېږم چې زمونږ ګران ولس په کومو شرایطو کې ژوند کوي، او د دې جګړې او جنګ زور له چا وځي او قیمت ېې څوک ادا کوي
[quote:d81836a01b]بناء اوس ددی وخت راغلی چی زموږ دهر قشر افغانان باید دی ته ملا وتړی
څو ددی ویاړنو په پایله کی رامنځته شوی بدمرغی له منځه یوسو[/quote:d81836a01b]
خو ایا زمونږ دغه بدمرغۍ به کفر او ښکیلاکګرو ته په تسلیمېدو لمنځه لاړې شي؟
ایا مونږ باید نور مقاومت څخه لاس واخلو ځکه چې مقاومت او جهاد تباهۍ منځته راوړي؟ ایا مونږ کښې دومره توان سته چې یرغلګرو سره داسې سیاسي معامله وکړو چې هم مو د دنیا او هم مو د اخرت پکې خېر وي؟
[quote:d81836a01b]زموږ ولس نور له اخه توخه لویدلی [/quote:d81836a01b]
که ولس مو له اخ او توخه لویدلی وای نو دغه یرغلګر له چا سر ټکوی
ولې چیغې بغارې وهي.
مونږ باید په حق سره راټول او متحد سو او د خدای لاره ونیسو او د خپل دین او ناموس څخه په نره دفاع وکړو، خدای به هرمرو پر مونږ ننګ کوي او ددې قربانیو بدله به هم په دنیا اوهم په اخرت راکوي او سر به مو لوړ وي
په درنښت
جلال احمدزی
رښتینی
25.03.2009
[quote:52f0764ac6="jalal ahmadzai"]حامد جانه
سلامونه او نېکې هیلې
ستا په درد زه ښه پوهیږم ، پدې هم پوهېږم چې زمونږ ګران ولس په کومو شرایطو کې ژوند کوي، او د دې جګړې او جنګ زور له چا وځي او قیمت ېې څوک ادا کوي
[quote:52f0764ac6]بناء اوس ددی وخت راغلی چی زموږ دهر قشر افغانان باید دی ته ملا وتړی
څو ددی ویاړنو په پایله کی رامنځته شوی بدمرغی له منځه یوسو[/quote:52f0764ac6]
خو ایا زمونږ دغه بدمرغۍ به کفر او ښکیلاکګرو ته په تسلیمېدو لمنځه لاړې شي؟
ایا مونږ باید نور مقاومت څخه لاس واخلو ځکه چې مقاومت او جهاد تباهۍ منځته راوړي؟ ایا مونږ کښې دومره توان سته چې یرغلګرو سره داسې سیاسي معامله وکړو چې هم مو د دنیا او هم مو د اخرت پکې خېر وي؟
[quote:52f0764ac6]زموږ ولس نور له اخه توخه لویدلی [/quote:52f0764ac6]
که ولس مو له اخ او توخه لویدلی وای نو دغه یرغلګر له چا سر ټکوی
ولې چیغې بغارې وهي.
مونږ باید په حق سره راټول او متحد سو او د خدای لاره ونیسو او د خپل دین او ناموس څخه په نره دفاع وکړو، خدای به هرمرو پر مونږ ننګ کوي او ددې قربانیو بدله به هم په دنیا اوهم په اخرت راکوي او سر به مو لوړ وي
په درنښت
جلال احمدزی[/quote:52f0764ac6]
ستاسو دلومړې خبری په ځواب کی باید ووایم چی اشغالګروته تسلیمی
اوله جهاده لاس اخیستل نه دی په کار بلکی دریمه خبر چی یوه روغه
رامنځته شی لکه تاسو چی لیکلی :
ایا مونږ کښې دومره توان سته چې یرغلګرو سره داسې سیاسي معامله وکړو چې هم مو د دنیا او هم مو د اخرت پکې خېر وي؟
[color=darkred:52f0764ac6][/color:52f0764ac6]
ولی موږ که یرغلګر وته ماتی ورکولی شو نو دسولی خبری ورسره ناشونی دی ؟
اوستاسو دابله خبر چی ولس مو لا ځواکمن ده زما په اند سمه نده ځکه داحقیقت
تاسو ښه روښانه ده چی هیوادوال په کوم حالت کی ژوند کوی
اود جهاد په اړه یوه بل مهم ټکی ته ستاسو توجه رااړوم هغه داچی
دجهاد داصلاح له پاره ډیر زیات کارته اړتیا لیدل کیږی اوس موږ
ډیری نیمګړتیاوی لرو که له دی نیمګړتیاو نه موږ همداسی سترګی
پټی ولرو نودا به ستر ظلم او لویه ناروا وی
او که دسیاسی تړاو یا مصلحت ! په خاطر چوپه خوله پاته کیږو
نوبیابه مو هم جرم دبښلو وړنه وی
په مینه
عبدالله صابر
25.03.2009
السلام عليکم
ماته خو ددواړو نظرونه سم بريښي ٠
Ghairat
26.03.2009
[quote:4cdd2fc675="عبدالله صابر"]السلام عليکم
ماته خو ددواړو نظرونه سم بريښي ٠[/quote:4cdd2fc675]
صابر خانه ، دا هماغه کانه شوه چې په یوه خبره ددوه تنو جنګ و، چایې تر منځ روغه کوله نوورته یې مخ راواړاوۀ چې ته هم ښه وایې او آـ بل هم بد نه وايي ۰
خو له دې وروسته یې شاید بیا د شخړې حل ضرور وړاندې کړی وي ، ولې تاسو دا کار هم نه دی کړی،نو دا سې خونشي کیدای چې په ضد اونقیض کې دواړوخواوته شابسی ورکړې ! اوکه ورکوې یې نو بیا ددواړونیمګړتیاوې نفې کړه اومشترک اړخونه یې راوباسه او بیا ورته په دې مثبته ګډه برخه شابسی ورکړه اوله همغې ګډې برخې څخه په لږو زیات بښپړاوي سره حل ورته جمله بندي کړه ، نوهر یو به هغه حل خپل وګڼي او ژر به یې ومني!
د حامد صیب خبرې خو لعلونه بریښي.
که تاریخ داتلولیو لړۍ نه ، بلکې دګټوورواتلولیو لړۍ وي، نو بیا د پښتنواتلولۍ
نه ګټورې تمامې شوي او نه تاریخ سازې! له میرویس خان پرته رغنده رول چا هم نه دی لوبولی، د تاریخ رغونې پر ځای یې تاریخ وران کړی اوشېړلی دی، اوطالبانو خوورته قسم کړی چې تاریخ په څټ بوځي !
دخوشال با با په رسا نظر رښتیا ده چې :
که هر څو یې جوړومه نه جوړیږي
۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ پښتانه دي که کږې خښتې دېوال
هر رغنده کار صبر حوصله ،ړ قام سره مشوره او تدبیر غواړي او ړا کار په پښتنوکې نشته،نو رغنده کار او رول هم په پښتنوکې نشته! آزادي د احساساتو ، جذباتو اولیونتوب کار نه دی، بلکې په لومړي ګام کې آزادي د عقل ، تدبیر او پلان ،مشورې اووحدت کار دی او بیا د پاڅون اوعمل! ځکه د آزادۍ هدف استقلال دی او استقلال یو سیاسي عمل دی نو آزادي له سیاسي اندنې او سیاسي طرحې له لرلو پرته معنی او بقا نه لري اوکه یې ولري نو هغه به یوه دیکتاتوري یعنې لږتر لږه د داخلي آزادۍ نفې کول وي او د ملي آزادۍ د بیرته له منځه تللو له ګواښ سره به هم مخامخ وي!
ډیر افغانان غواړي د پردیو پر ضد وجنګیږي خو د طالبانو سیاست سره موافق نه دي ، نوکه یو خای اوبیل جنګیږي ګټه یې له توافق ځحه مخکې طالبانوته رسي،او طالبانو تر اوسه دغه ملي توافق نه دی رامنځته کړی ،نود طالبانو کامیابي ددوی په سیاسي نیمګړتیا کې ښکېل پاتې ده ۰
نوآزادی به ټول غواړي خود طالبانو یو اړخیزه قدرت څوک هم نه غواړي او طالبان نه قدرت له چا سره شریکوي اونه مشوره ! نود طالبانو دیکتاتوري بیا رامنځته کول
له دوی پرته بل چاته هم آزادي نه بریښي او ټوله ستونزه همدا ده!
عبدالله صابر
26.03.2009
السلام عليکم
غيرت صاحب مننه
که څه هم دښاغلي حامد صاحب ليکنه يوڅه درنه وه خود محترم جلال احمد زي په
لييکنه کښ هم واقعييتونه نغښتي وو اود تنقيد وړهم نه وه ،دپښتانوجغرافيي
موقعيت ددي سبب شوئ چي دنړئ زبرځواکونه يی په لوی لاس جګړې ته راکاږي
دايو څرګند حقيقت دی چي پښتانوته داجګړه په دروند قيمت تماميږي خواياددي
مطلب به بيا داوي چي پښتانه دزبرځواکونه اودهيواد اشغال ومني ؟ ؟
په دي کښ شک نشته چي ددي جګړې ډيره ګټه نوره نړئ پورته کوي ،خوله بده مرغه
چي پښتانه يی دځان په ګټه نه شي ساتلئ اود حامد صاحب خبرې کمال بياپه همدي
ځای کښ دی ، اوس چي امريکاپه هيواد يرغل کړئ نوامريکا په لومړي سرکښ دي
ته نه وه تياره چي چاسره خبرې وکړي ، داغرور يی اوس مات شوئ اوپه دي پوهيد
لي چي پښتانه زر او زورته نه تسليميدونکي خلک دي بايد چي خبرې ورسره وکړل
شي ،که دا خبرې صادقانه وي او امريکادهيواد اشغال پريښودوته غاړه کيږدي نودا
چانس بايد له لاسه ورنه کړل شي هغه دچا خبره چي غل ترکوره زغلولوته خبره و نه
رسول شي ٠
دجلال احمدزي خبره بيا ځکه سمه ده چي همدا دمقاومت نتيجه شوه چي امريکا يی
دخبرو ميز کيښنولوته مجبوره کړه ،که مقاومت نه وی شوئ امريکا هيڅ هم نه منل
ښايی پښتانه يی په ډول ډول تورنوتردي هم ډير بد بد ځپلي وئ ، نوکه اوس مونږد
وينوپه بدل دراتلونکي نسل لپاره خپلواکي واخلويا واخسته نويقينا دوياړ وړده ٠
والسلام
رښتینی
26.03.2009
.
.
درنو دوستانو سلامونه مي ومنئ !
ولاكه به لادچا تنقيص اوتنقيدخوندراكوي اونه له
چاسره دښمني اونفرت لرم الحمدلله
زره نفرت مي زړه كي نه ځائيږي
ټول يي له ميني ...................
يووخت دهيواد په يوه لوي ولايت كي يو مشهور عرب ليكوال
اوژورنالست فهمي هويدي راسره واو په بازاركي ګرځيدو له
مانه يي يوه پوښتنه وكړه او ما يي هيڅ ځواب نه لاره هغه راته
ويل :ماته څويتيمخاني اودكونډودپالني ځايونه راوښيه زه يو
څه غلي پاتي شوم ده راته كړه ستاسو په هيواد كي دومره اوږده
جګړه تيره شوي ده خامخا به يي ډير يتيمان اوكونډي درته پري
ايښي وي
خوله ماسره دده دپوښتني ځواب نه و اوتاسو باور وكړئ چي
داپښه دهغه مهال ده چي موږدعمري خلافت دعوه لرله
اوس ستونزه داده چي ددي جهادونو اوسرشندنو په پايله كي د
رامنځته شويو مشكلاتو له پاره دحل وړتيا په موږ كي بيخي نشته
ديوي سياسي اداري جوړولواو ملي يووالي رامنځته كولو اهليت له
موږ نه سلب ده
تاسي فكر وكړئ په دا روانو جګړوكي موږ دسولي درامنځته
كولو او سياسي اداري جوړولو څوڅو چانسونه ترلاسه كړي دي
خو دلته بيا د(له بده مرغه ) توري ته اړكيږوكه نه؟
يوي خواته له يلغلګروسره ډغري او دهغو ايستل دي اوبل لورته
ديرغلګروله شړلو وروسته يوه سياسي اداره جوړول ، ملي يووالي
رامنځته كول ، وران او كنډرهيواد جوړول ، دكونډواويتيمانو پالل
او...او....
نو په هغه لومړي ګام كي زموږپه خپلو برياليتوبونو وياړل اوپه دا
وروستيوسختو پړاوونوكي دمطلقي ناكامي نه احساس كوم انصاف ده؟
داحمدزي صيب په خبروزما نيوكه له دي كبله هم ده چي اصلا د
وياړاحساس يوناسم احساس ده هرڅوك چي دوياړونو په احساساتو
كي راګير شي له هغه نه تكبر كيږي اوهغه نشي كولي خپلومسئوليتونو
ته متوجه شي اوموږفعلا په دي مشكل اخته يو دمسئوليت احساس مو
بيخي كم او په خپلو تورو وياړزيات ده ځكه خو دخداي سرپيغبر وياړ
او فخر رد كړي دي لكه چي وايي : انا سيد ولد ادم ولا فخر
درسول الله ذاتي او نسبي شرافت يوحقيقت و هغه يي ښكاره كړچي انا
سيد ولد ادم خوپه دي سيادت وياړاوفخر ناسم كار و نو هغه يي نفي
كړ ولافخر
په مينه
باتور
26.03.2009
ټولو ته سلامونه
حامدخانه تا ليکلي :
يووخت دهيواد په يوه لوي ولايت كي يو مشهور عرب ليكوال
اوژورنالست فهمي هويدي راسره واو په بازاركي ګرځيدو له
مانه يي يوه پوښتنه وكړه او ما يي هيڅ ځواب نه لاره هغه راته
ويل :ماته [color=white:aece109306]څويتيمخاني اودكونډودپالني ځايوه [/color:aece109306]راوښيه ما زه يو
څه غلي پاتي شوم ده راته كړه ستاسو په هيواد كي دومره اوږده
جګړه تيره شوي ده خامخا به يي ډير يتيمان اوكونډي درته پري
ايښي وي
وروره !
کېدای شي چي ته به هم د هغه په شان په هماغه لوی ولايت کي نوی ښکته شوی وې.
هغه د يتيمخانو او د کونډو د پالني ځايونه له تانه پوښتل. . او ته بې ځوابه وې.
ولي ؟؟
آيا تاته دا نه دي معلوم چي زموږ په [color=blue:aece109306]هر[/color:aece109306] کور کي يتيمان او کونډي موجودي دي؟
آيا تاته دا نه وو معلوم چي زموږ په کلتور کي خلګ د کونډو د پالني لپاره خاص ځايونه نه جوړوي ؟
په درنښت
z.shaheen
26.03.2009
دوستان سلام
افغانها عجیب مخلوق اند! یکی بالای جنگ های افتخار میکند که نتیجۀ آن بر علاوۀ سایر ویرانی ها و تباهی، مکاتب سوخته وبزرګ شدن لشکر بی سواد، تسلیمی کشور از یک قدرت خارجی به کشور خارجی دیگر است و دیگران بالای موفقیت اولاد های خود در امتحان کانور افتخار میکنند:
[color=blue:1797d62384]شاگردان معارف باميان در امتحان کانکور مقام اول را بدست آورد
شهر باميان
آژانس خبرى پژواک، ٤ حمل
شاگردان معارف ولايت باميان در امتحان کانکورسال ١٣٨٧ مقام اول را به سطح کشور نصيب شدند.
محمد رضاء اداء رئيس معارف بامیان ميگويد که حدود ١٣٠٠ فارغ صنف ١٢ باميان در امتحان کانکور شرکت نمودند که از آن جمله، صرف ٤١ تن بى نتيجه مانده و بقيه کامياب شده اند.
وى به آژانس خبرى پژواک گفت که طبق گزارش وزارت تحصیلات عالی ،ازنتایج کانکورشاگردان بامیان با جذب ٩٢ درصد مقام اول و شاگردان ولایت دایکندی باجذب ٨٧ درصد مقام دوم را از آن خود ساخته و به پوهنتونها وموسسات تحصيلات عالى راه يافته اند [/color:1797d62384].
رئيس معارف باميان زحمات شاگردان معارف را در فراگیری علم ودانش ستوده ، افزود : (( افتخار داریم که بامیان در بین سى و چهار ولایت مقام اول را از آن خود کرده است .))
اداء ،امنیت حاکم ،تلاش کارمندان معارف وعلاقمندی شاگردان به دانش را از جمله عواملى دانست که باعث اول شدن معارف بامیان در سطح کشور شده است .
محمد فیروزیکتن از فارغين صنف ١٢ باميان که در امتحان کانکور ٢٦٠ نمره اخذ نموده و دررشته نرسنگ پوهنتون طب کابل قبول شده، به آژانس خبرى پژواک گفت : (( زمینه تحصیل برای ما در بامیان فراهم بود وما با خاطر آسوده درسهای خود را می خواندیم ودر نتیجه به پوهنتون قبول شدیم .))
وی ميگويد که انتظار داشت که در رشتۀ مورد نظرش کامیاب شود و خوشبختانه که به اساس انتخاب خود کامیاب شد و ميخواهد که در آينده به حيث داکتر مجرب به مردم و جامعه مصدر خدمت گردد.
نتايج امتحان کانکور دو روز قبل از سوى وزارت تحصيلات عالى اعلان شد.
بر اساس اين نتايج، از جملۀ حدود ٨١ هزار شرکت کننده، ٣٥٨١٨ تن به موسسات تحصيلات عالى و نيمه عالى راه يافته اند.
داکتر محمد اعظم دادفر وزير تحصيلات عالى در نشست خبرى ٢ حمل در کابل گفت که از جمله افراد جذب شده، حدود ٢٠ هزار تن آنها به موسسات تحصيلات عالى و متباقى به موسسات تحصيلات نيمه عالى، انستيتوت ها، پوليس ملى و اردوى ملى جذب شده اند.
دادفر، رقم جذب شده گان کانکور ١٣٨٧ را به تناسب کانکور١٣٨٦ ، پانزده درصد بيشتر خوانده، افزود که در مجموع ظرفيت جذب ٦١ هزار تن براى سال جديدوجود دارد؛ اما اينکه ديگران بى نتيجه مانده اند، دليل آن انتخاب نادرست بوده است.
http://www.pajhwok.com/viewstory.asp?lng=dar&id=71612
باتور
27.03.2009
د z.shaheen د بابولالو ځواب د ښاغلي لرغوني لاروي له ليکني څخه را اقتباسوم :
همدا راز په افغانستان كې هم د كرزي صيب په واكمنۍ كې شيعه تر هر چا مخكې دي. په دې دوره كې د كانكور د لومړۍ دورې ازموينه په پنسل واخيستل شوه او د نومرو وركولو لپاره ايران ته واستول شوې چې په زرګونو هزاره شيعه ګان په خاينانه توګه پوهنتونونو ته وردننه كړاى شول.
دوه كاله وړاندې كانكور كې پنځه زره هزاره ګان د لوړو زده كړو وزارت له خوا په غلا پوهنتونونو ته كامياب شوي دي چې اوس يې خبره هم رسوا ده خو څوك ورته څه نه شي ويلى.
سنګر صيب په دې دوره كې په هره اداره او هر وزارت كې دوى په امتيازي توګه مقررېږي. همدا راز د بشر د حقونو اداره هم دوى ته له پلان سره سمه وركړل شوې ده. او دغه تېر محرم خو د دوى دومره سياسي ؤ چې د كابل هره څلور لارې يې د كعبې په څېر سمبوليكه جوړه كړې وه او محرم يې داسې تېر كړ چې بې له دې چې سنيانو ته خپل زور وښيي نور ترې هيڅ اټكل نه شي كيداى ځكه نه يې اسلامي بڼه درلوده او نه د دوى په پخوانيو دودونو كې داسې شوي وو.
لس زره ځوانان يې د اغا خان له خوا چاڼ شوي چې څو كاله پس به يې د طب په برخه كې وروزي.
هر كال له هند نه تحصيلي برسونه راځي او دوى په ډېره سپين سترګۍ سره په اكثريت كې لېږي حال دا چې مستحق هم نه وي.
ګرانه تر ټولو غټه د انديښنې وړ خبره يې دا ده چې د كابل پوهنتون په دوه درې كيلومترۍ كې محسني د خوشحال خان بابا د ليسې د ليليې په ځمكه كې د قم په نقشه او د ايران په مالي مرسته د شيعه ګانو لپاره يو سياسي او مذهبي مركز جوړ كړ چې راتلونكې يې ډېره خطرناكه ده.
همدا راز د كرزي دويم مرستيال د بيړنيو مرستو مسؤوليت هم لري چې تر ننه يې بې له باميانو، داكونډي، جاغوريو، مالستان او شهرستان نه بل هيچاته څه مرسته نه ده لېږلې او حال دا چې د پښتني سيمو بې وزلي او فقر ما او تاته ښه معلوم دى.
همدا راز په سلګونو ثبوتونه دي خو هغه څوك يې ښه محسوسولى شي چې په كابل كې مېشت وي.
بله دا چې ايران هيڅكله هم د حامد صيب خبره عملي څه نه دي كړي او تبليغات خو ځكه كوي چې ما او ستا غوندې خلكو ته ځان د امريكې ستر دښمن وښيي. څه موده وړاندې يوه څېړنه داسې هم وه چې تر دوه زره لسم ؤ او كه دريارلسم پورې به ايران سوپر ځواك شي.
سنګر صيب د هيوادمل ډېر وړوكى دفتر دى او يوازې يو مشاور وزير دى خو دسكرتر يې يو هزاره دى ځكه چې دلته په هره برخه كې د هزاره شتون شرط دى خو پښتون كه وي او كه نه وي.
زما له شيعه ګانو يا هزاره ګانو سره كومه شخصي ستونزه نشته او نه يې په پرمختګ خپه كېږم خو له ناوړه لارې پرمختګ او په نا انډوله توګه هر ځاى كې شته كول يې يوازې د يو پلان له مخې دي او دا ټول د ايران زور دى چې له امريكا سره يې د پردې تر شاه لاس يو كړى او دوى ته قم تر كعبې هم ګران او مهم دى.
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=4409&sid=8adafc83ba24f553b936926ccc2cb978
[color=white:24228de44f]په چور بازار کي شوربازاريان تر نورو کلک دي . . . . [/color:24228de44f]
په درنښت
رښتینی
27.03.2009
[quote:1659d1d2a3="باتور"]ټولو ته سلامونه
حامدخانه تا ليکلي :
يووخت دهيواد په يوه لوي ولايت كي يو مشهور عرب ليكوال
اوژورنالست فهمي هويدي راسره واو په بازاركي ګرځيدو له
مانه يي يوه پوښتنه وكړه او ما يي هيڅ ځواب نه لاره هغه راته
ويل :ماته [color=white:1659d1d2a3]څويتيمخاني اودكونډودپالني ځايوه [/color:1659d1d2a3]راوښيه ما زه يو
څه غلي پاتي شوم ده راته كړه ستاسو په هيواد كي دومره اوږده
جګړه تيره شوي ده خامخا به يي ډير يتيمان اوكونډي درته پري
ايښي وي
وروره !
کېدای شي چي ته به هم د هغه په شان په هماغه لوی ولايت کي نوی ښکته شوی وې.
هغه د يتيمخانو او د کونډو د پالني ځايونه له تانه پوښتل. . او ته بې ځوابه وې.
ولي ؟؟
آيا تاته دا نه دي معلوم چي زموږ په [color=blue:1659d1d2a3]هر[/color:1659d1d2a3] کور کي يتيمان او کونډي موجودي دي؟
آيا تاته دا نه وو معلوم چي زموږ په کلتور کي خلګ د کونډو د پالني لپاره خاص ځايونه نه جوړوي ؟
په درنښت[/quote:1659d1d2a3]
ښاغلي باتور نه نه داسي نه و ما په هغه ولايت كي مياشتي نه
بلكي كلونه تير ګړي و او په دي كي هم شك مكوه چي زه به مي
خپل كلتور نه پيژنم !
ما په خپل ولس اوخپل هيواد كي دخپلو ويښتانوتقريبا نيمايي برخه
سپينه كړي ده اوباندني سفرونه مي موقت اوداړتيا په وخت كي وي
ما دخپل هيواد مشرانو په دروازوكي دكونډو اويتيمانو حالت هم ليدلي
او دخپلوهيوادوالو په كورونو كي مي هم ديتيمانو اوكونډوحالات ليدلي
دي
تفصيل يي بوږنوونكي دي ټولوته دا حالات مالوم دي ټول ددي ولس
وګړي يو يوه نيمه بيلګه به تاسوته مالومه وي خوهغه دولس د ټوليز
چلند انعكاس نشي كولي
په مينه
z.shaheen
27.03.2009
توجه نمائید که در کتاب افتخارات تان واقعۀ انتحار امروز نوکران آی اس آی این مبارزان راه آزادی(!) تان فراموش نشود !
په جومات کې ځانمرګي څه کم 50 تنه ووژل
چارواکي وايي چې د خيبرايجنسۍ په يو جامع جومات کې د ځانمرګي بريدله امله ٤٨ تنه مړه او ٧٠ تنه نور ټپيان شول .
بريد نن ماسپښين دجمعې تر لمانځه څوشېبې مخکې دخيبر د بوګياڼۍ سيمې په يوه جامع جومات کې شوی دی .
د خيبر ايجنسي دپوليسو يوه چارواکي طارق حيات خان رسنيو ته وويل چې ځانمرګي دلمونځ کوونکو په منځ کې په ځان پسې تړلي توکي وچوول .
دهغه په وينا دبريد په پايله کې ٤٨ تنه مړه او ٧٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
دچارواکو په وينا دچاودنې پر مهال په جومات کې شاوخوا درې سوه تنه دلمانځه داداکولو لپاره راټول شوي و.
تر اوسه پورې ددې بريد مسوليت چا پرغاړه نه دی اخيستی .
چه وقت از خواب خرگوش بیدار میشوید؟؟؟
http://www.bbc.co.uk/pashto/news/story/2009/03/090327_hj_khaibar_attack.shtml
هیښ
27.03.2009
سلامونه
ښاغلئ احمدزئ صاحب !
کله مې چې ستاسو لیکنه چه ستا دویاړلي احساس ښکارندویه ده ولوسته ،دوه رنګه احساس راسره پیداشو .
اول داچه زه هم ستاسو په شان په دویاړم چې ددې غیرتی قام په بطن کې زیږیدلئ او په لمن کې ئې روزل شوئ یم او هغه شهکارونه ،میړانې ،قربانئ او سرښندنې چې ددې وولس زامنو دازادئ او خپلواکئ داستقراردپاره کړي دي اواوس ئې هم کوي او په دلاره کې ئې دهر ظالم،مستبد،متجاوز او اشغالګر او خونخواره قدرتونو هررنګه وحشیانه زجرونه ،شکنجې او زندانونه په ځان قبول کړي دي ،مګر د تسلیمئ ،غلامئ او اسارت ژوند ئې نه دئ قبول کړئ ،دتندې له لاسه ئې مرګ قبول کړئ خو داستعمارګرانو دپست همتئ ،چټلې او به ئې نه دي چښلې . چې په دې حقیقت حتا زموږ دښمنانو هم اقرار کړئ دئ او دافغان وولس دخپلواکئ سره بې کچې مینه ئې په مستیقیم او غیر مستقیم ډول تائید کړې ده .
نو څوک چې دداسې غیرت مند قام د وجود غړئ وي ولې به نه ویاړي .
لاکن
کله چې د خپلې ټولنې فلاکت باره حالت ته ګورم ،نود ټولو ویاړونو او افتخاراتو په ځائ ځان شرمنده ،ګناه کار ،بې وسه ،مایوس راته ښکاره شي او دیوه نامعلومه برخلیک په تیاروکې د راګیرشوي اسیر احساس راسره پیدا شی اوهغه دویاړد وزرونوپه ځائ چه مې پرې دخیالونو په دنیا کې تر نورو جګ او تیزې الوتنې کولې او مست او خمارکړئ ئې وم دیوه ټپي شوي،ناتوانه ،احتیاج ،ړانده او دتفکر نه خالی بدن دواقعیت سره مخامخ شم ،چې دتحرک ،ابتکار،خلاقیت ،په ځان اتکا او معقول تصمیم دنیولو نه فاقد وي او دژوند کولو طریقه ئې داحساساتو او زور په کاراچول او یا دپردیو مزدوري وی.
خپلواکي او ازادي په لاس راوړل دخپلو وینو په بیه لوئ وياړدئ ،خو دهغې دساتنې ،پالنې او روزنې اهلیت او وړتیا په ځان کې پیدا کول لوئ هنراو شهکاردئ ،چې له بده مرغه په افغانانو کې تراوسه نه دئ پیداشوئ او ددې لوئ نعمت نه ئې دخپل ټولنیز،سیاسی،اقتصادي او کلتوري ژوند دسمبالولو دپاره ګټه نه ده پورته کړې.
نن ورځ ددنیا خلک دنویو فنونو ،تخنیک او تکنالوجئ په مرسته داسمان په لوري سفرونه کوی ،دخپلو ټولنو دترقئ ،رفاه او ارامئ دپاره دطبیعت درازونو نه دخبریدو له پاره شپه اوورځ لګیادي تحقیقات کوي ،نوي اکتشافات او اختراعات کوي اودخپل علمی قدرت دزیاتیدو په ډګرکې ئې سیالی ده ،خو زما په وطن کې دپردیو په لاس په جوړه شوي سلاح یو دبل د وینو تویولو اووژلو مسابقه دپردیو په اشاره او مشوره روانه ده دقومي ،مذهبي ،ژبنی تباه کوونکي او منفور تعصب اورته پکې وهل کیږي ،کورونه ورانیږې ،میندې بورې کیږی ،ماشومان یتیمان کیږی،خویندې کونډې کیږی او دنفرت
اوکینې تخم کرل کیږي.
تردې لویه بدمرغی کومه ده چې دیوې مور (افغانستان)اولاد دخپلې موردخدمت په ځائ دهغې دسپکولو ،زخمي کولو او خرڅولو بې پاسئ او پست همتئ ته ملا وتړي او ددې خیانت دترسره کولو له پاره دپردیو سره پیمان وتړي ،دخپلو وژل او دپردیو نمانځل ئې عمل وګرزي.
افغاني خویندې ،میندې او لوڼې په دې عصرکې چې دحیوان دحقوقو نه ددفاع نارې ویل کیږی ،دڅارویو په شان خرڅیږي ،ژوند ئې دتناره اوشپاله ترمنځ تیریږي او دجهالت اوناپوهئ د ګنده دودونو په ورسته چاړه هره ورځ ذبح کیږی اویوازې دجنسیت په ګناه چې دالله (ج)په امر سره ئې صورت نیولئ دانسانیت دحق نه محرومیږي .
دافغان دوژلو دپاره مدرنترین جنګې وسایل او مهمات په ډیر سخاوت مندانه توګه او په پریمانه پیمانه دانسانیت ددښمنانو له لوري دحرفه اي قاتلانو او جنګي جنایتکارانو په لاس ورکول کیږی ،خو دلوږې ،ناروغئ ،بېسوادئ او فقر دورکولو غم دچا سره نشته .
ورځنئ ژوند مو په سوالګرئ او خیرات غوښتلو ولاړدئ ،دکار ،شغل اومؤلده قوې په ځائ په یوه مصرف کوونکی او استهلاک کوونکي قشر تبدیل شوئ دئ او دخوراک ،دارو او پوشاک دپاره مو کله شرق ته اوکله غرب ته لاس اوږدکړئ دئ .
افغان وولس چه دښکیلاکګرو او اشغالګرو سره دمبارزې په لومړئ صف کې ئې تل قراردرلوداولری ئې ،یوازې دجنګ ددروند بار دوړلو دپاره داشخاصو ،ډلو او نورو سازمانونو له پاره دیوې وسیلې په توګه استعمال شوئ ،خو په مهمترینه او اساسی ترینه مسآله دټولنې کې چه دنظام جوړول دي دپوښتنې او تصمیم نیولو نه په مختلفو بانو محروم شوئ او دزور اوفشار په وسیله هرڅه پرې تپل کیږي او تحمیلږي.
نوکه دخپل وولس اوقام دغې مصیبتونو،بدمرغیو،کړاوونو او ناخوالو ته چې ورسره مخامخ دئ وګورم دویاړونو په مقابل کې دذلت او شرم پیټئ راته دروند ښکاري او نړئ سره دسیالئ په ډګرکې دناتوانئ او بې عقلئ شرم راپه غاړه دئ .
واقعي ویاړ به هلته په برخه شی چې دخپلې ټولنې دتنظیمولو اوجوړولو دقدرت نه برخورداره شو ،دجنګونو او وژلو په ځائ دسولې دراوستلو جوګه شو،ړنګ وطن اباد کړو ،دعلم او پوهې په اهمیت ځانونه خبرکړو ،داحساساتو او جذباتو په عوض دعقل او تدبیر په اساس سیاسی ،اجتماعی ،اقتصادی ،فرهنګی اوامنیتي مسایل حل کړو ،دزور ،تزویر،فشاراو اختناق له لارې هدفونو ته درسیدو تلاش پریږدو ،دوولس رول ته دټولو قضایاوو په برخه کې قائیل شو ،ملي ارزښتونو ته دتقدس په سترګه وګورو،دنورو افکارو لرونکو سره دمذاکرې او مفاهمې په اساس برخورد وکړواو دیوې داسې ټولنې بنسټ کیږدو چه دسیاسی ماجراجویانو او په ملي ارزښتونود معامله ګرانو شیطاني منترونه دکاره ولویږي او دشر او فسادجادوئې بې اثره شي.
مننه
ghareebdost
27.03.2009
دحامدصيب اوجلال صيب په خبرو کې اجتماع ممکنه ده،جهادهم پکاردى او اصلاح يې هم پکارده،اوکه په روغه سره مسئله حل کيداى شوى او روغه ممکنه وه بياروغه پکارده،دهيواد خپلواکي ،دخارجي يرغلګرو وتل،دافغانانودخپلي خوښي اسلامي حکومت جوړول.. دا اصلي اهداف دي، که په هره لاره ترلاسه کيږي هغه لاره دي غوره شي،خوله يوه حقيقت نه سترګي نشي پټيدى،هغه داده چې تر اوسه يرغلګرو دروغي (سولي)کومه عملي اومعقوله لاره هم نده وضع کړې،کله وايي :چې کوم طالبان چې په جنګ کې دي، له هغوسره خبري نشي کيدي،داڅومره بې ځايه خبره ده؟څوک چې جنګ نه کوي له هغوسره خوهسي هم ستونځه نشته،نوبيا ددې خبروګټه څه شوه؟کله وايي خبري کوو،خودمقابل طرف هيڅ شرط نه منو،نوايا داډول روغه ممکنه ده چې دمقابل لوري هيڅ شرط ونه منل شي؟طالبان په ښکاره وايي چې جګړه يې له هيواده ديرغلګرو دوتلو لپاره ده،داجنګ هيڅوک هم له مستي نه نه کوي،بلکي شرعي اوملي مکلفيت يې ګڼي،دا داسي مثال لري،لکه څوک دچاکورته ور واوړي،نوپرکوربه دځان دفاع او دغله شړل لازم دي،دايې مجبوريت دي،نو اوس که دغه متجاوز ووايي چې زه درسره روغه کوم،نوکوربه به ضرور ورته وايي چې زما کور پريږده اوله دې ځايه ولاړشه ؟که دغه شرط کينږدي نوبيا روغه دڅه لپاره ده؟اوڅه ګټه لري؟
جګړه هيچاته هم خوند نه ورکوي،اسلام هم قبيح لذاته بللې،خوچې په خاوره،دين اوناموس دي تجاوز وشي بيا درباندي فرض شي اوبله لاره هم پاته نشي...
خداي دي دمغرورو يرغلګروپه مازغوکې دومره عقل پيداکړي،چې زموږخاوره پرته له جنګه پريږدي.......
stanizay
27.03.2009
حامد لیکی:
[color=yellow:02c636d373]ښاغلی احمدزۍ تاسوښه پوهیږ ئ چس دادومره ویاړنی او افتخارات
په اسانه لاس ته نه دی راغلی په دی کی شک نشته چی په دی ویاړنو!
ترلاسه کولوسره زموږ ولس نور له اخه توخه لویدلی او نور نو داسی
کومه بدمرغی نده پاته چی دی ولس دی نه وی لیدلی
بناء اوس ددی وخت راغلی چی زموږ دهر قشر افغانان باید دی ته
ملا وتړی
څو ددی ویاړنو په پایله کی رامنځته شوی بدمرغی له منځه یوسو
او ددی
کړیدلی ولس له پاره داوسیدلو ځای اویوه ګوله ډوډۍ برابره شی
داسمه ده چی زموږ دویاړونو ددنګ غره څوکه له اسمان سره
سیالی کوی
خو ددی اسمانڅکی غره په لمن کی پروت ولس نن له لوږی
مری او ...او....
نوپه داسی حالت کی زه په شخصی توګه والله که د ویاړ
احساس کولی شم
او که ته نه خپه کیږی ولا زه خو شخصا دداسی احساس
لرلو ډیر مخالف یم
ځکه ....اوځکه...... او... [/color:02c636d373]
محترم حامد صاحب تا چی په احمد زی ورور کومی
نیوکی کړی دی زه یی یوازی اویوازی ستا دخپل فکر
اوسوچ زیګنده بولم زکه چی کومی بدمرغیوته چی تاسو
اشاری کړی دی نوباید چی دا ووایم چی دا بدمرغی افغانانو
خپله ندی راوړی بلکی دلته تل بهرنیو ځواکونو له ځان سره
راوړی دی موږ افغانانو کی خو اوس هغه غیرت هم ندی پاته
په کوم باندی چی ښاغلی احمدزی صاحب ویاړلی دی چی ډیلی
او مشهد فتحه کړو اوبیا نو ورباندی و ویاړو اوس خو د ماپه
فکر موږ یوازی دومره غیرت کړی چی دخپل دین وطن او خور
او مورنه مو دفاع کړی اوکه ته دا غیرت هم په افغانانو نه
لوروی نو دا ستا خپله خوښه.
ا وګوره که موز له اخه اوټوخه غورځیدلی یو نو دوی موهم
د نابودی ابدی کندی ته ور لاهوکړی دی اودلته د قرانکریم
دا مبارک ایت را وړم خدای پاک په مقدس کتاب قرآن شریف
کې داسې ولي دي:
[color=white:02c636d373]بسم الله الرحمن الرحیم [ ولاتهنوا فی ابتغاء
القوم ان تکونوا تالمون فانهم یالمونه کما تالمون وترجون من
الله ما لایرجون وکان الله علیما حکیما]۱۰۴ النساء[/color:02c636d373]
ترجمه اوتفسیر یی دادی چی تاسی د دی قوم چی کافران اومشرکین
دی په لټون او تعقیبولوکی سستی اوکمزوي مه کوی ، که چیری
تاسی ته کوم دردونه او تکلیفونه رسیږی دوی یعنی کفاروته هم
دردونه او تکلیفونه رسیږی دوی هم مری اوټپیانیږی، خو ستاسو
له دوی څخه توپیر دادی چی تاسی په خدای ایمان لری اوله
خدای پاک ج څخه په دنیاکی دنصرت او په آخرت کی د جنتونو
امید اوطمه لرۍ چې دوۍ دا طمعه نه لری ، اوبیشکه الله ج
علیم اوحکیم یعنی په هر څه علم لري اوپه هر فعل کی یې حکمت
دی .
حامد صاحب
او دایوه ګوله ډوډۍ که افغانانو په نامردۍ او دوسۍ سره ترلاسه
کولی نو بیا یی ولی تردی وړاندی له انګریزانو، چنګیزیانو اوبیا له
روسانو سره سرونه تمبه کړی وو خو هماغه وخت به یی ضمیر
مات کړی اواحساس وژلی وو خبره به جوړه وه نو داسی به نه
کوو چی وا یی زویه تر مالویه چی زما اوستا پلرونو اونیکونو
دا دوسي نده کړی او ما او تاته یی داسپیڅلی عقیده او زما
اوستا مور اوخور خوندی رارسولی نو بیا زه اوته ولی دومره
بی غیرته شو وایی په پچه وخوته کشمیر یی ولیده نو ولی بیا
دکشمیر خوبونه ووینواو دامی هم واوره که ته د دی غره په لمن
زۍ کی رښتیا اوسیدلی وی نو بیا والله که ددی ویاړ مخالف
شوی وی
ځکه....او ځکه ....او...
او دا چی ته احساساتونو ځپلی یی موږ یی ټول ځپلی یو خو کومو احساساتونو اوکومو جزبو....
اوپه اخیر کی داهم درته وایم چی که خدایی مسولیت نه وی او
جهات په دا اوس وخت کی فرض عین نوی نو والله که به احمدزی
زه اوداسی نور ملګري چی به دی ختر ناک وخت کی داسی خبری
کوی لیونی هم نه یواو دومره احساساتی هم نه یو چی ډار به نه
پیزنو موږ هم ستا په اونوروپه شان انسانان یو خو دالاندی شرعی
متفق حکم ته لږ ښه ځیر شه که ددی زور څوک لری بو بیا دی
وایی هرڅه چی وایی.
د څلورو واړو مذهبونو متفقه فیصله ده :[ اذا دخل الکفار الی
ثغر من ثغور المسلمین فرض الجهاد علی اهل هذه المنطقه فان
لم استطاعوا اوتکاسلو فرض علی من حولهم ، فانهم ان لم استطاعوا
اوتکاسل
و فرض علی من بعدهم وهکذا الی ان یفض فرضا عینا علی جمیع
المسلمین شرقا وغربا ]
معنا: کله چی کافر دمسلمانانو یوه منطقی ته داخل شی دهمدی
منطقی په خلکو جهاد فرض عین ګرزی ، که چیری دوی مقابله
نه شوی کولی یعنی کمزوری وو اویا یی هم غیرت وغورځاوو
اوسستی یی وکړه د دوی په ماحول کی چی کوم مسلمانان دی پر
هغو باندی جهاد فرض اولازم ګرزی ، که هغوهم کمزوری وو
اویایی هم سستی وکړه نو بیا ورپسی مسلمانانوباندی اوپه همدی
ترتیب په ټولو مسلمانانو له مشرقه تر مغربه پوری جهاد فرض
عین ګرزی یعنی داسی فرض ګرزی لکه مونځ روزه زکات اوحج
چی بی له عذر شرعی یی ترک کول ګناه کبیره ده اوانکار یی تقریبا
کفر ګڼل کیږی
د دی شرعی مسالی مراجع ټول معتمد فقهی کتابونه دی
حامد جانه وروره اوس ته فکر وکه چی موږ چی دا خبره کوو داله
هوسه کوو یا ډیر زورور یو او یاهم کوم دنیاوی منفعت پکی دی
اوکه نه یوازی شرعی او خدای مسولیت دی .
خدای دی وکی چی په دی یوه اندازه ترخو خبرو می څوک خپه نه شی
په درناوی
رښتینی
27.03.2009
ښاغلي ستانزي ته زما په موخه نه يي پوهيدلي
لطفا زما ليكني بيا ولوله ! ځكه تا ماته دجهاد د
فرضيت ايتونه او فقهي مسائل ليكلي دي اوزما
موخه داده چي جهاد كولي شو خو دجهاد ثمره
لاس ته نشوراوړلي اوثمري نور خلك ټولوي
نودلته دوياړ ګراف رالويږي
اوتاسو دښاغلي هيښ صيب ليكنه هم وګورئ هغه
زما موخه تشريح كړي ده الله دي خوشاله لره او
له غصي نه دي يوه نړۍ مننه
په مينه
ghareebdost
28.03.2009
ديوې مجلې څخه مې له موضوع سره دتړاو په مناسبت
دا لاندي مضمون را اقتباس کړ،څرنګه چې مضمون پردى
دى،نوځکه يې دټولي محتواسره موافق هم نه يم،خو
دموضوع په تړاو ديوې بلي رايي زياتونه ده،
________________________________
د يرغل په وړاندي غوره ستراتيژي
سازش دي، که جګړه!؟
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
دتاريخ يوه منلې فارموله داده،چې دحالاتوبڼه بدليږي ،خودحقايقو
نه ، که سل ځله ديوې وړې پيښي دبدلون هڅه وشي، خوبياهم
دضرب اوتقسيم په څيريې دمخرج حاصل اوپايله يوډول راځي،
زموږ په خاوره کې دبرتانوي استعمار دماتې پرمهال دانګليسي
فوځ ستر جنرال ويلي و:_...هغه څوک چې دټوپک په شپيلۍ کې
جنت ويني،له هغوي سره جګړه ناشونې ده_دروسي يرغل دماتې
پرمهال ،دڅلويښتم روسي لښکر قومندان (مايوروف)له افغانانو
سره جګړه اودهغوى پرخاوره يرغل يوه ستره او خطرناکه تير
وتنه وګڼله ،نوموړي په خپل کتاب (په افغانستان کې رښتياڅه
تيريدل)کې دهغه وخت ديوه کمونست وزيرسليمان(لايق) له خولې ليکلي:_...پرافغانانوڅوک خپل عقايد او افکارنشي منلى_
پرافغانستان دامريکا ديرغل دپيليدوپرمهال دروسيې پخواني
جمهور رئس(ګورباچوپ)پر امريکا غږ وکړ:چې_ افغانستان
ته ورننوتل اسانه دي،خو ورنه وتل ګران دي_خو کاشکي
ددومره تجربو له تکرار نه وروسته ،نړيوالو استعمارګرو
دخپل يرغل په پيل کې دې حقيقت ته پاملرنه کولى،
ښايى هغوى به هريو دځواک اوتدبير له پلوه له مخکني نه،
ځان بدل ګڼي اوفکر به کوي،چې ګني دوى به دپخواني
يرغلکرپه څير نه ناکاميږي،خو ناکامي که په هره بڼه وي
يومفهوم لري.
ښايى روسانوبه دوسلې،تدبير اوشرائطو دبدلون په دليل
ځان په انګريزانو نه وي پرتله کړى اوځان به يې له هغوى
نه غـښتلى اوهوښيار ګاڼه،خو پايله يې يوډول شوه.
ورپسې بيا دکمپيوتر دسليزي زبرځواک(امريکا)داوسني اقتصاد
،فوځي تجهيز اوټيکنالوجي پرمټ له روسانو نه ځان يومخ بدل
ګاڼه او افغانستان ورته دخپلوپوځيانو لپاره ،تش ديو فوځي
تمرين ځاى ښکاريدو،خونن دوى پخپله دګورباچوپ پر وړاندوينه
اعتراف کوي اوپه ښکاره نارې وهي: چې پښه يې په افغانستان
کې نشتې،حتى دخپلي پښې درا ويستلو لپاره دديموکراسي له
شعارنه هم تير دي،چې په څه ډول شونې وې ځان ته د اوړو
پوزه جوړول غواړي،له روسانوسره يې تش په دې کي فرق دى،
چې دوتلو پرمهال به ښايى خپله ماتې په ښکاره اعلان نکړي.
خوتاريخ شاهد دى ،چې يرغلګردتل لپاره ديرغل په پيل کې،خپل
يرغل ته د دوستي اوقانونيت نوم ورکوي،خوله ماتې وروسته
دوى پخپله هم پخپلو کتابونوکې ورته ديرغل کلمه کارولې،داځکه
چې دحالاتو له بدلون سره دحقايقو بڼه نشي بدليدلى.
امريکايانو دخپل بري په هيله په لومړي سرکې ډيره پراخه لمن وغوړوله،دتبليغاتي جنګ لپاره يې دسيمي په کچه ټوله ميډيا پخپله
ولکه کې واخيستله،دخپلواکومسلمانانو لپاره يې د(ترهګر) نوم
غوره کړ،ډيرى په اصطلاح روڼاندي!؟اوليکوال يې دخپلو اعمالو
مدافعين اودخپلوپوچوتبليغاتولپاره دلالان وګمارل،دديموکراسي تر
دروغجن شعار لاندي يې يو داسي ډګر جوړګړ،چې يوازي هغه ژبه
اوقلم يې ازاد پريښودل چې د دوى په ستاينه او تائيد بوخت وو،هر
هغه ژبه اوقلم چې ديرغل په رېښتيني بڼه يې سترګي نشوى پټولى
اويايې دديموکراسي دمصنوعي جريان پيروي نشوى کولى،دبنسټ
پال،القاعده اومشکوک په نومونو تورن او وويرول شول..
دامريکا دهغه وخت يرغلګرمشر جورج ډبليو بوش دخپل جنون
په لومړي مرحله کې،دديموکراسي له شعار سره سره خپل
يرغل ته په ښکاره دصليبي(مذهبي) جګړې نوم ورکړ او پر
نړيوالو يې غږ وکړ:_چې يادي له ما سره ودريږي اويا له
اسلام پالو سره_معنا دريم ګړى اوبې لوري هم نه پريږدم،
دامريکا دغه ديموکراسي چې دريم ګړي ته پکې هم ځاى نه و،
داتلسمي سليزي تر ديکتاتوريوهم ډيره خطرناکه وه.
په دې لړکې چې امريکايانو نړۍ ته خپل کوم وحشت اوځناورتوب
په ډاګه کړ،دتاريخ په پاڼو کې يې دچنګيز اوهلاکو په اړه هم
تصورنشي کيدى،که له يوې خوا دکيوبا،ابوغريب،اوبګرام ورځنۍ
پيښې هر څومره وحشي وې،خوبل پلوته دسمندر په تل کې
بنديانوته سزا ورکول دمتمدني نړۍ لپاره درومانيزم يوه داسي
ويرونکې افسانه وه ،چې د(سي .آى.اي)تر هيروګانو وړاندي
يې په نړۍ کې دتمثيل سارى نه و ليدل شوى،
دا هرڅه وشول،خوپايله يوازي پرخپلو ناکاميو سرپرسر
اعترافونه شول!؟د اعترافونو په لړکې لومړى کرزي صيب!؟
خوله خوځوله او دوه کاله وړاندي يې لا سره اشاره ورکړه،چې:
_افغانان له بهرنيانو کرکه کوي_،سږکال خو کرزى صيب هر څه
په ډکه خوله وايې،بل پلوته اروپايي او امريکايي مبصرين
اومطبوعات نور ددې راز ساتل دځان لپاره عيب ګڼي او په
ښکاره نارې وهي چې امريکا په افغانستان کې ماتې خوري
او افغانان يرغل نشي زغملى،ددې لړۍ په ترځ کې مي يو
څو په زړه پوري جملې څو ورځې وړاندې له امريکانه
د خپريدونکې(شنګهاى)ورځپاڼي په سرمقاله کې د سپيني ماڼۍ دلوړپوړوچارواکو له خولې ترغوږ شوې :_په نړۍ کې دهر
هيواد يو تاريخي رول وي،دافغانستان دنده داده،چې دنړۍ
سترو قدرتونو ته دا ورپه ګوته کړي، چې ستاسي ځواک
بياهم محدود او کم دى_
ورپسې تر ټولو تازه او دپام وړاعتراف دامريکا دنوي
جمهور رئس بارک اوباما دى،چې ټوله نړيواله ميډيا يې
ولړزوله،اوپه څرګندو ټکوکې يې څو روځي وړاندي وويل:
په افغانستان دډير وخت لپاره نشو پاتې کيدلې.افغانانو کله
هم پردى يرغل ندى زغملى_
اوس راشئ! په دې غور وکړو،چې ديرغلګرو داډول وارخطايي
،پرخپلو ناکاميوو اعترافونه او مقابل لوري ته دسوليزوخبرو عذر
زارۍ دکوم عمل پايله ده!دجګړې، که دسازش؟؟؟
داوباما له خولې اوسنۍ جملې يقينا دافغانانودميړاني اوتاريخي وقار
څرګندونه کوي،په داسي حال کې چې څو کاله وړاندي امريکا
افغانستان ته ديوې ښکار شوې هوسۍ په سترګه کتل.
څه وشول چې شملې مو جګي او دښمن مو ذليله شو؟؟؟
که د مقاومت لوري سازش کړى وى،نو ديوڅو بي واکه
حکومتي څوکيو په ترلاسه کولوبه يې خپل هيواد دټول عمر
لپاره مستعمره ګرځولى واى،دايوازي ديرغل په وړاندي
دجګړې ستراتيژي وه، چې دښمن يې له رښتينې ماتې سره
مخ کړ،په پايله کې موږته لاندي فارموله په لاس راځي
چې:[دفوځي يرغل په وړاندې ،وسلوال مقاومت ترسازش
غوره ستراتيژي ده]
_____________________________
pattang
28.03.2009
نن په افغانستان کې ايران حکومت کوي خو پښتانه دخپلو دوښمنانو خبرې
تکراروي٠ مونږ ته له ټولو ايران خطر ناکه دی٠
stanizy
29.03.2009
حامد صاحب له سلامونو وروسته
چی دا لومړی خبره ته راسره وومنی دا دوهمه به زه درسره وومنم
خو جهاد یو دمجبوریت عمل دی او تعریف یی هم دادی چی قبیح لذاته او حسن لغیره دی خو که دا ټکه ټوکه نوی نو والله که دی امریکایان دومره وار ختالیدلی وی
او ښه مثال یی پخوانی په کابل کی ناست جهادی رهبران او قوماندانان دی زه یی نران بولم چی یوه خبره هم په بهرنیو ځواکونو باندی ومنی دهغوی دوتلو خبره خو لالری پریده خو بایده چی ټولی طریقی په کار واچول شی او دا د توری شرنګ باید تل تازه اونور هم توند شی
رښتینی
29.03.2009
ستانزي ليكي :
[code:1:a14d7fc663]اودامی هم واوره که ته د دی غره په لمن
زۍ کی رښتیا اوسیدلی وی نو بیا والله که ددی
ویاړ مخالف شوی وی [/code:1:a14d7fc663]
ِلومړۍ داراته ووايه چي وياړاوتفاخر رواده كه ناروا ؟
اوبل جهاديوالهي سپيڅلي عبادت ده ايا په جهاد فخر او
وياړل روادي ؟
اوبل دفخرونوپه سيند كي مست اوسيدل يوه منفي پديده
ده كه مثبته ؟
په داسي حال كي چي په لسهاو كاله يوداسي اداره نشي
جوړولي چي خپل مسلمان اوزوريدلي اومجاهد ولس ته
خدمت وكړي !!!
له سلهاو زره شهيدانو وركولو وروسته په وران ويجاړهيواد
كي په خپلوكي سره اخته شو او دنياته مو بوي ورسيږي !!
باندني يرغلګر چي له هيواده ايستل كيږي په پايله كي يي موږ
دمليو غوندي دل شو په زرهاو نه په سلهاو زره كونډي اويتيمان
راته پاته شي نوپه داسي حالت كي يواځي په دي فخر كول
چي هغه مو مات كړل اودا مو وشړل زه وايم كومه توره نده
دانن ديرغلګروپه څنګ كي ډيرولاړو مشرانو هم پرون موږته دفخرونو
او وياړونو قصدي ويلي هغوي ددي ولس ميړني مشران وو خو نن يي
ته هم ويني او زههم !!
اواوس هم هماغه ويره شته داسي نه دي چي دا له كومي بلي كري
راغلي دي په ننيو مشرانوكي هم ډير عاجزه اوخاكسار ځوانان په يوه
اوبله ولاړل او ځيني نور هم پيژنم چي جيبونه يي ډكول اولايي ډكوي
.....نوردي وي .....
......
stanizy
30.03.2009
حامد صاحب اونوروټولو لوستونکو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
داسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه په یوه صحیح حدیث کی راغلی دی چی ایهالناس افشوا السلام و..... تدخلوا الجنة بالسلام ای خلکو تاسی په خپلو کی سلام اچول خپور کړی او ...... جنت ته به په سلامتی سره دا خل شۍ
اقتباس:
[color=yellow:9af2e1f401]ولاكه به لادچا تنقيص اوتنقيدخوندراكوي اونه له
چاسره دښمني اونفرت لرم الحمدلله
زره نفرت مي زړه كي نه ځائيږي
ټول يي له ميني ...................[/color:9af2e1f401]الحب فی الله والبغض فی الله دهر مومن مسلمان عقیده ده ، زه له هیچاسره شخصی دشمنی نه لرم ، که په چا نقد تنقید اویاهم نیوکه کوم ددی پورته الفاظو پر بنا او د اصلاح اوحق ته رسیدلو پر اساس یی کوم، اوتاسی ته ښه معلومه ده چی جرحه او تعدیل په اسلام کی خورا یو مهم باب دی.
اقتباس:
[color=yellow:9af2e1f401][ِلومړۍ داراته ووايه چي وياړاوتفاخر رواده كه ناروا ؟
اوبل جهاديوالهي سپيڅلي عبادت ده ايا په جهاد فخر او
وياړل روادي ؟
اوبل دفخرونوپه سيند كي مست اوسيدل يوه منفي پديده
ده كه مثبته ؟[/color:9af2e1f401]
ددی جواب خو ساده ده اوهغه داچی ویاړ اوافتخار دوه ډوله دی یو روا اوبل ناروا په رواو روااوپه نارواو نارواده له رسول الله صلی الله علیه واله وسلم نه سابته ده چی په یوه غزاکی مشرکینو آواز پورته کړ چی :
لنا العزی ولا عزی لکم ، عزا دمشرکینو بوت و اوپه خدایی سره یی نیولی و عبادت یی ورته کاوو
نو رسول الله ص صحابه و ته وویل چی جواب ورکۍ چی لنا المولا
ولا مولا لکم دلته مشرکینو په خپل باطل خدای فخر وکړ او صحابه و په افتخار سره جواب وکړ چی موږ مولا لرو اوتاسې مولا نه لری . اوفخر په جهاد خو دحضرت حسان رضی الله عنه دا دشعر بیتونه چی دهغو غزاګانو په اړه یی ویلی چی له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره پکی شریک و کافی دی :
ألست خير معد كلها نفرا = ومعشرا إن هم عموا وإن حصلوا
قوم هم شهدوا بدرا بأجمعهم = مع الرسول فما آلوا وما خذلوا
وبايعوه فلم ينكث به أحد = منهم ولم يك في إيمانهم دخل
ويوم صبحهم في الشعب من أحد = ضرب رصين كحر النار مشتعل
ويوم ذي قرد يوم استثار بهم = على الجياد فما خاموا وما نكلوا
وذا العشيرة جاسوها بخيلهم = مع الرسول عليها البيض والأسل
ويوم ودان أجلوا أهله رقصا = بالخيل حتى نهانا الحزن والجبل
وليلة طلبوا فيها عدوهم = لله والله يجزيهم بما عملوا
وغزوة يوم نجد ثم كان لهم = مع الرسول بها الأسلاب والنفل
وليلة بحنين جالدوا معه = فيها يعلهم بالحرب إذ نهلوا
وغزوة القاع فرقنا العدو به = كما تفرق دون المشرب الرسل
ويوم بويع كانوا أهل بيعته = على الجلاد فآسوه وما عدلوا
وغزوة الفتح كانوا في سريته = مرابطين فما طاشوا وما عجلوا
ويوم خيبر كانوا في كتيبته = يمشون كلهم مستبسل بطل
بالبيض ترعش في الأيمان عارية = تعوج في الضرب أحيانا وتعتدل
ويوم سار رسول الله محتسبا = إلى تبوك وهم راياته الأول
وساسة الحرب إن حرب بدت لهم = حتى بدا لهم الإقبال والقفل
أولئك القوم أنصار النبي وهم = قومي أصير إليهم حين أتصل
ماتوا كراما ولم تنكث عهودهم = وقتلهم في سبيل الله إذ قتلوا
او بل ځای کی وایی:
كنا ملوك الناس قبل محمد = فلما أتى الإسلام كان لنا الفضل
وأكرمنا الله الذي ليس غيره = إله بأيام مضت ما لها شكل
بنصر الإله والرسول ودينه = وألبسناه اسما مضى ما له مثل
أولئك قومي خير قومك بأسرهم = فما عد من خير فقومي له أهل
يربون بالمعروف معروف من مضى = وليس عليهم دون معروفهم قفل
إذا اختبطوا لم يفحشوا في نديهم = وليس على سؤالهم عندهم بخل
وإن حاربوا أو سالموا لم يشبهوا = فحربهم حتف وسلمهم سهل
وجارهم موف بعلياء بيته = له ما ثوى فينا الكرامة والبذل
وحاملهم موف بكل حمالة = تحمل لا غرم عليها ولا خذل
وقائلهم بالحق إن قال قائل = وحلمهم عود وحكمهم عدل
ومنا أمير المسلمين حياته = ومن غسلته من جنابته الرسل
اوپه دی اړه دلایل ډیر دی خو دا به د اوس لپاره کافی وی
اوپه نارواکارونو افتخار ناروا دی لکه په نسب اوقوم اوداسی نورو فخر کول اودی ته تاسی هم مخکی اشاره کړی ده اوحدیث موهم راوړی چی انا سید ولد آدم ولا فخر
نو اسلا افتخار په نسب حرام کړی دی خدای ج فرمایی : {يَا أَيُّهَا النَّاسُ إِنَّا خَلَقْنَاكُمْ مِنْ ذَكَرٍ وَأُنْثَى وَجَعَلْنَاكُمْ شُعُوباً وَقَبَائِلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ خَبِيرٌ}
همدا راز به نسب په آخرت کی هم فایده نه رسوی لکه دی ایت یی چی ذکر کړی دی [فاذا نفخ فی الصور فلا انساب بینهم یومءذ ولایتسآءلون] ترجمه او تفسیر یی داسی دی چی کله دقیامت په شپیلۍ کې و پوکلی شي بیا به د دی خلکوترمنځ دنسب اوقوم خبره نه وی مطرح چی دا قریش وو دا هاشمی و دا عرب و اودا عجم بلکې یوازی اویوازی نیک عمل به هلته مفید وی.
اقتباس :
دانن ديرغلګروپه څنګ كي ډيرولاړو مشرانو هم پرون موږته دفخرونو
او وياړونو قصدي ويلي هغوي ددي ولس ميړني مشران وو خو نن يي
ته هم ويني او زههم !!
او د دی جواب دا دی چی : انما الاعمال بالخواتیم
اقتباس:
[color=yellow:9af2e1f401]اواوس هم هماغه ويره شته داسي نه دي چي دا له كومي بلي كري
راغلي دي په ننيو مشرانوكي هم ډير عاجزه اوخاكسار ځوانان په يوه
اوبله ولاړل او ځيني نور هم پيژنم چي جيبونه يي ډكول اولايي ډكوي[/color:9af2e1f401]
دا ښه خبره ده چی پیژنی یی چی بیا سبا ورځ ورباندی شاهدی ووایی
وياړم
..Ahmadzai
30.03.2009
بيا هم
السلام علیکم ورخمة الله وبرکاته
محترمو
زما افتخار او ویاړنه په هغو ځوانانو او میړنو پښتنو ده چې د اسلام بیرغ ېې اوچت کړې.
هسې خو غلام صفته پښتانه ډیر دي چې د کفارو تر څنګ ولاړ دي .
له هغو څخه زما نفرت راځي او راته ډیر سپک او ذلیل ښکاري.
زه په هر هغه مسلمان ویاړم چې د خدای په لارکې په نره او په حقه جنگیږي.
نن چې پښتنو دغه مقام ګټلی نو باید زه پرې وویاړم دا ېې شرعي حق ده.
په ویاړ
جلال احمدزی