نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د ترهګرۍ پر ضد د جګړې اصلي علت
باتور
25.03.2009
[size=24:3312e7e9ca]د ترهګرۍ پر ضد د جګړې اصلي علت[/size:3312e7e9ca]
د غربيانو په اصطلاح د ترهګرۍ پرضد جګړه په اصل کي د اسلام پر ضد جګړه ده. هغه ښاماران چي د دنيا د مالکيت خوبونه ويني، پر نړۍ د مکمل تسلط لپاره اسلام او مسلمانان د خپلي لاري خنډ ګڼي. له دې کبله غواړي چي اسلام کمزوری اوخوږمن کړي.
دا لوی ښاماران ( ملياردران ) ټول بې دينه کافران دي، صرف د خلګو د غولولولپاره ځانونه يا يهود او يا هم عيسويان بولي . په دې چل د نړۍ عيسويان او يهودان د خپلوناپاکو هدفونو لپاره کاروي، د دوی پيسې او قدرت دومره ډېر سوی چي ځانونه د نړی خدايان ورته ښکاري .
خدای د دوی په اصطلاح يعنې G O D.
G يعنې GOLD د نړۍ د پيسو( اقتصاد) کنټرول
O يعنې OIL د نړۍ دتېلو او نورو معدني زېرمو کنټرول
D يعنې DRUGS د بشر کنټرول
هرهغه څوک، دولت اويا مذهب چي د دوی د GODـ توب د ارمان د پوره کېدو په لارکي سر پورته کوي او يا خنډ ورته پېښوي، دوی يې يا له منځه وړي، يا يې په پيسو اخلي او يا يې تر دې حده کمزوروی چي د د دوی په مخ کي د درېدلو وس ونه لري .
اسلام د GOD لپاره لوی خطر دی ، نو ځکه دوی د اسلام پر ضد جګړه پيل کړي او خپلي دې نامشروع او د بشريت ضد جګړې ته يې (د ترهګرۍ پر ضد د جګړې)مصنوعي نوم ورکړی .
[color=white:3312e7e9ca]اسلام ولي دوی ته خطرناک دی ؟؟؟[/color:3312e7e9ca]
GOLD
د دوی د خدايتوب (فرعونيت) لومړۍ برخه ده، (سره زر پيسه ده او پيسه سره زر) . دوی غواړي چي د ټولي نړۍ اقتصادي نظام تر خپل کنټرول لاندي راولي، پيسې نړيوالو ته په پور ورکوي او سود اخلي .
تر دې بل آسوده، ساده او ښه تجارت په ټوله دنيا کي نه سته، کرار ورته ناست دي، هره مياشت د په پور ورکړيو پيسو سود او د هغو د سود سود ورته راځي او نورو ته بيا په سود پورونه ورکوي، په دې حساب يې پيسې ورځ په ورځ ډېرېږي . . هر څومره چي د پوروړيو تعداد زياتېږي په هماغه اندازه د دوی ګټه ډېرېږي . . کله چي پوروړي د دوی د پيسو د بېرته ورکولو څخه عاجز سي نو بيا دهغوضمانتونه لکه ځمکي، کورونه او نور املاک غصبوي، او په دې حساب دسودخورو جايدادونه لا پسي ډېرېږي او دپور ورکولو لړۍ پراخيږي . دا ښکلی اوهوسا تجارت دوی نه غواړي چي له لاسه يې ورکړي، او هر هغه څوک يا دولت چي دې تجارت ته خطر پېښوي دوی يې په ضد جنګېږي . . د دې مالي نظام په زور غواړي چي ټول نړيوال د ځان برده ګان کړي ترڅو چي خپل د فرعونيت غرور ارضا کړای سي . .
د دوی دې نه مړېدونکيو سترګو او د دوی د سودخورۍ د ظالم سيستم له کبله له پېړيو راهيسي بشر له بدبختيو سره مخامخ ده، دولتونه افلاس سوي، جګړې لګېدلي، په مليونونو انسانان وژل سوي، د همدې سيستم او د دوی د بې سرحده طمعي له کبله اوس هم په ټوله نړی کي اقتصادي بحران را منځ ته سوی او په نژدې وخت کي به د نړی ډېر دولتونه کاملا مفلسه سي . . دا چي د دې بحران له کبله به څومره جګړې، مرګونه، لوږي او نور مصيبتونه د بشر په نصيب سي، دا به که ژوندي وو، ګورو .
په اسلام کي د سود راکړه ورکړه حرامه ده، مسلمان حق نه لري چي په پيسو سود واخلي يا ورکړي، دا د اوسنۍ رواني جګړې يو مهم علت دی . د اسلام دا حکم د نړۍ د لويو سودخورانو لپاره لوی خطر دی. . سود او سود خوري چي په نړی کي ختمه سي د نړی تکليفونه به حل سي او د دې وينوڅښونکو ښامارانو له لاسه به خلګ بېغمه سي . .
خلاصه دا چي د نړۍ لوی پانګوال، بانکونه او ټول هغه قدرتونه چي پيسې په پور ورکوي او د هغوپه سود خپلي سرمايې ډېروي د اسلام دښمنان دي، ځکه چي اسلام سودخوړل منع کړي.
OIL
د پيسو تر څنګ د نړۍ د تېلو په زېرمو خېټه اچول د لويو ښامارانو لپاره د فرعونيت د ارمان د پوره کېدو دوهم شرط دی .
جالبه دا ده چي د نړۍ هغه ملکونه چي د تېلو تر ټولو لويي زيرمي لري، اسلامي ملکونه دي . . . .
[color=white:3312e7e9ca]نور بيا[/color:3312e7e9ca]
په درنښت