د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسلام او د نورو اديانو تر منځ کوم فرق موجود دی ؟؟

Qabayel
24.03.2009

اسلام وعليکم و رحمت الله و برکاتو
د دې فوروم ټولو لوستونکو او چلوونکو ته د زړه له اخلاصه سلامونه وړاندې کوم .

ما يوه پوښتنه درلودله او هغه دا چې په دغه اسلام کې څه شی نوي دي چې مثلاً په پخوانيو دنيوي او اوخروي اديانو کې نه وو موجود ؟؟
ايا د اسلام او د دې نورو اديانو فرق په دې کې دی چې اسلام په عربي او دا نور په عربي ژبه ندي ناذل شوي او يا جوړ شوي او يا دا چې په اسلام کې داسې شيان شته چې په نورو اديانو کې نشته ؟؟
او که داسې شيان شته چې په دې نورو کې نشته ، هغه کوم دي ؟؟
د اسلام ځانګړتياوې او هغه خصوصيات چې د نورو اديانو نه يې فرق کېږي کوم دي ؟؟؟
ستاسي د مرستې په هيله


باتور
24.03.2009

Qabayel ته وعليکم السلام .

[color=darkred:11d89a579c]اقتباس:[/color:11d89a579c]

ما يوه پوښتنه[color=white:11d89a579c] درلودله [/color:11d89a579c]

اوس يې هم [color=white:11d89a579c]لرې[/color:11d89a579c]؟

په درنښت


wazirafghan
25.03.2009

باتور خان ته سلامونه!
نه دی دي اوريدلي چې وايي:

که څوک مې سر له تنی غوڅ چی دی
.........................................................................نو وابـه نوړم له چی دي نــه چـی دی

په مینه


باتور
25.03.2009

سدوزيه وروره سلامونه زما هم ومنه . .

د قبايلي دې دوو جملو ته چي غور وکړو، مسئله حل کېږي :

[color=darkred:323da23eb1]اقتباس:[/color:323da23eb1]

ما يوه پوښتنه درلودله او هغه دا چې [color=white:323da23eb1]په دغه اسلام [/color:323da23eb1]کې څه شی نوي دي . . . . . . .

. . . . . ايا د اسلام او د دې نورو اديانو فرق په دې کې دی چې اسلام په عربي او دا نور په عربي ژبه ندي ناذل شوي او [color=white:323da23eb1]يا جوړ شوي [/color:323da23eb1]. . . .

خدای پاک پوهېږي چي خره ته يې ولي ښکر نه دي ورکړي . . :wink:

په درنښت


Qabayel
25.03.2009

محترمينو يو وار بيا سلامونه دروړاندې کوم

ستاسي د علمي او د اسلامي دين په اساساتو ولاړو ځوابو نه يو نړۍ مننه .

باتور جانه دا چې خدای ولې خره ته ښکر ندی ورکړی ، په دې به خدای په خپله ښه پوهېږي . او دا زما د پوښتنو ځواب خو به هم هرو ـ مرو خدای څخه وي ، خو ما چې هر څومره د خدای نه خپلې پوښتنې وپوښتلې ، ځواب يې راته رانکړ .
خو يو بل ملګري راته د دې فوروم ادرس راکړ او ډيره يې کړه چې په دې فوروم کې د افغانستان تر ټولو ستر ديني علما غړيتوب لري ، نو پوښتنې دې هلته وپوښته ، ځواب به درته هرو ـ مرو ميلاوو شي .

نو دا چې زما د پوښتنو ځواب د افغانستان د سترو ديني علماوو څخه نشته او د ځوابولو نه يې عاجز پاتې دي پروا نکوي . خو د دې اړتيا هم نه ليدل کېږي چې بيا نوموړي عالمان خپل چڼيان ( کنچڼيان ) مخته کړي چې زما د پوښتنو ځواب راکړي . دا په دې معنا چې همدومره هم کفايت کوي چې سړی ووايي چې وروره ستا د پوښتنو ځواب مونږ څخه نشته نو يو وار بيا خدای څخه مراجعه وکړه ، کېدې شي چې د پوښتنو ځواب دې درکولی وشي .

نو ما خو دلته يو جدي مسله رامخته کړې ده ، او په دې بازاري او ريشخندو خبرو نوموړې پوښتنې نشي خوابېدلی . نو د شف ـ شف په ځای سم شفتالو ووايه چې خوله دې پرې ډکه ښکاره شي او د ملنډو وهلو نه ډډه وکړه .

يو وار بيا هم ستاسو نه يوه نړۍ مننه ، تاسي ډير ښه خلګ يئ ، خو پدر دې د هغه چا لعنت شي چې ماته يې ستاسو د فوروم ادرس راکړ او ډيره يې کړه چې دلته به دې د پوښتنو ځواب هرو ـ مرو ميلاوېږي .

ښاد او ودان اوسئ


عبد السلام
25.03.2009

اسلام وعليکم و رحمت الله و برکاتو
د دې فوروم ټولو لوستونکو او چلوونکو ته د زړه له اخلاصه سلامونه وړاندې کوم .

ما يوه پوښتنه درلودله او هغه دا چې په دغه اسلام کې څه شی نوي دي چې مثلاً په پخوانيو دنيوي او اوخروي اديانو کې نه وو موجود ؟؟
ايا د اسلام او د دې نورو اديانو فرق په دې کې دی چې اسلام په عربي او دا نور په عربي ژبه ندي ناذل شوي او يا جوړ شوي او يا دا چې په اسلام کې داسې شيان شته چې په نورو اديانو کې نشته ؟؟
او که داسې شيان شته چې په دې نورو کې نشته ، هغه کوم دي ؟؟
د اسلام ځانګړتياوې او هغه خصوصيات چې د نورو اديانو نه يې فرق کېږي کوم دي ؟؟؟
ستاسي د مرستې په هيله

----------------------------------------------------------------------

قبایل ، که طوایف! ماته خو ساده غوندې ښکاره شوي! خپه کیږه مه نور ملګري به ماته هم غاښونه چیچي! اویا داچې زه به ساده یم!
وایی :دکارغه نه چا وغوښتل چې تر ټولو ښکولﺉ او ښایسته ماشوم راته راوړه، کارغه ورته خپل بچﺉ راوړ.
داسې پوښتنې؟ او دلته داسلام په حجره کې؟ چې داسلام او نورو ادیانو ترمنځه توپیر په څه کې دﺉ ؟ طبعاً ځواب به یې هم زمونږ ددین داصولو پربنسټ غواړﺉ. که داسې وي! ځواب دادﺉ چې اسلام ترټولو نورو ادیانو اکمل اواتم دﺉ. یعنی داسلام دین یوکامل دین دﺉ او دنوو ادیانوراتګ هم په قطعی دلیل بند دﺉ. یا به دامنې او یا به کافر مرې ،اواختیار هم ستا دﺉ! داسلام او نورو ادیانو توپیر هم په همدې کې دﺉ. که دې سر نه وي خلاص بښنه غواړم!زما هم ندﺉ خلاص چې هدف چیرته دﺉ!


Qabayel
25.03.2009

عبدالسلام وروره

ستا حدس بلکل سم دی ، دا درسره منم چې زه يو ساده کليوال پښتون يم ، که داسې نه وای نو دا پوښتنه به مې د کوم هزاره نه پوښتلي وو ځکه هغوۍ بيا د دين تر څنګ لږ غوندې د خبرو ـ اترو کلتور لري او که څوګ ترې يوه پوښتنه وپوښتي ملنډې پرې نه وهي ځکه دا خو يو معقوله دې چې وايي ، لوده پوښتنې وجود نلري ، هغه ځوابونه دي چې لوده دي ، او که يو بل رقم وو؟؟
خو دا چې په اسلام کې کوم شی نوی دی چې د مثال په توګه پخوانيو اديانو کې نه وو موجود او يا د اسلام فرق د نورو اديانو سره په څه شي کې دی ، لا تر اوسه بېځوابه پلاتې ده .

که چېرې تا راته لس مثاله راکړل چې دغه او هغه په اسلام کې شته او په دې نورو کې نشته ، نو پوښتنه به مې ځوابه شوې وي . زما پوښتنې د دې د پاره ندي پوښتل شوي چې خدای مکړه اسلام ته سپکاوی وي . زه يواځې غواړم پوهـ شم چې د اسلام او د دې نورو اديانو فرق په څه کې دی ؟؟
او دا چې تا اسلامي علما د کارغانو سره پرتله کړي ، لږ غوندې وخندولم .


watanmal
25.03.2009

ټولو لوستونكو او قبايل صيب
السلام عليكم ورحمة الله وبركاته

هيله لرم چى په صحت روغ او جوړ وۍ ، هوسا او ښه ژوند درته غواړ م.

قبايل صيب تاسى ته دى معلومه وى چى د فورم مسئوليت د ډاكټر وطنمل ، عبدالكريم حليمى او هاج ساپى صاحبانو سره دى ، نو ځما په نظر كى تاسى مو خپله پوښتنه څه مشخصه كړۍ نو امكان لرى چى دغه محترم علماء تاسى ته په لنډ وخت كى ځواب ووايى.
وروره ستاسى پوښتنه ډيره پراخه ده چى په لنډو ټكو ځواب ئى مشكل وينم خو كه تاسى داسى وكړى چى دا واضحه كړۍ چى[color=darkblue:2705f7ab30] د اسلام د دين او د كومو اديانو ترمنځ درته فرق په ګوته كړى شى يعنى د اسلام او عيسويت يا يهوديت ترمنځ او كه د اسلام او هندوانو يا بودايانو سكانو ..... د دينو ترمنځ ،[/color:2705f7ab30] يا د اسلام او نورو سماوى اديانو ترمنځ او يا د اسلام او نورو غيرى سماوى اديانو ترمنځ.

په مينه
وطنمل


عبد السلام
25.03.2009

قبایل صاحب! بښنه غواړم دسادګۍ څخه زما هدف کمعقلی نه ده ،بلکې بې روی اوریایی ده. پر ما حساس خلک ډیر ګران دي ، دلته په ما ځینې هغه ورونه چې تر نورو ګران دي هغه وهاج،کوشان،غروال،پتنګ،او اوس په دې روستیو کې دا نویﺉ وطنمل دﺉ. ځکه ددوی هر هغه څه چې په زړه دي په خوله دي. پرته له ریا او تظاهره.
او دا نور زما په ګډون هسې میخانیکې روان یو چې دنوښت ګټه راکې نشته. نو زما په نظر ستا پوښتنو ته باید وهاج اویا هم وطنمل ځواب ووایي.


عبدالله صابر
25.03.2009

وروڼوالسلام عليکم
دکوشان ليکنې مالوستلي دهغه پوښتنې پای نه لري يوه اوږده سلسله ده اوپوښتنې
يی هم بيا په اسلام تنقيدي بڼه لري ، که ځواب غواړي همغه دعبدالسلام ورورځواب
کافي ده ، کنه نوره وخت مه پي ضايع کوئ ،نوموړئ په يوغشي ددوه مرغانو
ويشتلوهڅه کوي ،په يوغشي داسلام پاک دين تنقيده وي اوبل غشي قبايل چي
دنړيوال کفر په ماتولولګيادي هغو دخلکوپه اذهانوکښ ناپوه ناخبراوساده معرفي
کول غواړي خوهغه بايد پوهه شي چي قبايل که څه هم نوره معلومات کم ولري خود
اسلام په هکله هغوپوره واقف دي اوداډول پوښتنې هغوته نه پيداکيږي ٠
رښتيايی ويلي چي دجاهلانوځواب چوپتيا ده ، زماپه فکرداډول پوښتنوځواب به
له چوپتيا پرته له رټل اوترټلوڅخه نوره نتيجه نه ورکوي ٠

والسلام


Re: د اسلام او د نورو اديانو تر منځ کوم فرق موجود دی ؟؟

رښتینی
25.03.2009

[quote:42617b0b6b="Qabayel"]اسلام وعليکم و رحمت الله و برکاتو
د دې فوروم ټولو لوستونکو او چلوونکو ته د زړه له اخلاصه سلامونه وړاندې کوم .

ما يوه پوښتنه درلودله او هغه دا چې په دغه اسلام کې څه شی نوي دي چې مثلاً په پخوانيو دنيوي او اوخروي اديانو کې نه وو موجود ؟؟
ايا د اسلام او د دې نورو اديانو فرق په دې کې دی چې اسلام په عربي او دا نور په عربي ژبه ندي ناذل شوي او يا جوړ شوي او يا دا چې په اسلام کې داسې شيان شته چې په نورو اديانو کې نشته ؟؟
او که داسې شيان شته چې په دې نورو کې نشته ، هغه کوم دي ؟؟
د اسلام ځانګړتياوې او هغه خصوصيات چې د نورو اديانو نه يې فرق کېږي کوم دي ؟؟؟
ستاسي د مرستې په هيله[/quote:42617b0b6b]

محترم قبايل اونورو وروڼوته سلام
ښاغلي قبايل دلته ځيني داسي ګډونوال وو چي هغوي به نعوذبالله
اسلام توهيناوه او هغوي اوس هم دلته په بدلونومونو راځي او
كله كله ناوړه پوښتني كوي بناء له وروڼوخپه كيږه مه

اوموږكه څه هم ښاغلي عبدالسلام له ځوابوويلو منعه كړي يو خو
ستاد لومړۍ پوښتني په ځواب كي به دومره ووايم :
محترمه اسلام دنورو اسماني اديانو مكمل اوپوره كوونكي ده په نورو
اسماني اديانو كي هم اساسي عناصر او ارلارونه دري وو چي هغه :
توحيد،اخرت او نبوت وو او اسلام هم په دي دريو اصولو ټينګار كوي
او داپه هغه صورت كي چي ديهوديت ،عيسويت او نورو اسماني اديانو
اصل ته مراجعه وكړو نه په موجوده حالت كي ځكه ددي نورو مذاهبو
وروستيو پيروانو دالهي دين اساسي اصل توحيد شاته وغورځاوه او
په ىي اسماني مذاهبو كي يي له خپلو شرك او بدعتونه راپيدا كړل
اوخپل دينونه يي داسي حالت ته را ورسول چي كه مثلا حضرت عيسي
عليه السلام ته ىعيسايت موجوده شكل اوحالت وړاندي كړل شي نو په
يقين سره ويل كيدي شي چي هغه به دا خپل دين ونه پيژني

نوربيا


Re: د اسلام او د نورو اديانو تر منځ کوم فرق موجود دی ؟؟

pattang
25.03.2009

قبايله !
دقبايل نوم ډېر زوړ اوسياسي دی ، نه کليوال يې نه زوړ بلکې خپله څېره دې
ښکاره کړه ٠دسوالو مقايسه دې له وروستنيوخبرو سره متضاده ده٠
بوی دې دپتنګ سپوږموته بيا راغی ځان غلی خوله دې پټه ونيسه له اسلام
او عرب پوبي څخه خپل ځان وژغوره٠ 

چې هرڅو په نومو پټ شې زړه ياره
................................................................دې کولمې چينچي دې وينمه له ورايه

زه پتنګ دنورو غوندې صبر نکړم
...............................................................نالتي دی چې صادق نوي له ځايه

[quote:a98a3a0bb5="Qabayel"]اسلام وعليکم و رحمت الله و برکاتو
د دې فوروم ټولو لوستونکو او چلوونکو ته د زړه له اخلاصه سلامونه وړاندې کوم .

ما يوه پوښتنه درلودله او هغه دا چې په دغه اسلام کې څه شی نوي دي چې مثلاً په پخوانيو دنيوي او اوخروي اديانو کې نه وو موجود ؟؟
ايا د اسلام او د دې نورو اديانو فرق په دې کې دی چې اسلام په عربي او دا نور په عربي ژبه ندي ناذل شوي او يا جوړ شوي او يا دا چې په اسلام کې داسې شيان شته چې په نورو اديانو کې نشته ؟؟
او که داسې شيان شته چې په دې نورو کې نشته ، هغه کوم دي ؟؟
د اسلام ځانګړتياوې او هغه خصوصيات چې د نورو اديانو نه يې فرق کېږي کوم دي ؟؟؟
ستاسي د مرستې په هيله[/quote:a98a3a0bb5]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more